د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حذیفه! شاباش ښه ځوابونه دی ویلی دی


Mazharee
31.08.2012

ټولوملګروته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
وروسته حذیفه ته:
ښه حذیفه! وروسته تردی چی دوه ځلی دی میدان وبایلئ، په خپل شکست دی خپله اقراروکئ، بیادی هم وروسته ترشکست ډیری لغتی دی خوا اوهغی خواته ووهلی خوکوم شئ درته پلاس درنغله، چی یومثال ستادلغتوځمادهغه مخکنی پوښتنوځوابونه دی چی تاورته دځواب ویلوهڅه کړی اوپه " دقرآن اوحدیث په تله " عنوان نوی کړکی کیدی ورباندی خپل توان ختم کړیدئ، اوس یی وګوره چی تاڅنګه ځوابونه ورکړیدی؟؟؟ مامخکی تاته دجواب په ویلو کی ځنی شرایط په ګوته کړیوه چی ددغو په نظرکی نیولو سره به جواب راکوی خو تا هغه شرائط له پامه غورځولیدی مثلا ما درته ویلی وه :زمونږدفقهی اصولوڅخه به استفاده نکوی! خوتاورڅخه په وار واراستفاده کړی. مادرته ویلی وه: چی قیاس به نکوی!خوتاپه وار وارقیاس کړیدئ، خبره نه اوږدوم راځه خپله کوټه او توره دی وګوره...

ځماپوښتنه
1.مجتهد صیب! ده انا(دپلارموراویادمور مور) سره نکاح کول راوده اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، دمجازاوحقیقت خبره به نکوی، ځکه مجازاوحقیقت یوقسم تأویل دی، اوتأویل یواصل داصولوڅخه داصول الفقه دی، اوتاسواصول الفقه نه منی.

ستاسوځواب
له انا سره نکاح روا نه ده ، ځکه د شريعت له مخې انا یا هم لمسۍ په اصولو یا هم فرعو کي داخله ده ، د قران کريم یا هم د حدیثو عمومي فارمولو ته که وکتل سي نو له انا او لمسۍ داړو سره نکاح حرامه ده ، ځکه انا د مور په حکم کي ده او لمسۍ د لور ، په اړه يې الله تعالی وايي:
وَلَا تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آَبَاؤُكُمْ(النساء :۲۲)
ژباړه: له هغو مېرمنو سره نکاح مه کوئ چي ستاسو پلرونو ور سره نکاح کړې وه.
د قران کريم د اصطلاح له مخې پلار یوازي هغه نه دئ چي انسان ترې پيدا سوي وي بلکي تر دې لوړو ته هم پلار ويل کېږي ، لکه په قران کريم کي ډېر ځايونه داسي وايي:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ(الاسراء:۷۰)
أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آَدَمَ(یس :۶۰)
اوس په دې ايت کي د رسول الله د زمانې او ترې وروسته امت ته خطاب دئ او یا په لومړي ايت کي الله ټول انسانيت یادوي نو ایا هر یو له ادم څخه پيدا سوی دئ؟
که ځواب نفې وي نو بیا معلومه سوه چي د نکاح په ايت کي هم یوازي یو پلار او یا هم یوه مور هدف نده بلکي تر دې لوړ هم مراد دي.
یا لکه حدیث کي چي وايي:
عن عَائِشَةَ، قَالَتْ: خَرَجْنَا لاَ نَرَى إِلاَّ الْحَجَّ، فَلَمَّا كُنَّا بِسَرِفَ حِضْتُ، فَدَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَأَنَا أَبْكِي، قَالَ: مَا لَكِ، أَنُفِسْتِ قُلْتُ: نَعَمْ قَالَ: إِنَّ هذَا أَمْرٌ كَتَبَهُ اللهُ عَلَى بَنَاتِ آدَمَ(بخاري کتاب الحیض باب کیف کان بدء الحیض حدیث نمبر:۲۹۰)
عائشه وايي موږ د حج لپاره ولاړو خو پر سرف نومي ځای ما ته د حیض ستونزه پېښه سوه نو رسول الله ماته راغی او ما ژړل هغه وويل : څه کوې ایا حیض در ته پېښ سوی دئ؟
ما وويل:هو !ده وويل: دا يو داسي امر دئ چي الله د ادم لوڼو ته مقدر کړی دئ.
اوس رسول الله په دې ځای کي ټولي مېرمنې د ادم لوڼې ووبللې ایا داسي ده چي دا ټولي ښځې له ادم څخه پيدا سوې وې؟
که ځواب نفې وي نو بیا معلومه ده چي په دې ځای کي فروع ټول د اصول تابع دي او د نکاح په مسئله کي هم داسي ده ، الله تعالي وايي:
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ(النساء :۲۳)
ژباړه: پر تاسو ستاسو مندې او لوڼې حرامي سوې دي.
اوس په دې ځای کي له مندو څخه یوازي مورانې هدف نه دي بلکي اصول يې مراد دي او له لوڼو څخه هم یوازي لور موخه نه ده بلکي فروع يې مقصد دي او دا د قران او حدیثو له مخکينيو بیان سويو قواعدو په ښه توګه معلومېږي .
نو پورتني بیان ته په پام ويلای سو چي له اناګانو او لمسيو سره نکاح حرامه ده .

ستاسودځواب رد
مامخکی تاته لیکلی وه ، چی په مجاز،عموم اوقیاس باندی به ځواب نه راکوی، ځکه په احکاموکی مجازاوعموم داصولوڅخه دفقه دی، اوتاسوفقهی اصول نه منی، نوپه استدلال کی یی ستاسوڅخه استفاده هم قابل قبول نده، اودقیاس نه منل خوستاسوغټه مدعی اوشعاردئ.
دلته دانا دنکاح حرمت تاسوپه عموم دلفظ د " اباؤکم " او" امهاتکم " اوپه مجازی شمول باندی ثابت کړیدئ، ځکه تاسوویلی دی: چی " أب " او " ام " لکه چی پلاراومورته وایی ونیکه او انا ته هم وایی نوچی دپلارمنکوحه اویاخپل مورحرامی شی دنیکه منکوحه او انا هم حرامه ده، سره ددی چی د" اب " او" ام " اطلاق پر"نیکه" او "انا" باندی حقیقتا نه بلکه مجازا دی.
بیاچی مودسوره آسراء اوسوره یس په آیتونواوحدیث دبخاری استدلال کړی، دلته موبیا قیاس کړیدی، ځکه شمول د "اب" او"ام" مو ونیکه او اناته پرشمول د"بنت" ولور اولمسی ته قیاس کړیدئ.

خلاصه
آیتونه اواحادیث خودی لیکلی دی : خوځواب موپه قیاس اومجاز ورکړیدئ ،قیاس هم تاسونه منئ مجاز هم یوفقهی اصل دئ تاسو خو فقه ته دیموکرات قانون وایاست نو ستاسوڅخه دهغی په اصولوباندی استفاده هم نده روا نوځکه داسی جواب ستاسو څخه قابل قبول ندئ. خوکه مقلد داسی جواب ووایی ځنی قبول دئ.

ځماپوښتنه
2.مجتهد صیب! په ټلفن باندی نکاح اوبیع منعقده کیږی اوکنه؟ اوطلاق پری واقع کیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس به نکوی ځکه قیاس خوتاسونه منی.

ستاسوځواب
قیاس نه کوم بلکي د قران او حدیثو له عمومي قوانينو په اخذ يې روښانه ځواب در کوم ان شاء الله!
الله تعالي وايي:
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا(البقره:۲۹)
ژباړه: دی هغه ذات دئ چي په ځمکه کي ټول شته يې ستاسو د ګټې لپاره پيدا کړي دي.
د قران له دې عمومي ايت څخه موږ ويلای سو چي نکاح په ټليفون کولای سي او بیع ، دارنګه طلاق ور کولای ، ځکه دا شيان الله زموږ د ګټې لپاره پيدا کړي دي او موږ يې په استعمال کي د شريعت له مخې کومه ستونزه نه وينو ، البته بیعه کېږي خو په ماکولاتو کي قبضه لازمي ده نو که وکيل ونه لري او ماکول شی خبله په قبضه کي وانخلي بیا له دې عمومي قاعدې استثنا ده او نه سي کولای چي له قبضې پرته بیع وکړي ، رسول الله وايي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنِ ابْتَاعَ طَعَامًا فَلاَ يَبِعْهُ حَتَّى يَقْبِضَهُ »(متفق علیه ، مسلم حدیث نمبر :۳۹۱۵)
اوس که سړی پرې قبضه ونه لري نو دا مال نه سي پلورلای بلکي په دې ځای کي قبضه لازمي ده .
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ كُنَّا فِى زَمَانِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- نَبْتَاعُ الطَّعَامَ فَيَبْعَثُ عَلَيْنَا مَنْ يَأْمُرُنَا بِانْتِقَالِهِ مِنَ الْمَكَانِ الَّذِى ابْتَعْنَاهُ فِيهِ إِلَى مَكَانٍ سِوَاهُ قَبْلَ أَنْ نَبِيعَهُ.(مسلم ح :۳۹۱۸)
په دې حدیث کي هم دې لورته اشاره سوې ده چي تر ولکې وړاندي به يې نه پلوري.
اوس الله عمومي قانون بیان کړ چي په ځمکه کي پنځول سوي شيان ستاسو لپاره دي نو دا قاعده په هغو شيانو کي پر خپل اصل پاتې ده شي په شريعت کي منعه نه وي ترې راغلې او دا قاعده موږ ته دا په ګوته کوي چي په معاملاتو کي اصل دا دئ چي د شي منعه به شريعت کوي که منعه نه راغله یا همداسي سکوت ترې وسي نو هغه شيان روا دي او هيڅ منعه نه لري.
نو اوس که ته پرې نقد لرې هغه را مخ ته کړه !.
که يې تاته په قران او حدیث کي منعه معلومه وي هغه را ته په ګوته کړه!.
هیله ده تر ځواب پوره کولو بل څوک په دې پاڼه کي مداخله ونه کړي.

