د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وګوره جانانه، ستا نظر کې څنګه ښکارم زه؟

میرویس
29.10.2012

محترمو لوستونکو، سلامونه مې ومنئ
یوه سړي چې ددعوی دپاره محکمې ته تللئ ؤ، د خپل یوه دوست ددې پوښتنې په ځواب کې چې،آیا قاضي ته ملامت کړې، که ددعوي مخالف لورئ، وویل چې قاضي خو زه ملامتولم، مګرما ځان نه ملامتاوه
په پاکستان کې پرملاله یوسفزۍاو د لوی اختر په اوله مبارکه ورځ د میمني د عیدګاه په جومات کې پرخلکو باندې د ځان مرګي حملې په وجه، نه یوازې افغانانو او پاکستانیانو، بلکه د نړئ مسلمانانو او نورې دنیاې، لراوبرطالبان کلک وغندل. د اسلامي نړۍ معتبرو مفتیانو، اومعتبرو اسلامي مخکښو مرکزونو دغه ډول اعمال حرام او غیر اسلامي وبلل.
دمکې معظمې لوی مفتي دلوی اختر په ورځ، د دیو بند دمدرسې لوی مدرس، د پاکستان د پنځوسو نه زیاتو دیني عالمانو، د افغانستان ددیني عالمان شوری، او څه موده وړاندې د الظهر د پوهنتون دعالمانو فتواې وایي چې ځان وژنه حرامه ده او ځان وژونکي، هیڅکله نه بښل کیږي
دطالبانو د اعمال او ددیني عالمانو فتواوې دا خبره اظهر من الشمس غوندې روښانه کوي، چې دغه نا اعلان شوئ ظلم او استبداد، چې د جهاد تر نامه لاندې، طالبانو او بین المللي تیرورېستانو او جنایت کارانو زموږ پر مسلمان او مصتضعف ولس جارې کړیدئ، هیڅکله هم جهاد نشي توجه کیداې، بلکه دا یو نه بښونکئ غیر اسلامي عمل دئ چې قتال ګڼل کیږي او مرتکبین یې د قصاص د سزا وړ دي
ولسونه او تاریخ ،دا ډول جنایتونه، نه هیروي او مرتکبین یې که نن وي او که سبا محاکمې ته راکاږل کیږي
هر جرم او جنایت دالله جل جلاله د نظر نه نشي غیب کیداي، الله جل جلاله به د آخرت په ورځ هم د ظالمانو او غاصبانو سره حساب تصفیه کوي اودغه جنایت کاران به، دټول عالم په وړاندې شرمسار او خجل وي، او سرونه به يې ځوړند اچولي وي
پاک الله دې پر موږ رحم وکړي، او ددې شرمندګۍ نه مو دې بچ کړي


pattang
29.10.2012

وروڼو په افغانستان کې وژنه د اشغالګرې قوې محصول دی ، دواړه خواوې که
حاکم دی اوکه محکوم که دلمانځه په وخت کې وي او که د اوداسه په وخت کې
خپل غچونه اخلي !
يوه ورځ مخ کې له دې څخه اشغالګرې او لاسپوڅې قوې يو لوی موټر ښکاره که
چې د طالبانوله مړيو ډک وو او مړي يې په ډېره بې حرمتي او غيرې اسلامي
دود له موټره داسې کښته واچول لکه د مسلخ پسونه !
داهم هغه غچ ووچې واخيستل شه !
ښه او بد يې دواړه خواوې لري خو دواړه کارونه غيرې اسلامي او په افغانانو صليبي
اشغال تړلي دي او محرقه قوه يې ده !


