د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د شوال مياشتې شپږ روژې مه هيره وئ

عبدالله صابر
20.08.2012

السلام عليکم

[color=blue:123f8de230]قال صلی الله عليه وسلم
(( من صام رمضان وأ تبعه ستا من شوال کان کصيام الد هر))
رواه مسلم [/color:123f8de230]

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي ، چا چي درمضان
مياشتې روژې وساتلي اوبيا يی ورپسي دشوال ( اخترمياشتې ) شپږ روژې
هم ونيوي نود اسي ده لکه چي ټول عمريی روژه وي ٠

د رنو لوستونکو

دالله پاک جل جلاله دومره مهرابان رحيم اوکريم ذات دی چي د ښيګړې او
نيک کاربدله اوعوض يوپه لسو ورکوي نوڅرنګه چي درمضان يوه مياشت 
روژه ده نو ثواب يی هم دلسومياشتو روژو برابردی اوپه رمضان پسي ورو
سته شپږ روژو ثواب بيا په شپيتو روژو بدليږي چي له اهمدي امله دابيا دوه
مياشتې شوي چي په دي ډول ټول کال یی په روژه کښ حسابيږي ،
يعني په دي ډول که څوک په ټول عمرکښ يوځل په رمضان پسي وروسته
دا شپږ روژې پوره کړي نود يوکال روژو ثواب لري خوکه چا هر کال دا
روژې نيوي نود ټول عمر روژو ثواب ورکول کيږي
دشوال يااخترمياشتې دا شپږ روژې د اختر له دو همې ورځې څخه شروع
کيږي اود مياشتې تراخرې ورځ پوري وخت لري ،
دا روژې پرلپسي ډول هم نيول کيږي خوکه څوک يی بيلې بيلې نيسي هم روا
دي خو چي دشوال په مياشت کښ يی پوره کړي ٠
ددي شپږ روژو نيول درمضان مياشتې روژو قبليدو نښه بلل کيږي ځکه چي
څوک يوه ښيګړه وکړي اوبيا ورپسي دبلي ښيګړې (نيک کار) توفيق الله پاک
جل جلاله ورکړي نودا ددي نښه علامه ده چي دده نيکي الله پاک جل جلاله ته
قبوله ده ٠


رښتینی
20.08.2012

صابر صاحب مننه الله دي اجرونه درکړې
او دایادونه مهمه بولم چې که په چاباندي فرض
روژي پاته وې او نه یې وې نیولي نو هغه به لومړۍ
دفرضي روژو قضايي راګرځوې او بیابه دشوال
شپږ روژي نیسې ځکه دیوچاپه ذمه چې فرض پاته
وې دهغه له پاره نفلي روژه نیول سم کار نده


عبدالله صابر
21.08.2012

السلام عليکم

رښتينئ صيب مننه ،
رښتياهم تاسوښه ټکي ته پام شوئ هو ښايی ځيني هغه خلک چي فرضي قضايی
روژې پري پاتي دي داسي فکروکړي چي بس دا شپږ روژې ونيسه نود ټول
عمر روژې شوي قضايی روژو ته څه ضرورت دی ، چي داسي نه ده بلکي
که په چا باندي يو قضايی روژه هم پاتي وي نوکه هغه يوه مياشت نفلي
روژه هم ونيسي هغې يوي قضايی روژې ځای نه نيسي ، بايد ووايوچي په
حد يث شريف کښ هم دا ياده ونه شوي ده چي دا ثواب هغه چالپاره ده چي
درمضان روژې يی نيولي وي اوبيا داشپږروژې ونيسي نوهغه لپاره دټول
عمر روژو ثواب ورکول کيږي ٠


Re: د شوال مياشتې شپږ روژې مه هيره وئ

حذيفه
07.09.2012

[quote:c0280c6abb="عبدالله صابر"]السلام عليکم

[color=blue:c0280c6abb]قال صلی الله عليه وسلم
(( من صام رمضان وأ تبعه ستا من شوال کان کصيام الد هر))
رواه مسلم [/color:c0280c6abb]