ستاسودځواب رد
ښه قیاس نکوی؟دقرآن اواحادیثوله عمومی قوانینو او فرمولونوڅخه استفاده کوی؟ داعمومی قوانین له کمه سوه؟ تاوضع کړیدی اوکه ستاسومرجع تقلید؟ غوږسه!
دلته موبیخی ځماپوښتنی ته توجه نده کړی ځکه ماستاسوڅخه په ټلفن باندی دنکاح اوطلاق اوبیعی دجوازاوعدم جواز پوښتنه کړیوه ، خوتاسوراته په ځواب کی آیت لیکلئ دئ ،چی دهغه څخه صحت اواباحت دخپله ټلفون معلومیږی. دنکاح، طلاق اوبیع خبره یی له کوم ځای څخه ښکاری؟؟؟ سره ددی چی ستاسوسلفیانوپه آند ددی آیت څخه دتلفون داستعمال اباحت بیخی نه معلومیږی، ځکه دلته تصریح په ټلفن نده سوی، په حدیث کی یی هم تفسیراوتوضیح نشته، بلکه دتعمیمه څخه دآیت اباحت داستعمال دټلفون معلومیږی، اوتعمیم اوتخصیص خودفقه اصول دی، فقه هم تاسونه منی نوپه استدلال کی یی ستاسوڅخه راوړل قابل قبول ندی.ښه! دا ستاعمومی قوانین دی؟ اوکه زمونږفقهی قوانین؟؟؟

خلاصه
په تعمیم دآیت موپراباحت دټلیفون دلیل نیولیدی، تعمیم اوتخصیص فقهی اصول دی، فقه هم تاسونه منی،ځماپوښتنی ته خوموبیخی توجه نده کړی. نوستاسوجواب هم قابل قبول ندی.
ځماپوښتنه
3.مجتهد صیب! کومه ښځه چی دFee stool په ناروغی اخته وی جماع ورسره رواده اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوفقهی تحقیق به نه کوی ځکه تاسوهغه نه منی.

ستاسوځواب
ملګرې ! په دې ناروغي کي شرعا له جماع څخه منعه نه ده راغلې ، خو که طبي زیانونه يې لرل نو د طب پوهانو له رایه سره سم عمل دي وکړي . الهي وينا ده :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ(البقره:۲۲۲)
ژباړه: او دوئ له تا څخه د حیض په اړه پوښتنه کوي ورته ووایه چي حیض مرداري ده نو په حیض کي له ښځو ليرې سئ او تر پاکېدلو مه ور نژدې کېږئ.
په قران او حدیث کي خو يې همدا ځواب دئ او له دې پرته يې ستا د یادې ناروغۍ په حالت کي منعه نه ده کړې نو که ډاکټران يې منعه نه کړي شرعا کوم بنديز نه سته .
او طبي اړخ يې په طب پوري اړه لري له هغو دي پوښتنه وسي.

ستاسودځواب رد
دلته مولیکلی دی: چی شرعاممانعت نسته، ښه ملګری! پدی ناروغی کی دښځی دقبل اومقعدترمینځ چی کوم جدار دئ هغه له منځه ځی چی په عربی کی ورته "مفضاة " وایی. نوپدی صورت کی دخول په فرج کی آیادخول په مقعدکی نه راځی، چی بیاخو دجماع څخه لواطت جوړیږی، اوآیادښځی سره لواطت روا دی؟ که ته وایی: چی په شریعت کی تصریح نده سوی، نوبیاخوپه مخکنیومسئلوکی هم تصریح نوه سوی نوهلته دی بیاولی حکم کړیدئ؟ بیاچی دی وروسته کوم آیت دسوره بقری لیکلئ هغه ددی مسئلی سره هیڅ ربط نلری.ځکه دحیض او ددی مسئلی یی څه ربط؟؟؟.

بيادی ليکلی دی:
[color=red:dc133ce6dc]{نو که ډاکټران يې منعه نه کړي شرعا کوم بنديز نه سته}[/color:dc133ce6dc]
ښه! نوچی شرعابندیزنوی نوډاکترڅنګه پری بندیزلګوی؟ تاخوپه خپلومخکنی شبهاتوکی لیکلی وه: چی دشریعت په مقابل کی دډاکترخبره ماته هیڅ اعتبارنلری. نودلته بیاڅنګه درته دمنلووړشوه؟؟؟.

خلاصه
دخپلی خیټی موحکم کړئ دئ : چی جماع ورسره رواده ، دقرآن اوحدیث موهیڅ شی ندی لیکلی، بیامودخپلی زړی اوپخوانی مدعی پرخلاف حکم کړیدئ. نوځکه ستاسودغه ځواب هم بیخی غلط اوقابل قبول ندئ.

ځماپوښتنه
4. مجتهدصیب! که چایوڅوک په موټرباندی ووهی، نوداکوم قسم قتل دی؟ اوپردی سړی دیت ورکول کیږی اوکنه؟ که کیږی څونه دیت باید ورکړی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړی قیاس اوفقهی تحقیق به نکوی، ځکه تاسوخوهغه نه منی.

ستاسوځواب
که څوک په موټر ووهل سي نو دوه حالته لري یا به قصدا وهل سوی وي او یا به يې په تېروتنه ، نو که په تېروتنه وهل سوي وي قران کريم يې په اړه وايي:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا(النساء:۹۲)
په دې ايت کي د دیت یادونه هم سوې ده اوس پوښتنه داده چي څومره ديت؟ نو امام شافعي رحمه الله په کتاب الام کي په صحيح سند حدیث نقلوي:
أخبرنا مَالِكُ بن أَنَسٍ عن عبد اللَّهِ بن أبي بَكْرِ بن مُحَمَّدِ بن عَمْرِو بن حَزْم عن أبيه أَنَّ في الْكِتَابِ الذي كَتَبَهُ رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم لِعَمْرِو بن حَزْمٍ في النَّفْسِ مِائَةٌ من الْإِبِلِ(کتاب الام دیات الخطا)
نو پورتني روايت په پام ویلای سو چي په ديت کي به سل اوښان ور کول کېږي.
او که په قصدي توګه وهل سوي وي نو په اړه يې الهي وينا ده:
وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا(النساء:۹۳)
دنيوي سزا يې دا ده:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى(البقره:۱۸۷)
د بقرې ايت دا په ګوته کوي چي څوک قصدا قتل وکړي نو هغه ته به همدغه سزا ور کوله کېږي.

ستاسودځواب رد
پدی ځای کی موهم داجتهاد داصولوڅخه انحراف کړیدئ،زمونږدکتابونواوفقه څخه موتقلیدکړیدئ،ځکه په آیت اوحدیث کی دموټرتصریح نده راغلی بلکه مسئله موپه تعمیم دآیت ثابته کړی، ځکه په آیت کی "قتل" عام راغلی په هرشی باندی چی وی، سره ددی چی تعمیم اوتخصیص داصولوڅخه دفقه دی، فقه خوتاسونه منی نوپه استدلال کی یی ستاسوڅخه راوړل هم قابل دقبول ندی. اوبیا چی دلته تعمیم ته هم اعتبار ورکړی، نوهغه قتل ته شاملیږی چی انسان یی پخپله مباشرتا وکړی په موټر باندی وژل خو داسی ندئ لکه په توره او په یوبل شی باندی چی یی ووهی، چی پدی صورت کی یاده مسئله ترتعمیم لاندی هم نراځی بلکه مستقل استنباط اواستخراج ته احتیاجی سته.

خلاصه
ځواب موځکه غلط دی چی یوخو تاسودفقهی داصل {تعمیم } څخه استفاده کړی، فقه تاسونه منی نوپه تعمیم یی استدلال ستاسولپاره هم رواندی.بل مو د تعمیم په غیرموضوع له کی استعمال کړیدئ، ځکه چی په موټر باندی قتل ته په نظرکولوسره داخبره ترقرآنی تعمیم لاندی نراځی، نوداسی ګونګ جواب هیچاته دقبول وړندئ.

ځماپوښتنه
5.مجتهدصیب! په واټرپمپWater pump کښی عشرسته اوکنه؟ که سته، عشرسته اوکه نصف عشر؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس به نکوی ځکه ستاسودقیاس سره نده جوړه.

ستاسوځواب
ښاغلې ! په واټر پمپ کي نصف العشر دئ ، ځکه د روايت توري په دې اړه عام دي ، حدیث کي وايي چي کوم کښت په را ختونکو اوبو اوبېږي نو په هغه کي نصف العشر دئ ، لکه چي وايي:
عن سالم بن عبد الله عن أبيه رضي الله عنه
: عن النبي صلى الله عليه و سلم قال ( فيما سقت السماء والعيون أو كان عثريا العشر وما سقي بالنضح نصف العشر )(بخاری کتاب الزکات باب العشر فيما يسقي من ماء السماء وبالماء الجاري ح:۱۴۱۲)
په دې حدیث کي د نضح ذکر سوی توری عام دئ ، عربي لغت پوهان يې دارنګه تشريح کوي:
( بالنضح ) بنضح الماء والتكلف في استخراجه
یعني د اوبو په کښلو کي تکليف ، اوس نضح زموږ د وخت په واټر پمپ کي هم سته او هم اوبه له کښې څخه را کښلې کېږي نو له دې امله به نصف العشر ور کوي.
بل روايت کي يې یو مثال هم ذکر کړی دئ:
قَالَ « فِيمَا سَقَتِ الأَنْهَارُ وَالْغَيْمُ الْعُشُورُ وَفِيمَا سُقِىَ بِالسَّانِيَةِ نِصْفُ الْعُشْرِ ».(مسلم ح:۲۳۱۹)
د هغه وخت له رواج سره سم يې د نضحې یو مثال همدا په اوښ یا هم اوښه د اوبو راکښل وو او د بخاري د روايت توري عام دي چي زموږ د وخت همدا ذرائع هم په کي داخل دي.

الله تعالی په خپل کلام یا هم د رسول الله له خولې داسي فارمولې یا هم ټولنېزې او غوره معنا لرونکې کليمې راوړې چي د نن وخت مسلمانان يې هم هک پک کړي او تر ننه پېښېدونکي مسائل د همدې کليماتو او عمومي فارمولو په وسېله حل کوي ، دا د الله عزوجل د رښتني دين يوه داسي ځانګړنه ده چي په بل هيڅ قانون او دين کي نه سته .

ستاسودځواب رد
دلته موهم دلومړی حدیث څخه استدلال په عموم دلفظ د" نضح " نیولی دی، ځکه دواټرپمپ تصریح په حدیث کی نده سوی،عموم اوخصوص هم فقهی اصول دی، تاسوسلفیانوته یی داستفادی کولواجازه نشته.
اوپه دویم حدیث کی موپه قیاس کولود " واټرپمپ " پر " سانیه " ( ابوکښونکی اوښ) ځواب ورکړیدی، قیاس هم تاسونه منی، نوپه استدلال کی یی ستاسوڅخه راوړل هم قابل قبول ندئ.

خلاصه
دلته موهم آحادیث خولیکلی، خواستدلال مو په تعمیم اوقیاس باندی نیولئ دئ، داسی استدلال ستاسوڅخه قابل قبول ندی.
خو دغه جواب کچیری مقلد ووایی نو ځنی قبول دئ، اما تاسو چی تقلید نه منی په دغه صفت ستاسو څخه دغه جواب دقبول وړندئ.

ځماپوښتنه
6.مجتهد صیب! په قطب جنوبی اوشمالی کی چی شپړمیاشتی شپه اوشپږمیاشتی ورځ ده، مسلمان به هلته پنځه وقت لونځ څنګه کوی؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، زمونږدفقه څخه به غلانکوی، اودبل چاتقلید به هم نکوی ځکه تاسوزمونږدفقه سره ټکریاست، اودتقلیدنفی هم ستاسوبی مصداقه شعاردی.

