اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زما پوښتنې
حمید هڅــاند
29.08.2012
اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د ځینو موضوعاتو په اړه غواړم پوښتنې مطرح کړم، ستاسو ټولو محترمو دینپوهانو څخه هیله لرم چې خپل مالومات په خلص ژبه راسره مطرح کړئ، وروسته به هره پوښتنه تر بېل بېل سرلیک لاندي خپره کړو، انشاالله.
[color=darkblue:120ec2949b]زکات او عشر، لومړۍ پوښتنه:
ــد بانک په اکاونټ باندي څه ډول زکات ورکول کېږي؟؟ ایا د کال په پای کې وروستی حساب په پام کې نیول کېږي او که د تیر کال وروستی هغه؟؟
ــ په موټر، موټرسایکل، جنراتور او ورته شیونو باندي څه ډول زکات لګول کېږي؟؟؟
ــ د زکات د نورو ډولونو په اړه هم ستاسو د د مفصلو او واضحو خبرو ته اړتیا لرم
ــ عشر څه ته ویل کېږي او له زکات سره یې توپیر څه دی؟؟؟؟
[/color:120ec2949b]
ستاسو د ځوابونو په تمه...
ع کريم حليمي
30.08.2012
حمید هڅاند صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
بسم تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَلاَ تَيَمَّمُواْ الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلاَّ أَن تُغْمِضُواْ فِيهِ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
مطلب او معنا
دهغومالونو چې (په کسب سره) تاسې ګټلې اوله هغو(شيانو)چې ايستلې دي موږتاسې لره له ځمکې څخه (له حلالو پاکوغوروشيانو)اوقصدمه کوئ تاسې (ورکولو) دخبيثو (حرامو نابودو شيانو)له هغه ماله چې لګوئ يې تاسې (دالله په لاره کې )حال داچې نه يئ تاسې اخېستونکې دهغه (ناکاره شي په خپل حق کې ) مګر((خويې داسې اخلي))چې سترګې پټې کړئ په (اخېستود)هغه کې اوپوه شئ ! چې بېشکه الله غنى دى (بې پرواله هرچا اوهرشي –ورته تل ښه ستاينه او)ثناويلې شوې.
پوښتنه : عشر څه ته ویل کېږي او له زکات سره یې توپیر څه دی؟؟؟؟
د زراعت و زکاة ته العشر ویل کیږي یعني لــــــــــسه
پوښته : په موټر، موټرسایکل، جنراتور او ورته شیونو باندي څه ډول زکات لګول کېږي؟؟؟
جواب : که د تجارت له پاره نه وي ، نو زکاة نه پر کیږي
نوټ : د تجارتي مال ، حیواناتو زکاة په څلوېښتو کښي یوه ده یعني څلوېښتمه روپي
او پر پس انداز پیسو چه یو کال تیر شي دوه نیم فی صده زکاة پر کیږي
د زکاة باب ډېر پراخ دی او نصاب يې هم یو بل پراخ بحث دي
تاسو د بانک د پیسو په باره کښي پوښتنه کړېده ، هیڅ فرق ئې نشته ، پیسې که په جېب کښي وي څه په بانک کښي ، یا په کوم غار کښي ښخي وي هغه ۲/۵۰ في صده يې زکاة کېږي
درنښت
حمید هڅــاند
30.08.2012
محترم کریم حلیمي صیب، سلامونه او ښې چارې.
ډېره مننه چې زما پوښتنو ته مو ځوابونه وویل.
[quote:2999a9d23c]پوښتنه : عشر څه ته ویل کېږي او له زکات سره یې توپیر څه دی؟؟؟؟
د زراعت و زکاة ته العشر ویل کیږي یعني لــــــــــسه [/quote:2999a9d23c]
لږ څه تفصیل ته یې اړتیا ده حلیمي صیب. پلار مې راته ویل چې د ځمکې په لومړي حاصل عشر په کار دی، مثلا که په ریشکې په تخم ورکړ شي، په حاصل یې بیا نه دی په کار. هیله ده موضوع روښانه کړئ.
