د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامريكى سره سترتيژيك ترون او كه د ديورند دمنحوسى كرشي په رسميت پيژندل

ډاکتر څپاند
25.10.2012

[color=yellow:5221016ac5]دامريكى سره ستراتيژيك تړون او كه د ډيورنډ دمنحوسى كرښي په رسميت پيژندل؟[/color:5221016ac5]پدى روستيو ورځو كى امريكائي چارواكو په كراتو سره ويلي چى دامريكى په شمول د نړۍ اکثر هيوادونه د ډيورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د نړيوال سرحد په توگه په رسميت پيژني.
دا لمړى ځل ندى چى امريكايان او نوره غربي نړۍ دا ډول ځرگندونې كوي.
په ١٣٥٢ كال چى زه لا د نهم تولگي زده كونكى وم زموږ د انگريزئ دژبې ښونكى چې يو امريكائي وو زموږ ټولگي ته ئي هله تدريس بند كړ كله چى پدى وپوهيد چې زموږ د ټولگي قريب ټول زده كونكي د ډيورند كرښه نه تايدوي او د هغى مخالف دي.

په ١٩٥٢ كال كله چې دافغانستان حکومت د امريكى نه دنظامي مرستو غوښتنه وكړه، امريكائي مقاماتو
د مرستو په بدل كى په افغانستان شرط ولگاوه چى د ډيورند كرښه دى په رسميت وپيژني.هله وه چې افغانستان مجبور شو چې شوروي اتحاد ته مراجعه وكړي.

[color=brown:5221016ac5]امريكايان ، انگريزان او د هغو نور غربي ټلواله د اشغال په تيرو ١١ كلنو كى د ډيورند د كرښي په هكله خپله خوله پټه نيولى وه خو كله چى پدى مطمن شول چى په افغانستان كى د هغو رسۍ په غاړه نوكرانو د ستراتيژيك تړون تر نامه لاندى د هيواد د غلامى سند لاسليك كړ، هله ئي خپله اصلي څيره نوره هم بربڼده كړه او دادى په شرارت او رذالت سره لگيا دى چى د ديورند كرښه د كرزي په غير قانوني، غير ملي او خاينې ادارې باندې په رسميت وپيژني.[/color:5221016ac5]
ځني افغانان، دسادگى او يا هم حرامزادگى له مخى داسى څرگندونى كوى چى گواكى د ديورند دكرښي په رسميت پيژندلو سره به دافغانستان جنگ او ټولى لانجى حل شي.
دى وگړو ته بايد وويل شي چى له امو تر اباسينه ټوله سيمه، دافغانانو پلرنئ ټاټوبى دى او د لر افغانستان اوسيدونكي كوم چې  سيمي ئي دپاكستان تر اشغال لاندي دي، ټول افغانان دي. كه پدى هكله هر تصميم نيول كيږي بايد دټولو افغانانو نه ټولپوښتنه وشي.
[color=red:5221016ac5]هغه وګړي چې نه غواړي چه له افغانستان،خپل پلرني هيواد سره بيرته يو ځاى شي ،څلور خوا ئي قبله چيرته چې خوښ دى هلته دى ژوند وكړي٠ خو ددې حق نلري چې دفغانانو خاوره پاکستانيانو ته بخشش كړي.[/color:5221016ac5]هغو ته،چى پدې باور دي چى گواكې د ډيورند دكرښي دمشكل له حل نه روسته به پاكستان دافغانستان په چارو كى دخالت نكوي او ناڅاپه به په دوست تبديل شي، بايد وويل شي چې تاسې جنابان، لمړی دسيمي او نړۍ په تاريخي حوادثو ځان خبر او بيا داسى بى مسوليته څرگندونې وكړئ.دوى بايد پدى وپوهيژي چه پاكستان د ډيورند هغى خوا، په ټولو سيمو تسلط نلري او يو گن شمير لر افغانان ( ازاد قبايل) خودمختاره ژوند لري. او خداى مكړه، ددى كرښې په تايد سره د هغو ازادي هم ختميږي.
ددى عاقبت ناانديشه نظر لرونكو نه پوشتنه كوم چې كه خداى مكړه دكابل گوډاگۍ ادراره، دا ناولى كرښه په رسميت وپيژني، څه شواهد او تضمينونه مووجود دي چى گواكى پاكستان به دافغانستان په "دوست" تبديل شي؟ دې سادگانو يا حرامزادگانو خو دا عقيده هم لرله چې گواكې د غربيانو سره دستراتيژيك تړون لاسليك به دافغانستان د ارضي تماميت او ملي حاكميت ضمانت وكړي. اوس دا دبړه ماران چيري او په كوم سوري كى دژير رنگ سره مړې سترگې پت دي! اوس د همدى په استلاح ستراتيژيكو تړونونو له شامته، دادى غربيانو پس له ١١ كالو اشغال د ډيورند دكرښې موضوع را بر سيره كړه. غريبان به هيڅكله هم خپل وفادار پاكستانى غلام او چاكر له افغانستان سره بابر نكړي كه څه هم چې د كرزي په شان وفادار غلام ئي په قدرت خيټه اچولې وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more