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي ، چا چي درمضان
مياشتې روژې وساتلي اوبيا يی ورپسي دشوال ( اخترمياشتې ) شپږ روژې
هم ونيوي نود اسي ده لکه چي ټول عمريی روژه وي ٠
[/quote:c0280c6abb]
صابر صیب تا چي کوم روايت راوړی نو د صحت په اړه يې پوره ډاډه يې؟
دا روايت د متن له مخې درته سم برېښې؟
تا یې سند هم نه دئ ذکر کړئ نه پوهېږم چي ولي؟
خو له دې خبرو به تېر سم د انتظار شېبې به مو نه غزومه بلکي په دې اړه به اصلي حقيقت درته په ګوته کړم.
د روايت سند دادئ:
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ أَيُّوبَ وَقُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ وَعَلِىُّ بْنُ حُجْرٍ جَمِيعًا عَنْ إِسْمَاعِيلَ - قَالَ ابْنُ أَيُّوبَ حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ جَعْفَرٍ - أَخْبَرَنِى سَعْدُ بْنُ سَعِيدِ بْنِ قَيْسٍ عَنْ عُمَرَ بْنِ ثَابِتِ بْنِ الْحَارِثِ الْخَزْرَجِىِّ عَنْ أَبِى أَيُّوبَ الأَنْصَارِىِّ - رضى الله عنه - أَنَّهُ حَدَّثَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ(مسلم کتاب الصیام باب اسْتِحْبَابِ صَوْمِ سِتَّةِ أَيَّامٍ مِنْ شَوَّالٍ اتِّبَاعًا لِرَمَضَانَ ح:۲۸۱۵)
په دې سند کي د سعد بن سعيد بن قیس په نوم راوي سته چي پوهانو يې حافظه کمزورې بللې ده ، راسئ په اړه يې د حدیثو پوهانو نظرونه ولولو:
الاسم : سعد بن سعيد بن قيس بن عمرو الأنصارى المدنى ( أخو يحيى بن سعيد ، و عبد ربه بن سعيد )
الطبقة : 4 : طبقة تلى الوسطى من التابعين
الوفاة : 141 هـ
روى له : خت م د ت س ق ( البخاري تعليقا - مسلم - أبو داود - الترمذي - النسائي - ابن ماجه )
رتبته عند ابن حجر : صدوق سىء الحفظ
رتبته عند الذهبي : صدوق ، قال النسائى : ليس بالقوى
قال عبد الله بن أحمد بن حنبل ، عن أبيه : ضعيف .
و كذلك قال يحيى بن معين فى رواية
ذكره ابن حبان فى كتاب " الثقات " ، و قال : كان يخطىء .
قال الترمذى : تكلموا فيه من قبل حفظه(له تهذیب الکمال او تهذیب التهذیب څخه په اختصار)
په دې پورتنيو اقتباسونو کي وينئ چي سعد بن سعيد د حافظې له پلوه له ستونزو سره مخ وو ، پوهانو يې همدا نکته درک کړې وه ځکه يې په اړه له احتیاطه ډک غبرګون وښود.
د رسول الله په حدیثو کي بايد انسان زيات احتیاط وکړي مخکي تر دې چي د روايت په اړه د صحت او نه صحت ډاډ تر لاسه نه کړي بايد چي هيڅ مسلمان يې هغه صلی الله علیه وسلم ته منسوب نه کړي.
د دې روايت يو بل سند هم سته خو په هغه کي بیا د عبد العزیز بن محمد الدراوردي په نوم راوي سته چي هغه هم سئ الحفظ دئ ، پوهان يې په اړه وايي:
الاسم : عبد العزيز بن محمد بن عبيد الدراوردى ، أبو محمد الجهنى مولاهم المدنى
المولد : بـ المدينة
الطبقة : 8 : من الوسطى من أتباع التابعين
الوفاة : 186 أو 187 هـ بـ المدينة
روى له : خ م د ت س ق ( البخاري - مسلم - أبو داود - الترمذي - النسائي - ابن ماجه )
رتبته عند ابن حجر : صدوق كان يحدث من كتب غيره فيخطىء ، قال النسائى : حديثه عن عبيد الله العمرى منكر
رتبته عند الذهبي : قال ابن معين : هو أحب إلى من فليح ، و قال أبو زرعة : سىء الحفظ
قال النسائى فيما قرأت بخطه : عبد العزيز الدراوردى ليس بالقوى .
و قال فى موضع آخر : ليس به بأس ، و حديثه عن عبيد الله بن عمر منكر .
و قال محمد بن سعد : ولد بالمدينة و نشأ بها ، و سمع بها العلم و الأحاديث ،
و لم يزل بها حتى توفى سنة سبع و ثمانين و مئة ، و كان ثقة كثير الحديث يغلط .
روى له الجماعة ، البخارى مقرونا بغيره (تهذیب الکمال)
له نسايي چي د ده په اړه کومه خبره نقل سوې ده په دې جمله کي متکلم امام مزي رحمه الله دئ ځکه دي نو څوک د نقد ګوته نه ورته نسي چي د دې جملې مطلب څه دئ؟.
قال الساجى : كان من أهل الصدق و الأمانة ، إلا أنه كثير الوهم .(تهذیب التهذیب)
تر دې بیان وروسته بايد پوه سئ چي په دې اړه راغلی روايت نهايت ضعيف دئ ، يو صحيح سند هم نه لري ، راویان يې د حافظې له سختې ناروغۍ سره مخ ول ، ځکه نو شتو ستونزو ته په پام ویلای سو چي د صابر صیب نقل سوی روايت په دې اړه نه منل کېږي.
که په دې اړه چاته صحيح روايت معلوم وي نو د زیاتو معلوماتو په خاطر دي له موږ سره شريک کړي څو د دې مسلې او هم يې د روايت په اړه صحيح او وروستۍ پرېکړه وکړو.
ستاسو حذیفه


رښتینی
08.09.2012

حذیفه وروره تاسو کوښښ کوئ چې دامت په اتفاقي موضوعاتو کې ګوتي ووهئ
خدای خبر په نیت کې به مو څه وې نپوهیږم ! حکمتیار صاحب هم دبخاري او مسلم
په حدیثو ډیر تیز ورځي او د ځیني حدیثو دضعف هڅه یې کړي ده او تاسو هم دمسلم
داروایت ضعیف بللی دی ! خو خبره داسې نده دابه درسره ومنو چې سعدبن سعید کې
محدثینو خبرې کړي دي خو د ده داروایت دثقاتو له روایت سره برابر ده اوپه دي صورت کې
ستاسو ستونزه نه رامنځته کیږې :

