اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
جنت اماده دی، ایا ته چمتو یې؟؟
حمید هڅــاند
09.09.2012
یادونه: لیکنه له برخلیک اوونیزې څخه را لېږدول شوې ده. برخلیک د منبر غږ په نوم اسلامي مالومات خپروي خو د لیکوال نوم یې نه ذکر کوي، ځکه د دې لیکنې لیکوال نه دی مالوم.
....................................................................................
خپلو نیکو بنده ګانو ته مې داسې نعمتونه چمتو کړې دي چې نه سترګو لیدلې، نه غوږو اورېدلي او نه د چا په زړه کې را ګرځېدلي دي. ( متفق علیه)
ګرانه وروره، درنې خورې!
پوهېږم چې ډېر بوخت یې، کېدای شي د خبرو د اورېددو فرصت هم و نه لرې، خو زارۍ درته کوم یو څو شېبې را سره تم شه چې اړینې خبرې درسره لرم.
راځه توکل په خدای ْ! څو شیبې په ګډه له دې ستړې نړۍ نه لرې د یو بل منزل لیدو ته لاړ شو، هغه منزل چې له لیدو څخه یې هیڅلکه نه پښېمانه کېږې، نو له پوره سوچ او خیال سره دې راځه، تیار یې ؟ نو بسم الله!
آه دا څه دي؟ ځلسېدونکې روښنایي، دنګې ماڼۍ، شنې بهېدونکې ویلاې، رنګارنګ ګلونه، ډول ډول پخې مېوې، ښایسته پیغلې، ورېښمینې جامې، د مرغلرو قصرونه، همېشني ماشومان، لوړ تختونه، سیورې لرونکې ونې، تلپاتې ژوند، دلته خونه غم شته او نه وېره ، نه د تنګسې او بېوزملۍ ډار شته، نه د ناروغۍ، بوډاتوب او د مرګ اندېښنه، د لته خو اصلا ناوړه خبرې نه اورېدل کېږي، بلکې هر لوری د سلام سلام خوږې انګازې دي. دا څرنګه نعمتونه دي چې نه مو لیدلي او نه اورېدلي ؤ؟ اصلا مو په سوچ کې هم نه راګرځېدل، څومره عجیب! دا کوم ځای دي؟ موږ خو په نورو شیانو کې دومره بوخت ؤ چې اصلا مو دې خواته پام هم نه ؤ! رښتیا، دا هرڅه چا دومره ښایسته جوړ کړي دي؟ له دې زړه را ښکونکي ترتیب څخه ښکاري چې ګواکي کوم قدرمن میلمه په لاره دی؟ اصلا دا کوم نیک مرغه دی چې دا ډول هرکلی یې کېږي؟ غوږ شه دا زړه راښکونکی غږ څه وایي: خپلو نیکو بنده ګانو ته مې داسې نعتمونه چمتو کړي چې نه سترګو لیدلي ، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا په زړه کې را ګرځېدلي. ( متفق علیه). آه زما خدایه! څومره عجیبه جمله ( خپلو نیکو بنده ګانو ته مې [ دلته ده چې کوربه او میلمه دواړه څرګند شول] تیار کړي دي ). اوه، میلمه دومره قدرمن دی چې الله ورله نعمتونه تیار کړي دي! هغه هم څه ډول نعتمونه: ( نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا په زړه کې را ګرځېدلي.) سبحان الله، خبره د جنت ده، هغه یاد چې ملالتیا نه راوړي، زړونه پرې هوساکېږي او عقلونه ورسره مینه کوي، هغه جنت چې ( هیڅوک نه دي خبر چې دلته ور له کوم سترګې یخونکي نعتمونه چمتو شوي دي [لقمان ۱۷]). خو د نفس د تسل لپاره په قران او حدیثو کې د جنت له ځینو نعتمونو څخه په لاندې توګه یادونه شوې ده.
نوربیا...
حمید هڅــاند
24.10.2012
په تېر پسې...
په قرانکریم کې د جنت د یادو شوو نعمتونو بېلګې:
الله تعالي په قرانکریم کې وایې، ژباړه: [په هغه جنت کې چې له متقیانو سره یې وعده شوې، د رڼو اوبو، داسې شیدو چې خوند یې نه بدلېږي، د پاکو شرابو چې د څښونکو لپاره به خوندور وي او د خالصو شاتو ویالې روانې دي، د دوی لپاره به هر راز مېوې چې وغواړي شته وي.(محمد۱۵)]
دغه راز په بل ځای کې فرمایي، ژباړه: [ پرلوړو تختونو به ناست وي، چې نه به یې ګرمي ځوروي، نه ساړه. (الانسان۱۳)]
بل ځای کې راځي، ژباړه: [تاسې او مېرمنې مو په خوښې سره جنت ته ننوزئ، د هغو په مخکې به د سرو زرو ګیلاسونه او جامونه ګرځول کېږي او دلته به هر زړه خوښوونکی او سترګې یخونکی نعمت موجود وي، تاسې دلته د تل لپاره و اوسېږئ (زخرف ۷۰-۷۱)].
همدارنګه الله جل جلا له فرمایي: [په جنت کې به حیالرونکې سترګې لرونکې پېغلې وي، چې له دغو جنتیانو مخکې به نه انسان او نه پېری لاس ور وړی وي. (رحمن۵۶)].
په احادیثو کې د جنت نعمتونه:
د جنت جوړښت له سرو او سپینو زرو دی، خټې یې په مښکو خیشتې شوې او د غولي ډبرې یې یاقوت او ملغلرې دي، خاوره یې زعفران ده، څوک چې هغه ته دننه شي، تلپاتی شي، نه مري او نه به ځورېږي او نه یې ځواني له مینځه ځي. (ترمذي)
کله چې جنتیان جنت ته ننوزي، نو جارچي جاروهي: نور ستاسې لپاره له روغتیا وروسته ناروغي، له ژوند وروسته مرګ او له ځوانۍ وروسته بوډاتوب نشته. (مسلم)
کله چې جنتیان جنت ته ننوزي، نو ناره کوونکی به ناره کړي: اې جنتیانو یقینا د الله جل جلاله په وړاندې ستاسې لپاره له هغې زیات نعمتونه شته چې درسره وعده یې کړې وه او اوس غواړي پرې وفا وکړي. جنتیان به ووایې: هغه څه دي؟ ایا له دې پورته بل څه هم شته چې زموږ څېرې یې نوراني کړې، جنت ته یې دننه کړو، او له اور څخه یې وژغورولو؟ په دې وخت کې به پرده پورته شي او جنتیان به د الله جل جلاله ننداره وکړي، په الله سوګند چې دوی ته به د الله له لیدو نه پورته بل خوږ نعمت نه وي ورکړ شوی، نو دوی به پرله پسې له هغه څخه سترګې نه غړوي. ( مسلم)
الله به جنتیانو ته ووایي: جنت مې تاسې ته حلال کړ او نور به هیڅکله پرتاسې نه غوسه کېږم. (بخاري).
نوربیا...
په جنت کې د ادناترین جنتي مرتبه...