د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغان ولس د اختر نیکریزی

مومند
30.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د نیکمرغه لوی اختر په لومړی ورځ چی مسلمانانو لپاره ډیره مهمه ورځ بلل کیږی او مسلمانان د حج د مراسمو ادا کولو لپاره سره یو ځای کیږی او هغوی چی د حج د تللو توان نلری خپل په کلیو او کورونو کی د اختر نمانځنه کوی، زمونږ په هیواد کی یو ځل بیا د بیګناه او سپیڅلی خلکو په وینو وړل شو او د اختر نیکریزو په ځای د وینو په سره رنګ، رنګ شو.

((فاریاب کې ځانمرګي ٤٠ ووژل ٥٠ يې ټپيان کړل
د افغانستان د شمالي ولایت فاریاب په مرکز میمنه کې ځانمرګي برید لږترلږه ٤٠ کسان وژلي او تر ٥٠ ډېر يې ټپيان کړي دي. .
د جومات دروازې ته نژدې ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې لږترلږه ٤٠ هیوادوال ووژل شول، چې په وژل شوو کې ماشومان او ښځې هم وې. تر اوسه د ټپیانو شمیر تر ۵۰ ډېر دی، چې شاید سربیرن ټپیان نه وي شمیرل شوي))

طالبه دا ته څه کوی؟ ولی یی کوی؟ د افغان د ولس څخه نور څه غواړی؟ ته خو خپل ځان ته مسلمان وائی او د اسلام په لور د جهاد دعوا کوی نو بیا ولی داسی غیر اسلامی کړنی درنه کیږی؟ دا خو په هیڅ مذهب او قانون کی ندی روا چی پر ملکی وکړی د عبادت په وخت کی برید وکړی. ستا جنګ او جهاد د چا سره دی؟ تا ته هم پته نشته یواځی ځان مرګی بریدونه او وژل او ټکول دی زده دی او بس، د اسلام په لارښونی او قوانین نه پوهیږی، د پیغمبر صلی الله وسلم په لارښوونی هم غوږ نه نیسی او په انسانیت او خواخوږی هم نه پوهیږی. ته څه رنګه انسان او مسلمان یی؟ ته نه شرمیږی چی خپل د هیواد بیکناه وګړی باندی د عبادت په وخت بریدونه کوی او بیا خپل ځان ته مجاهد وایی؟

((د فاریاب د پولیسو ویاند ښاغلى احمدزى دا د طالبانو له لورې د يوې ماتې غچ بولي طالبانو څو ورځې وړاندې د پښتون کوټ په ولسوالۍ بريد کړى و چې له سختې ماتې سره مخامخ شول او ٢٥ کسه يې ووژل شول دا د دوى غچ و چې په ميمنه کې يې له ملکي وگړو واخيست))

طالبه دا څنګه غیرت دی چی خپل غچ د ملکی وګړو څخه اخلی او هغو خلکو باندی برید کوی چی خپل د ځان د دفاع لپاره هیڅ شئ ورسره نښته؟ دغه ستا غیرت دی؟ دغه ستا ځوانمری او پښتونوالی دی؟ تا خو نه د اسلام عزت پر ځای کړ او نه د مسلمان. نه دی پر افغان زړه سوی ښکاره کړ او نه پر افغانستان. نه د عبادت او جومات عزت لری او نه د عبادت کوونکی. نه د پښتو عزت دی پر ځای کړ او نه هم د پښتنو او پښتونوالی.

((ولسمشر کرزي په کابل کې د اختر تر لمانځۀ وروسته په خپلو لنډوخبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د دۀ په وينا ملکي وگړي ونه وژني بلکې له خلکو رايه وغواړي او د انتخاباتو له لارې تر ټولو لوړو څوکيو ته ځان کانديد کړي))

طالبان په دا پوهیږی چی که دوی انتخاباتو کی ګډون وکړی او د خلکو رایه وغواړی د افغانستان خلک به دوی ته هیڅ کله رایه ورنکړی ځکه چی دوی د افغانستان ولس یی ځورولی او پر ولس باندی یی ناروا ظلمونه کړی دی. طالبان په هیڅ ډول خپلواکی او آزادی باور او عقیده نلری دوی یواځی په زور او جبر پوهیږی او د زور او جبر سبق یی زده کړی دی او تل به د زور واکمنی لپاره جګړه وکړی، دوی په انتخابات او رایه ورکول عقیده او باور نلری.

په درناوی

مومند


larghonay laraway
31.10.2012

السلام عليکم!
مومندصيب د افغانستان او پاکستان جنګي طالبان د نړۍ پر سر هغه (سوړن) يعنې دروغجن قشر دی چې نور پرې هيڅ نه جوړېږي. دوی ته د دوی باداره امريکا وايي چې هر ... چا خوړل نو پړه يې تاسو پر ځان ومنئ!