والواقع أن هذا الراوي قد توبع من جماعة من الرواة كلهم ثقات ممن يحتج بحديثهم
_إلا الأخير ففيه ضعف _، فقد تابعه :
_ أخوه يحيى بن سعيد . أخرجه النسائي في الكبرى (2/163) .
_ وأخوه عبدربه بن سعيد . أخرجه النسائي في الكبرى (2/163) _ وروايته موقوفة _.
_ وصفوان بن سليم . أخرجه أبو داود (2،324رقم2433) والنسائي في الكبرى (2/163) وابن خزيمة (3/297) وغيرهم .
_ وعثمان بن عمرو الخزاعي . أخرجه النسائي في الكبرى (2/164).
فهؤلاء أربعة من الرواة كلهم وافقوا سعد بن سعيد على روايته للحديث عن عمر بن ثابت عن أبي أيوب الأنصاري رضي الله عنه ، فكيف يُضعّف الحديث لأجل راو واحد وهو مُتابعٌ كما رأيت .

امام الطحاوي ددي حدیث په اړه لیکي :
هذا الحديث لم يكن بالقوي في قلوبنا من سعد بن سعيد ورغبة أهل الحديث عنه، حتى وجدناه قد أخذه عنه من ذكرنا من أهل الجلالة في الرواية والتثبت، ووجدناه قد حدث به عن عمر بن ثابت وصفوان بن سليم وزيد بن أسلم ويحيى بن سعيد الأنصاري وعبد ربه الأنصاري انتهى.

اودا حدیث چې کومو محدثینو صحیح بللی دی دهغو نومونه په لاندي ډول دي :

الإمام مسلم ، الإمام ابن المبارك، ،أبو داود ،الترمذي ،النسائي في الكبرى ،ابن خزيمة ،ابن حبان ،البيهقي ،البغوي في شرح السنة (6/ 331) ،المنذري ،النووي ،الهيثمي ،ابن حجر ،العراقي ،او ابن تيمية په خپله فتاوي کې تشریح کړی او راخیستی یې دی (22/ 303)
داراز د ده شاګرد ابن القیم په زاد المعاد (2/ 81) کې هم راخیستی دی

او له معاصرو علماو نه دعربي نړۍ دي لاندي پوهانو دا حدیث صحیح بللی دی ناصرالدین الألباني ،
عبد القادر الأناؤوط، ابن باز ،ابن عثيمين او الفوزان او نورو ډیرو

داراز د العلائي په نامه یو ه محدث په دي حدیث ځانګړی جزء لیکلی دی او ابن القیم یې
هم د ابوداود په حاشیه کې په اړه پ،ره تفصیل راخیستی دی


رښتینی
08.09.2012

دا کتاب هم وګوره :
( الإجمال في الرد على من طعن في أحاديث صيام ست من شوال ) ،
كتبه : محمد بن زايد العتيبي ،
تعليق وتقديم الشيخ طارق عوض الله ،
طبعة دار البشائر الإسلامية

اودالاندي لیکنه هم
http://www.ahlalhdeeth.com/vb/attachment.php?attachmentid=87306&d=1314845534


حذيفه
08.09.2012

السلام علیکم
د یوې عجلې ناروغۍ له امله مي ونه سو کړای چي ليکنه بشپړه کړم ځکه مي نو همداسي نيکړې بحث ته وړاندي کړه اوس الحمد لله له دې کارونو وزګار سوی يم او دايم له تاسو سره خپله خبره او معلومات شريکوم هيله ده چي پرې خپله نه سئ او که په کي تېروتلی يم نو په سمه توګه خپل اړين معلومات راسره شريک کړئ.
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]حذیفه وروره تاسو کوښښ کوئ چې دامت په اتفاقي موضوعاتو کې ګوتي ووهئ[/quote:29b70d9c9a]
رښتنی صیب ! تاته چا خبر در کړ چي دا موضوع اتفاقي ده؟
ته یوځل سرچ وکړه چي په دې اړه له وړاندي لا څومره ستر اختلاف شتون لري؟
زه هرو مرو په هغو موضوعاتو کي دخل کوم چي زما د معلوملوماتو له مخې سم نه وي ، یا به غلط وي او یا به زه نه يم پوه سوی ، په دواړو صورتونو کي حق لرم ، یا به مي اسلامي بلنه سي او یا به هم ځان په خبر کړم.
خو ته دي ي،ځل خپله مدعی ثابته کړه چي دا چا وويل چي د شوال د رژو نیول داسي دي لکه ټول عمر روژه؟ چا ويل چي دا موضوع اتفاقي ده ؟ که ثبوت وي را يې وړه!
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
خدای خبر په نیت کې به مو څه وې نپوهیږم ! حکمتیار صاحب هم دبخاري او مسلم
په حدیثو ډیر تیز ورځي او د ځیني حدیثو دضعف هڅه یې کړي ده او تاسو هم دمسلم
داروایت ضعیف بللی دی ![/quote:29b70d9c9a]
زه تاته حیران يم چي ته ولي د خلکو پر نېت شک کوې؟
ایا د تحقیق ، څېړنې ، له یو بل سره د معلوماتو شريکولو حق نه لرو؟
حکمتیار چي څه کړي له هغه دي پوښتنه وسي.
ما د مسلم روايت په دلیل او د اصولو له مخې ضعيف کړی دئ او دا کوم ناوړه کار نه دئ.
که ته په دې عقيده يې چي د مسلم ټول احادیث صحيح دي نو راسه چي زه يې يو شمېر روايات درته وړاندي کړم چي ته يې څنګه صحيح کوې؟
که يې نه سې کولای نو بیا دي نيوکه پر څه ده ؟ امام مسلم هم يو انسان دئ تر خپله وسه يې هڅه کړې ده چي صحيح حدیث راوړي خو انسان له تېروتنې چاره نه لري ځکه نو په ځينو ځايونو کي خطا سوی دئ چي يو يې همدا دئ.
حکتیار هم يو انسان دئ ښايي په ځينو ځايونو کي يې ښه خبره کړې وي او په يوشمېر کي به تېروتلی وي ، نو دا موضوع مه بده بولئ او مه يې د اختلاف پيدا کولو هڅې ، بلکي هر سړی حق لري چي خپل روسره معلومات وړاندي کړي او خپل په خبر سي ، ما همداسي کړي او اوس هم ستا له خبرې سره توافق نه لرم ، ځکه ته چي د کوم روايت په اړه خبرې کوې نو دا له همدې روايت څخه بېل دئ او د محتوا په لحاظ هم سره بېل دي خو ښايي تا خپله ليدلي نه وي او دا توري دي هم د بل چا له کتابه نقل کړي وي، ځکه که ته خپله مطالعه وکړې نو بیا دي کله هم داسي خبره نه کوله ، زه يې وروسته توپير درته په ګوته کوم. ان شاء الله!
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
خو خبره داسې نده دابه درسره ومنو چې سعدبن سعید کې
محدثینو خبرې کړي دي خو د ده داروایت دثقاتو له روایت سره برابر ده اوپه دي صورت کې
ستاسو ستونزه نه رامنځته کیږې :[/quote:29b70d9c9a]
نه صیب! خبره همداسي ده لکه چي ما کړې ، ته نه يې په پوه سوی ، د سعد له روايت سره هيڅ ثقه راوړي توافق نه دئ کړی ځکه يې نو روايت مردود دئ او د موضوع په اړه د ثبوت قطعي دلیل نه سي کېدای.او اوس هم یاده ستونزه سته او تر اوسه يې لا ته په ليرې کولو نه يې توانېدلی او د همدې ثقاتو د روايت او سعد د روايت ترمنځ دي توپير هم نه ده درک کړی نو ستونزه په څه ختمه سوه ؟.

