د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

قصاب، قصابي میکند، ویتیم بچه روز خود را ګم میکند

اتل
10.10.2012

ګرانو وطنوالو سلامونه او احترامونه مې ومنئ
وایې اول زده کړه بیا کوزده کړه. څوک چې په یوه ملک کې انقلاب ته بډې وهي او غواړي چې یو برحال حکومت ړنګ کړي، اول یې د ړنګولو مؤجه، روا او شرعي حجت ولس ته وړاندې کوي، بیا ولس ته ښيې چې ددې حکومت د ړنګیدو لارې چارې پداسې صورت حال کې ممکنې دي چې له تاوان نه یې ګټه زیاته وي. البته ددې اقدام ټول مثبت او منفي ټکې سنجوي، کله چې ولس پرې قانع شي ښایې بیا یې ملا تړ وکړي. مبارزه باید صلح آمیزه وي او ولس د رژیم د بدلولو ابتکار په لاس کې واخلي او دا آرمان ترسره کړي.
داسې نه لکه طالبانو چې د بیګانه ګانو په ابتکار، د پردیو په مرسته، مالي لګښت او لارښونه یې په مسلمان افغان ولس اوږد بغاوت ور وتاپه، او په زرګونو مسلمانان یې قتل کړل، او په نتیجه به په تش لاس د ګناهونو پیټئ په اوږه له صحنې، نه وزي. وايي د کونډې نه دین شو، نه دنیا. داسې ښکاري چې د طالبانو دبادارانو نور فتنه انګیز چلونه ندې زده، د افغانستان پوځ تردوی نه تکړه شوئ، د مخامخ جګړې توان نلري، نو اوس طالبان یا انفرادي بمونه چوي، یا د افرادو ترور کوي او یا هم بې اسرې ولسي خلک ځوروي. لکه چې دا د طالبانو د غورځنګ وروستۍ سلګۍ وي
دالاندې مطلب ولونئ، چې د طالبانو د غورځنګ کارنامې ښېدرمعلومه شي
=========================================
اسټراليايي قوماندان: وسله وال طالبان له جګړې لوېدلي
اسټراليايي قوماندان: وسله وال طالبان له جګړې لوېدلي
چهارشنبه ١٩ تله ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
كابل- خدمتګار
په افغانستان كې د اسټراليايي ځواكونو قوماندان وايي، وسله وال طالبان په روزګان كې له جګړې لوېدلي، خو كمزوري هدفي بريدونه به كوي.
ډګرمن ټرنټ سكاټ وايي، د افغان جګړې دوبنى موسسم ډېر بوخت و، خو اوس د جګړې دا موسم ګام پر ګام اسانه كيږي.
د هغه په خبره، په دغه موسم كې طالبان سخت وځپل شول، دوى به بيا له اسټراليايي ځواكونو سره مخ كېدلو ته زړه ښه نه كړي، ماته خوړلي طالبان به په كوچنيو كوچنيو ډلګيو كې په كليوالي سيمو كې بريدونه كوي.
د هغه په خبره، طالبان اوس په دې هم پوهيږي چې له افغان ملي پوځ سره د جګړې وس نه لري، ځكه دا ځواكونه مسلكي شوي، وړتيا يې نوره هم زياتيږي، له اسټراليايي ځواكونو سره يو ځاى يې له طالبانو سره په ارزګان كې مقابله وكړه.
د سډني ټايمز د رپوټ له مخې، وسله وال طالبان د روزګان له مركز او مهمو ګڼ مېشوتو سيمو څخه د ولايت لرې پرتو سيمو ته شړل شوي دي.
ډګرمن سكاټ زياتوي، وسله وال طالبان به په موقع نښتې، یا هم كمزوري هدفي بريدونه وكړي، خو د پام وړ لوى جرم به ونه كړي او نه يې وړتيا لري.
سږ كال په ډېرو سيمو كې د وسله والو طالبانو بريدونه كمزوري وو چې له امله يې د نړيوالو ځواكونو مرګ ژوبله هم كمه شوې ده.
د اسټراليايي رسنيو د رپوټ له مخې، سږكال شپږ اسټراليايي پوځيان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي، خو د تېر كال په ورته مهال كې يوولس اسټراليايي پوځيان وژل شوي وو او ۵۰ نور ټپيان وو. همدارنګه په ۲۰۱۰ كال كې لس اسټراليايي پوځيان وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان وو.
خو پر نړيوالو ځواكونو د افغان پوځ بريدونه ډېر شوي، چې د افغان او نړيوالو سرتېرو ترمنځ يې بې باوري زياته كړې ده. په دې بريدونو كې تر ډېره امريكايي پوځيان وژل شوي، خو اسټراليايي ځواكونه هم ترې خوندي نه دي.
د طالبانو د کمزوري کېدو او له جګړې د لویدو خبره په داسې مهال کېږي چې ويل کېږي له څه مودې راهيسې طالبان د کابل- ننګرهار لویې لارې ته راوځي او دولت پلوه کسان نيسي او وژني يې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more