په ميمنه کې طالب مالب کومه چاودنه نه ده کړې بلکې هلته د رباني د (جمعيت ) او د دوستم د ( جنبش) د قدرت پر سر پټه جګړه روانه ده. همدا راز د هزاره ګانو محقق هم په کې دی ځکه هلته د محقق نږدې نفر (شفق) څو کاله والي ؤ چې ځينې واټونه يې هم په خپل نامه کړي وو خو ازبکان ورپسې راپورته شول.
دا سياسي او د قدرت پر سر پټې جګړې دي چې يو بل ته ګوزار ورکوي!


طیب زابلی *
31.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
مومند صیب کوم دلیل شته چی داحمله طالبانو کړی ؟
ایا ددی حملی پړه طالبانو په رسمی ډول منلی ده؟
او که کوم بل کره دلیل شته چی دا ثابته کړی چی دا برید دی طالبانو کړی وی ؟
که کوم دلیل لری خو رایی وړه او که نه وی نو بیا هسی تهمتونه مه لګوه
ځکه چی دا یومقدس جهاد ده چی دکفارو او دهغوئ دغلامانو په مقابل کی روان ده /
او داحمدزی بل او بل په اوتوبوتو هم مه خطاووزئ له هغوئ بیچارګانو یی اوس ورخ
وړی ده هرڅه وایی ، ولاکه کرزی په ارګ کی هم دطالب له ویری ارام خوب کړی وی .

داوګوره:

تازه خبر:بادغیس قادس کې 73محلي پولیس له خپلو ټولومهماتوسره له مجاهدینو سره یوځای شول
خبرونه

له بادغیس ولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین خبرراکوي چې نن سهار لس بجې ددي ولایت دقادس ولسوالۍ کې 73 تنه محلي پولیس دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول
خبرزیاتوي نوموړ و کلک هوډڅرګندکړچې نوربه ددین اووطن په دفاع کې ددښمن په مقابل کې له هیڅ رازقرباني څخه دریغ ونه کړي او تل به داسلامي امارت مجاهدینو ننګه کوي
http://alemarahnews.com/index.php?option=com_content&view=article&id=28142:----73---------&catid=1:news&Itemid=3


مومند
31.10.2012

لاروی صیب سلامونه

تاسو ریښتیا وایست، خو طالبان بیا دغه عادت هم لری چی کله چی د دوی د بریدونو په ترڅ کی ملکی خلک، ماښومان او ښځی ووژل شی نو بیا هیڅ هم نه وایی او د برید مسولیت په غاړه نه نیسی، نه یی ردوی او نه یی قبلوی.

په درناوی

مومند


مومند
31.10.2012

سلامونه طیب صیب
دا خو لومړئ ځل ندی چی په افغانستان کی خود کش برید کیږی او په ترڅ کی یی ملکی وګړی وژل کیږی. تاسو د ثبوت خبری کوئ نو ثبوت یی همدا بس دی چی هربرید او یا حادثه چی پکی څو تنه دولتی ځواکونه ووژل شی بیا طالبانو یی سم دستی مسولیت په غاړه نیسی که څه هم دغه حادثه یو حادثه وی او طالبان پکی هیڅ هم نوی کړی او کله چی بیا د دوی په خود کش برید کی ملکی وګړی او ماښومان ووژل شی بیا غلی ناست یی او هیڅ هم نه وایی، نه یی رد کوی او نه یی مسولیت په غاړه نیسی. دغه زما ثبوت دی، که یی نه منئ هغه بیا ستاسو ذاتی شخصی مسله ده.

په درناوی

مومند


مومند
31.10.2012

طیب صیب
خودکش برید او د ملکی او بیګناه خلکو وژل او ژوبل په اسلام کی او په هیڅ مقدس جهاد کی روا ندی او ځای نلری.
ستاسو د دغه جملی ((ځکه چی دا یومقدس جهاد ده چی دکفارو او دهغوئ دغلامانو په مقابل کی روان ده)) په ځواب کی د سعودی د لوی مفتی مولوی شیخ عبدالعزیز
د عرفاتو د مراسمو په وخت وینا تاسو ته دلته نقل کوم:

((د سعودي عربستان لوی مفتي ځانمرګي بريدونه حرام وګڼل
د سعودي عربستان لوی مفتي شيخ عبدالعزيز بن شيخ د عرفاتو په مراسمو کې په خپله وينا کې وويل د اسلام له پلوه ځانمرګي بريدونه حرام دي او مشروعيت نلري.
د سعودي عربستان لوی مفتي چې د حج د ميليونونو زايرونو ترمنځ خبري کولې وويل کوم کسان چې ځانمرګي بريدونه کوي د خدای له خوا نه بښل کيږي او زياته يې کړه چې د اسلام او تندلارۍ ترمنځ هيڅ اړيکه نشته او اسلام د سولي او ورورولۍ دين دی.
نوموړي د نړۍ له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې له اختلافونو لاس واخلي او له يوبل سره مرسته وکړي.
شيخ عبدالعزيز بن شيخ د نړۍ يو ډير نفوذ لرونکی عالم دی))