[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
والواقع أن هذا الراوي قد توبع من جماعة من الرواة كلهم ثقات ممن يحتج بحديثهم
_إلا الأخير ففيه ضعف _، فقد تابعه :
_ أخوه يحيى بن سعيد . أخرجه النسائي في الكبرى (2/163) . [/quote:29b70d9c9a]
حدثنا عمرو بن علي قال حدثنا يحيى قال حدثنا معاوية بن عمرو بن غلاب قال حدثني الحكم بن الاعرج قال أتيت بن عباس في المسجد الحرام فسألته عن صيام عاشوراء فقال أعدد فإذا أصبحت يوم التاسع فأصبح صائما قلت كذلك كان محمد يصوم قال نعم كذاك كان يصومه صيام شوال والعشر صيام ستة أيام من شوال (نسایی :۲/ ۱۶۲ ،ح :۲۸۶۰)
دا روايت چا ويل چي د سعد له روايت سره موافق دئ ، په دې کي کله هغه توري سته چي د سعد په روايت کي ول ، هلته همدا شپږ روژې د ټول عمر روژې بلل کېدې او په دې کي صرف د رسول الله یادونه سوې ده چي د شوال شپږ رژې يې نيولې .
ایا دا سره موافق دي؟
ته انصاف وکړه!
دا خو د ځمکې او اسمان هومره توپير سره لري.
دا هغه ځای دئ چي تا نه دی درک کړی ، اصلا دي روايت خپله ليدلی نه دی ځکه دي دومره لویه تېروتنه کړې ده.
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
_ وأخوه عبدربه بن سعيد . أخرجه النسائي في الكبرى (2/163) _ وروايته موقوفة[/quote:29b70d9c9a]
دا خو ته خپله وایي چي موقوف دئ نو په دې به دلیل څنکه ونیول سي؟.
بیا هم روايت يې دادئ:
أنبأ محمد بن عبد الله بن عبد الحكم قال حدثنا أبو عبد الرحمن المقرئ قال حدثنا شعبة بن الحجاج عن عبد ربه بن سعيد عن عمر بن ثابت عن أبي أيوب الانصاري أنه قال من صام شهر رمضان ثم أتبعه ستة من شوال فكأنما صام السنة كلها(نسایی کبر :۲/ ۱۶۳ ح: ۲۸۶۶)
په دې روايت کي هر کس ويني چي له مخکيني روايت سره يې پوره تضاد سته ، يو لورته خو دا روايت موقوف دئ او هغه مرفوع وو بل لورته هغه د ټول عمر د روژې خبره کوې او دا روايت صرف د يوه کال د روژې خبره کوې.
یو کال او ټول عمر سره بېل دي ، که څوک وايي چي توپير نه لري نو تېروتنه کوي ، ځکه که ستا په شان حساب ورته وکړو نو بیا هر انسان اړ دئ چي هر کال به همدا روژې نيسي نو بیا د ټول عمر ثواب تر لاسه کولای سي خو دا خبره يې له روايت سره اړخ نه لګوي ځکه روايت خو همدا د شوال یادونه يوځل کوي او د همدې يوځل روژې ثواب يې د ټول عمر بللی دئ نو ایا دا سره مساوي دي؟

