د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څه فکر کوی چی دا خبره تر کومه حده سمه ده؟

وزیري
12.09.2012

السلام علیکم

په صحیح البخاری، أبواب صفة الصلاة ، باب الدعاء قبل السلام کی یو حدیث ده چی:

حدثنا أبو اليمان قال أخبرنا شعيب عن الزهري قال أخبرنا عروة بن الزبير عن عائشة زوج النبي صلى الله عليه وسلم أخبرته أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يدعو في الصلاة اللهم إني أعوذ بك من عذاب القبر وأعوذ بك من فتنة المسيح الدجال وأعوذ بك من فتنة المحيا وفتنة الممات اللهم إني أعوذ بك من المأثم والمغرم فقال له قائل ما أكثر ما تستعيذ من المغرم فقال إن الرجل إذا غرم حدث فكذب ووعد فأخلف وعن الزهري قال أخبرني عروة بن الزبير أن عائشة رضي الله عنها قالت سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يستعيذ في صلاته من فتنة الدجال.

له دی حدیث نه بعد د بخاري شریف شرحه فتح الباری داسی لیکی:
وأخرج الحكيم الترمذي في نوادر الأصول عن سفيان الثوري أن الميت إذا سئل " من ربك " تراءى له الشيطان فيشير إلى نفسه إني أنا ربك ، فلهذا ورد سؤال التثبت له حين يسأل . ثم أخرج بسند جيد إلى عمرو بن مرة " كانوا يستحبون إذا وضع الميت في القبر أن يقولوا : اللهم أعذه من الشيطان " .

همدا خبره د نوادر الاصول فی معرفة احادیث الرسول، مطبوعه: دارصادر، بیروت، صفحه ۳۲۲ کی ذکر ده.

څه فکر کوی چی دا خبره څومره درسته ده؟ که سمه وخته بیا د لیکني مطلب درته وایم.

والسلام


حمید هڅــاند
12.09.2012

محترم وزیري صیب، که یې پښتو ژباړه ورسره مله کئ، ښه به وي، او یا دي کوم بل ملګري دا کار وکړی.

درنښت


وزیري
12.09.2012

هڅاند صاحب لنډه به یی داسی درته را ونغاړم چی د بخاري شریف په حدیث کی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د قبر له عذاب نه پناه غوښتي ده او په شرحه کی یی بیا د همدي په باره کی د نوادر الاصول له کتاب نه د سفیان الثوری له قوله لیکلي دي چی هرکله مړی په قبر کی کیښودل شی او ملائیکي ترینه دا پوښتنه وکړي چی ستا رب څوک ده نو شیطان ورته را ښکاره شی او خپل ځان طرف ته اشاره وکړی چی زه ستا رب یمه.
په بل روایت کی بیا داسی راغلی چی کله تاسو مړي په قبر کی ږدی نو داسی وایی چی ای الله له شیطان نه یی وساتي.

والسلام


Re: څه فکر کوی چی دا خبره تر کومه حده سمه ده؟

وصيل ( پېروز )
12.09.2012

[quote:0b441ecab6="وزیري"]السلام علیکم

... له دی حدیث نه بعد د بخاري شریف شرحه فتح الباری داسی لیکی:
وأخرج الحكيم الترمذي في نوادر الأصول عن سفيان الثوري أن الميت إذا سئل " من ربك " تراءى له الشيطان فيشير إلى نفسه إني أنا ربك ، فلهذا ورد سؤال التثبت له حين يسأل . ثم أخرج بسند جيد إلى عمرو بن مرة " كانوا يستحبون إذا وضع الميت في القبر أن يقولوا : اللهم أعذه من الشيطان " .

همدا خبره د نوادر الاصول فی معرفة احادیث الرسول، مطبوعه: دارصادر، بیروت، صفحه ۳۲۲ کی ذکر ده.

څه فکر کوی چی دا خبره څومره درسته ده؟ که سمه وخته بیا د لیکني مطلب درته وایم.

والسلام[/quote:0b441ecab6]

ښاغلی وزيري صيب تر ډېر غياب وروسته مو هر کلی کوم او سلامونو ته مو وعليکم السلام

په فتح الباري کي چي سفيان ثوري ته کومه خبره منسوبه شوې نو تر سفيان دا خبره نه ده پورته شوې يعني رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نه ده رسېدلې او دا معلومه خبره ده چي سفيان د قبر له حاله او نورو غيبي شيانو نه دئ خبر ، که يې دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوبه کړې وای بيا به مو يې پر سند او نورو جزياتو خبرې کړې وای خو اوس مهال خبره پر سفيان تمامه شوه او دا خو څرګنده ده چي سفيان نه خو علم غيب لري ، نه په پټو پوهېږي او نه يې هم دې خبرې ته بل داسي دليل شته چي تائيد يې وکړي .

له همدې کبله سفيان ثوري او نور بايد لومړی د خپلې خبرې لپاره دليل راوړي بيا يې ورسره منو که نه پر خپل ځای دي پاتي وي او ښاغلی وزيري صيب ! که له تاسو سره د سفيان ثوري رحمه الله د دې خبرې د ثبوت لپاره کوم نص وي له موږ سره يې هم شريک کړئ څو خبر شو.

زما په اند څو چي داسي غيبي خبرې په صحيح سند تر رسول الله ونه رسېږي او يا د وحې ملاتړ ونه لري هيڅکله د صحت مقام نه شي خپلولای .

هيله ده د ليکنې مطلب هېر نه کړې ، په تشويش کي دي واچولم :lol: :lol: :lol: :lol:

په مينه او درنښت
و. پېروز


وزیري
13.09.2012

پیروز صاحب له نظر نه مو ډیره مننه.

مطلب می نه هیریږي، هغه به بیا درسره شریک کړمه خو ته یوځل بیا هم کوم بل کتاب هم پسي ولټوه چی آیا شیطان په ریښتیا هم په قبر کی د انسان د تیرایستلو کوشش کوي او آیا دا اجازه لري چی قبر ته داخل شی؟
ځکه چی امام ترمذي د سفیان ثوري له دی قول نه بعد بیا داسی لیکی:
و یویده من الاخبار قول النبی صلی الله علیه وسلم عند دفن المیت اللهم اجره من الشیطان فلو لم یکن للشیطان هناک سبیل ما کان لیدعوا له، رسول الله صلی الله علیه وسلم بان یجیره من الشیطان. (نوادر الاصول فی معرفة احادیث الرسول، مطبوعه: دارصادر، بیروت، صفحه ۳۲۲)

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more