[quote:2999a9d23c]پوښته : په موټر، موټرسایکل، جنراتور او ورته شیونو باندي څه ډول زکات لګول کېږي؟؟؟
جواب : که د تجارت له پاره نه وي ، نو زکاة نه پر کیږي[/quote:2999a9d23c]
موټر او نور خو زیات اړین توکي نه دي، ایا زکات نه پرې ورکول کېږي. ځکه یو کس ممکن دوه فور رنرز ولري چې نرخونه یې تاسو ته ښه مالوم دي چې څومره پیسې ورباندي بندېږي. ممکن دا موټرونه د دې کس د ټول عمر لپاره وي، البته نوي او بدل خو به ممکن شي. اوس، شریعت کې په دې ډول حقیقي شتمنۍ ( چې اړینه نه وي) او بیا هم پیسې ورباندي بندې وي، زکات نشته؟
درنښت[/code]
حمید هڅــاند
01.09.2012
په نن ټکي اسیا کې راته محترم موند افغان صیب ځواب راکړ، الله پاک دې یې بدله ورکړي، ده وعده کړې چې د زکات نورو ډولونو په اړه به هم مالومات راسره شریکوي. دا هم د محترم ورور موند افغان صیب ځواب::
وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته!
ستاسو دپوښتنو لنډ ځواب به درته ولیکم چي په دا ډول دی:
۱: دبانک په اکاونټ کي حساب د زوړ کال په اخر چي دنوي کال سرکیږي حسابیږي او زوړ کال ته اعتبار نشته د مثال په ډول که تاسو د کال په سر کي شل لکه افغانۍ په بانک کي ایښي وي او اوس هغه افغنۍ لس لکه وي نو تاسو به دلس لکو افغانیوزکات ورکوۍ.
پدي دلیل عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوَاقٍ صَدَقَةٌ ـ بخاري کتاب الزکات رقم۱۳۴۰
ژباړه: دابي سعید الخدري رضی الله عنه نه روایت دی دا واي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:د پنځه اواقه [دسپینوزرو اندازه وه] زکات نشته ، چي دا پنځه اواقه د نن به حساب د ۵۹۵ ګرامه سپینو زرو یا ۸۵ ګرامه سرو زرو سره مساوي کیږي خو دا چي رأسا اوقیه سپینو زرو اندازي ته ویل کیده نو غوره داده چي دسرو زرو پرځآي سپینو زرو ته اعتبار ورکړ شي نو اوس مهال ۵۹۵ ګرامه سپین زر د ۸۵ ګرامه سرو زرو نه ارزان دي چي دا به قیمت شي او دا د زکات د نصاب حد دي که دي نه کم وو نو زکات پري نشته.
اوس ددي نه داخبره راجوتیږي چي که : په بانک یا ستاسو په جیب کي پیسي دکال په سر کي هرڅومره وي د زکات پروخت یعني دکال په اخرکي به وکتل شي چي څومره دي که له نصابه کمي وي نو زکات پري نشته.
نوټ : ماته دسپینو زرو قیمت رامعلوم نشو خو نن ورځ چي ما د نیټ نه دسرو زرو قیمت راواخسته په افغانستان کي يي قیمت د یو ګرام ۲۵۷۶.۵۰ افغانۍ لیکلي وي چي د ۸۵ ګرامه سرو قیمت ۲۱۹۰۰۲ دوه لکه نولس زره او دوه افغانۍ کیږي چي زکات يي ۵۴۷۵ افغانۍ کیږي که دي نه دکال په اخر کي پیسي کمي وي نوزکات پري نشته.
۲: موټرسایکل ،موټر جنرایټر یا بل هرشئ که ستاسو داستعمال لپاره وي او ستاسو ورته اړتیا وي نو بیا هیڅ زکات پري نشته او که دتجارت سامان وي نوبیا پري زکات شته.