میرویس
30.10.2012

پتنګه وروره، د بی شمیره سلامونو او قدر او عزت نه وروسته مننه درنه کوم چې د یوه ډیر وفا دار مسلمان، پښتون، افغان او انسان په صفت تل د لیکونو ځوابونه وايې. دا پخپله ستاسې د تعهد، متانت، برده بارۍ او استقانت ثبوت دئ. ماته دا فرق نه کوي چې تاسې زما دنظر سره د مسائلو په ارزیابۍ کې څومره مخالف یاست، بلکه مهمه دا خبره ده، چې د یوه با مسئولیته انسان په حیث خپل نظر په آزاد ډول بیانوې. څه به کړم هغه ورور چې کټ مټ زما په نظر وي، خو پټه خوله ناست وي، او خپلې ټولنې ته اولیه مسؤلیتونه سرته نه رسوي
تاسې هم دا خبره تائید کړې چې په جنګ کې ددواړو شاملو اړخونو له خوا د بې ګناه خلکو وژل غیر اسلامي دي. کور دې ودان بچئ دې لوي
دا شغالګرو قواوو له خوا زموږ د ولسي خلکو وژل خو د اسلام سره هیڅ تړاو نلري ځکه چې هغوی مسلمانان ندي. خو د بین المللي او بشري قوانینو له لحاظه هغوی حق نلري چې بې ګناه خلک ووژني او یا د خپل دښمن د کامیابې حملې غچ د ولسي خلکو واخلي
د طالبانو د پاره د غچ اخیستل ځکه ناروا دي، چې غچ اخیستل جهاد ندئ، جهاد د الله په لاره کې دئ نه د غچ اخیسلو دپاره. که طالبان ددې دپاره د اختر په مبارکه ورځ د اشغالګرانو غچ له خپلو مسلمانو وروڼو نه اخلي، نو دا بیا بل جنایت دئ. داسې اعمال هغه څوک تر سره کوي چې تعقل، اعصاب، په الله جل جلاله باندې یې د نصرت او کامیابۍ اعتماد دلاسه ورکړئ وي او ددښمن په مقابل کې یې وړې تښتیدلې وي. طالبان باید ویره ونلري ځکه چې ددوی خو یو ژوندئ په څلورو اندامونو جوړ ځان دئ او بل یې ایمان، دغه دواړه چې سره غبرګ شي هیڅوک ماتې نشي ورکولاي. ماته داسې بریښي چې طالبانو بیابیا د الله د اموامرو په مقابل کې بغاوت کړئ، او اوس یې په الله باندې هم د اعتماد او باور همت د لاسه ورکړیدئ، او د رواني او فزیکي ماتې د مخمصې سره مخامخ دي، نو دا علت دئ چې نه تور وینی او نه سپین په هر بیچاره یې چې زور بر شي وژني یې
تاسې ویلي چې په افغانستان کې وژنه د اشغاګري قوې محصول دئ. ستاسې سره موافق یم چې د عوامود فوري او عجالتي فیصلې پر بنسټ همداسې ښکاري، خو حقیقت دادئ چې، د ۹/۱۱ نه مخکې دغه اشغالګرې قواوې چیرې وي او ولې یې موږ نه وژلو؟ دا هم زموږ د باتورو، با تدبیره، په وطن مینو، د الله په مینه بد عتي او له غلطې لارې مستو طالبانو د تیروریستو، عربو، ازبکو، چچنو، اویغورو او نورو د ملاتړ له لارې پر موږ باندې دغه اشغالګر قوتونه قابض کړل. که دغو نړیوالو لیونیانو چې ټولې نړۍ ته یې غیږې ورکړیدي، او زموږ د ملت د سر، ناموس او مال په بیه د خارجی قواوو سره زموږ د ملک له لارې جنګیږي، چیرې به هم دغه اشغالګر زموږ ملک ته نه واي راغلي
که طالبانو د خپلو عربي او نورو بړیڅو نه فرضاً شپږ کاله مخکې لاس اخیستئ واي، دغه اشغالګر قوتونه به د کال ۲۰۱۴ نه پنځه کاله مخکې د افغانستان، نه وتلي وای. داسې ښکاري چې د جنګ ددوام عاملین اشغالکران، نه بلکه پخپله طالبان دي چې له یوې خوا دتیروریستانو حمایه کوي او له بلې خوا د خبلو غیر صادقو داربازانواو مغرضو خارجي بادارانو په امر، خپل خلک نا حقه وژني او خپل ملک تباه کوي او ورانوي یې
پاک الله دې موږ ته نیکه او بده لار راوښیي