[quote:29b70d9c9a="رښتینی"] _.
_ وصفوان بن سليم . أخرجه أبو داود (2،324رقم2433) والنسائي في الكبرى (2/163) وابن خزيمة (3/297) وغيرهم . [/quote:29b70d9c9a]
د صفوان بن سلیم په روايت کي هم ضعيف راوي سته او ما يې وړاندي هم يادونه کړې وه ، روايت دادئ:
أنبأ خلاد بن أسلم قال الدراوردي عن صفوان بن سليم وسعد بن سعيد عن عمر بن ثابت عن أبي أيوب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من صام رمضان فأتبعه ستا من شوال فكأنما صام الدهر(مخکينۍ حواله)
په دې سند کي وينئ چي دراوردي نومی رواي په کي سته چي حافظه يې له لاسه ور کړې وه او ما يې په اړه وړاندي ډېر څه نقل کړی ول.
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
_ وعثمان بن عمرو الخزاعي . أخرجه النسائي في الكبرى (2/164). [/quote:29b70d9c9a]

محترمه ! د عثمان روايت ما ونه موند نو که ته يې په اړه پوره معلومات لرې مهرباني وکړه له سند سره يې نقل کړه چي وروسته به خبره پرې وکړو. ان شاء الله
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
فهؤلاء أربعة من الرواة كلهم وافقوا سعد بن سعيد على روايته للحديث عن عمر بن ثابت عن أبي أيوب الأنصاري رضي الله عنه ، فكيف يُضعّف الحديث لأجل راو واحد وهو مُتابعٌ كما رأيت . [/quote:29b70d9c9a]
ګرانه! دې څلورو دي کوم موافقت ور سره وکړ؟
يو شمېر خو يې په الفاظو کي پوره اختلاف سره لري چي په هيڅ ډول د دې روايت متابع نه سي کېدای او نور يې د سند له مخې صحيح نه ول نو که شواهد هم سي ګټه نه کوي ځکه هغه خپله ضعيف دي نو بل ته به څه ګټه ور سوي.
روايت د يوه راوي له امله هم ضعيف نه دئ بلکي يو سند يې هم صحيح نه دئ نو دا بیا يو راوي ولي سو؟
که يې ته صحيح سند لرې نو وړاندي يې کړه !.
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
امام الطحاوي ددي حدیث په اړه لیکي :
هذا الحديث لم يكن بالقوي في قلوبنا من سعد بن سعيد ورغبة أهل الحديث عنه، حتى وجدناه قد أخذه عنه من ذكرنا من أهل الجلالة في الرواية والتثبت، ووجدناه قد حدث به عن عمر بن ثابت وصفوان بن سليم وزيد بن أسلم ويحيى بن سعيد الأنصاري وعبد ربه الأنصاري انتهى.[/quote:29b70d9c9a]
ښه په دې اړه مي ځيني روايات وړاندي ستا مخته کښېښودل چي یا خو يې د الفاظو اختلاف وو او د دې روايت تابع نه سوای ګڼل کېدلای او یا هم د سند له مخې سخت ضعيف وه چي بیا هم اعتبار نه لري ، خو یوازي يو روايت پاتې دئ چي هغه د زید بن اسلم روايت دئ نو د ما نه دی موندلی ته يې له حوالې او سند سره نقل کړه .
[quote:29b70d9c9a="رښتینی"]
اودا حدیث چې کومو محدثینو صحیح بللی دی دهغو نومونه په لاندي ډول دي :

الإمام مسلم ، الإمام ابن المبارك، ،أبو داود ،الترمذي ،النسائي في الكبرى ،ابن خزيمة ،ابن حبان ،البيهقي ،البغوي في شرح السنة (6/ 331) ،المنذري ،النووي ،الهيثمي ،ابن حجر ،العراقي ،او ابن تيمية په خپله فتاوي کې تشریح کړی او راخیستی یې دی (22/ 303)
داراز د ده شاګرد ابن القیم په زاد المعاد (2/ 81) کې هم راخیستی دی

او له معاصرو علماو نه دعربي نړۍ دي لاندي پوهانو دا حدیث صحیح بللی دی ناصرالدین الألباني ،
عبد القادر الأناؤوط، ابن باز ،ابن عثيمين او الفوزان او نورو ډیرو