ستاسوځواب
زموږ شعار د الله او رسول اطاعت ته د انسانانو رابلل دي ، پاته سو تقليد نو دا یوداسي لفظ دئ چي نه په قران کي ستاسو د مروجې معنی لپاره استعمال سوی او نه په حدیث کي ، نه ته په پوه سوې او نه دي ملګري ، نه يې کوم مصداق سته او نه به يې تل پيدا کړې ، نه دي تر اوسه نورو ته په دې خبره سر ور خلاص کړی دئ.
پاته سوه پوښتنه نو ځواب يې رسول الله په حدیث کي سته او نه ستا فقه غلا کوم او نه يې اړتیا وينم.
حدیث کي دي:
قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا لَبْثُهُ فِى الأَرْضِ قَالَ « أَرْبَعُونَ يَوْمًا يَوْمٌ كَسَنَةٍ وَيَوْمٌ كَشَهْرٍ وَيَوْمٌ كَجُمُعَةٍ وَسَائِرُ أَيَّامِهِ كَأَيَّامِكُمْ ». قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ فَذَلِكَ الْيَوْمُ الَّذِى كَسَنَةٍ أَتَكْفِينَا فِيهِ صَلاَةُ يَوْمٍ قَالَ « لاَ اقْدُرُوا لَهُ قَدْرَهُ ».(مسلم کتاب الفتن واشراط الساعه باب ذکر الدجال وصفته ومامعه ح :۷۵۶۰)
ژباړه: موږ وويل: اې د الله رسوله! په ځمکه کي به يې هستوګنه څومره وي؟ ده وويل: څلوېښت ورځې ، یوه ورځ يې لکه کال ، بله يې لکه میاشت ، بله يې لکه اونۍ او نوري ورځي همدا ستاسو د عامو ورځو په شان دي ، موږ وويل : اې د الله رسوله! په هغه ورځ کي يو لمونځ کفایت راته کوي چي اندازه يې د یوه کال ده؟ده وويل : نه ! بلکي وخت به ورته اندازه کوئ.
نو له همدې تورو د نن ورځې د قطبینو مسله هم واضحه ده ، هغوئ به د خپل لمانځه لپاره وخت اندازه کوي او بیا به لمونځ کوي.
شپږ میاشتې ورځ یا هم شپه کي يې یو لمونځ یا هم پنځه لمونځونه کفایت نه کوي.

ستاسودځواب رد
ښه! دتقلید لفظ په قرآن که نشته؟ نوددغه مسائلو چی تاورته دځواب ویلوهڅه کړی الفاظ په قرآن کی شته؟؟؟که یی په فقهی اصولوباندی ثابتوی نوبیاخوتقلید په قرآن کی باربارراغلیدی: غوږسه!
 فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنْتُم لاَ تَعْلَمُونَ.{سوره نحل آیه 43}
ژباړه: پوښتنه وکړی دخاوندانوڅخه دعلم کچیری تاسونه پوهیږی.
أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْالآیه.{سورة الانعام آیه 90}
ژباړه: دغه هغه خلګ دی چی الله هدایت کړیدی نوددوی په هدایت پسی اقتداء وکړی.
وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ. {سوره لقمان آیه 15}
ژباړه: متابعت وکړه دلاری دهغه چاچی ماته یی رجوع کړیوی، وروسته ماته ستاسوراتګ دئ، نوزه تاسوخبروم په هغه شیانوچی تاسوکړیدی.
کومه معنی چی مونږدتقلیده څخه اخلوآیاددی آیاتونوڅخه نه ثابتیږی؟ که دلفظ دذکرخبره وی، نوبیاخوداسی به دمشکل سره مخامخ شی لکه اوس، پورتنی مسائل چی ته مدعی یی چی ماپه قرآن او حدیث باندی حل کړیدی، آیا لفظ یی په قرآن اوحدیث کی سته؟؟؟.

خپل ده پوښتنی رد ته دی غوږسه!
پدی مسئلی کی موپداسی حدیث استدلال نیولیدی چی تراوسه یی مصداق ندئ راغلئ، خوبیاهم سره ددی تادغه مسئله مقیس علیه دپاره دپوښتل سوی مسئلی ګرځولیده، یوه غلطی خودی نفس قیاس دئ، اوبله غلطی دی قیاس پرغیرماسبق فی الماضی اومعدوم فی الحال دی، چی داسی قیاس هیچاته قابل قبول ندی.
خو دا جواب که مقلد ووایی نو لاره ورته جوړیدلائ شی، او دقبلیدلو لپاره یی توجیح پیداکیدلائ شی، اما تاسو چی تقلید نه منی نو داسی جواب پداسی طریقه ستاسو څخه دقبول وړندئ.

خلاصه
دلته موهم الفاظ دحدیث لیکلی دی، خواستدلال موپه فاسدقیاس نیولیدی، داسی استدلال هیچ چاته دمنلووړندی.


حذیفه ! شاباش ښه جوابونه دی ویلی دی


Mazharee
31.08.2012

ځماپوښتنه
7.مجتهدصیب!په اوسنی نقدوپیسو(افغانیو،ډالر، کالداره اوداسی نور) کی سودی معاملات راځی اوکه نه؟ که راځی نوداپه کوم قسم اموال ربویه کی داخل دی؟ اوداغسی پدوی کښی زکاة شته اوکنه ؟ که زکوة شته نوپه کوم حساب به زکوة ورکوی؟ یعنی په حساب د سروزرو اوکه دسپینوزرو؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه قیاس اوتقلید به نکوی، ځکه دقیاس اوتقلیدسره خوتاسوپه هغه ښه کال کی جوړنواست.

ستاسوځواب
ګرانه ! زما د معلوماتو له مخې له نصوصو داسي برېښي چي ربا دوه ډوله ده چي يو يې د ربا فضل او بل يې د ربا نسئه په نوم یادولای سو.
اوس که همدا یاد سوي شيان یوکس په قرض ور کول سي او بیا پرې زیادت غوښتل کېږي نو همدا سود یا ربا ده ځکه الله تعالی وايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (278) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ(البقره:۲۷۹)
ژباړه: اې مومنانو! له الله وډار سئ او ایله کړئ هغه څه چي پا ته ده (پرخلکو) له زیادته که مومنان یاست. نو که مو دا کار ونه کړ د الله او رسول له لوري يې در ته د جنګ اعلان دئ او که مو توبه وکړه نو ستاسو لپاره خپل مالونه دي نه به تاسو تېری کوئ او نه به پر تاسو تېری کېږي.
او د بیعې په حالت کي صرف شپږ شیان دي چي رسول الله د ربا یادونه په کي کړې ده ، لکه چي وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « التَّمْرُ بِالتَّمْرِ وَالْحِنْطَةُ بِالْحِنْطَةِ وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ مِثْلاً بِمِثْلٍ يَدًا بِيَدٍ فَمَنْ زَادَ أَوِ اسْتَزَادَ فَقَدْ أَرْبَى إِلاَّ مَا اخْتَلَفَتْ أَلْوَانُهُ ».
په دې حدیث کي څلور شیان یاد سوي دي چي که یو دبل مثل نه وو او هم يې لاس په لاس نه وو نو سود دئ ، همدا وروسته توري يې ښه وضاحت کوي که يې زيادت وکړ او یايې غوښتنه وکړه نو سود دئ خو که يې جنسونه يا صنفونه سره مختلف سول بیا يې هر ډول بیعه روا ده .
بل ځای بیا وايي
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ وَزْنًا بِوَزْنٍ مِثْلاً بِمِثْلٍ وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ وَزْنًا بِوَزْنٍ مِثْلاً بِمِثْلٍ فَمَنْ زَادَ أَوِ اسْتَزَادَ فَهُوَ رِبًا ».(مسلم ح:۴۱۵۲)
په دې حدیث کي يې د دوو نورو شیانو يادونه هم کړې ده چي سره او سپين دي ، په دې کي هم پورتني قيدونه سته او له دې پرته سود دئ.
پاته سوه د زکات موضوع يې نو اصلا زکات په مالونو کي فرض سوی دئ ، هر ډول مال چي وي زکات به يې ور کول کېږي ، همدا د اوس وخت کلدارې یا د هیواد دننه افغانۍ او یا هم د نورو هیوادونو ډالر او ... که هغه حد ته ورسېږي چي شريعت ورته ټاکلی دئ نو زکات به يې ور کوي .
روايت کي دي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوَاقٍ صَدَقَةٌ(بخاري کتاب الزکات باب ما ادی زکاته فلیس بکنز ح:۱۳۴۰)
ژباړه:ابوسعيد وايي چي رسول الله وويل : تر پنځه اوقیې په کمو سپينو زرو کي زکات نه سته.
په دې حدیث کي د نقدو پیسو همدا نصاب ټاکل سوی دئ نو چي همدې ته يې نصاب ورسېږي له دې قرره به د خپل مال زکات ور کوي.

ستاسودځواب رد
دادی بیا څه ویلی دی؟؟؟ : ستا دمعلوماتوسره سم؟؟؟ ته څوک یی ؟ ته خو وایی: زه دقرآن اوحدیث په ژبه خبری کوم. بیا داڅه معنی لری چی زوما دمعلوماتوسره سم؟ ته خو نه قرآن یی اونه هم حدیث. دایی هم داوس دزمانی جعلی مجتهدین!.

غوږسه!
دلته موچی کوم آیت لیکلئ دئ دهغه څخه فقط حرمت دربا معلومیږی تعیین داموال ربویه پکی نشته، اوبیاچی موکوم احادیث لیکلی دی، دهغوی څخه تنهاحرمت دربا تنهاپه شپږوشیانوکی معلومیږی، نوکه یاده مسئله په مخکنی آیت ثابتوۍ ، نوداسی به وایی: چی عموما ربوی معامله پرهرشی کی راځی، له یوی خوا داتعمیم شو چی هغه فقهی اصل دئ ، تاسوته دمنلووړندئ، او بیاپدی کښی دپیسواونوروشیانوفرق نشته، نوکڅوک چاته یوجوړه بوټ په دوه جوړی بوټونوورکوی، نوداهم باید سود او ربا شی. اوکه یی په حدیث باندی ثابتوی نوبیا خو باید قیاس وکړی، یعنی اوسنی پیسی پریادو شپږوشیانوباندی قیاس کړی، سره ددی چی قیاس هم تاسونه منی.
دزکوة خبره خومو بیخی پری ایښی ده ، ځکه ماستاسو څخه پوښتلی وه ، کچیری زکوة کیږی نو باید په کوم حساب زکوة ورکړی؟، د سرو زرو په حساب او که دسپینو زرو په حساب؟ که دسرو زرو په حساب سی نو پرډیرو خلګو باندی زکوة نه واجبیږی ځکه دسرو زرو قیمت اوس ډیر دئ، ده هغوی په اندازه دډیرو خلګو سره اوسنۍ نغدی پیسی نسته، او که دسپینو زرو په حساب واجب شی نو بیا خوپر ډیرو خلګو باندی زکوة کیږی، خو تا کم علمه دی خبره ته هیڅ توجه نده کړی بس دپخوا پشان دی بی مناسبته آیت اوحدیث لیکلی دی ، بیادی هم زړه ښه دئ چی په قرآن اوحدیث می جواب ویلئ دئ.