تيمور
31.10.2012

برادر نهایت محترم میرویس جان امیدوارم که سلامها و تمنیات نیک من را بپذیرید، ثانیاً بعد از مطالعهء پیامهای واقعاً اسلامی و خیرخواهانهء شما چنین دانستم که هر گروهی که مردم مسلمان و بیگناه مارا در مساجد، مکاتب، شفاخانه ها و سرکهای عامه و یا هم بازارها بطور نامردانه شهید میسازند، چه خارجی های بیدین باشند، و چه منافقان (مسلمان نماهای) داخلی هر دو برضد ارشادات دین مبین اسلام عمل میکنند. که بازهم نظر به گفته های شما اگر خارجی کند، که از آنها چه گیله، مگر اگر انساهای که خود را مسلمان مینامند وبازهم اینگونه اعمال شیطانی را انجام میدهند، آنها واقعاً از دین خارج هستند، و نظر به فتوی اخیر مفتی اعظم خانهء کعبهء شریف (قبلهء تمام مسلمانان جهان) که در پیام تبریکیه شان بخاطر عید الاضحی در روز حرفه بیان کرده اند، چنین گفته است: (هر شخصی ویا گروهی که توسط عمل انتحاری مسلمانان بیگناه را به شهادت برسانند، جای آنها در پاینترین طبقهء دوزخ و برای ابد میباشد.)
مگر ما شاهد هستیم که گروه های طالبان و حزب اسلامی همه روزه جوانان کم سن و معصوم مارا به بهانهء جهاد و دفاع از دین، برای این عمل ضد اسلامی (انتحاری) تربیه و تعلیم میدهند، تا که بروند و نه تنها که نفس (جان) خود را که امانت خداوندی است میکشند بلکه ده ها و صدها مسلمان بیگناه دیگر را نیز در اثنای ادأ فریضهء خداوندی (نماز) در خانهء خدا (مساجد) و مکاتب به شهادت میرسانند.
من فکر نمیکنم که هیچ انسانی عاقلی که خود را مسلمان بنامد، ازین گروه های شیطان صفت دفاع کند.
در آخر یکبار دیگر باید خاطر نشان سازم که هر گروه ویا تنظیمی چه خارجی و چه داخلی باشند و باعث شهادت مردم مسلمان و بیگناه ما شوند، نظر به فتوی علمای بزرگ دین چون (مفتی اعظم عربستان سعودی) و دیگران، عمل انتحاری کاملاً یک عمل ضد اسلامی و بر خلاف ارشادات دین مقدس ما میباشد، اشخاصیکه چنین اعمال را اجرأ میکنند، آنها دشمنان اسلام و مسلمانان میباشند و اجر آنها صد در صد آتش جهنم ابدی خواهد بود، چه طالب باشد و چه ملا.
والسلام،


pattang
01.11.2012

مير ويس خانه وروره په کليوال پاک زړه خپل سلامونه درته وړاندې کومم !
وروره / وراره له پاکواحساساتو د ډېره مننه ، الله پاک د په عزت اوسوه!
[quote:594d9556b4="میرویس"]پتنګه وروره،.......دا شغالګرو قواوو له خوا زموږ د ولسي خلکو وژل خو د اسلام سره هیڅ تړاو نلري ځکه چې هغوی مسلمانان ندي. خو د بین المللي او بشري قوانینو له لحاظه هغوی حق نلري چې بې ګناه خلک ووژني او یا د خپل دښمن د کامیابې حملې غچ د ولسي خلکو واخلي .[/quote:594d9556b4]

زه په اسلامي ژورو مسائلو کې ډېر وارد نيم خو داچې داسلام دين ډېر مکمل دين
دی نو بې ګناه وژنې به له هرې خوا څخه چې وي محکوموي به يې !

[quote:594d9556b4]د طالبانو د پاره د غچ اخیستل ځکه ناروا دي، چې غچ اخیستل جهاد ندئ، جهاد د الله په لاره کې دئ نه د غچ اخیسلو دپاره. [/quote:594d9556b4]

اوس خو ډېر شيان سياسي دي ، کله په چل او کله په زور سړی مخ ته ځي نو هغه
پخواني جهاد هم شايد تغير کړی وي ! سترګه په سترګه لاس په لاس !