په درناوی

مومند


طیب زابلی *
31.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله!
مومند صیب ستا له خبرو هم دامعلومیږی
چی په افغانستان کی له طالبانو پرته نور خلک هم
چاودنی کوی نو بیا ولی هرهغه چاودنه چی په هغی کی ملکیان
وژل کیږی بی له کوم دلیله پر طالبانو تاوانوی ؟
طالبان له بله ملکه نه دی راغلی ، طالبان ددی ملکیانو زامن
یا وروڼه دی ،
نو طالبان ولی خپل پلرونه یا وروڼه وژنی؟
په دی کی ددوئ کومه ګټه ده ؟

او بل ته دتندلارۍ خبره کوی تندلاری تاسو کومه ګڼئ؟
داسلامی احکامو او حدودو پلی کول ، امر بالمعروف او
نهی عن المنکر جاری کول داکه تاسو تندلاری ګڼئ نو داخو
توندلاری نه ده او نه په شریعت کی له دی څخه منعه راغلی ده
بلکی شریعت په دی سره امرکوی ،
او که له دی پرته بل قسم توندلاری وی چی هغه طالبان کوی نو ته خوئی
لږڅه یادونه وکړه چی موږته هم معلومه شی ،

او بل دځان مرګی خبره ده و په دی کی خو شک نشته چی ځان وژنه حرامه ده خو هغه هغه څان وژنه چی یوسړی له خپله ژونده په تنګ
وی او ځان وژنی او یودا چی پر دښمن باندی حمله کوی او ځان هم ورسره وژنی ددی لپاره چی دښمن ته زیات تاوان ورسیږی نودی ته بیا قربانی ویل کیږی دا ځان وژنه نه ده ،
ددی دجواز ډیر دلائل شته خاصة بیا داسی دمغلوبیت په حال کی ،
دفدایی حملی پرجواز باندی ډیرو غټوغټو علماؤو فیصله کړی ده ،
په دی کی علماوو کتابونه لیکلی دی ،
ددی ضرورت نشته چی دلته زه او ته پر غږیږو
او شیخ بن عبدالعزیز چی کومه خبره کوی دا دهغه خپل نظرده
صرف دومره وایم چی هغه وخت چی امریکا پر
افغانستان حمله کوله او دسعودی حکومت له امریکا سره دپنځوسو
ټنو بارودو کومک وکړ و، هلته دغه شیخ صیب ولی دا نه ویل چی داکارحرام ده دا بارود ته چاته ورکوی او په دی کی څوک سوځیږی ؟
ورورکه دا بین المللی شیخان دی دا دبین الملل له قوانینو سره مطابق اسلام چلوی،


مومند
01.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طیب صیب
په دا کی خو څه شک نشته چی په افغانستان کی له طالبانو پرته نور ډلی لکه د ګلبدین حکتمیار حزب اسلامی او نور ډلی فعالیت لری خو مګر ځان مرګی برید یواځی د طالبانو او حزب اسلامی ډلی کار دی. هغه چاودنی چی پکی ملکی وګړی ته زیان رسی، دی له کبله پر طالبانو تاونیږی ځکه چی دوی هیڅ وخت په دا اقرار ندی کړی چی د دوی د بریدونو په ترڅ کی ملکیان ته زیان ورسیدی او یا ملکیان ووژل شو او یا د هیواد د بی ګناه وګړو څخه بخښنه غوښتی وی، هره برید چی پکی ملکیانو ته ځانی او مالی زیان ورسیږی طالبان هیڅ هم نه وایی نه یی ردوی او نه یی منی او مسولیت په غاړه نیسی. تاسو لیکلی دی چی: ((طالبان له بله ملکه نه دی راغلی ، طالبان ددی ملکیانو زامن یا وروڼه دی))
وروره زړه خو په همدغه باندی درد کوی چی طالبان زمونږ ورورنه او زامن دی او پر مونږ هیڅ زړه سوی نلری که یی درلودی نو اوس به په هر ډول چی کیدای د هیواد د سولی لپاره به دوی هسی او مذاکرات کولی. وروره اوس امریکایان او د نورو هیوادونو ځواکونه د هیواد څخه د وتو په حال کی دی او د کرزی دوره هم مخ په خلاصیدو دی طالبان ولی نغواړی چی په انتخاباتو کی ګډون وکړی او که دوی ریښتیا په خلکو کی دومره نفوذ لری او د هیواد خلک دوی سره مینه لری دوی به انتخابات وګټی او د هیواد چارو به د دوی په لاس شی.

