د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

استغاثه!!!

حذيفه
25.08.2012

درنو لوستونکو ، ليدونکو ، کتونکو ، ګډونوالو او په بحث کي په ليکلې بڼه برخه اخیستونکو سلامونه او احترمات!
محترمو لوستونکو ! تاسو به ليدلي وي چي څه موده وړاندي د فقهې پر ځينو مسلو ښه توود بحث وسو ، د بحث په اوږدو کي د فقهې ځيني داسي مسائل هم را مخ ته سول چي له اسلامي ليد لوری ناوړه ، غیر اخلاقي او ان شرمونکي ول ، د فقهې پيروانو له دې سره چي اصلي حقیقت ورته روښانه هم سو بیا هم پر خپلو ناسمو مسلو ټينګار کاوی او همدا مسلې چي له قران سنت څخه يې سرچينه نه لرله بلکي ورسره يې ښکاره تصادم درلود سمې او له اسلامي اصولو سره برابرې بللې ، دا مسلې له يوې خوا اسلامي سرچينه نه لري له بله لوري تر امامانو پوري سند هم نه لري ، نو دا مسلې به څنګه او ولي حق وي ؟
چا ويل او په څه دلیل؟
په دې لړ کي د فورم کتونکو او لوستونکو هم له پوره بې انصافۍ کار واخسیت ځکه هغه مسلې چي هم په کي د انسانيت سپکاوی سوی وو او هم يې د اسلامي اصولو څخه بغاوت کړی وو سترګې پټې کړې او په دې اړه يې د خپل اسلامي او پښتنې وجدان له مخې هيڅ ډول ردعمل ونه ښود ، هغوئ نه په قران خوابده کړه نه يې په اسلامي اصولو ، نه يې د رسول الله په حدیثو زړه خپه سو او نه په خپلو درنو امامانو ، نه يې انصاف وکړ او نه يې نور ورته وهڅول .
په دې ليکنه کي له لوستونکو محکمه ، قضاوت او انصاف غواړم چي له هغو یوشمېر مسائلو به زه يو څو د نمونې په توګه بیا وړاندي کړم چي ایا دا ټول مذهبيان روا ګڼي او که یوشمېر يې اسلامي اصولو ته په درناوي دا د فقهې تېروتنې بولي؟.
۱) وَإِنْ وَقَعَ لِلنِّسَاءِ شَكٌّ في أَمْرِهَا فَإِنَّهَا تُمْتَحَنُ قال بَعْضُهُمْ تُؤْمَرُ حتى تَبُولَ على الْجِدَارِ فَإِنْ أَمْكَنَهَا أَنْ تَرْمِيَ على الْجِدَارِ فَهِيَ بِكْرٌ وَإِلَّا فَهِيَ ثَيِّبٌ وقال بَعْضُهُمْ تُمْتَحَنُ بِبَيْضَةِ الدِّيكِ فَإِنْ وَسِعَتْهَا فَهِيَ ثَيِّبٌ وَإِنْ لم تَسَعْهَا فَهِيَ بِكْرٌ كَذَا في السِّرَاجِ(هندیه کتاب الطلاق الباب الثاني عشر فی العنین)
ژباړه: که د کومې ښځې په اړه شک وو چي باکره ده که ثیبه نو بیا به يې ازموینه اخیسته کېږي امر ورته کېږي چي پر دېواله بولي وکړي که يې سيغې سيده پر دېوال بولې وکړې نو باکره ده او که يې ونه کړې نو ثیبه ده نور و بیا ويلي دي چي په هکۍ يې امتحان اخیستل کېږي که يې هکۍ په فرج کي پوره ځای سوه نو ثیبه ده او که نه باکره ده .
اوس به هکۍ د ښځې په فرج کي څوک ور ږدي؟
ایا دا له اسلامي اخلاقو سره سر خوري؟
رسول الله وايي:
لاَ يَنْظُرُ الرَّجُلُ إِلَى عَوْرَةِ الرَّجُلِ وَلاَ الْمَرْأَةُ إِلَى عَوْرَةِ الْمَرْأَةِ (مسلم کتاب الحیض باب تحریم النظر الی العورات ح:۷۹۴)
ژباړه: نه دي نارينه د نارينه فرج ته ګوري او نه دي ښځه د ښځې فرج ته ګوري.