[quote:594d9556b4]که طالبان ددې دپاره د اختر په مبارکه ورځ د اشغالګرانو غچ له خپلو مسلمانو وروڼو نه اخلي، نو دا بیا بل جنایت دئ. داسې اعمال هغه څوک تر سره کوي چې تعقل، اعصاب، په الله جل جلاله باندې یې د نصرت او کامیابۍ اعتماد دلاسه ورکړئ وي او ددښمن په مقابل کې یې وړې تښتیدلې وي. طالبان باید ویره ونلري ځکه چې ددوی خو یو ژوندئ په څلورو اندامونو جوړ ځان دئ او بل یې ایمان، دغه دواړه چې سره غبرګ شي هیڅوک ماتې نشي ورکولاي. ماته داسې بریښي چې طالبانو بیابیا د الله د اموامرو په مقابل کې بغاوت کړئ، او اوس یې په الله باندې هم د اعتماد او باور همت د لاسه ورکړیدئ، او د رواني او فزیکي ماتې د مخمصې سره مخامخ دي، نو دا علت دئ چې نه تور وینی او نه سپین په هر بیچاره یې چې زور بر
شي وژني یې[/quote:594d9556b4]

طالبانو خو داعمل په ځان وانخيست ،زمادا يو ځانګړی ګومان وو ، چې کړی مې
وو! خدای پاک دې دوی دا لنډغران لانور هم چاړو او غوښه کړي !

[quote:594d9556b4]تاسې ویلي چې په افغانستان کې وژنه د اشغاګري قوې محصول دئ. ستاسې سره موافق یم چې د عوامود فوري او عجالتي فیصلې پر بنسټ همداسې ښکاري، خو حقیقت دادئ چې، د ۹/۱۱ نه مخکې دغه اشغالګرې قواوې چیرې وي او ولې یې موږ نه وژلو؟ دا هم زموږ د باتورو، با تدبیره، په وطن مینو، د الله په مینه بد عتي او له غلطې لارې مستو طالبانو د تیروریستو، عربو، ازبکو، چچنو، اویغورو او نورو د ملاتړ له لارې پر موږ باندې دغه اشغالګر قوتونه قابض کړل. که دغو نړیوالو لیونیانو چې ټولې نړۍ ته یې غیږې ورکړیدي، او زموږ د ملت د سر، ناموس او مال په بیه د خارجی قواوو سره زموږ د ملک له لارې جنګیږي، چیرې به هم دغه اشغالګر زموږ ملک ته نه واي راغلي که طالبانو د خپلو عربي او نورو بړیڅو نه فرضاً شپږ کاله مخکې لاس اخیستئ واي، دغه اشغالګر قوتونه به د کال ۲۰۱۴ نه پنځه کاله مخکې د افغانستان، نه وتلي وای. داسې ښکاري چې د جنګ ددوام عاملین اشغالکران، نه بلکه پخپله طالبان دي چې له یوې خوا دتیروریستانو حمایه کوي او له بلې خوا د خبلو غیر صادقو داربازانواو مغرضو خارجي بادارانو په امر، خپل خلک نا حقه وژني او خپل ملک تباه کوي او ورانوي یې[/quote:594d9556b4]

