اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دلاس دمزدورې خواړه ترټولو پاک دي
رښتینی
05.09.2012
1- عن المقدام بن معد يكرب -رضي الله عنه - أنَّ رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال:«ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكلَ من عمل يده ، وإن نبي الله داود : كان يأكل من عمل يده » أخرجه البخاري(1930).
ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دلاس دخواري خوراک ترټولو نورو خوړو ښه او غوره دی ، دخدای پیغمبر داود به د لاس په کار سره روزي ترلاسه کوله ،
2- وعن رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ -رضي الله عنه -، قَالَ:قِيلَ : يَا رَسُولَ اللهِ ، أَيُّ الْكَسْبِ أَطْيَبُ ؟ قَالَ : عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ ، وَكُلُّ بَيْعٍ مَبْرُورٍ.أخرجه أحمد (17397)،والطبرانى (4/276 ، رقم 4411) ، والحاكم(2/13، رقم 2160)، والبيهقى فى شعب الإيمان (2/85 ، رقم 1229).
ژباړه :یو چا له رسول الله صلي الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې ترټولو غوره کسب او کار څه شی ده ؟ هغه ورته وویل دسړي دلاس کار او هره پاکه او روا بیعه ،
3- وعن أبي هريرة - رضي الله عنه - : قال قال رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم-: « لأن يَحْتَطِبَ أحدكم حُزمة على ظهره خير له من أن يسأل أحدا فيعطيه أو يمنعه »أخرجه البخاري(1968)،ومسلم(1042).
ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : که تاسو (دروزي دترلاسه کولو له پاره ) دلرګیو پنډه په شا کړئ داله له سوال کولو غوره ده ،
د خدای پیغمبرانو علیهم السلام مختلف حرفتونه او کسبونه غوره کړي دي ، مالونه یې پوولي دي ، پښتوب یې کړی دی ، تجارتونه یې کړي دي ، په یو حدیث کې راغلي دي چې ددای هر پیغمبر میږې پوولي دي ، ماهم دمکي خلکو ته په څو قراطونو میږې پوولي ،
" ما بعث الله نبياً إلا رعى الغنم, وأنا كنت أرعاها لأهل مكة بالقراريط" أخرجه البخاري(2102).
امام محمد بن الحسن الشیباني په خپل غوره کتاب (الکسب) کې یو ورایت راخیستی دی په هغه کې راغلي دي : عمرو بن العاص رضي الله عنه وایې : ماله رسول الله صلي الله علیه وسلم سره روغبړ وکړ لاسونه مې دکار لامله ځیږه وو ، راته ویې ویل : لاسونه دي ولي زیږه دي ؟ ما ورته وویل دکچیروپه بڼ کې کار کوم دهغه لامله ، هغه وایې زما لاسونه رسول الله صلي الله علیه وسلم په لاس کې ونیول او ویې ویل : دا دواړه هغه لاسونه دي چې په اخرت کې به اور نه پرې لګیږې او یا دا دواړه هغه لاسونه دي چې الله ته ګران دي ،
له پورتنیو روایاتو داخبره روښانه شوه چې هرډول لاسې کار او حرفت او صنعت روا او په ذریعه یې ترلاسه کیدونکي روزي ترټولو نورو پاکه او صفا ده ،
په تاسف سره باید ووایو چې په پښتني ټولنه کې ځیني کارونه عیبجن بلل کیږې او ځیني داسي خلک هم شته چې دځان له پاره کار کول عیب بولي او یاپرې شرمیږې !!!
خیریوسی
05.09.2012
رښتینی صاحب!
خدای دي خیر درکړی ډیره ښه موضوع دی لیکلی ده که لږ وغزول سی ښه به وی
ولی چي نن سبا ډیر داسی کارونه سته چی کسب یی حرام او یا شبهات دی او خلګ دهغه څخه ناخبره دی
خاصتا دانټرنټ په جال کی
خیریوسی
ع کريم حليمي
06.09.2012
السلام علیکم و رحمة الله
مکرمو او محترمو رښتیني صاحب او خیریوسې ، په وطن کښي به بعضو د وخت سپین ږیرو به ويل چه : الکاسب حبیب الله
نو د هغه وخت نه تر پرون پوري هم نه پوهېدلم چه ولي ئې کاسب حبیب الله بللی
نن پوه شوم چه دغه ذِکر شوي احادیث دلالت کوي پر دغه چه مسلمان کاسب حبیب الله دی
رښتیني صاحب له تاسي نه مننه کوم ( من علمنی حرفا فقد صیرنی عبدا)
رښتینی
06.09.2012
خیر یوسي وروره مننه که وخت یاري وکړه ان شاء الله تفصیلات به درسره شریک کړو
او محترم مشر حلیمي صاحب داستاسو شفقت دی الله مو تل سرلوړي لره په ډیر احترام او درنښت