داراز د العلائي په نامه یو ه محدث په دي حدیث ځانګړی جزء لیکلی دی او ابن القیم یې
هم د ابوداود په حاشیه کې په اړه پ،ره تفصیل راخیستی دی[/quote:29b70d9c9a]
د خلکو خبرې ، اندونه ، رایې ، نظرونه او فکرونه به هرو مرو سره بېل وي ، دوئ يو روايت صحيح بولي خو زه يې د اصولو له مخې ضعيف ګڼم نو ایا دا ناسم کار دئ؟
ما چي کومه جرحه کړې ده هغه له اصولو سره برابره ده او هيڅ مخالفت مي نه دئ په کي کړی ځکه نو زه له دې سره بیا هم پر خپل دريځ ولاړ يم.
د خلکو ډېر والی او کموالی ماته هيڅ توپير نه لري او نه يې په کار لرم ، که زما دريځ را سره مني خو ښه که نه نو نه دي مني.
زه يې تر هغو ايله کولو ته تیار نه يم څو دې همداسي په کره سند پورته روايت راوړی نه وي ، که داسي ونه کړې نو بیا که د هر څومره خلکو نوملړ راته وړاندي هم کړې زه يې نه منم او نه يې روايت صحيح بولم.
ستا په يوه ليکنه کي تا دا روايت له قران سره موافق بللی دئ چي په دې کي دي هم ستره تېروتنه کړې ده ، ځکه قران د هرې نيکۍ بدله لس چنده زیاته ور کوې چي دا يې د يوه کال روژې کېږي او په هيڅ ډول د ټول عمر روژې نه سي کېدای ، خو دا هڅه کړې چي خلکو ته غلط فکر ور کړې دلته دي ويلي چي که سړی همدا دشوال روژې نیسي نو ټول عمر يې ثواب دئ ، دلته دي دا وضاحت نه دئ کړی چي ایا د يوه کال روژې يې د ټول عمر ثواب ورته ګټي او که هر کال په شوال کي روژې يې د ټول عمر ثواب ورته ګټي؟
ستا خبره له قران سره هغه وخت موافقه وه چي په روايت کي همدا د يوه کال يادونه وای خو داسي نه ده ، بلکي روايت له قران سره ښکاره تضاد لري ، قران یوه نيکې په لسو ور بدلوي خو په دې روايت کي د يوه شوال روژې د ټول عمر د ثوال ښکارندويي کوي ، نو دا موافقت دئ؟
له قران سره دويم روايت موافقت لري چي ماپه خپله ليکنه کي نقل کړی دئ او یوځل يې بیا هم ستا په وړاندي ږدم:
أنبأ محمد بن عبد الله بن عبد الحكم قال حدثنا أبو عبد الرحمن المقرئ قال حدثنا شعبة بن الحجاج عن عبد ربه بن سعيد عن عمر بن ثابت عن أبي أيوب الانصاري أنه قال من صام شهر رمضان ثم أتبعه ستة من شوال فكأنما صام السنة كلهانسايي کبری ح:۲۸۶۶)
دا روايت د سند له مخې صحيح هم دئ او هم يې متن له قران سره بشپړ موافقت لري نو له دې کبله د مسلم روايت له څو وجو نه منل کېږي:
۱) سند يې ضعيف دئ
۲) له قران سره تصادم لري
۳) له همدې صحيح روايت سره ټکر لري
۴) په خپله يې په الفاظو کي اختلاف هم سته چي نور يې هم اعتبار کموي


رښتینی
09.09.2012

حذیفه وروره یواځي دصیام الدهر مخالفت یې له هغه روایت سره شته
او سته شوال خو تاهم منلي ده چې په دي روایت کې هم شته او دسته شوال
صیام الدهر کیدل خوپه قران سره ثابت دي من جاء بالحسنة فله عشرامثالها
روژه لس میاشتي دشوال شپږ دوه میاشتي دایې هم پوره دولس میاشتي
او هرمومن چې هرکال له روژي وروسته سته شوال هم ونیسې نو دټول عمر
روژه شوه اودا تفصیل کټ مټ په یوه بل روایت کې هم راغلی دی .

یواځي داځای دي زماپه لیکنه کې موندلی وو صیب نوخپله لیکنه دي پرې
پړسولي وه او په پاته برخه دي یواځي ټول افغاني چم کړی ده اقتباس شته او
تاسوچوپ یاست :)
یو وخت مې یوکتاب کتلی و چې دمناظري په اړه و اودافغانستان اوپاکستان
په مدارسوکې درسا ویل کیږې ، له مانه یې الحمدلله محتوي خو پریږده چې
نوم یې هم رانه هیر دی کله چې زه د پیښور دسیمي دينجپیر او دهغوی دسیالانو
مناظري ګورم نوهغه کتاب به مې سترګوته ودریده او کله کله مې دلته په ټول
افغان کې هم رایاد شې ،

راځئ په مناظروکې په یوه بل وربړچیدل او لوستوالو ته دمخالف لورې ناپوهه څرګندول پریږدئ دا دروند نه سپک کار دی خپلي خبرې په صمیمیت او دټوکو
په تبي سره خوږوئ او دورور ولي فضا براقراره لرئ
په درنښت او مینه


عبدالله صابر
09.09.2012

السلام عليکم

حذ يفه صيب زه عالم نه يم اونه داحاديثوپه دي سيستم پوهيږم چي صحي دی
اوکه موضوعي راوي مجهول دی ياغيرمجهول کمزوري حافظې څښتن دی
يانه ؟ په دي هکله خوقدرمن ورور رښتيني صيب دکور ودان وي تفصيلي
ځواب درکړئ خوترکومه چي ماپوري اړه لري دا حديث ډيرمشهوردی اوما
له ډيرومعتبرو جيدو عالمان څخه اوريدلئ اوهم عربي مشهورو سايټونولکه
http://www.islamweb.net/ لومړي مخ کورپاڼوکښ ځای
ورکړئ له همدي امله يی ماته هم په صحت کښ شک نه ووپاتي ،
ماچي کله ستالومړنئ ليکنه ولوستله خدای شته چي ماته هم شک پيدا شوچي
که ستاخبره ومنل شي نوبيا ددي روژوڅه فائده ؟؟ خوالحمد لله يوناڅاپه مي
زړه ته ولويده لکه ښاغلي رښتيني صيب هم ورته اشاره کړي داچي ديوې
نيکئ بدله بي له شکه يوپه لس دی نوچي درمضان يوه مياشت په لسومياشتو
شوه او ورپسي دا شپږروژې بياپه شپيتو ورځويادوه مياشتې شوي نوکه څوک
هرکال داروژې نيسي نوخود بخود دټول عمر روژې شوي نو بياپه دي کښ
بي ځايه خبرې کول څه معنی ؟؟؟ دوهم که دټول عمر روژوثواب حديث
ضغيف هم وي بياهم په فضائلوکښ که دقران اوياقوي حديث سره په ټکرکښ
نه وي قابل قبول دی اوحذيفه تاته نه ده پکارچي دا ډول مسئلې کښ پوښتنې
راپورته کړي اوخلک په لوی لاس ددي شپږ روژو له ثواب محروم کړي
په داسي ځای کښ تاسو دسورت ياسين پخولواو خپلې علمې سوېې ښودلو
هڅه مه کوئ کوم بل ځای وګورئ ، په تيروليکنو کښ معلوم شوئ چي له يو
مطلب ياليکنې تاسوڅومره سرچپه فهم کوئ دلته مو هم غيرضروري نيوکه
ياپوښتنه راپورته کړي اودړنګولوقابله ده ٠