خلاصه
دلته موهم آیت او احادیث لیکلی دی، خونیمه پوښـتنه موپه تعمیم اوقیاس باندی ځواب کړیده،اونیمه نوره مو خو بیخی دپامه غورځولیده، ستاسوڅخه داسی ځواب دمنلووړندی.

ځماپوښتنه
8. مجتهدصیب! که چادانترنتی هک ګرانوله لاری دچاله بانکی حسابه څخه پیسی غلاکړی اوپه خپل بانکی حساب کیی اضافه کړی،اوپیسی هم ډیری وی،آیادی ته سرقت ویل کیږی اوکنه؟، که ویل کیږی، نوآیاددی سړی لاس ورباندی پری کیږی اوکنه؟.په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، داجتهاد داوصولو اوخپل دمدعی څخه به مخالفت نکوی.

ستاسوځواب
ګرانه! تا خو به يوځل زما مدعی او هم هغه اصول روښانه کول چي زه هم پر هغو دره همنظره یم ، دلته خو دي صرف یوه خبره کړې ده او دا ځای يې هم نه معلومېږي چي اوس ما تاته څه ويلي دي ، د اجتهاد په اړه خو مي کومه خبره نه ده در سره کړې او او نه يې ما پر اصولو څه نظر ور کړی دئ دا خو ستاسو مدعی ده او تاسو يې تشريح کړئ.
که څوک هغه ډول غلا وکړي لکه پورته چي يې یادونه سوې ده نو هغه کس غل بلل کېږي او لاس يې هم پرې کېږي ، ځکه الله عزوجل وايي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(المائده:۳۸(
په دې ايت کي الله تعالی مطلق د غلا یادونه کړې ده نو که څوک همدا غلا وکړي چي د همدې عمومي غلا یو فرد يې بللای سو غلا ده او لاس يې پرې قطع کېږي.
او کوم تعريف چي يې تا وړاندي کړی وو د هغه له مخې هم دا غلا ده او لاس يې پرې کېږي، ځکه هلته د مال خوندي کېدل شرط وو چي دا قید يې په اکمله درجه پوره دئ او د مال په پټه طریقه وړل په کي یاد سوی ول نو د پټ وړلو يې تر دې بله غوره لاره نه سته لنډه دا چي ټول شرائط يې پوره دي او لاس يې بايد پرې کړل سي .

ستاسودځواب رد
ملګری! اصول دغه دی چی ته ځنی استفاده کوی اوبیایی دتعصبه څخه منی نه . یعنی تعمیم ، تخصیص ، حقیقت ، مجاز، تأویل، تفسیر، نص ، ظاهر، خفی مشکل اوداسی نور.....
ښه! داجتهادپه اړه دی خبره نده کړي؟ ته ورسه ځمااوستاپه لومړنی لیکنی که چی ماپرمؤمن مهاجر باندی اعتراض کړئ وو: چی تاسوسلفیان دعوه داجتهاد کوی. تاهلته راته لیکلی وه: چی دعوه داجتهاد ونکو نوخلګوته څه ووایو؟؟ اوبیاته فکروکړه ته خپله وایی زه مقلد نه یم. چی مقلدنشوی نوڅشی یی؟ مجتهدیی اوکه بله بلا؟؟؟ .
ځواب ته دی غوږسه!
دلته موچی آیت لیکلئ دئ، صراحتاپکښی دغلادکیفیت اوډول خبره پکی نشته، بلکه تنها دسارق (غله) حکم پکی شته، سره ددی چی د " سارق " اطلاق هم پردغه سړی باندی نکیږی ځکه سارق هغه ته وایی: چی باقیمته محفوظ مال مباشرتاغلاکړی، دابه نوڅنګه مباشرتاوی چی
په افغانستان کی ناست سړی دی دامریکی له بانک څخه حساب دځان لپاره راوباسی؟؟؟ اوکه بیاخبره عامه کړی، چی هرڅوک چی دهرچامال واخلی په هرډول اوهره طریقه چی وی، که په عرف کی ورته سارق وویل شی اوکه ونویل شی، نولاس یی پریکیږی، نوبیابیرته خبره تعمیم ته ځی چی هغه بیایواصل داصولوڅخه دفقه دئ، اوتاسوخوعنوانا اوشعارا دفقه څخه مخالف یاست، بیادی په ماپوری هم درواغ تړلیدی چی مخکی چی تاسو دغله تعریف کړئ دئ پردغه غلا هغه تعریف صادقیږی.
ناپوه! څنګه صادقیږی ما خوپکښی قید دمباشرتا ویلئ دئ، اودلته پدی غلا کی دا قید نشته نو څنګه ځما تعریف ورباندی صادق دئ؟.

خلاصه
دآیت څخه پرداسی مال اخستلوباندی دلاس دپریکولوحکم کړیدی چی پرهغه دسارق اطلاق نکیږی، برسیره پردی مو هم په عموم دآیت استدلال نیولیدی. چی داسی داستدلال ستاسو غوندی دهیچاڅخه دقبول وړندی.

ځماپوښتنه
9. مجتهدصیب! دراډیو، کامپیوټراوټیپ څخه دسجدی دآیت په اوریدلوباندی سجده تلاوت لازمیږی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، اجتهادی غلا به نکوی، دقیاس اوعقل څخه به هم کمک نه غواړی ځکه قیاس تاسونه منی اوپرعقلی دلائلو باندی تاسوباورنلری.

ستاسوځواب
ګرانه ! ته لکه چي په هوښ کي نه يې او یا هم ړندې تګلارې داسي ستا عقل ځپلی دئ چي اوس د خبرو تر منځ توپير هم نه سې کولای ، يو له عقل څخه په دين کي دلائل ويل دي او بل د عقل په ذریعه په دين ځان پوهول دي دا دوه دومره متضادې کليمې او جملې دي چي ان ماشوم هم په پوهېږي خو ستا د ړانده تقليد همدا ګټه ده چي اوس دي په واضحو او ښکاره خبرو هم سر نه خلاصېږي .
له عقله به مرسته غواړو چي په دين پوه سو ځکه که عقل بیخي استعمال نه سي نو بیا خو انسان ګرسره مکلف نه دئ ، ځکه چي عقل نه وي نو انسان کله په دين پوهېږي او که عقل د مسلې ثابتونکی او مثبت وګڼو نو تر لمر روښانه ده چي دا د ضلالت لار ده نو ته دا دوې لارې سره بېلي کړه او بیا دي خپله پوښتنه په ښه ښکاره او څرګندو کليماتو وړاندي کوه که نه خلک در باندي خاندي او خړ به دي کړي.
د تلاوت سجده که څوک له راډيو ، ټيپ یا هم بل شي پرته مخا مخ له قاري څخه واوري هم يې کول لازمي نه دي او نه په دې توګه سجده واجب سوه ، ځکه روايت کي دي:
عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ قَالَ قَرَأْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم وَالنَّجْمِ فَلَمْ يَسْجُدْ فِيهَا(بخاري کتاب سجود القران باب من قرأ سجده ولم یسجد ح :۱۰۲۲، مسلم ح:۱۳۲۶)
زید وايي چي پر رسول الله مي د النجم سورت تلاوت کړ نو هغه سجده په کي نه وکړه .
پورته روايت کي دا ذکر سول چي رسول الله خپله هم سجده نه ده کړې او په داسي حال کي چي په همدې سورت کي سجده سته ، لکه چي وايي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهُ قَرَأَ (وَالنَّجْمِ) فَسَجَدَ فِيهَا وَسَجَدَ مَنْ كَانَ مَعَهُ غَيْرَ أَنَّ شَيْخًا أَخَذَ كَفًّا مِنْ حَصًى أَوْ تُرَابٍ فَرَفَعَهُ إِلَى جَبْهَتِهِ وَقَالَ يَكْفِينِى هَذَا. قَالَ عَبْدُ اللَّهِ لَقَدْ رَأَيْتُهُ بَعْدُ قُتِلَ كَافِرًا.(بخاری ح:۱۰۲۰ ، مسلم ح: ۱۳۲۵)
په دې روايت کي وينې چي رسول الله یوځل خپله سجده کړې هم ده او دا د مکې ژوند هم وو نو اوس ته ووایه چي تاسو يې ولي ضروري بولئ او ته چي يې واجب ګڼې کوم لاسوند ورته لرې؟.

ستادځواب رد
دزړه سره! زه په هوښ کی یم ستاسوڅخه لاره ورکه ده

ستاسوخبره:
{ [color=red:961d9c4d66]يو له عقل څخه په دين کي دلائل ويل دي او بل د عقل په ذریعه په دين ځان پوهول دي دا دوه دومره متضادې کليمې او جملې دي چي ان ماشوم هم په پوهېږي[/color:961d9c4d66]}
ښه! اوس تاڅه وكړل؟ پدی ځای کیدی ځان پوه کی(کوم شی چی ته یی ښه بولی) اوکدی پرشرعی مسئله عقلی دلیل وویی؟؟؟(کوم چی ته یی ښه نه بولی). دایه هم دشرالقرون دزمانی شریرمجتهدین!!!