د دې پورته امتحاني صورت لپاره به شاهدان وي که نه؟
ایا که دعوه پېښه سي نو مدعي او مدعي علیه به خپله ترمنځ پرېکړه کوي او که به دريمان هم وي؟
که دريمان وي نو هغه به د ښځې فرج ته ګوري که نه؟
اوس تاسو دې پوښنتو په پام یا مسله ناسمه وګڼئ او یا يې له اسلامي اساساتو سره سم ټول اړخونه پوره روښانه کړئ چي موږ هم په پوه سو.
۲) قَالَ فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ : وَلَا بَأْسَ لِلرَّجُلِ أَنْ يَنْظُرَ مِنْ أُمِّهِ وَابْنَتِهِ وَأُخْتِهِ الْبَالِغَةِ وَكُلِّ ذَاتِ رَحِمٍ مَحْرَمٍ مِنْهُ كَالْجَدَّاتِ وَأَوْلَادِ الْأَوْلَادِ وَالْعَمَّاتِ وَالْخَالَاتِ إلَى شَعْرِهَا وَرَأْسِهَا وَصَدْرِهَا وَبَدَنِهَا وَعُنُقِهَا وَعَضُدِهَا وَسَاقِهَا ، وَلَا يَنْظُرْ إلَى ظَهْرِهَا وَبَطْنِهَا وَلَا إلَى مَا بَيْنَ سُرَّتِهَا إلَى أَنْ تُجَاوِزَ الرُّكْبَةَ ،(فتح القدیر کتاب الکراهیه فصل فی الوطء والنظر واللمس)
قاضی خان وايي که د مور ، لور خور چي بالغه وي او نوري خپلواني هم لکه اناګاني لمسیاني عماګاني خالاګاني و وېښتانو ، سر ، سينې ، بدن ، غاړې ، مټ او پنډۍ یا لينګي ته کتل روا دي خو نس او شا ته به يې نه ګوري او نه به له نامه بیا تر ګونډې مابینځي بدن ته ګوري.
ایا د ښځې پورته یاد سوی ځايونه صرف پردو ته عورت دي او که هر چا ته ؟
که عام وي نو بیا يې د ښکاره کولو دلیل څه دي؟ او که ځيني ترې خاص سوي وي نو بیا يې دلیل څه دئ؟
الله تعالي وايي:
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (30) وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آَبَائِهِنَّ أَوْ آَبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(نور ، سورت نمبر : ۲۴ ، ايت نمبر : ۳۱،۳۰ )
ژباړه : مومنانو ته ووايه چي خپلې سترګې ټيټې ساتي او خپل عورت وساتي ، دا ورته ډېر غوره دئ ، يقينا الله په هغه څه ښه خبر دئ چي دوئ يې کوي . او مومنو ښځو ته ووايه چي خپلې سترګې ټيټې ساتي او خپل فروج وساتي او خپله ګاڼه ښکاره نه کړي مګر هغه چي څرګنده وي او خپل پړونی دي پر خپل ګرېوان واچوي او خپله ګاڼه دي له خپلو مېړونو ، خپلو پلرونو ، د خپلو مېړونو له پلرونو ، خپلو زامنو ، د خپلو مېړونو له زامنو ، خپلو وروڼو ، ورېرونو ، خورېیانو ، خپلو ښځو ، خپلو مينځو ، هغو تر لاس لاندي سړو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي دښځو په عورت خبر نه دي بل چا ته نه څرګندوي او خپلې پښې دي داسي پر ځمکه نه وهي چي هغه ګاڼه يې معلومه شي چي پټوي يې او اې مومنانو ! ټول د الله لوري ته رجوع او توبه وکړئ چي بريالي شئ .
که پورته ایاتونو ته نظر وګړو نو پوهېږو چي زینت چي یادو کسانو ته يې ښکاره کول پروا نه لري له عورت څخه بېل دئ ، ځکه په وروستي ایت کي يې الله خپله تعريف وکړ چي زينت د مېرمنو هغه زائد شيان دي چي هغوئ يې د ګېڼې په توګه استعمالوي نه دا چي عورت په زينت کي داخل دئ او یادو کسانو ته د ښځې یاد سوي ځايونه چي عورت هم دي او په دې کي د مذهب کتابونه هم شاهدي ور کوي ښکاره کول يې روا دي.