وروره دغربيانو اول کمونيزم دوښمن وو ،هغه يې په مسلمانانو مات که او عربو ،
دبن لاډن ډلې ستره ونډه پکشې اخيستې وه ، خو دکمونيزم له ماتې وروسته ددوی
يواځېنی ټولنيز دوښمن د اسلام ټولنيزې کړنلارې ، روابط او د اسلامي فلسفې
ځای او عملي کول په فاميلي او ټولنيز ژوند کې ده ٠ سربېره پردې اقتصادي بانکې
سيستم دی چې دوی سود خوري او اسلامي بانګونه يې حرام ګڼي او نه يې خوري
خوسره لدې څخه اسلامي بانکونه له اقتصادي بحران څخه چپ او دوی پرې ککړ
دي ! ددوی ټولنه وحشيت او اوليه ژوند ته تقرب کوي خو اسلام دټولنې لپاره
خاص شرائط لري او دژوند او ټولنې په ټولو برخو کې ننوتلی دی:
دغربيانو دين خو اسماني ندی، هغه څو سوه ، څو لسه کاله د حضرت عيسی له
اسمان ختلو ورسته دMattheausا ،Markus, Lukas ، Johannes له خوا
څخه ليکل شوی دی ......
لنډ : د غربيانو ټولنه سيکس ، شرابو، فحشا profit او دspeculation په ستنو
ولاړه ده خو اسلام بيا اخلاقي فلسفه ده او په اسماني لارښونو پورې تړلی دی
چې بنسټ يې عدالت ، خدای پالنه او نورې اسماني لار ښوونې او ښېګڼې دي ٠
اوس به راشمه اصلي موضع ته !
وروره دغو غربيانو اول د روسانو دجنګ لپاردعربي ممالکو خلک افغانستان ته
راوستل ا وهلته يې ډېر په پورته او خصوصا په کوزه پښتونخوا کې اوسېدل !
نو دعربو او نورو د راوستلو خبره په طالبانو پورې تړل ددوښمن خبرې دي او دروغ
دي ، او بيا څوک به يې سبوت کړي چې طالبان دبنلا دن په جنګي حرکتونو له
افغانستانه د باندې خبر وو ? ايا القاعده دومره بې عقله وه چې خپل پلانونه يې
طالبانو ته وېلې! القاعدې د طالبانو په مخ کې لدې عمله هر وخت انکار کاوو
اوکړی يې دی.
دامريکې حمله په القاعده باندې نده بلکې دهغوی حملې په اسلام باندې دي چې دا
يې خوشې پلمه ده او افغانان پکشې وژني ، دافغانانو يې له دې عمل سره څه ?
هغوی دتيرورپه مانا هم نه پوهېدل ، دامريکې جنګ له افغان اولس سره غيرې
قانوني ده٠
دعراق دجنګ لپاره بوش غلط اسناد ملل متحد ته وړاندې کړل اويوعراقي انجينر
يې دې ته تړلی وو چې دروغ ورته وايې ، پرون شپه ما په تلويزيون کې ددې مردار
انسان مخ هم وليد ، خو بوش دغه جنګ دريم صليبي جنګ وباله او په ناحقه يې
تيرور شروع که ، دبوش عسکروته سعودي ځای ورکه او القاعدې بيا خپله حمله
وکړه !
وروره اوس په مالي کې هم طالبان موفق دي او صليبيان غواړي چې په مالي هم
حمله وکړي او مخ کې له مخې نه يې دتيروريستان نوم پرې کېښوود !
== > هر عقيدوي کلک مسلمان ته غربيان اسلاميست وايې او بيا هر اسلا ميست
ته تيروريست نوزهم تيروريست يم که يې وار برابر شي ما هم ولا که پرېږدي !!!!

[code:1:594d9556b4]پاک الله دې موږ ته نیکه او بده لار راوښیي[/code:1:594d9556b4]
امين !


pattang
02.11.2012

جمعه د ١٣٩١ لمريز کال د لړم ١٢دخپریدو نیټه : 2012-10-09 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـافغانستان : یوولس کلن جنګنثار احمد صمد
سرچینه : پروګرسیو مجله
لیکوال : متیو روتشیلډ
منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۱۰/۷
ژباړن : نثار احمد صمد