نور بیا


مومند
01.11.2012

یو ځل بیا سلامونه طیب صیب

تاسو لیکلی دی چی: طالبان ولی خپل پلرونه یا وروڼه وژنی؟ په دی کی ددوئ کومه ګټه ده؟))
طیب صیب په دی کی د دوی هیڅ ګټه نده خو د دوی د هغو بادارانو ګته پکی ډیر دی ،چی د افغانستان سوله او پر مختیا د دوی په زیان دی.

بیا تاسو لیکلی دی چی: (( او بل ته دتندلارۍ خبره کوی تندلاری تاسو کومه ګڼئ؟))
تند لاری هغه دی چی د سوټی په زور پر خلکو واک کوی او خلک مجبوروی چی د دوی احکام ومنی، اسلام د زور او سوټی مذهب ندی. تند لاری هغه دی چی د ټوپک په زور پر خلکو حکومت کوی، د طالبانو د واکمنی نه مخ کی په افغانستان کی ښځی کار کاوه ۷۰ فیصده یی ښوونکی وو او ۶۰ فیصده د پوهنتون استاذان ښځی وی ۵۰ فیصده انجونی زده کوونکی و او د افغانستان ۴۰ فیصده ډاکټران ښځی وی خو د طالبانو د واک وروسته او د دوی د حکومت په ترڅ کی افغان ښځی ته د ښوونځی د تلو اجازه لا نه وو، بیله محرم نارینه د کور نه بهر د تلو اجازه نه وو، پر ښځو باندی د ټوپکو ډزی کاوی او په عام بازارونو کی پر ښځو لاس پورته کاوی او وهل او ټکولی، پر ښځو باندی لاس پورته کول سړیتوب او د پښتنو د دود او دستور او ننګ او غیرت په خلاف کار دی.

د دوی د ظلمونو لست ډیر اوږد دی خو دلته په همدغه اکتفا کوم . د طالبانو په دوره کی د افغانستان اقتصاد هم ډیر خراب و چی حتی د طالبانو ویاند ذبیح الله د یو بریښنا لیک په ځواب کی لیکلی دی چی د دوی په وخت کی د افغانستان اقتصاد دومره خراپ وّ چی دوی سره د ښونځیو خلاصولو وس نه وو. خو مګر دوی سره د مدرسو او د ترهګر روزنی لپاره پیسی وّ او اوس هم شته، وروره که طالب زما او ستا په غم یی او پروا یی کیږی نو رادیسی او د هیواد د ودانولو په چارو کی مرسته وکړی دوی خو سړکونه ویجا ړوی، ښونځی سوزوی، پلونه ورانوی، د ټیلفون پایی نړوی او هر څه چی د ودانی او پر مختیا نښه وی له مینځه وړی.
طیب صیب! ځان مرګه او که خود کش او که فدایی او که هره بله نوم ورباندی ایږدی د ځان وژنه ده او د اسلام احکامو په خلاف او ګناه دی. که سړی د جهاد په محاذ کی او خپل د هیواد او ځان دفاع لپاره په جګړه کی شهید کیږی هغه ته قهرمان ویلی شو مګر هغه سړی چی خپل ځان قصدا او پوه سره وژنی هغه ځان مرګی/خود کشی او ګناه دی نه قهرمانی.
تاسو بیا لیکلی دی چی:(( هغه وخت چی امریکا پر افغانستان حمله کوله او دسعودی حکومت له امریکا سره دپنځوسوټنو بارودو کومک وکړ و، هلته دغه شیخ صیب ولی دا نه ویل چی داکارحرام ده دا بارود ته چاته ورکوی او په دی کی څوک سوځیږی ؟ ورورکه دا بین المللی شیخان دی دا دبین الملل له قوانینو سره مطابق اسلام چلوی))
طیب صیب! هغه وخت چی امریکا پر افغانستان برید کوله دوی د نړی غټ ترهګر او دانسانانو او د نړی د سولی دښمن له مینځه وړلو لپاره یو بل سره مرستی کولی او که د طالبانو په زړونو کی د هیواد او هیوادوالو سره لږ پروا او مینه وای نو دوی به دغه دښمن ته د پناه ورکولو پر ځای دوی ته تسلیم کړی وای او د یو ترهګر په خاطر زمونږ ټول هیواد یی نه وای ویجاړ کړی.
نور نو ستاسو خوښه چی منئ او که نه دا ستاسو خپله شخصی او ذاتی مسله دی او په تاسو پوری اړه لری. دغه زما شخصی عقیده دی او پری باور لرم

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more