د موضوعګانو سرپاڼه
سياست او روانې چارې
مدني ټولنې چېرته دي؟
larghonay laraway
09.10.2012
السلام عليکم!
د ښوونې او روزنې پوهنتون د سياسي کولو مخالف لاريون کوونکي پرون د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
دا خو ټولو ته معلومه ده چې په امنيت او پوليسو کې ټول د شمالي ټلوالې لنډغران دي او لاريون کوونکو ته يې زړه هم ډک ؤ چې د رباني پوهنتون ولې نه مني!
نو اوس بايد هغه مدني ټولنې راپورته شي چې د امتيازاتو لپاره غونډې منډې کوي او تر دې دمه غلې دي!
دا مدني ټولنې په لاندې ډول دي:
د افغان مدني ټولنو جرګه ګۍ،
د محمود طرزي فکري بنسټ
او نور
دوی ته په کار دي چې محصلين د لنډغرانو له منګولو وژغوري او د يو علمي ښوونيز مرکز( د ښوونې او روزنې پوهنتون) د شخصي کولو او سياسي کولو مخه ونيسي!
تاسو ټول هغو ته دا پيغام ورسوئ چې ورسره اړيکه لرئ
په درنښت
لرغونی لاروی