حذيفه
10.09.2012

[quote:7115816444="عبدالله صابر"]السلام عليکم [/quote:7115816444]
وعلیکم السلام
[quote:7115816444="عبدالله صابر"]
ماچي کله ستالومړنئ ليکنه ولوستله خدای شته چي ماته هم شک پيدا شوچي
که ستاخبره ومنل شي نوبيا ددي روژوڅه فائده ؟؟ خوالحمد لله يوناڅاپه مي
زړه ته ولويده لکه ښاغلي رښتيني صيب هم ورته اشاره کړي داچي ديوې
نيکئ بدله بي له شکه يوپه لس دی نوچي درمضان يوه مياشت په لسومياشتو
شوه او ورپسي دا شپږروژې بياپه شپيتو ورځويادوه مياشتې شوي نوکه څوک
هرکال داروژې نيسي نوخود بخود دټول عمر روژې شوي نو بياپه دي کښ
بي ځايه خبرې کول څه معنی ؟؟؟[/quote:7115816444]
صابر صیب ! تاسو یوځل د حدیث متن وګورئ دا ستاسو خبرې هلته نه سته هلته همدا د شوال د روژو یادونه چي که يې څوک ونیسي نو د ټول عمر ثواب يې ورته یاد کړی دئ ، خو دا چي تاسو يې همدا تشريح کوئ نو په څه دلیل؟
دا د ټول وخت د شوال روژې نیول کله په حدیث کي سته ؟
که نه وي نو ته يې له کومه کوې؟
ولي له څانه تشريح ور کوئ چي هغه په کي سته هم نه ؟
تر دې حدیث هغه دويم حدیث زيات وضاحت کړی او هم له موضوع سره پوره اړخ لګوي ، نو ځکه په ډاډ سره ویلای سم چي نه يې متن سم دی او نه هم سند.
دا چي ته يې بې ځایه خبرې بولې نو دا بیا ستا خپل فکر دئ ؟
[quote:7115816444="عبدالله صابر"]
دوهم که دټول عمر روژوثواب حديث
ضغيف هم وي بياهم په فضائلوکښ که دقران اوياقوي حديث سره په ټکرکښ
نه وي قابل قبول دی اوحذيفه تاته نه ده پکارچي دا ډول مسئلې کښ پوښتنې
راپورته کړي اوخلک په لوی لاس ددي شپږ روژو له ثواب محروم کړي
[/quote:7115816444]
صابر صیب ! تاته چا وويل چي د فضايلو حدیث که له قران یا هم صحيح حدیث سره ټکر نه وي نو بیا منل کېږي؟
زه تاسو ته حیران يم یو لورته د تقليد دعوه کوئ او بل لورته له دې پرته چي د امام تشريح مو در سره وي ، یا د هغه خبره وکړئ په نصوصو کي ګوتې وهئ ؟
تاسو دعوه کوئ چي موږ په حدیثو نه پوهېږو نو بيا دلته ولي دلائل په کي وايې؟
زه له تاسو یوه پوښتنه کوم چي ایا فضائل دين دئ که نه؟
که ځواب هو وي نو دين بیا څنګه په ګومان ثابتوې؟
الله تعالي وايي:
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي (یوسف:۱۰۸)
ګوره دين بصیرت او یقين دئ خو ته يې په ضعيف او مشکوک شي ثابتوې؟
رسول الله وايي:
دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ وَإِنَّ الْكَذِبَ رِيبَةٌ(مسند امام احمد مسند حسن بن علي ح:۱۷۲۳)
دا په ديني امورو کي يو ستر اصل دئ چي له شکه به ځان ساتي او یقين ته به خپل ځان رسوي ، خو تاسو په دې ځای کي له دې اصله سرغړونه کړې ده ولي؟
په کوم دلیل؟
ایا د ضعيف حدیث په ثبوت او نه ثبوت کي شک سته که نه؟
که وي نو رسول الله وايي چي ايله يې کړه او ته يې بیا هم په دين کي جز ګڼې ، ولي؟
دا خبره دي په قوي دلائلو ثابته کړه چي ضعيف حدیث په فضائلو کي منل کېږي ، زه عقيده لرم چي ضعيف په هيڅ شي کي هم حجت نه دئ او د دې لپاره خپل دلائل له قران او حدیث څخه ښه ډېر لرم ، خو که ته خپله مدعی ثابتوې نو دليل به دي له همدې دوو سرچينو څخه وي که نه نو خبره دي واخله.
[quote:7115816444="عبدالله صابر"]
په داسي ځای کښ تاسو دسورت ياسين پخولواو خپلې علمې سوېې ښودلو
هڅه مه کوئ کوم بل ځای وګورئ ، په تيروليکنو کښ معلوم شوئ چي له يو
مطلب ياليکنې تاسوڅومره سرچپه فهم کوئ دلته مو هم غيرضروري نيوکه
ياپوښتنه راپورته کړي اودړنګولوقابله ده ٠[/quote:7115816444]
په دې ځای کي ولي او په څه سبب زه دخل ونه کړم؟
په تېرو ليکنو کي مي هم وښودله چي څوک حق او څوک ناحق دي؟
له کومو ځايونو مي سرچپه فهم اخیستی وو؟ ليږ خو په دي مثال هم ور کاوی؟
اوس هم پروا نه کوي يو یا دوه مثاله يې را وړه!
زما ليکنه چي له دلیل سره مله د ړنګولو وړ ده خو ستا ليکنه چي هيڅ دلیل په کي نه سته د ړنګېدلو وړ نه ده ؟
زه يو نقد کوم او دليل يې هم ور سره وړاندي کوم نوپه دې کي څه بدوالی سته؟
ایا د نقد حق څوک نه لري؟