نن د افغان جنګ یوولسمه کالیزه ده . هو ، پوره یوولس کاله !
دا د هغې مودې څخه درې چنده زیاته ده چی امریکا په دوهمه نړیواله جګړه کی وجنګېده ؛ او تر هغي مودې شپږ ځله زیاته ده چی امریکا په لومړۍ نړیواله جګړه کی وجنګېده .
او دا هغسی جنګ دی چی هیڅ اړتیا یې نه لیدل کېده .
افغانستان پر امریکا حمله نه وه کړې . دا خو د سعودي عربستان تبعه اسامه بن لادن و چی هماغه حمله یې طرح کړې وه ؛ یو بل مصرﺉ تبعه ، محمد عطا د هماغه ډلی مشر و . د دغو ۱۹ طیاره تښتونکو څخه ۱۵ یې سعودي اتباع وو . په هغوی کی آن یو افغان هم شامل نه و .
بل دا چی د افغانستان حکومت وړاندیز وکړ چی حاضر دی اسامه بن لادن د محاکمې لپاره کوم درېیم هیواد ته ورتسلیم کړی . خو جورج بوش دا وړاندیز هیڅ په باک هم نه راوړ . هغه صرف او صرف د وچ زور څخه کار اخیست ، او غوښته یې چی انتقام واخلی . خو د دې جنګ لپاره ژور جیوستراتیژیکي دلایل هم وجود لری چی زه به یې مختصرأ ذکر کړم . لاکن اول به هغه تلفات او ضایعات وڅیړم چی دغه جنګ پیښ کړي دي :
د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمی حملې په امریکا کی تقریبأ درې زره ( ۳۰۰۰ ) ملکی انسانان ووژل ، خو هماغه امریکا تر ننه په افغانستان کی لږ تر لږه اووه زره (۷۰۰۰ ) ملکی انسانان وژلی دي ، البته دا حدِ اقل اټکل دی . دا ټول ملکی کسان زموږ په بمونو ، زموږ په مرمیو ، او زموږ په بې پیلوټه طیارو وژل سوي دي ، آن دا چی ځینو دغو قربانیانو د ودونو په مراسمو کی برخه اخیستې وه .
څو زره نور افغانان هم په غیر مستقیمه توګه د دې جنګ له امله د لوږی او ناروغیو څخه مړه سوي دي . او په لسګونو زره نور هم ټپیان سوي دي .
تر کومه ځایه چی په امریکا پوری اړه لری ، زموږ څه باندی دوه زره پوځیان همدلته وژل سوي او څه باندی ۱۶۰۰۰ نور هم زخمیان سوي دي چی ډیرﺉ د مصیبت او بدبختۍ سره مخامخ دي . په دې ډول شل زره ( ۲۰۰۰۰ ) کورنۍ داسی دي چی بیا به هیڅکله مخکنۍ نیکمرغي و نه وینی . نو د افغانانو او امریکایانو دغه ځاني تلفات تر بل هر څه ډیر درانه او سخت دي .
خو د دې هر څه تر څنګ د دې جنګ مالی مصارف هم دي . دغه افغان جنګ د امریکا د خزانې څخه شپږ سوه بلیونه ډالره خوړلی دي چی هغه د تل لپاره زموږ څخه ولاړل . په دې کی هغه مصارف شامل نه دي چی په افغانستان کی زموږ د زخمی او معیوبو پوځیانو د روغتیا پالنی او علاج لپاره مصرفیږی . موږ هلته د هفتې دوه بلیونه ډالره برباد او ضایع کوو .
دا نور د اوباما جنګ دی .
هغه هلته د امریکایی پوځیانو تعداد درې چنده زیات کړ ، او ځکه نو د امریکایی پوځیانو د تلفاتو د ډیرښت مسؤل دی . وګورﺉ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو او مرین عسکرو لومړني ۱۰۰۰ تلفات په تقریبأ اتو کالو کی رامنځته سول ، خو متباقی یو زر نور یې صرف په تیرو دوو نیمو کالو کی وژل سوي دي .
که څه هم اوباما یو څه پوځیان بیرته را وایستل ، خو بیا هم نن هلته د جورج بوش د دورې تر آخري ورځی دوه چنده زیات امریکایی پوځیان مستقر دي .
هغوی لا ولی بیا هم هلته موجود دي ؟
اول موږ ته ویل کېده چی هغوی ځکه هلته شتون لری چی د القاعده او اسامه بن لادن سره وجنګیږی . خو پخپله « سي . آی . اې » راته وایی چی په تیرو څو کالو کی په افغانستان کی فقط ۱۰۰ القاعده وال موجود دي او بس .
او د بن لادن خبره ؟ هغه نور مړ دی . هغه آن په افغانستان کی هم و نه وژل سو ؛ بلکی په داسی حال کی چی بې وسلې و ، زموږ خاصو کوماندو ګانو په پاکستان یعنی هغه هیواد کی وواژه چی موږ یې خپل دوست بولو او د سپټمبر د یوولسمی راهیسی مو ۲۰ بلیونه ډالره هم ورکړی دي .
نن بیا داسی راته ویل کیږی چی موږ ځکه په افغانستان کی شتون لرو چی پوځ ته یې روزنه ورکړو . خو همدا نن زموږ پوځیان د هغو افغاني پوځیانو لخوا وژل کیږی چی موږ یې خپل دوستان بولو . نو چی داسی ده ، ولی بیا هم موږ ، چی آن خپل په اصطلاح دوستان مو لا هم وژنی ، هلته شتون لرو ؟
وروستی چټی او بې منطقه دلیل دا دی چی وایی موږ ځکه هلته موجود یو چی طالبان یو ځل بیا واکمن نسی او افغانی میرمنی توهین او بې آبه نکړی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د شریعت سره سم وهلای سی.
راځیً چی صاف صاف وږغیږو . امریکا هلته په دې خاطر نه جنګیږی چی د افغانستان د ښځو سره مرسته وکړی . بلکی موږ ځکه هلته جنګیږو چی د امریکایی امپراتورۍ سره مرسته وکړو .
نو یو وار نقشې ته متوجه سیً . افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره ګډه پوله لری : یعنی هغه دوه هیوادونه چی د پنتاګون تر نظر لاندی دي .
او امریکا ځکه په افغانستان کی شتون لری چی هغه په منځنۍ آسیا کی د پخواني شوروی اتحاد د جمهوریتونو څخه مخ د عربي سمندرګي پر خوا د تیلو د انتقال لورﺉ دی .
همدا هغه دلایل دي چی له مخی یې امریکا په افغانستان کی جنګیږی . خو دا هغه قانوني او مشروع دلایل نه دي چی له مخی یې باید ۲۰۰۰ امریکایی پوځیان او یا هم ۷۰۰۰ افغان ملکی کسان وژل سوي وای .
نو ځکه دغه یوولس کلن جنګ باید پای ته ورسول سی . او باید همدا اوس ختم سی . دا بېله دې چی وژنی او تباهۍ نوری هم ډیری کړی او هم د امریکا پر ضد د کرکې نور تخمونه وشیندی ، بل هیڅ هم نسي کولای .
که اوباما څلور کاله مخکی د دفاع د کمزورۍ فکر نه وای اندیښمن کړی ، نو قطعأ به یې نه وای ویلی چی افغان جنګ باید شدید سی .
د ټولو لپاره د بدمرغۍ ځای دا دی چی هغه دخپلی انتخاباتي مبارزې فقط همدا یوه ژمنه عملی کړه ! پای

© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=51761#ixzz2B3YSOWnL


میرویس
10.09.2013

ډبر محترمه وروره، پتګ صاحب، الله دې په خپله درګاه کې ستاسې هیلې پوره کړي
ورورجانه، یو څه حیران شوم چې تاسې بیا بیا د افغانستان په رسنیو تورونه لکولې چې ډالر خورې دي، او د پریو په خدمت کې دي. غربي او امریکایي رسنۍ خو لا پریږده.
نن ولې تاسې یوې امریکایي پروګراسیف مجلې ته مخه کړې، او دهغې لیکنې د سند په توګه کاروئ. آیا دا ستاسې په قول د صلیبیانو مجله نده؟
او که نه، هرځوک چې ریښتیا وايي او په هغو کې د طالبانو نا وړه اعمال بربنډ کیږي تاسې یې د صلیبیانو ګوډاګي بولئ، او که ستاسې په خبره د صلیبیانو په لیکنو کې ستاسې خیر وي، هغه ریښتیا دي.
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي=خپل ټټو او د بل آس به برابرکړي.
تو لعنت دې پداهسې منصفي شه=چې په هیله هیله لوی غر د مچ وزر کړې.
الله جل جلاله دې پرموږ د عدل او انصاف ارزاني وکړي.


pattang
10.09.2013

مير ويس خانه ډېره پسته ژبه لرې چې داحترام وړ ده !
وروره الله دې ځيرکي درکړي ، د افغانستان ټوله ميديا دالر اخلي
اود cia په خدمت کې ده خو په غرب کې ډيرې کمې ميد يا وې
شته چې هغه داشغالګرو سياست غندي او سر بېره پردې دا زمالیکنه
نده ، دا يوه رانقل شوی ليکنه د بحث لپاره ده !

