نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
معلموماتي مضون
اتل
22.10.2012
د کانګریس غړی:آی آیس آی په ښکاره د طالبانو لارښوونه کوي
| دوشنبه, 22.10.2012, 11:19 AM | (388 لیدل شوی)
د تاند- د امریکا د کانګریس یو غړی وايي چې د پاکستان استخباراتي اداره(آی ایس آی) په مختلفو سطحو او برخو کې د افغان طالبانو لارښوونه کوي.
په کانګریس کې د کلیفورنیا ایالت استازي او د جمهوریتپال ګوند غړي دونکن هنټر پرون وویل چې دا ادعا په افغانستان او سیمه کې له خلکو، پوځي قومندانانو او چارواکو سره د خپلو خبرو پراساس کوي.
«د امریکا د پوځ د مختلفو کچو قومندانانو ویلي چې دوی په دې باوري دي چې پاکستان او په ځانګړي ډول د دغه هیواد استخباراتي اداره ،آی ایس آی، په افغانستان کې د طالبانو د بلوا لارښوونه کوي. »
تر دې مخکې هم د امریکا د حکومت، پوځ او کانګریس بېلابېلو چارواکو په ځلونو پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی خو له کله چې پاکستان په افغانستان کې د ناټو ترانزیتي لار بېرته پرانستې ده، امریکايي چارواکو له طالبانو سره د پاکستان پر ملاتړ خوله پټه کړې ده خو هینټر له نسبتاً یوې اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ موضوع راپورته کړه.
ده وویل:«حقیقت دا دی د پاکستان له لوري د دوی (طالبانو) کنټرولېدا ماته بیخي ثابته شوې، دا بده خبره ده، فکر کوم چې دا به د اوږدمهال ثبات لپاره هم بده وي. د دې مانا دا ده چې دا یو بهرنی ګواښ دی. »
هنټر د کانګریس له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی چې له دې هیواده د ۳۳ زره امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د حالاتو جاج واخلي.
ده یادونه وکړه چې پاکستان ممکن د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر پوځیانو په حملوکې هم لاس ولري.
تر اوسه پوري په دا ډول حملو کې یوازې سږکال د ناټو نژدې شپېته پوځیان وژل شوي چې اکثره یې امریکایان دي. د داخلي حملو وروستۍ پېښه د یکشنبې په ورځ په هرات کې وشوه چې په ترڅ کې یې ده امریکايي او یو بریتانوي روزونکي ووژل شول.
pattang
22.10.2012
نوچې داسې ده ولې امريکايان خره په پاکستان حمله نکوي !!
امريکايانو ډېرې داسې حملې کړې دي ولې په پاکستان نه !!!!!!!!!!!!!
دا حراميان اوس انتخابات لري خوشې غ..... خوري !
larghonay laraway
23.10.2012
السلام عليکم!
پتنګ صيب رښتيا وايي چې دومره پوهېږي نو ولې په پاکستان حمله نه کوي؟
حمله خو پرېږده که په رښتيا ورته سترګې هم برګې کړي او پيسې پرې بندې کړي نو د پاکستان ايمان هرچاته معلوم دی بيا دا کار نه کوي!
خو خبره دا ده چې امريکايان تر هر چا په ټيروريزم کې ډېره ونډه لري او حتی د دوی تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي!
pattang
23.10.2012
لار وي صيب !
نو ستا / ستاسوځواب څرنګه دی څه دوشي !!!
يوو افغان پرون داسې راته ووېل :
د مېرويس نيکه سياست به کوو !
څرنګه ?
په دولت کې به ورګډېږو !
هلته خو ټول ستميان دي نو دا به څرنګه ورګډېږو ?
اخ لېونيه ! قيوم کرزی به انتخابه وو !
ماوېل رمضان بشردوست څرنګه دی ?
اخ هغه هزاره پاپوليست خوشې شی دی ، کرزی ، قيوم کرزی !
او که دانوي نو دا سپوږن مجاهدين به يې ډزو ي !
ماګوشکه ورته کېښوده چې وضيعت خرابه نشي .