د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

انسان ولې انسان وژني؟

محمود سعيد
26.10.2012

که پسونو، وزو او غوايانو خبرې کولای او د حلالولو پر مهال ېې زارۍ او چيغې کړې وای چې موږ مه وژنئ، آيا کوم انسان به موندل شوی وای چې بيا ېې د دې ژوو د وژلو هڅه کړې وای؟ فکر نه کوم چې داسې سخت زړه وموندل شي، ولې داسې تور او سخت زړونه شته چې که انسان ورته هر څو زارۍ او چيغې وکړي، نرم به نشي. د دې زړونو په اړه قرآنکريم فرمايي:
فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (البقرة: ١٠)
ژباړه: د هغوی په زړونو کې (دنفاق) مرض دی، نو الله د دوی مرض نور هم زیات کړ، او د دوی لپاره دردناکه سزا په دې جرم ده چې تل به يې دروغ ويل.
دا آيت شريف په همدې کسانو ښه صدق کوي، کوم چې تل د خپلو ناوړه کړنو تر سره کولو پر مهال درواغ وايي او په خپلو جنايتونو کې لا پخيږي.
الله دې دا د دين او انسانيت دښمنان د نړۍ له مخې ورک کړي.
په فېسبوک کې د طالبانو وياند مصطفی احمدي وايي چې اعمال له نيت سره تړلي دي او که د وژونکي او وژل شوو نيتونه صاف وي نو وژونکی غازي او وژل شوي شهيدان دي...
دا دی روښانه منطق!
دوی جنت ډکول غواړي!!!


مو مبارک

tandar
26.10.2012

سعيد صيب اختر مو مبارک شه له زړه نه مو راځم چه څه ويل غواړي او ستا ليکني په زړه پوري دي واقعا ديوه افغان په صفت درد درسره دي
خو نن متاسفا په وطن کي يو وحشت روان دي مثال ئې دميموني دښار دلوي جوميت په مخ کي چه دوست او دشمن يوبل ته داختر مبارکي ورکوله او دخميني او isi بي ناموسه دډيرو بي ګناه کورنيو افغانان په وينو کي ولمبول
دشهيدانو لپاره ئې له لوي خدايه فردوس جنت او دوارثونو لپاره ئې لوي صبر غواړم
خميني ،cia او isi بيا داختر په لمړي ورځ زما دملت په وينو لاسونه سره او ومينځل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more