[quote:625ac07dcc="میرویس"]ډبر محترمه وروره، پتګ صاحب، الله دې په خپله درګاه کې ستاسې هیلې پوره کړي
ورورجانه، یو څه حیران شوم چې تاسې بیا بیا د افغانستان په رسنیو تورونه لکولې چې ډالر خورې دي، او د پریو په خدمت کې دي. غربي او امریکایي رسنۍ خو لا پریږده.
نن ولې تاسې یوې امریکایي پروګراسیف مجلې ته مخه کړې، او دهغې لیکنې د سند په توګه کاروئ. آیا دا ستاسې په قول د صلیبیانو مجله نده؟
او که نه، هرځوک چې ریښتیا وايي او په هغو کې د طالبانو نا وړه اعمال بربنډ کیږي تاسې یې د صلیبیانو ګوډاګي بولئ، او که ستاسې په خبره د صلیبیانو په لیکنو کې ستاسې خیر وي، هغه ریښتیا دي.
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي=خپل ټټو او د بل آس به برابرکړي.
تو لعنت دې پداهسې منصفي شه=چې په هیله هیله لوی غر د مچ وزر کړې.
الله جل جلاله دې پرموږ د عدل او انصاف ارزاني وکړي.[/quote:625ac07dcc]


میرویس
13.12.2013

پتنګ صاجب، السلام علیکم

وروره، بیا وګوره چې دغه مفتي هم د غربي میدیا او یا دسي آی اې ګوډاکئ نه وي.
هر څوک چې د طالبانو جنایات په ګوته کړي، او یا کوم آیت شریف ترجمه کړي، او یاکومه داسې فتوی ورکړې چې د طالبانو د اعمالو سره اړخ نه لګوي، ته تور ورپورې کوې چې یا کمونستان دي، یا د کابل د ګوډاګې حکومت تالي څټي دي او یا د سي آی اې مزدوران دي.

دا لاندې خبر چې مشال رادیو د الحیات د ورځپاڼې نه نقل کړیدئ، د اسلامي ایمان او پښتنې غیرت او عدالت په بنیاد مطالعه کړه:
======
ځانمرګي بریدګر دوزخیان دي. مفتي عبدالعزیز
هغه وویل، یو څوک وژل ستر جرم او ستره ګناه ده. ده وویل هر هغه څوک چې خپلځان په بارودو وژني جنایتکاران دي او سیخ به دوزخ ته ځي.

Saudi Arabia -- King Abdullah bin Abdul Aziz (R) holds the hand of the kingdom's Grand Mufti Sheikh Abdul Aziz al-Shaikh, Riadh, 22Oct2002

13.12.2013

د سعودي عرب مشر مفتي خودکشي حملې حرام ګرزولي او دايې کبيره ګناه بللي. د سعودي عرب الحيات نومي ورځپاڼه وايي، د زيارت پر ورځ لوی مفتي شېخ عبدالعزيز الشېخ وويل، هر هغه څوک چې پر خپلځان بارود تړي او نور خلک وژني هغه دوزخیان دي.

ورځپاڼه وايې، نوموړي دا څرګندونې د رياض په يوه جمات کې وکړې او د نور کله په پرتله یې دا ځل دريځ ډېر کلک او په سختو ټکیو ځانمرګي بریدونه وغندل.

د سعودي مفتي، چې په سلطنت کې د سختو اسلامي اصولو نافذولو له کبله یې په سني مسلمانانو کې د قدر وړ نفوذ دی، په ۲۰۰۱م کال په امریکايي ښارونو کې د القاعده بریدونه غندلي ول، خو دا هغه دا ځل لهجه ډېره تنده او تېزه وه.

هغه وویل، یو څوک وژل ستر جرم او ستره ګناه ده. ده وویل هر هغه څوک چې خپلځان په بارودو وژني جنایتکاران دي او سیخ به دوزخ ته ځي.

شېخ عبدالعزيز زياتوي چې ځانمرګي بریدګر له سمې لارې (صراط المستقيمه )اوښتي دي او د دوی په زړونو او ذهنونو کې شيطانان اوسي.

مشر مفتي وايي،ځانمرګي بریدګر د دې لپاره د آله کار په توګه استعماليږي چې خپل ځانونه او معاشره تباه کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more