اوس تاسو ته انصاف په لاس کي در کوم چي ایا تاسو به دا وزغمئ؟
ایا تاسو د لور یا خور یا بلې مېرمنې چي مخکي يې یادونه وسوه تيو ته وګورئ؟
اندامونه يې کتل تاسو ته روا دي؟
ایا تاسو يې مټو ته کتلای سئ؟
که د دې په قران او حدیث کي واضح دلائل وي نو مهرباني وکړئ موږ هم په خبر کړئ او که نه نو دا مسله ومنئ چي د فقهې له تېروتنو څخه ده .
۳) وفي فَتَاوَى أَهْلِ سَمَرْقَنْدَ إذَا ذَبَحَ كَلْبَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ جَازَ وَكَذَا إذَا ذَبَحَ حِمَارَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ وَهَذَا فَصْلٌ اخْتَلَفَ الْمَشَايِخُ فيه بِنَاءً على اخْتِلَافِهِمْ في طَهَارَةِ هذا اللَّحْمِ بَعْدَ الذَّبْحِ وَاخْتِيَارِ الصَّدْرِ الشَّهِيدِ على طَهَارَتِهِ وَلَوْ ذَبَحَ الْخِنْزِيرَ وَبَاعَ لَحْمَهُ لَا يَجُوزُ كَذَا في الذَّخِيرَةِ وَيَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ وَالْحُمُرِ الْمَذْبُوحَةِ في الرِّوَايَةِ الصَّحِيحَةِ وَلَا يَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ الْمَيِّتَةِ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(هیندیه)
یعني سمرقنديانو ليکلي دي چي که څوک سپی ذبح کړي غوښه يې وپلوري روا ده او همدارنګه خر ، خو دا اختلاف يې پر دې بنا سوی دئ چي تر ذبحې وروسته يې غوښه حلاله ده که نه؟ صدر شهید يې طهارت ته میلان دئ ، که یې خنزیر ذبح کړ غوښه يې خرڅه کړه نه ده روا ذخیره هم دا وايي ، دارنګه د څېرونکو حیواناتو(لکه لیوه ، ګيدړه ، چغال او...)غوښه پلورل روا ده او همدارنګه د ذبح سويو خرو په صحيح روايت کي ، او د مردارو سویو څېرونکو حیواناتو غوښې نه سي پلورل کېدای.
پورته یاد سوي حیواناتو ټول په یقيني توګه حرام دي او مذهب هم دا خبره کوي ، لکه چي وايي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنْ كُلِّ ذِى نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ وَعَنْ كُلِّ ذِى مِخْلَبٍ مِنَ الطَّيْرِ.(مسلم کتاب الصيد والذبائح باب تَحْرِيمِ أَكْلِ كُلِّ ذِى نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ وَكُلِّ ذِى مِخْلَبٍ مِنَ الطَّيْرِ ح:۵۱۰۳)
ژباړه: ابن عباس رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېرونکو حیواناتو کي له هغو حیواناتو منعه کړې ده چي په ذی ناب (دمخ په تېرو داړو) څېرل کوي او په مرغانو کي يې له هغو منعه کړې ده چي په منګول څېرل کوي
په روايت کي وینئ چي سباع څخه رسول الله منعه کړې ده .
عن علي رضي الله عنهم قال
: نهى رسول الله صلى الله عليه و سلم عن المتعة عام خيبر وعن لحوم حمر الإنسية (بخاري ح:۵۲۰۳)
یعني رسول الله د خیبر په کال له متعې او هم د کورنيو خرو له غوښو منعه وکړه.
اوس مو د بخاري په حواله حدیث وليد چي له خره يې منعه کړې ده ؟.
بل ځای وايي:
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَمَرَ بِقَتْلِ الْكِلاَبِ(بخاري کتاب بدء الخلق)
رسول الله د سپيو په وژلو امر کړی وو .
اوس له دې پورتنيو نصوصو دا خبره ښه پوره روښانه سوه چي د فقهې په عبارت کي یاد سوي شيان حرام دي ، رسول الله منعه ترې کړې ده ، نو اوس يې خرڅول څنګه دي؟
دا په کوم ايت یا حدیث کي دي چي که هغه ذبح سي وينه ترې ووزي نو يې غوښه پاکه ده او لمونځ ور سره روا دئ؟
ایا کوم دلیل سته؟
که وي ښکاره يې کړئ که نه وي نو بايد ومنو چي دا مسله يې ناسمه ده.
۴) مَطْلَبٌ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ( قَوْلُهُ اُخْتُلِفَ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ) فَفِي النِّهَايَةِ عَنْ الذَّخِيرَةِ يَجُوزُ إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً وَلَمْ يَعْلَمْ دَوَاءً آخَرَ .
