د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په ملالۍ یوسفزۍ باندې برید - روا که ناروا؟

میوند جان
25.10.2012

سلامونه او نیکی هیلی
دغه لاندنی لیکنه ډیر ه په زړه پوری او د واقعتونو نه ډکه یو لیکنه ده، تاسو سره یی شریکوم هیله ده چی ستاسو هم خوښ شی:

په ملالۍ یوسفزۍ باندې برید - روا که ناروا؟

ژباړه: نثاراحمد اسلام مل
د پوښتنې کونکي نوم: حسن
د ځواب ورکولو نیټه: د تلې 19
پوښتنه: مونږ داسې واوریدل چې د پاکستان په سوات دره کې د ماشومانو د حقونو یوه فعاله د طالبانو لخوا په سر باندې په مرمۍ وویشتل شوه. طالبانو له برید وروسته په بيلابیلو ټيليفوني اړیکو کې د برید مسوولیت ومانه او بیا يي په یوه شدیده بیانیه کي په دې ټکو چې ګوندې ملالۍ یوسفزۍ د سیکیولاریزم لپاره تبلیغ کاوه او میانه روی يي خپروله. ایا اسلام داسې بریدونه بخښي یا په بله اصطلاح داسې بریدونو ته جواز ورکوي؟ آیا دا يو اسلامي کار دی؟
وعلیکم السلام و رحمته الله و برکاته ګرانه وروره، له پوښتنې نه مو او دا چې د اسلام د زده کړې لپاره مینه لرﺉ ډیره مننه. په سوات کې په يوې څوارلس کلنۍ نجلۍ باندې بې رحمانه او له غمه ډک برید ته غیر له دې چې يوه جرم يي وبلو بل هیڅ ډول توجیه نشي کیدلای او دا چې د داسې کړنو عاملینو باید په دې کار باندې پړ وګڼل شي. د خلکو ليدلورونه باید په آزاده او سوله ایزه توګه بیان کړای شي، خشونت د ارزښتونو او ليدلورونو د خپراوي لاره نده. د دې ترڅنګ، خلک اجازه نلري چې قانون خپل په لاس کې ونيسي او هرڅه يي چې وغوښتل هغه وکړي، ځکه دا د حکومت دنده او مسوولیت دی چې په ټولنه کې سوله، امنیت او ...قایم کړي.
ستاسو په ځواب کې ښاغلی پوهاند ویل شهاب، چې د الازهر پوهنتون د اسلامي زده کړو په برخه کې دوکتورا لري او په آن اسلام ویب پاڼه کې د شرعي برخي مسوول هم دی، داسې وايي: له بده مرغه بعضې مسلمانان یا د مسلمانانو ډلې خپل د غیر مسوولانه کارونو په کولو سره د اسلام غلط انځور نړيوالو ته ښکاروي. په پاکستان کې په یوې څوارلس کلنۍ نجلۍ باندې وحشیانه برید د هغې د فکر د څرنګوالي په سبب، یو غیر اسلامي کړنه ده او د دې عمل ترسره کونکي باید د دې وحشت مسوولین وګڼل شي. د دې ترڅنګ، د خلکو فکرونه په زور نشي بدلیدلای. زور زیاتی د يوه انسان یا ډلې د فکر د خپراوي لپاره مناسبه کومه معقوله لاره نده. البته اغیزمنه لاره دا ده چې د فکرونو د تبادلې لپاره سوله ایز او علمي بحثونه په لاره واچول شي. که دا وحشت چې په مکرر ټول د رسنیو لخوا ګزار ورکړل شو ریښتیا وي (چې له بده مرغه ریښتیا دی)، نو د داسې غیر متوقع جرم ترسره کونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې دا يوازې د حکومت او د حکومت د مربوطه چارواکو او ادارو دنده ده چې قانون پلی کړي، خلک اجازه نلري چې قانون په خپل لاس کې واخلي. هيڅ ډله یا شخص دا حق نلري چې په کومې نجلۍ باندې د دې لپاره حمله وکړي چې هغه بیل ليد لوری لري یا هر ډول لید لوری چې لري. د خلکو د ژوند د چارو سمون او د قانون حاکمول يوازې د حکومت دنده ده. په پاکستان کې متعادل علماء او د نړۍ په بله هره برخه کې پوهان، باید اسلام د حکمت، رحمت او مباحثې د مشخصې په درلودو وپيژني. اسلام له ظالم کيدو یا سخت کيدو ډیر لرې دی. ابن قیم وايي: شریعت په حکمت او د خلکو علاقه په دې نړۍ او بلې نړۍ باندې ولاړ دی. اسلام سراسر عدالت، مرحمت او ښيګڼه ده. ځکه هره کړنه چې بې عدالتي، ظلم، بد او بې نظمي راولي هغه شریعت ندی، حتی که بعضې کسان يي توجیه هم کړي چې ګوندي همدا شریعت دی، شریعت د الله تعالی مرحمت د هغه په بندګان باندې راولي. شریعت سراسر د الله تعالی علم ښکاروي، چې همدا په حقیقت کې هر شک لرې کوي او د هغه وجود او د هغه د رالیږل شویو پیغمبرانو وجود اثباتوي. ( ابن قیم، علم الموفق، ټوک ۴، پاڼه ۳۳۷) د پورته تشریحاتو په اساس، دا خبره پخپله روښانه کيږي چې د دې پوښتنې اړوند د بربریت وحشت له اسلام او د دې سپيڅلي دین له لارښوونو ډیر لرې او بیګانه دی. له اسلامي ډلو نه غوښتنه کيږي چې اسلام د حکمت او موعظې له لارې خلکو ته بیان کړي ترڅو د اسلام د مرحمت او عدالت اساسات په عمل کې پلې شي. خلکو او ډلو ته اجازه نشته ترڅو قانون پخپلو منګلو کې واخلي. حکومت باید د خلکو د ژوند، حیثیت او شمنیو په ساتلو کې خپله ونډه واخلی. الله تعالی دی زمونږ او ستاسو ښې کړنې ومني.

میوند جان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more