د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوڅو ایت شریفونه او روانه پښتو ژباړه

حمید هڅــاند
17.09.2012

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

زما سره (اټو ریسایټر) سافټویر شته چې په مرسته یې ایتونه ژباړم او د عبدالله یوسف علي انګلیسي ژبی تفسیر هم لرم. د پښتو تفسیر لټه مې کړې، په سافټ فایل کې بښتو تفسیر لرم، خو د انګلیسي تفسیر په پرتله یې رواني نشته او ژبه یې هم داسې ده چې ورڅخه فهم اخیستل ستونزمن کېږي. هیله ده دا لاندي ایت شریفونه راته په روانه پښتو ژبه وژباړۍ، په ځانګړې توګه ، که دا مرسته راسره پېروز صیب وکړي، ښه به وي. پېروز صیب، هیله ده په روانه پښتو د ایت شریفونو ژباړه کې راسره مرسته وکړې. زه به یې انګلیسي ژباړه ورسره پرېږدم.

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ (القمر سوره، لومړی ایت)
The Hour (of Judgment) is nigh, and the moon is cleft asunder
..........................................................................................
إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ
When the sun (with its spacious light) is folded up;

وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ
When the stars fall, losing their lustre;

وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ
When the mountains vanish (like a mirage);

(التکویر سوره، له لمړي څخه تر دریم ایت شریف)
.........................................................................................

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ ۗ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ
But the Unbelievers,- their deeds are like a mirage in sandy deserts, which the man parched with thirst mistakes for water; until when he comes up to it, he finds it to be nothing: But he finds Allah (ever) with him, and Allah will pay him his account: and Allah is swift in taking account.

أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ۚ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا ۗ وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ

Or (the Unbelievers' state) is like the depths of darkness in a vast deep ocean, overwhelmed with billow topped by billow, topped by (dark) clouds: depths of darkness, one above another: if a man stretches out his hands, he can hardly see it! for any to whom Allah giveth not light, there is no light!
د النور سوره، ۳۹ او ۴۰ ایت شریف)
..........................................................................................

وَالطُّورِ
By the Mount (of Revelation);

وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ
By a Decree inscribed

فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ
In a Scroll unfolded;

وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ
By the much-frequented Fane;

وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ
By the Canopy Raised High;

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ
And by the Ocean filled with Swell;-

د الطور سوره، له لومړي څخه تر شپږم ایت شریف)

نوربیا...


وصيل ( پېروز )
18.09.2012

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ (القمر سوره، لومړی ایت)
The Hour (of Judgment) is nigh, and the moon is cleft asunder
قيامت را لنډ او سپوږمۍ وچاودېده .
..........................................................................................

إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ
When the sun (with its spacious light) is folded up;
کله چي لمر و نغښتل شي .

وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ
When the stars fall, losing their lustre;
او ستوري بې ځلا شي .

وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ
When the mountains vanish (like a mirage);
او کله چي غرونه روان شي .

يا داسي :
کله چي لمر ونغښتل شي ، ستوري بې ځلا او غرونه روان شي .

(التکویر سوره، له لمړي څخه تر دریم ایت شریف)
.........................................................................................

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ ۗ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ
But the Unbelievers,- their deeds are like a mirage in sandy deserts, which the man parched with thirst mistakes for water; until when he comes up to it, he finds it to be nothing: But he finds Allah (ever) with him, and Allah will pay him his account: and Allah is swift in taking account.
او د کافرانو اعمال يا کړنې د هغه ځلېدونکي رېګ په څېر دي چي په هوار ميدان کي وي چي تږی يې له لرې اوبه ګڼي خو کله چي ور نژدې شي هيڅ هم پيدا نه کړي خو الله له خپل ځان سره ومومي نو د هغه بشپړ حساب ورکړي او الله ډېر تېز حساب کوونکی دئ .

أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ۚ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا ۗ وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ

Or (the Unbelievers' state) is like the depths of darkness in a vast deep ocean, overwhelmed with billow topped by billow, topped by (dark) clouds: depths of darkness, one above another: if a man stretches out his hands, he can hardly see it! for any to whom Allah giveth not light, there is no light!
د النور سوره، ۳۹ او ۴۰ ایت شریف)
يا د دوئ مثال د هغو تيارو په څېر دئ چي د يوه ژور سمندر په تل کي وي او داسي څپې يې پوښي چي له پاسه يې بله وي او برسېره پرې ورېځ وي ، تيارې دي چي يو پر بله پرتې دي ، کله چي خپل لاس را وباسي نو نژدې نه ده چي ويې ويني او چا ته چي الله رڼا ور نه کړي نو له هغه سره هيڅ روښنايي نه شته .

..........................................................................................

وَالطُّورِ
By the Mount (of Revelation);
په طور غره قسم دئ

وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ
By a Decree inscribed
او په ليکل شوي کتاب

فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ
In a Scroll unfolded;
هغه چي په پاڼو کي غوړول شوی دئ

وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ
By the much-frequented Fane;
او په اباد کور

وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ
By the Canopy Raised High;
او په لوړ چت

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ
And by the Ocean filled with Swell;-
او په ډک شوي درياب

د الطور سوره، له لومړي څخه تر شپږم ایت شریف)

د نورو په تمه


حمید هڅــاند
29.09.2012

پېروز صیب، اسلام علیکم...

ما هغه ورځ هم ستا سره چټ کې د لاندې ایت شریف په اړه دویم ځلې پوښتنه کړې وه:

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ
And by the Ocean filled with Swell;-

ستاسو ژباړه:

[quote:368e7fc120]او په ډک شوي درياب
[/quote:368e7fc120]

ډک شوی دریاب له ځه شي نه؟

ځینې مفسرین یې داسې ژباړې:

او په سوځېدونکي سمندر باندې
له ښه مرغه، نن د اسلامي معجزو ټولنې چې په فیسبوک پاڼه هم لري، یو مضمون خپر کړی ؤ چې پکې د دې ایت شریف ژباړه یې هم داسې کړې وه: او په سوځېدونکي سمندر باندې
ما ورڅخه د تشریح غوښتنه وکړه چې ولې داډول ژباړه مو کړې، دوی ځواب لیکلي ؤ:
One of the admins of this page is arabian and he say that the word (masjour) in arabic mean burning in the best explanation , this word as many other arabic words has many meanings , it means (burning, calm, full ,...) but Allah the almighty used this word also in Quran refering to burning the disbelievers in hellfire which prove that this word mean burning .
یانې د دوی له چلونکو نه یو یې عرب دی او دی وایې چې د دې توري څو ماناوې دي، منجمله سوځېدونکی، ارام، ډک او....خو دلته ،سوځېدونکی برابر اېسي.

ستاسو توضیح؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more