وَفِي الْخَانِيَّةِ فِي مَعْنَى قَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { إنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ شِفَاءَكُمْ فِيمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ } كَمَا رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ أَنَّ مَا فِيهِ شِفَاءٌ لَا بَأْسَ بِهِ كَمَا يَحِلُّ الْخَمْرُ لِلْعَطْشَانِ فِي الضَّرُورَةِ ، وَكَذَا اخْتَارَهُ صَاحِبُ الْهِدَايَةِ فِي التَّجْنِيسِ فَقَالَ : لَوْ رَعَفَ فَكَتَبَ الْفَاتِحَةَ بِالدَّمِ عَلَى جَبْهَتِهِ وَأَنْفِهِ جَازَ لِلِاسْتِشْفَاءِ ، وَبِالْبَوْلِ أَيْضًا إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً لَا بَأْسَ بِهِ ، لَكِنْ لَمْ يُنْقَلْ وَهَذَا ؛ لِأَنَّ الْحُرْمَةَ سَاقِطَةٌ عِنْدَ الِاسْتِشْفَاءِ كَحِلِّ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ لِلْعَطْشَانِ وَالْجَائِعِ .(رد المحتار کتاب الطهارة مطلب فی التداوي بالمحرم)
ژباړه:په حرام سوي شی د درمل په توګه استعمالولو کي اختلاف دئ ، نهايه له ذخیرې په نقل کاږي که په دې پوه سو چي روغتیا يې په کي سته او بله دوا نه وه نو همدا حرام شي تداوی روا ده.
خانیه د رسول الله د دې قول چي «بې شکه الله ستاسو روغتیا په هغه څه کي نه ده ایښې چي پرتاسو يې حرام کړي »وايي: که په دې حرامو کي شفا وه نو باک نه کوي لکه چي د تږي ته د اړتيا پر مهال د شرابو څښل روا دي او د هدايې ليکوال همدا خبره غوره کړې او په تجنیس نومي کتاب کي ليکي:
که د چا پزه وينې کېده نو بیا يې پر تندي او پزه سورة فاتحه په وينو وليکله د روغتیا لپاره نو روا ده او په بولو يې هم ليکل روا دي که يې په شفا په کي وه.
اوس د انصاف تله تاسو ته په لاس کي در کوم ، ایا قران په وينو ، بولو او مردار پوست ليکل روا بولئ؟
ایا د بخاري په حواله چي يې کوم روايت په متن کي نقل کړی دئ او هغه په محرم شي باندي تداوي حرامه بللې ده نو ایا تر دې وروسته څوک حق لري چي په حرام شي تداوي وکړي؟
رسول الله وايي منعه ده او کتاب وايي چي روا ده ، اوس به د چا خبره منو؟
که څوک ناروغ هم وي ، بیا د قران په بولو ليکلو رغېږي هم ایا تر دې وروسته دا کار روا دئ چي رسول الله وايي په دې کي شفا نه سته؟
لومړی دقران بې عزتي ولي کوي؟ دلیل يې څه ده؟ که شفا په کي وي هم خو رسول الله منعه کړې ده بیا ولي د هغه خبرې ته نه تسلمېږو؟
اوس تاسو سمه خبره وکړئ مسله يې له کوم ایت یا حدیث څخه ایستلې ده ؟
که نه وي نو دا بايد ومنو چي ناسمه ده.
۵) أَمَّا فِي دُبُرِ نَفْسِهِ فَرَجَّحَ فِي النَّهْرِ عَدَمَ الْوُجُوبِ إلَّا بِالْإِنْزَالِ(رد المحتار سنن الغسل ۱/ ۴۵۸)
یعني که يې خپل ذکر په خپله دبره (کونه) دننه کړ نو د نهر ليکوال وايي چي انزال نه سي غسل پرې نه سته.
رسول الله وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ نَبِىَّ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِذَا جَلَسَ بَيْنَ شُعَبِهَا الأَرْبَعِ ثُمَّ جَهَدَهَا فَقَدْ وَجَبَ عَلَيْهِ الْغُسْلُ (مسلم ح:۸۰۹)
یعني کله چي يې د پښو ترمنځ کښېني بیا کوښښ وکړي پر هغه کس غسل سته.
