د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بحث موضوع: ملي ژبه پښتو

ډاکتر وطنمل
30.07.2002

يوکال کيږی چې په بن کې مې د يوې کلتوري غونډې په ترځ کې د غونډې له يو ې په نامه يو ن-م واورېد او ډير مې خوښ شو، خو د شاعر نوم رانه هېر دی، شعر يي په لاس راغلی خو په شعر کې يي هم نوم نشته ، ولې د جالب متن له کبله يي دلته د بحث او ديسکاشن لپاره تاسوته وړاندې کوم :
[size=24:5b9537c604]ملي ژبه:

په دوه شرطو يو سړی د يو ملت دی:::::: يو هېواد بل د ملي ژبې وحدت دی
اداره او رســميت په ملي ژبــــــه :::::: دا معيار د ملي نــو م او هـــويت دی

په ملي ژبه ملت سره يو کېـږ ي:::::: په دوه ژبي رسميت سره بېلــيږي
يابه نوم او هويت بدلول غـــــو اړي:::::: يا به يو ملـت په دوو ويــشل کــيږي
مونږ تللی سياست د بېلتونـــپـالــو:::::: چې دوه ژبــی رسميت منافـقت دی

يو هېواد کی کله دوه ژبې رسمي وي::::: او کــــــــــــــــه وي، يوه ملي بل مـحــلي وي
رسميت د بل لسان اسـتعـما ري وي:::::: لکه فارس نه چی تحميل پاتې فارسي وي
ای افغانه تاريخي ستا خجــا لت دی:::::: چې تــقسيم دې لا په دوه ژ بو دو لت دی[/size:5b9537c604]

رسميت د فارسي شته دی په جهان کې:::::: يو ايران بل ګاونډي تاجکستان کې
د دري په نوم که دلته پياده کـيږي :::::::: د مــحل په رسـميت به بسيا کيږي
رســمـيـت د مـلي ژبـې عـمـومـي وي :::::::: چې ښـکاره د پښـتو حـق اوحـقـيقت دی


ملي ژبه ملي ژوند ملي ټولنه

نقاد
19.08.2002

ځانپوهه يا ځانسدی چې پاړسو کې ورته خوداګاهي وايي په ټولنيز، قامي ملي طبقاتي او سياسي ژوند کې ستر او ټاکونکی رول لوبوي .څنګه چې هېڅ وګړی (فرد) بي سده ژوند نشي کولای، همدغه راز ټولنه له ټولنيز او ملت له ملي شعور او سدمنتيا پرته په ملي او اجتماعي ژوند نه پوهيږي. وايي چې له نشت څخه څه نه پيدا کېږي، په پوهسده، سدمن او شعوري حالت کې بايد څه شته ( هستي) وي چې سړی پرې پوه او اګاه شي ، يا ورته شعوري او سدمن شوی وي ـ اګاهي ، شعور، سدمنتيا ، سدون يا سدپوهه د شتون، وجود يا هستۍ غبرګيز (انعکاس) دی او له شتون پرته سدون يا سدپوهه (شعور) هډو وي نه !
نو دملي سدپوهې لپاره بايد اتنيکي، ژبه ييز، ټاټوبيز، پېښليکيز (تاريخي)، سياسي او کلتوري ګډون او کړاندي (عوامل) شتوني او موجود اوسي څو ملي شعور يا ملي سدپوهه وده وکړي او د يو کوانده ( فعال) کړاندي په توګه واپس د ملي ټولنې په جوړولو، ودې او بشپړتيا کې پرېکنده رول ولوبوي.
د پښتنو د قامي او ملي سدپوهې دلومړی پړک او برېښناځل نتيجه د پير روښان ملي پاڅون و، کوم چې وروسته په لره او بره پښتونخوا کې د شيرخان او ميرويس خان په مشرۍ د پښتنو قامي او ملي پاڅونونه
و زېږول او پايله يې د لوی احمد شاه بابا په بريالي پاڅون سره لومړنی افغان دولت رامنځ ته کول وو چې
د لوی افغانستان په نامه يی يوه ستره امپراتوري جوړه کړه . د لومړي افغان دولت په بنسټ ايښودنه کې د ملي
سدپوهې په برخه کې يوې نيمګړتيا هم ځای ونيو چې تر نن ورځې پورې د پښتنو ، پښتنې دولت ، ملت او ملي ټولنې د ودې او پرمختګ په ځای د زوال او وروستوالي سبب شوه:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more