د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کله کله حقیقت پټوئ

رښتینی
23.08.2012

وایې په دریوبي ګناه کسانو په مقصله (Guillotine) (۱)سره داعدام حکم شوی وو ، یودیني عالم بل وکیل او دریم فزیکپوه وو ، داعدام کولو په وخت دیني عالم ورمخته کړل شو او ترمقصلي لاندي یې سرکیښودل شو او پوښتنه ورنه وشوه چې که کومه وروستی خبره لرې ووایه ! دیني عالم وویل : الله ...الله ... الله .... همدا الله به ما خلاصوې ... دا وخت هغوی مقصله لاندي پریښودله ، مقصله چې د دیني عالم سره ته راورسیدله ودریدله ، خلک حیران شول !! او وویل شو چې دیني عالم پریږدئ خدای دده خبره واوریدله او ده نجات وموند .

د وکیل وار راغی ... هغه ته یې هم وویل چې وروستی خبره کولی شې هغه وویل زه دعالم په څیر الله نه پیژنم خو پرعدالت باور لرم ... عدالت .... عدالت ... او عدالت به ماژغورې ... له دي وروسته مقصله پري راپریښودل شوه اوچې سرته یې راورسیدله ودریدله ... خلک حیران شول او وویل شوچې وکیل پریږدئ عدالت نجات ورکړ

په پای کې دفیزیکپوه نوبت راورسید هغه ته هم وویل شول چې وروستی خبره وکړه ، هغه وویل : زه الله او عدالت د دیني عالم او وکیل صاحبانو په څیر نپیژنم ... خو دومره پوهیږم چې دمقصلي په پړي کې یوه غوټه ده او هغه غوټه مقصله لاندي نه پریږدې ...
اعدام کوونکو چې مقصلي ته ولیدل د ده خبره سمه وه هلته غوټه
وه او هغي مقصله لاندي نه پریښودله ...
هغوی غوټه خلاصه او چې مقصله یې پریښودله د فزیکپوه پرسر ورغله او دهغه سریې غوڅ کړ ....

کله کله خوله پټه لرل پکار دي که هقیقت درته معلوم هم وې باید ښکاره نکړل شې ....

(۱) مقصلة یا (Guillotine) داعدام یوډول لرګینه آله ده په هغه کې یو سوری وې له هغه د اعدام کیدونکي کس سر وایستل شې اوله پاسه یوه تیره چاړه ډوله اوسپینه لرې چې هغه لاندي داعدام کیدونکي سرته برابره وې او دهغي په راپریښودلو سره دهغه سر غوڅ شې .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more