۳: عشر هم زکات دی خوپه عامه اصطلاح کي زکات هغه ته واي چي دنغدو پیسو وي او عشر په غله جاتو اومیوه جاتو کي وي خو حقیقتا دواړه یو شئ دی یعني خپله سرمایه پاکول .
په هغه ځمکه چي په باراني یا سیند یا چیني او خوړ په ابو خړوبیږي نو د حاصل لسمه برخه ده چي د اغنیاؤ نه به اخستل کیږي او په فقیرانو به ویشل کیږي چي هغه فقیران،مسکینان، مسافر،قرضداري دي اوکه چیرته دا ځمکه په باراني یا چیني،سیند او خوړ په ابو نه خړوبیده او په تکلیف یا پیسو باندي راوتلي لکه ارهټ، بوقه، ټوبویل یا بل نو بیا د عشر نیماي ده چي هغه شلمه برخه دحاصل کیږي دا به زکات ورکوي.
عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: فيما سقت السماء والعيون أو كان عثريا العشر وما سقي بالنضح نصف العشر ـ بخاری کتاب الزکات رقم۱۴۱۲
نبي کریم صلی الله علی وسلم فرمایلي دي هرهغه ځمکه چي په باران،چینوباندي خړوبیږي دحاصل لسمه برخه ده او هغه چي په بوقه باندي چي په هغه وخت کي به يي په څاروي راویستله لکه اوښ سنډا یا غوايي باندي یا ارهټ شو چي نن يي ځآي واټرپمپ نیولی دي د عشر نیماي یعني د حاصل شلمه برخه ده.
دزکات نور ډولونه به هم په خپل وار درته خپاره شي.
د نن ټکي اسیا سره اوسئ ـ
ع کريم حليمي
01.09.2012
حمید هڅاند صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
له تاسي له معلوماتو نه مننه ، ښاد اوسې
ستاسي توجه راکرځوم یوې نقطې ته ، الله رب العزت د زکاة مستحقین
داسي راته ښيي چه :
بسم الله تعالی ، إنما الصدقات للفقراء والمساكين والعاملين عليها والمؤلفة قلوبهم ، وفي الرقاب والغارمين وفي سبيل الله وابن السبيل . سورة التوبة 60
کوتا مطلب ييدا دی چه : بيشكه همداخبره ده چې صدقې ( زكات صرفيږي ) لپاره دفقيرانواومسكينانو اوعاملانو( مقررو) پرهغه ( تحصيل دصدقې ) اوهغوته چې الفت ( اشنائي ) اچولى شي په زړونوددوى كې ( له اسلامه سره ) او ( صرفيږي ) په ( خلاصولود) غاړو(دنادارو مكاتبانو) كې اوپوروړو( تاوان ګالونكو) او( صرفيږي ) په لاره دالله كې او( صرفيږي لپاره د) مسافرانو( چې مال ورسره نه وي ) ، ( مقرره اولازم كړې شوې ده دغه ) فريضه ( زكات ) له ( جانبه ) دالله (دغو مصارفولره ) ، اوالله په هرڅه ښه پوه اودحكمت خاوند دى ۰ ( کابل تفسیر )
د زکاةمستحقین څوک دي؟ عبارت دي له : فقراء (۱) ، مسکینان (۲)،
عاملين (۳)، مؤلفة القلوب(۴) ددغه څلورم نه حضرت عمر منع کړېوه
رقاب (۵) ، غارمين (۶) ، فی سبيل الله (۷) ، ابن سبيل (۸) مجبور او محتاج مسافر .
پورته ۸ خلګ د فرض زکاة مستحقین دي ، او صدقه هر چاته ورکول کېدای سي ، یعني نا مسلمان ته هم .
[quote:f39429d571] د اغنیاؤ نه به اخستل کیږي او په فقیرانو به ویشل کیږي چي هغه فقیران،مسکینان، مسافر،قرضداري دي[/quote:f39429d571]
درنښت