غوږسه!
ښاغلی! کوم دزید(رض) حدیث چی دی راوړي اوپه هغه دی دسجدی پرعدم وجوب باندی دلیل نیولیدئ. نوته به یوځل داهم معلومه وی چی رسول اکرم(ص) ترمرګه پوری دغه سجده نده کړی. ځکه مونږدسجدی دبالفورپه وجوب باندی قول نکوو، بلکه تأخیرجائزبولو نوکه رسول اکرم (ص) بالفورسجده نده کړی شاید وروسته یی کړیوی، اویاهم شاید پداسی وقت کی ویل شوی وی چی هغه دلمانځه وقت نه وو، اویابه هم رسول اکرم (ص) پدی حال اودس نه درلودئ، اویابه هم رسول اکرم(ص) په خاطردتعلیم وامت ته چی بالفوریی کول واجب ندئ داکارکړی وی، نواوس ته ووایه پداسی عمل چی هغه محتمل دډیرو احتمالاتووی څنګه هغه عمل ردوی چی خپله رسول اکرم(ص) کړیدی؟ لکه چی په دوهم حدیث کی چی تا رانقل کړیدئ، همدغه دسجدی کول راغلیدی، البته پدی باره احادیث اواعمال دصحابه وو ډیرراغلیدی زه نمونه مشت خروار درته څودانی لیکم:
1. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهُ قَرَأَ (وَالنَّجْمِ) فَسَجَدَ فِيهَا وَسَجَدَ مَنْ كَانَ مَعَهُ غَيْرَ أَنَّ شَيْخًا أَخَذَ كَفًّا مِنْ حَصًى أَوْ تُرَابٍ فَرَفَعَهُ إِلَى جَبْهَتِهِ وَقَالَ يَكْفِينِى هَذَا. قَالَ عَبْدُ اللَّهِ لَقَدْ رَأَيْتُهُ بَعْدُ قُتِلَ كَافِرًا.{بخاری ح:۱۰۲۰ ، مسلم ح: ۱۳۲۵}
2. حدثنا ( مسلم بن إبراهيم ومعاذ بن فضالة ) قالا أخبرنا ( هشام ) عن ( يحيى ) عن ( أبي سلمة ) قال رأيت أبا هريرة رضي الله تعالى عنه قرأ إذا السماء انشقت فسجد بها فقلت يا أبا هريرة ألم أرك تسجد قال لو لم أر النبي يسجد لم أسجد.{بخاری حدیث 1079}
3. عنِ ابْنِ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ عَلَيْنَا السُّورَةَ فِيهَا السَّجْدَةُ فَيَسْجُدُ وَنَسْجُدُ حَتَّى مَا يَجِدُ أَحَدُنَا مَوْضِعَ جَبْهَتِهِ.{صحیح البخاری حدیث 1075.}
4. عَنْ أَبِي رَافِعٍ قَالَ صَلَّيْتُ مَعَ أَبِي هُرَيْرَةَ الْعَتَمَةَ فَقَرَأَ {إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ} فَسَجَدَ فَقُلْتُ مَا هَذِهِ قَالَ سَجَدْتُ بِهَا خَلْفَ أَبِي الْقَاسِمِ صلى الله عليه وسلم فَلاَ أَزَالُ أَسْجُدُ بِهَا حَتَّى أَلْقَاهُ.{صحیح البخاری حدیث 768}.
5. عَنِ ابْنِ عُمَرَ (موقافا)، قَالَ : إنَّمَا السَّجْدَةُ عَلَى مَنْ سَمِعَهَا.{مصنف ابن ابی شیبة حدیث 4252}.
اوس ته ووایه: چی دداسی احادیثوپه وجودکی دلومړنی حدیث چی تاسوروایت کړیدئ څه احتمال کیدلای شی؟
بیادی وروسته دعبدالله(رض) حدیث په تفصیل کی لیکلی دی: {چی دادرسول اکرم(ص) دمکی ژوندوو} شاید مقصددی داوی چی حدیث دزید(رض)په مدینی کی وو، اوحدیث دعبدالله(رض) په مکی کی، اومدنی ژوند درسول اکرم(ص) ناسخ دمکی ژوند دی، نوترک دسجدی ناسخ دی دفعل دسجدی.نوخبره دی ځکه فایده نه درته لری، چی احادیث دابوهریرة رضی الله تعالی عنه خوبیامدنی دی،بیابه نوڅرنګه کوی؟ نوغیرلدی څخه چی پکی هغه زمونږتأویل وکړی بله لاره درته پاته نده. که زمونږدغه تأویل نه منی نوبیاخوپه مابین کی داحادیثوتناقض دی اوس یی تناقض په قرآن اوحدیث باندی دفع که. ستاغوندی سړی عقلی خبری راته دباوروړندی.

خلاصه
دلته دی دمسئلی په هکله هیڅ نوه زده نوځکه بیخی دی دسجدی دوجوب څخه انکار کړیدئ، سره ددی چی ستانور سلفیان وړونه دسجدی وجوب منی.

ځماپوښتنه
10.مجتهد صیب! په برقی اوالکترونیکی ماشینونوباندی دحیوناتوحلالول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، تقلیدبه نکوی، ځکه تقلیدخوتاسوته خوندنه درکوی.

ستاسوځواب
په برېښنايي الاتو د څارويو ذبح هغه مهال روا ده چي د الله نوم پرې یاد کړي ، مثلا : که یو سړی لس څاروي په يوه پلا ذبح کوي او د الله نوم پرې یاد کړي نو جواز لري او که يې نوم پرې یاد نه کړ نو جواز نه لري
الله تعالی وايي:
فَكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كُنْتُمْ بِآَيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ(الانعام :۱۱۸)
ژباړه: نو له هغه څه خوراک کوئ چي د الله نوم پرې یاد سوی وي که د ده پر ایاتونو ایمان لرئ.
خو د برېښنايي الاتو په اړه غوڅه پرېکړه هغه مهال کیدلای سي چي د حلالولو کیفیت او د دې الاتو ماهیت روښانه سي.
په دې ايت کي الله هغه څه حلال وبلل چي د الله نوم پرې یاد سوی وي ، په حدیث کي غاښ ، نوک او اډوکی ترې بېل سوی دئ ، لکه چي وايي:
عن رافع بن خديج قال قال النبي صلى الله عليه و سلم
( كل - يعني - ما أنهر الدم إلا السن والظفر )(بخاري کتاب الذبائح والصید باب لا یذکی بالسن والعظم والظفر ح: ۵۱۸۷)
ژباړه: رافع بن خدیج وايي چي رسول الله وويل : هغه شی خورئ چي وینه يې توی شي مګر نه په غاښ او نوک .
په یو بل روايت کي بی داسي توري هم سته :
وَسَأُحَدِّثُكَ أَمَّا السِّنُّ فَعَظْمٌ،(بخاري كتاب الذبائح والصيد: 23 باب ما ندّ من البهائم فهو بمنزلة الوحش)
ژباړه: او ژر به خبر در کړم چي غاښ اډوکی دئ .
په دې روايت کي د اډوکی یادونه هم سوې ده نو له دې شيانو يې ذبح کول حرام دي .
دارنګه يې د وينې توی کول هم اړين دئ ځکه روايت کي همدا یادونه وسوه او که يې څوک په ګاز وژني نو دا حرام دي.
او په يو بل حدیث کي بیا داسي ويل سوي دي:
عَنْ عَدِىِّ بْنِ حَاتِمٍ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّى أُرْسِلُ الْكِلاَبَ الْمُعَلَّمَةَ فَيُمْسِكْنَ عَلَىَّ وَأَذْكُرُ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ فَقَالَ « إِذَا أَرْسَلْتَ كَلْبَكَ الْمُعَلَّمَ وَذَكَرْتَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ فَكُلْ ». قُلْتُ وَإِنْ قَتَلْنَ قَالَ « وَإِنْ قَتَلْنَ مَا لَمْ يَشْرَكْهَا كَلْبٌ لَيْسَ مَعَهَا ». قُلْتُ لَهُ فَإِنِّى أَرْمِى بِالْمِعْرَاضِ الصَّيْدَ فَأُصِيبُ فَقَالَ « إِذَا رَمَيْتَ بِالْمِعْرَاضِ فَخَزَقَ فَكُلْهُ وَإِنْ أَصَابَهُ بِعَرْضِهِ فَلاَ تَأْكُلْهُ ».
(متفق علیه ، بخاري ح: ۵۱۶۰، مسلم ح: ۵۰۸۱)
په دې روايت کي يې یو بل شی هم ترې بېل کړ هغه دا چي که د غشي په تیرو نه بلکي په بره یا پلنوالي ولګېږي نو هم يې خوراک جواز نه لري.

ستاسودځواب رد
ښه اوس دآیت له کوم ځای څخه معلومومیږی چی په برقی ماشینونوباندی ذبح کول روادی؟؟؟ ځکه آیت کی خوتصریح ددی شیانونشته فقط حکم دشرعی مذبوحی بیان شویدی،داخبره خوصحیح ده چی هغه مذبوحه درسته ده چی نوم دالله ورباندی یاد شی، ښه اوس څنګه ورباندی یاد شی خپله انسان یی په خپله خوله ووایی اوکه دماشین لخوا څخه وویل شی، که ستاغوندی ظاهر ته دآیت وکتل شی نوباید دماشین لخوا بسم الله ویل هم کافی وی، ځکه هغه هم ویل خودی. خوتاسو داخبره دغسی ګونګه پری ایښی ده، قابل داستفادی نده، نوځکه ستاسوڅخه قابل دقبول هم نده.
اودیادو احادیثودکوم ځای څخه ددی مسئلی حکم بیان شویدی؟؟؟ که یی دتعمیم څخه دآّیت معلومه وی: چی هره مذبوحه په هرشی باندی چی ذبح شوی وی چی پری نوم د الله واخستل شی نوهغه پاک دی، نوبیاپه مابین کی دیاد آیت اویادو احادیثوتناقض راغی ، ځکه دآیت څخه تعمیم معلومیږی اوپه حدیثوکی ځنی شیان خاص کړل شول چی په هغوباندی ذبح شوی حیوان ندئ روا،نو دا بیا تاسو سلفیانو ته بل مشکل دئ چی تناقض به بیا څنګه دفع کړی؟ اوکه قطعه نظرداحادیثوڅخه دقرآن په تعمیم سره استدلال نیسی، نوله یوی خوا دا خبره تفصیل لری داسی مجمله نده اوله بلی بیا ستاسو سلفیانود دعوی سره نده جوړه، ځکه تاسواسلامی فقه نه منی، بیاپه تعمیم باندی چی یواصل داصولوڅخه دفقه دئ ولی استدلال کوی؟.

خلاصه
یو خو موځواب ګونګ دئ ، اوبل مودیاد آیت اویادو احادیثوڅخه دخپلی عمومی مدعی پرخلاف غلط اسنتباط کړیدی، نوداسی ځواب هیچاته دمنلووړندی.

ځماپوښتنه
11.مجتهد صیب! دیوه انسان وینه ورکول وبل انسان ته، اویادوینی رانیول روادی اوکنه؟ په قرآن اوحدیث باندی ځواب راکړه، قیاس اوتقلید به نکوی.

ستاسوځواب
ښاغلې ! وینه حرامه ده خو په قران کي د ضرورت حالت ترې بېل سوی دئ ، لکه چي وايي:
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(البقره:۱۷۳)
په دې ايت کي ویل شوی چي که مجبور سوی د تېري او بغاوت اراده مو نه وه نو کولای سئ چي د اړتیا په وخت کي پورتني حرام شيان وکاروئ.څرنګه چي انسان د وینې د کمېدو له امله د مرګې پولې ته رسېږي نو ځکه وينه ور کول جواز لري خو خرڅول يې جواز نه لري ځکه حدیث کي منعه ځني سوې ده:
قال إن رسول الله صلى الله عليه و سلم نهى عن ثمن الدم وثمن الكلب(بخاری کتاب البیوع باب ثمن الکلب ح: ۲۱۲۳)
په دې حدیث کي رسول الله د وینې او سپي د پیسو له اخیستلو منعه کړې ده ، ځکه نو وینه خرڅول ناروا دي که اړتیا وه مفته به يې ور کوي.