لوستونکو ! د الله لپاره انصاف وکړئ ایا دا مسله امکان لري؟
تر ننه به داسي پېښ سوی وي؟
دا له کوم ايت یا حدیث څخه ده؟ او دا غسل ولی پرې نه سته؟
حدیث خو هغه دئ چي عام حکم يې وکړ ، نو اوس دا تخصیص له کومه راغی؟
یا دي دلیل ښکاره کړل سي او یا بايد ومنو چي ناسمه ده.
۶) ( وَمَنْ تَزَوَّجَ امْرَأَةً لَا يَحِلُّ لَهُ نِكَاحُهَا فَوَطِئَهَا لَمْ يَجِبْ عَلَيْهِ الْحَدُّ ) وَيُعَزَّرُ إنْ كَانَ يَعْلَمُ ذَلِكَ وَهَذَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَعِنْدَهُمَا يُحَدُّ إذَا كَانَ عَالِمًا بِذَلِكَ(هدایه کتاب النکاح باب وطئ الذی یوجب الحد والذی لا یوجبه ، الجوهره النیره کتاب الحدود مسئلة الشهادة علی الاحصان )
ژباړه: که چا په نکاح کړه هغه ښځه چي نکاح يې ورته روا نه وي نو جماع يې ور سره وکړه بیا هم حد ور باندي نه سته خو تعزیر به ور کول کېږي که په دې خبر هم وو دا د امام ابوحنیفه مذهب دئ او د یارانو په مذهب کي که په دې خبر وي نو حد پرې جاري کېږي .
چي نکاح يې نه وي روا لکه مور ، خور ، وریره یا هم نوري.
ایا له دې سره نکاح روا ده؟
الله تعالي وايي:
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ(النساء ۲۳)
یعني مور ، لور ، خور ، عمه ، خاله ، وریره او خورځه پر تاسو حرامې دي.
تر دې ښکاره حکم وروسته که څو بیا هم دا جرم کوي او په خبر هم وي نو تاسو ووایاست د دې به څه حکم وي؟
دا مسله له کومه سوې ده او له دې ښکاره ايت سره يې ټکر نه ده؟
که همداسي سمه وي نو دلیل له قران یا حدیث څخه څه دئ او که نه بايد ومنو چي ناسمه ده.
یادې مسلې مي مازي يو څو بیلګي را اقتباس کړې.
پاتې دي نه وي چي دې ته ورته ځيني مسائل په فقه کي سته چي نه يې سرچينه معلومه ده او نه يې تر امامانو پوري سند سته ، ایا دا مسائل رد ول د امامانو بې عزتي ده ؟
ایا له فقهې سره دښمني ده؟
ایا دې ته نه دين ويل بد اخلاقي ده ؟
پر همدې مسلو باندي همدلته د بحث ځينو ګډونوالو سپکې سپوري وويلې ، ښکنځل يې راته وکړل ، ګواښونه يې وکړل ، خلکو خوا بده کړه ، ایا همداسي رد عمل په کار وو؟
په دې مسلو کي له اسلامي شريعته را نيولې تر قران ، رسول الله ، مور لور خور او... بې عزتي سوې ده نو پر دې ولي څوک رد نه کوي ، دا ولي نه ردېږي ؟خو د دې برخلاف هغه څوک غندل کېږي چي دا ناوړه مسائل نه مني ، ولي؟
دا انصاف دئ؟ که له قران یا حدیث څخه وي نو د اسلامي ورورولۍ په خاطر موږ په په پوه کړئ او که نه وي نو د اسلامي قانون د درناوي په خاطر يې در کړئ.
ستاسو د نيکو مشورو ، غوره وړانديزونو ، ښه نظرونو ، سالمو ځوابونو او مثبت ردعمل په تمه!
حذیفه


کامیاب
25.08.2012

حذیفه! تاسونه شرم لری اونه هم حیا، طبیعت اومزاج مودلیونی اوماشوم دی، بحث خلاص سو، ملامت اوسلامت معلوم شو، بیاستاسولغتی وهل کومه ګټه نه درته لری، هغه پخوانی شبهات دی چی څوځلی موکاپی کړی، په نوی کړکی کښی ترنوی عنوان لاندی موراوستلی، آخروشرمیږه! علم په درواغونکیږی.
ستاسوددی شبهاتوجوابونه مظهری صیب پوره اوکامله ستاسوپه مخکنیوشبهاتوکی درکړیدی، بیاهیڅوک اړندی اونه هم چاته اړتیاسته چی ستاپر تکراری لیکنودی لیکنه وکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more