ستاسودځواب رد
پدی ځای کیدی هم آیت لیکلی دی خودیته دی ندی کتلی چی ماستاڅخه دڅشی پوښتنه کړی اوته راته څه وایی؟ دغه آیت خوماته هم معلوم دئ. ددی آیت دکوم ځای څخه دغه خاصه پوښتنه ځوابه وی؟ ځکه دغه آیت خوپه باره کی دخوراک راغلیدی، ځکه دغه شیان داسلام څخه مخکی خوړل کیدل، خوداسلام دراتګ سره پری منع ولګیدل، چی په شأن نزول کی دآیت هم دغسی راځی. اوس ته ووایه! خوراک وګوره اوده وینی تزریق؟؟؟ په خوراک د داروګانو روژه ماتیٌږي خوپه تزریق یی روژه نه ماتیږي په اتفاق دمذهبیانواوسلفیانو.خوکه ته وایی: چی زه دآیت شان نزول ته نه ګورم پدی ځای کی دمفسرینوتفسیرته هم اعتبارنه ورکوم، بلکه دلته دآیت څخه تعمیم اراده کوم، او دهغه په عمومی حالاتو دمخمصی حالت اراده کوم ،چی خوراک اوغیرخوراک ټولوته شامل شی نویوخودی دغه استنباط غلط دئ اوبیاخو مجتهدنشوی، مقلد شوی ځکه زمونږدفقهی اصولوڅخه دی تقلید وکړی.

خلاصه
ماستاڅخه د وینی دتزریق دحکم پوښتلی خوتایی راته په آیت دخوراک حکم لیکلی دی، خوکه ته یی دتعمیم مدعی شی، نوبیاخومجتهدنه بلکی مقلدشوی.ستاسوڅخه داسی ځواب دمنلووړندی

ښه ښاغلی محترم مکرم علامه مجتهههههده!!! دغه په قرآن اوحدیث ستاځوابونه وه! ډیربدی په ځان زړه ښه وی چی والله دیادو سوالونوځوابونه خومی په قرآن اوحدیث ورکړه، داسی ځوابونه ستاسوڅخه هغه وقت دقبول وړدی چی دقرآنه اوحدیث څخه یی په صراحت اویاپه صحیح استنباط باندی ورکړی. چی په ډیراطمینان وایم: دداسی ځوابونوورکول ستاسوغوندی انسان لخوا داسی محال دی لکه دستنی ترسوری داوښ وتل چی محال دی

دټول افغان درنوکتونکو! وګوری دشرالقرون دزمانی مجتهدینوته ، دعوه داجتهادکوی عمل یی دمقلدینودی، پرمونږاعتراض کوی چی تاسوداسی شیان منی چه په قرآن کی یی لفظ نشته، خوخپله یی پورتنی مسائلوته داسی ځوابونه ویلی چی په یوه ځواب کی یی لفظ دهغه شی په قرآن کی نشته، قیاس په شعارکی نه منی خوپه عمل کی یی کوی، فقهی ته سپکی سپوری کوی خودفقهی اصولوڅخه په استدلال کی استفاده کوی، دعقلی خبروڅخه بد وړی خوبیاپه عقلی خبروباندی دلیل وایی« ویل لهم ولمن تبعهم»


حذیفه ته پیغور

تندرطوفان
31.08.2012

مظهری صیب! الله موپرعلم اوعمل برکت کښیږده عجیب اوغاښ دردونکی جوابونه مو وحذیفه ته ورکړیدی، ماچی کله ستاسوځوابونه ولیدل نوستاسوهغه پخوانی خبری می په یقین زړه تیره شوه چی تاسو حذیفه ته څوځایه په دعوتی لینکونوکی بلنه ورکړی وه چی په لاندی لینکونوکی دی خپل دسلفیت دپزی پیغورته سرورښکاره کړه،
یقینی خبره ده په رښتیاچی دغسی مسائل دسلفیت دپزی پیغوردی، ځکه هیڅ وقت دداسی مسائلوحل نشی کولای مګرداچی دمذهب دکتابونوڅخه استفاده وکړی.

یواربیاهم مظهری صیب ستاسولپاره دالله پاک څخه سعادت د دارینوغواړم الله موژوندټوله له برکت څخه ډک کړه، مونږخوستاسوڅخه ډیرشیان زده کړیدی.


حمید هڅــاند
01.09.2012

مظهری صیب، ستاسو ځوابونه مې سر تر پایه وکتل. لمړی ځواب مو د بیلګې په توګه لیکم او بسنه پرې کوم:

[quote:f9ce688d66]ستاسودځواب رد
مامخکی تاته لیکلی وه ، چی په مجاز،عموم اوقیاس باندی به ځواب نه راکوی، ځکه په احکاموکی مجازاوعموم داصولوڅخه دفقه دی، اوتاسوفقهی اصول نه منی، نوپه استدلال کی یی ستاسوڅخه استفاده هم قابل قبول نده، اودقیاس نه منل خوستاسوغټه مدعی اوشعاردی.
دلته دانادنکاح حرمت تاسوپه عموم دلفظ د " اباؤکم " او" امهاتکم " اوپه مجازی شمول باندی ثابت کړیدی، ځکه تاسوویلی دی: چی " أب " او " ام " لکه چی پلاراومورته وایی ونیکه او انا ته هم وایی نوچی دپلارمنکوحه اویاخپل مورحرامی شی دنیکه منکوحه او انا هم حرامه ده، سره ددی چی د" اب " او" ام " اطلاق پر"نیکه" او "انا" باندی حقیقتا نه بلکه مجازا دی.
بیاچی مودسوره آسراء اوسوره یس په آیتونواوحدیث دبخاری استدلال کړی، دلته موبیا قیاس کړیدی، ځکه شمول د "اب" او"ام" موپرشمول د"بنت" ولور اولمسی ته قیاس کړیدی.

خلاصه
آیتونه اواحادیث خودی لیکلی دی : خوځواب موپه قیاس اومجازورکړی ، ځکه دقبول وړندی. [/quote:f9ce688d66]

محترما! ځواب سم دی که نه؟؟ د قران کریم تفاسیرو ټولو کې دا ډول قاعدې کارولې شوې دي، دا بیا څه پروا لري چې فقهي دي او یا نه دي. زه تاسو ته حیران یم چې تاسو څه ډول استدلال کوئ او تائيدونکي مو بیا په څه ډول تائید کوي، د نظره مه شئ.

درنښت


اکرم
01.09.2012

درانه ورور حمید هڅاند لیکلي :
[quote:1f3b6a1556]محترما! ځواب سم دی که نه؟؟ د قران کریم تفاسیرو ټولو کې دا ډول قاعدې کارولې شوې دي، [color=darkblue:1f3b6a1556]دا بیا څه پروا لري چې فقهي دي او یا نه دي[/color:1f3b6a1556]. زه تاسو ته حیران یم چې تاسو څه ډول استدلال کوئ او تائيدونکي مو بیا په څه ډول تائید کوي، د نظره مه شئ. [/quote:1f3b6a1556]

حمید صاحب مبارک موشه اوس به سره تر غاړې شو ! ښه شو چې فقه مو ومنله :D پخوا مو هم ورور وې اوس موسکنی شوې. کامیاب وسې خدای دې وکړي چې حذیفه یې هم درسره ومني چې له فقهې پرته ګذاره نه کیږي !!! اونه دقیاسه پرته اجتهاد شتون لري .

مننه


حمید هڅــاند
01.09.2012

اکرم صیب، زما له پخوا سکني یاست، له بده مرغه زموږ ځیني ملګري بحث په دې موخه نه کوي چې څوک ترې یو څه زده کړي او یا نتیجه ګېري وشي، بلکې یواځي مناظره او ډیبیټ کول غواړي اوبس. ځکه خو زه نور له دې ډول بحثونو سوچ پښېمانه شوی یم، ځکه دلته یو دبل اصلاح پاتې ده، یو د بل پرضد کینه را پاروله کېږي.

درنښت


عبدالله صابر
01.09.2012

السلام عليکم

ښاغلئ حذ يفه ستاسوځوابونه ماته هم دقناعت وړ نه دي ،دا ځکه چي کومي
پوښتنې مظهري صيب له تاسوڅخه کړي په هغي کښ يی دځواب لپاره ځيني
شرطونه اوقيودات ايښي ،تاسوداشرطونه په پام کښ نه دي نيولي اودهغو
خلاف ورزي موکړي دا يی يودليل چي ښيي تاسوځوابونه ناسم دي ٠
دوهم داچي که تاسوداشرطونه نه منلئ نولومړئ مو بايد داشرطونه رد او
دنه منلوخپل ډوله دلائل هم وړاندي کړي وئ خوداچي تاسوهغه شرطونه رد
کړي نه دي اودشرطونوخلاف ورزي په صورت کښ که ځوابونه سم هم وي
سم ورته نه ويل کيږي ،
يوبله خبره چي ستاسودځوابونوناسموالئ تري څرګند يږي هغه دتاسوله خوا
دريمي پوښتنې( Fee stool)ته اټکلي ځواب دی ،اټکلي مي ورته ځکه وويل
چي اصلا تاسودا ناروغي نه ده پيژندلي ځکه موځواب هم قدرتي غونډارئ
توغولئ ،که تاسوپام وي دمظهري صيب له ځواب معلوميږي چي ښايی دا
يوډول ساري ناروغي نه وي چي دمرض انتقال سبب شي بلکي اصلي مشکل
د دي نارغئ دا دی چي دقبل اومقعد جدار له منځه ځي په دي صورت کښ
وطي په مقعد چي حرام دی منځ ته راځي ا ودډاکټرانونظرته هم اړتيانه لري
سره ددي چي رښتياهم تاسوپه تيروليکنوکښ دډاکټرانونظررد کړئ وواودلته
موبيا دډاکټرانو نظرته پناه وروړي ،ځيني نور دلائل هم شته چي ستاسود
ځوابونو ناسموالئ ښيئ خوداوس لپاره همدومره بس دی ٠


حذیفه!

کامیاب
01.09.2012

حذیفه صیب! 0001 نمبری هم زه درکوم شاباش!داسی ځوابونه دی ویلی دی:چی مظهری صیب دپوښتنوسره په سلوکی یوفیصد1% ارتباط نلری.
اجتهادموندی کړی بلکه دخپل "ګیډی مختار" او"سپین سر"بیان څخه موددی ځوابونواستنباط کړیدی. دداسی مراجعوڅخه ایستل سوی مسائل اوځوابونه مسلمانانو اوعلماؤته دقبول وړندی، تاسوخپله یی دځان په تاریخی آثاروکی ولیکی، خوهیرمونشی چی یوه نسخه یی وصل پیروز اوحمیدهڅاند ته هم ورکړی.
حمیدهڅاندصیب! تاسووایاست: [quote:614879120e]د قران کریم تفاسیرو ټولو کې دا ډول قاعدې کارولې شوې دي، دا بیا څه پروا لري چې فقهي دي او یا نه دي.[/quote:614879120e]صحیح خبره ده، په تفاسیروکی هم راځی، خوتاسوپوهیږی چی په تفاسیروکی په کومو مواردو کی راځی؟.
په تفاسیروکی هم په اثبات اویانفی کی دمسائلو دداسی قوانینوڅخه استفاده کیږی، فقه خوترلیکل شوو کتابونوچی مسمی په فقه دی نده. بلکه علماء په تفاسیروکی هم ځنی فقهی مسائل بیانوی چی په ثبوت کی یی ضروری دداسی فقهی اصولوڅخه استفاده کول حتمی دی. حتی ستاسوغوندی غیرمقلدین اوستاسو د " لوی لا لا " حذیفه غوندی سلفیان هم دداسی اصولوداستفاده څخه هیڅه چاره نلری.
تاسوغلط فکرکړی چه فقه تنها هدایه، مختصرالقدوری، الذخیره، الخلاصة الفقهیة، الاقناع، السراج الوهاج،الشرح الکبیر،القول الراجح مع الدلیل وغیره......دی.
نه داسی نده بلکه فقه یوعام شرعی اصول دی، چی دهرشرعی فن علماء تری استفاده کوی، اوهیڅوک یی داستفادی څخه خلاص ندی.


حمید هڅــاند
02.09.2012

کامیاب صیب، د دروند ورور وهاج افغان ( یاد دې په خیر وي) یوه لیکنه را په زړه شوه، ده لیکلي ؤ چې زه ان د حدیث پوهنې په علم کې له لسو کالو زده کړې وروسته بیا هم نه شم کولی چې له تقلید څخه ځان وژغورم، یوه مثله یواځې د تقلید پر بنا تر هغه خپلوم ترڅو چې مې خپله پته نه وې لګولې. نو ته فکر وکړه کامیاب صیب، زه بیا څوک یم چې ته راته غیر مقلد ووایې. وهاج افغان دا هم لیکلي ؤ چې تقلید ډولونه لري، ړوند تقلید بیا سړی له زیان سره مخ کوي.

درنښت


مومن مهاجر
02.09.2012

درنووروڼو! سلامونه او ښې چاري

مَن يهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِى وَ مَن يُضلِلْ فَأُولَئك هُمُ الخَْسِرُونَ
هرچاته چې هدايت وكړي ( سمه صافه ) لاره وښيي ) الله نوهمغه دهدايت ( اوسمې صافې لارې ) موندونكى دى ، اوهرهغه څوك چې ګمراه كړى ( ده لره الله ګمراهان همدوى دي زيان كاران )

ښاغلي حذیفه چي ستا پوښتنو ته کوم ځوابونه ویلي ټول په قرآني او حدیثي استدلال سمبال دي ، دا چي ته کله د قیاس او کله د اصول الفقهې د کلیاتو نوم ورکوې هغه ستا د مزمن ناروغ ذهنیت اشتباه ده ، شوپرک هیڅکله د لمر رڼا نه شي درک کولای تل په تیارو کي ګرزي او د تورو شپو په تیاره فضا کي ژوند ورته داسي ښکاري لکه د لمر په زرینو وړانګو کي ، چا چي د قرآني هدایث ګلورینې وږمې او رڼې پلوشې نه وي احساس کړې هغه تل همداسي لالهانده وي او د الله دین کامل، بشپړ او جامع نه ګڼي رسول الله صلی الله علیه وسلم خو ویلي چي ماته جوامع الکلم راکول شوي ، مګر مظهري شوپرک وايي چي دا د اصول الفقهې کمال دئ، ستا په اصول الفقهې کي دومره اصولی تېروتنې دي چي که یې درته وړاندي کړم په شمېرلو به یې ستړی شې ، ځواب خو یې ستا په څېر د بې بضاعة له وسه داسي وتلې خبره ده لکه د مړه ژوندي کول . ته او ستا امثال به ډېره خړۍ پړۍ، کاذبې چکچکې وکړئ یو بل ته به په دروغو ډاډ ورکړی مګر د واقعیت او رښتولی هغه خوند به هیڅکله احساس نه کړئ چي د څېړنې په تګلاره کي پروت دئ په پښتو کي متل دئ وايي ګامېښه د ګل په بوی څه پوهېږي او یا وايي ګیدړي ته انګور نه ور رسېدل نو یې وویل چي اخ ترخه دي . تاسو د خپل جهالت، عناد او تعصب په تیارو کي داسي ډوب یاست چي نه ښه پېژنئ او نه بد ان په دې اړه وجداني احساس مو هم له منځه تللی دئ .
که رښتیا غواړې چي حق ته د رسېدو په موخه منطقي بحث وکړې نو د ادب ، عفت او متقابل درناوی په فضا کي خپل استدلال ، اعتراض او نیوکه داسي وړاندي کړه چي ستا مطلب په کي ادا شي خو د مقابل لوري شخصي عزت، وقار او درناوي ته هیڅ زیان ونه رسېږي ، له ټولو لوستونکي مي هیله دا ده چي که هر لوری د اسلامي ادب، اخلاقي ارزښتونو او انساني کرامت پولې ماتي کړي نو هغه ته دي مخ ور واړوي او ودې پوهوي که په خبرداري او پوهاوي له دې کاره لاس نه اخلي نو د بحث فورم مسؤل چارواکي دي د هغه لیکنې ړنګې کړي ، تاسو د حذیفه په ځواب کي د مظهري لیکنه وګورئ چي څومره یې اسلامي، اخلاقي او انساني ارزښتونه په کي مات کړي ، خو هیڅوک مي ونه لید چي هغه ته یې د پړې ګوته نیولې وي ، هغه حلیمي چي تل یې په لیکنو پسي جارو او قلف راخیستی وي دلته چوپ دئ ولي؟ ایا ته د هغه چا په سپکاوي خوشاله یې چي اند یې له تاسره موافق نه دئ؟ که داسي وي نو ږغ وکړه سپکې سپوري له موږ سره هم ډېري دي که بیا هر چا دا کار وکړ نو د یوې په مقابل کي به یې په سلو ځواب ورکړم . مظهري! که اصولي، منطقي، معقول او د اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کي دننه بحث کولای شې نو الله دي راوله که نه ښکنځل نه د مسلمان کاردئ او نه دا نسان . دا مي خبرداری درکړ بل ورا دي ګیله له ځانه ده .
___________________
[color=green:bbe6fc0320] لیکني اصلاح ته ضرورت درلود ، تصحیح شوه !!
اداره [/color:bbe6fc0320][/quote]


مومن مهاجر
02.09.2012

عجیبه خو لا داده چي ځيني نور بیا نه د تحلیل، شنې، څېړنې او معیاري تبصرې وس لري او نه هم د سالم نقد خو هر ځای چي ګورې دی به د بل پر شوروا ژبه ټکوي او د مزو ستاینې به یې کوي .


کامیاب
02.09.2012

ښاغلی مهاجره! تاسو دخپل عقل په هنداره کی پرخپل تصویرباندی دمظهری صیب ګمان کړی، خبری اودعوی کوی خوعمل نه پری کوی لکه چی لیکلی مودی:

[quote:c572db7f08]مظهري! که اصولي، منطقي، معقول او د اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کي دننه بحث کولای شې نو الله دي راوله که نه ښکنځل نه د مسلمان کاردئ او نه دا نسان.[/quote:c572db7f08]
اوس راځه خپل ښکنځل دی وګوره!
[quote:c572db7f08]مګر مظهري شوپرک وايي[/quote:c572db7f08]بياموليكلي:
[quote:c572db7f08]تاسو د خپل جهالت، عناد او تعصب په تیارو کي داسي ډوب یاست چي نه ښه پېژنئ او نه بد[/quote:c572db7f08].

اوس ته ووایه !چی ته مسلمان نه یی چی داسی شیان دی لیکلی دی؟ځکه ته خووایی دداسی شیانولیکل خودمسلمان کارنوی.
بیاته په کوموسترګودصحیح اوسالم بحث وړاندیزکوی؟ تاخوارکی نوڅشی زده غیرله دی څخه چی دخوارجوپشان دمشریکینوپه باره کی آیتونه پرمسلمانانوتطبیق کی بل شی مونه زده.
خلګوته وایاست ښکنځل مکوی! خپله یی کوی.
خلګوته وایاست قیاس مکوی! خوتاسوقیاس کوی.
خلګوته وایاست تقلیدمکوی! خوتاسویی کوی.
تعجب مکوه دغه ستا" عن عن من من قال یقول " که تقلیدنوی نوڅه به وی؟؟؟

نوت: ښاغلی مهاجرپدی لیکنی کی لومړی داسی بدکفری الفاظ لیکلی وه، چی په لیدویی دانسان پربدن ویښتان سیخ دریدل، خوپه کوم وقت کی چی ماورباندی تنقیدلیکلی څوشیبی مخکی پدی لیکنی کی اصلاحات راغلی وه هغه مخکنی آیت چی ده یی مصداق مظهری صیب ګرځولی وو حذف شوی وو، دده هغه ښکنځل اوبدی خبری پاکی شوی وی


مومن مهاجر
02.09.2012

څو چي ته او ستا امثال له دې سپکو سپورو لاس پر سر نه شئ تر هغو به زما له لوري تل همداسي غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کوئ، ځکه دا دي د خپل خیرن، ناولي او کرکجن عمل بالمثله سزا ده .


تندرطوفان
02.09.2012

[quote:5ca4593697="مومن مهاجر"]څو چي ته او ستا امثال له دې سپکو سپورو لاس پر سر نه شئ تر هغو به زما له لوري تل همداسي غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کوئ .[/quote:5ca4593697]
څشی؟؟؟ غاښ ماتونکی ځوابونه که ښکنځل ؟؟؟ کوم چی ته یی کاردمسلمان نه بولی اوپرکونکی یی دکفرفتوی لګوی اوبیایی ته خپله کوی. نواوس ته ووایه چی ستادفتوی مصداق همدغه ته خپله نه یی؟؟؟.
وایی: آسان یی نالول چنګوښی هم پښی پورته کړی،دلته چی پوهان خلګ په بحث باندی مشغول سول، دمهاجرغوندی کم علم هم قصدوکړی چی لیکنه وکړی، خومهاجره! چی ته وهابی نوای نوخبره بدی تریوځایه رسیدل، خوهغه دمظهری صیب خبره ده :چی وهابی شوی بس ملامت شوی، اوس دی هیڅه خبره درسره هیڅ څوک نه منی، خپل ځان دی دلیونی غوندی خپله خوشحاله کوه. په مونږکی یومتل دی چی ښکنځل کوه خپله خوله دی خپله مرداره وه،. ته چی هرڅه وایی زمونږدایی هم هغسی.

ولنعم ماقیل:
الوهابیة شرشرالقرون


مومن مهاجر
02.09.2012

ته چي خپله مورنۍ ژبه پښتو د ګرامري او املايي اصولو له مخې سمه نه شې لیکلای نو ته له کومې خوا د علم دعوه کوې؟ . ستا حماقت، ناپوهي، جهالت، سرټبمګي او سر ناخلاصي هغه وخت په ډاګه شوه چي له بحثه د ځان خلاصولو په موخه دي خبره سپکو سپورو ته ورسوله، څوک چي دلیل او منطق نه لري هغوئ تل د سالم نقد، پیاوړي استدلال او معقول دریځ پر ځای همداسي سر ټمبګي ته مخ کوي . که رښتیا علم او پوهه لرې هغه فقهي مسایل دي په قرآن او حدیث ثابت کړه چي د ښاغلي حذیفه له خوا درته وړاندي شوي او تر ننه مو هم په هیڅ قرآني او حدیثي نص نه دي ثابت کړي او رښتیاوايي چي پز پرې کړي که شرم درلودای دچړې نوم به یې نه اخیستی .موتوا بغیظکم !


د تقليد په تيارو کي اوسېدونکو يارانو ته !

وصيل ( پېروز )
02.09.2012

ټولو ښاغلو او اغلو ته سلامونه او ښې چارې

لومړی پيل به د ښاغلي حذيفه صيب پر ځوابونو له يوې وړوکې تبصرې وکړو ، ښاغلی حذيفه صيب ! الله مو پر ګوتو برکت نازل کړه چي دومره منطقي ، معقول ، له استدلال او دليل سره مل ځوابونه مو ويلي دي چي دښمن ته مو هم له تائيد پرته بله لار نه ده خوشي کړې .
په رښتيا هم د قرآن او حديث په دايره کي دننه خبرې کول مخالفينو ته د خبرو او مبارزې مجال نه ورکوي بلکي سمدستي يې تسليمۍ ته اړ باسي ، په قرآن او حديث ستاسو مدللو ليکنو دلته همدا کانه کړې ده . جزاک الله خیرا

ولله الحمد

مظهري صيب ! بايد په افسوس سره ووايم چي د حذيفه صيب د ليکنې په ځواب کي ستاسو د ځوابي ليکنې ارزښت داسي دئ لکه د زرو په وړاندي د خاورو ځکه ليکنه مو له يوه سره تر بله سره له دلايلو ، منطقو او معياره تشه ده همدا راز ستاسو کم علمۍ هم ستاسود ليکنې وزن خورا زيانمن کړی دئ . :cry: :cry: :cry:

حذيفه صيب چي تاسو ته کوم ځوابونه ويلي ټول يې پر دلايلو او منطق ولاړ دي ، داسي دليل او داسي منطق چي سرچينه يې يوازي د الله کتاب او د رسول حديث دي او داسي دليل و داسي منطق چي تائيدوونکی يې يوازي د الله کتاب او د رسول حديث دي .

ما چي کله ستاسو ليکنه سر تر پايه ولوستله نو را ته جوته شوه چي تاسو نه يوازي په قرآن او حديث کي کافي معلومات نه لرئ بلکي له ډېرو علمي اصولو او قواعدو هم ناخبره ياست يا هم عارفاته تجاهل کوئ ، هغه څه د اصول الفقهې برخه ګڼئ چي په حقيقت کي اصول الفقهې له بله ځايه نقل کړي دي يعني دا د اصول الفقهې برخه نه بلکي اصول الفقهې ته نقل شوي شيان دي چي اوس يې تاسو د اصول الفقهې اصلي برخه ګڼئ . !!!

ستاسو ځواب تر ډېره بريده پر يوه ټکي را څرخي چي د عموم او خصوص قواعد د اصول الفقهې اصول دي نه د قرآن او حديث ، حال دا چي ستاسو دا خبره له مسلمو حقايقو او واقعيتونو خورا څرګند تېری دئ مګر کاڼه ، ړانده او ګونګيان نه په پوهېږي . :shock: :shock: :shock:

په حقيقت کي ستاسو دا خبره د علم او حقايقو له وژنې سره متراف دي ځکه دلته تاسو د يوه داسي حقيقت د نه شتون خبره کړې چي انکار ترې بېخي داسي مثال لري لکه د لمر له راختلو انکار کول ، که تاسو او يا هم هر څوک قرآن و حديث په دقت ، ځيرکتيا او پوهيدنې په هدف ولولي نو ورته جوته به شي چي دا د عموم او خصوص قواعد په حقیقت کي د قرآن او حديث هغه برخه ده چي مسايل یې پرې ولاړ دي او دا يې يو داسي نه بېلېدونکی جز دئ چي انکار ترې بېخي ناشونې چاره ده .

هيله لرم د دې يوه مثال په ليدلو پوه شې چي په رښتيا هم عام و خاص د قرآن و حديث اصول دي نه د فقهې او په حقیقت کي اصول الفقهې همدا اصول د قرآن و حديث له نصوصو استنباط کړي دي .

په قرآن کي الله عز وجل وايي :
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ ( البقرة : ۱۷۳ )
ژباړه : بې شکه پر تاسو مړزګه حرامه ده .

دلته الله عز وجل د مړزګې په اړه عمومي حکم وکړ چي هره مړزګه پر تاسو حرامه ده او تاسو ته یې خوړل روا نه دي مګر د الله د رسول په حديث کي بيا راځي :

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ عَنْ مَالِكٍ عَنْ صَفْوَانَ بْنِ سُلَيْمٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ سَلَمَةَ - مِنْ آلِ ابْنِ الأَزْرَقِ - أَنَّ الْمُغِيرَةَ بْنَ أَبِى بُرْدَةَ - وَهُوَ مِنْ بَنِى عَبْدِ الدَّارِ - أَخْبَرَهُ أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ يَقُولُ سَأَلَ رَجُلٌ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّا نَرْكَبُ الْبَحْرَ وَنَحْمِلُ مَعَنَا الْقَلِيلَ مِنَ الْمَاءِ فَإِنْ تَوَضَّأْنَا بِهِ عَطِشْنَا أَفَنَتَوَضَّأُ بِمَاءِ الْبَحْرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « هُوَ الطَّهُورُ مَاؤُهُ الْحِلُّ مَيْتَتُهُ ».( ابوداؤد ، موطا امام مالک ، مسند احمد بن حنبل ، مصنف عبد الرزاق ، مسند الشافعي ، ابن ماجه ، صحيح ابن حبان واللفظ للابی داؤد )
ژباړه : له ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چي يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه ، ويې ويل : اې د الله رسوله ! موږ په سمندر کي سپرېږو ، لږ اوبه را سره اخلو که اودس پرې وکړو نو تږي پاتېږو ايا د سمندر په اوبو اودس وکړو؟. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : د سمندر اوبه او مړ شوی شی پاک دي .

دلته د الله رسول د ايت بر خلاف بيرته دا حکم وکړ چي نه ! د سمندر هغه شی چي په خپله مړ شوی وي پر تاسو حرام نه دئ بلکي خوراک يې تاسو ته روا او جائز دئ .

اوس که موږ له ځيرکتيا ، فهم او ادراک څخه کار وانخلو نو معلومه خبره ده چي د الله د رسول حديث او د الله کتاب په څرګند تضاد کي سره ولوېدل ، په دې صورت کي دا خبره چي اسلام يو رښتنی دين دئ او خبرې يې ټولي د الله له لوري يوه پوچه ادعا شوه چي د عمل په ډګر کي يې ثابتول بېخي ناشوني شول .

مګر دا ادعا هله تحقق مومي چي کله موږ د جهالت پر نيلي سپاره شو او له عقله ، فهمه ، پوهي او علمي اصولو کار وانه خلو. دلته د الله د کتاب او د رسول د حديث په رڼا کي په خپله د عام او خاص اصول را منځ ته کېږي او موږ په چيغو ور بولي چي کومه لاره تعقيب کړو؟.

بې شکه موږ ته را ښيي چي د الله د کتاب حکم عام دئ خو د سمندر مړزګه ترې مستثنا ده او هغه خورئ ، تاسو ته يې خوراک جائز دئ .

همدا ډول ډېري قاعدې په قران او حديث کي شته دي چي په خپله ترې د عام او خاص اصول زېږي او موږ د عقل کارونې ته متوجې کوي ، موږ را غواړي چي په علمي اصولو ځان وپوهوو څو وکړای شو چي بيا د داسي علمي قاعدو په رڼا کي د هدايت لار ومومو.

همدې علمي قاعدو ، جامعو اصولو او کلي خبرو ته په پام سره د الله رسول ويلي دي چي ما ته جوامع الکلم را کول شوي دي يعني له ما سره داسي خبرې دي چي تر یوې لاندي يې د زرګونو ستونزو د هواري حل لارې شته دي ، تر يوې قاعدې لاندي د بې شمېره مسايلو حل شته دئ مګر د نن عصر ځيني متعصبې کړۍ د الله د کتاب او د رسول د احاديثو دا اعجاز په ډېره سپين سترګۍ ردوي او دا کمال خپلو هغو علماوو ته منسوبوي چي په حقيقت کي هغوئ هم دا کمال له همدې سرچينو تر لاسه کړی دئ .

په دې اړه بله بېلګه د زنا ده ، په قرآن کي الله ويلي چي هر زنا کوونکی دي سل درې وهل کېږي خو د الله رسول ودګني ترې بېل کړي او د هغوئ لپاره يې د رجم حکم ټاکلی دئ .

دلته بيا قرآن او حديث موږ ته د عام او خاص اصول را ښيي او يو درس را کوي ، يوه حقيقت ته مو متوجې کوي چي په قرآن او حديث کي تاسو د دې قاعدو او اسلوبو په کارونې د ډېرو هغو ستونزو حل موندلای شئ چي په نوم نه دي ذکر شوي بلکي د حل لاره يې همدا ده .

ځکه د الله رسول خپل امت ته د اجتهاد حق ورکړی او په دې اړه يې د هغوئ تېروتنې ته هم د ثواب زېری ورکړی دئ ! و لله الحمد

که په دې ډول قرآن او حديث په ژوره کتنه او د حقيقت پلټنې پر بنياد ولوستل شي نو ان شاء الله د ټولو وروڼو پوښتنو او نظرونو ته به ځواب وويل شي خو په ځينو کي اصلا د حق او حقيقت پلټنې ماده نه شته .


وصيل ( پېروز )
03.09.2012

ښاغلی مظهري صيب ! تاسو ډېر وخت په خپلو خبرو کي پر حذيفه صيب دا تور لګوئ چي له قياسه کار اخلئ په دې اړه بايد څو ټکو ته جدي پاملرنه ولرئ !

۱ )
کوم ځايونه چي ستاسو په اند ښاغلي حذيفه صيب قياس کړی دئ دې ته تاسو قياس ولي واياست دا خو اصلا او حقيقتا يو اجتهاد دئ ؟؟؟.

۲ )
تاسو ادعا کوئ چي موږ د امام ابو حنيفه په مذهب يو نو لطفا د خپلې فقهې اصول او دا قياس مياس مو لومړی له امام صاحب څخه ثابت کړئ تر دې وروسته به ووينو چي څومره په خپل قول او عمل کي رښتني ياست ؟؟؟

تر څو چي تاسو خپله اصول الفقه له امام صاحب ثابته نه کړئ نو بيا هيڅکله دا حق نه لرئ چي دعوه وکړئ موږ د امام صاحب په مذهب يو بلکي تاسو بيا کوم معين مذهب نه لرئ د هر چا په مذهب ياست . !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more