عبدالله صابر
10.09.2012

السلام عليکم

[quote:a2af164abb]له کومو ځايونو مي سرچپه فهم اخیستی وو؟ ليږ خو په دي مثال هم ور کاوی؟
اوس هم پروا نه کوي يو یا دوه مثاله يې را وړه! [/quote:a2af164abb]

ته اوس هم نه پوهيږي چي مثالونه غواړي ،دفقهې په نيوکوکښ د لکه چي هير
شول http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898
دا مثال نه مثالونه دي دلته مو له ټو لو احتمالي مسائلوڅخه دامري مسائلو
سرچپه فهم اخيستئ ، يوې مسلې باره کښ که احتمال ليکل شوئ وونو تاسو
دا ويل چي ګني فقه ددي کارونو امرکوي چي کوی څه پروا نه لري ،
دلته ټول ستاسرچپه فهم مثالونه دي ، دمظهري صيب ځوابونومخکښ د خلک
هم شکمن کړي وو چي ګني رښتيا فقه ددا ډول کارونه امرکوي ،خواوس چي
څه ليکي بي فائدي خلک دټول پيژني ماته خوستاليکني په لوستلوهم نه ارزي
زه ددي حديث شريف په صحت پوره باورلرم ،ځکه په دي هکله ستاسو
ځيني علمي اشتباهات رښتينئ صيب هم ځواب کړي ،ته دا شپږروژې مه نيسه
مونږ يی نيسو اوالله جل جلاله څخه دعمر روژو ثواب هيله هم کوو ،
په پورته لنک کښ ستاسو له رسوائی وروسته نوره ستاليکنې کوم اهميت نه
لري بس لکم دينکم ولی دين ، ګرځه ٠


وصيل ( پېروز )
11.09.2012

ښې چارې

څو ورځې وړاندي يو چا ټليفون راته وکړ چي که يو څوک د شوال شپږ روژې پر له پسې ونه نيسي نو کومه پروا خو به نه لري؟.

في الحال يې له ما سره ځواب نه وو ، ما ورته وويل چي زه تحقیق کوم بيا به حال درکړم ، کله چي د کمپيوټر په وړاندي کښېنستلم نو لومړی مي فکر وکړ چي ياره ! راځه لومړی د دې شوال په اړه راغلي احاديث تر نظر تېر کړه . کله چي مي د مسلم پر حديث د جرحې او تعديل کتابونه را پرانيستل نو پوه شوم چي د سند په لړۍ کي يې خورا کمزوری شخص شته دئ ، کله چي مي په دې اړه نوره پلټنه وکړه نو خبره نوره هم روښانه شوه او هغه دا چي دا حديث ( په لومړۍ ليکنه کي نقل شوی حديث ) صرف دوه سندونه لري او هغه هم پر ضعيفو راويانو ورځي .
تر دې وروسته مي خبره له يوه بل دين پوه سره شريکه کړه چي دا د شوال د روژو په اړه خو کوم کره روايت نه شته خو هغه له دې پرته دا بل روايت را وښود چي دا شته دئ .

نو خبره مي دا کوله چي د اصولو ، قوانينو او فني څېړنو له مخې هغه حديث هيڅکله هم د صحت درجه نه شي خپلولای چي د ټول وخت د ثواب زېری پکي شوی دئ ، بلکي که د تقليد په تيارو کي لوی شوي سرونه هم د خپل ذهن له کړکيو د تقليد پردې څېري او حقايقو ته ځير شي نو ډېر ژر به له خپله عمله توبه وباسي او د الله رسول ته به د يوې داسي ناثابتې خبرې د منسوبولو جرأت هيڅکله ونه کړي . :!: :!: :!:
[quote:dd55358d45="رښتينی"]
حذیفه وروره یواځي دصیام الدهر مخالفت یې له هغه روایت سره شته
او سته شوال خو تاهم منلي ده چې په دي روایت کې هم شته او دسته شوال
صیام الدهر کیدل خوپه قران سره ثابت دي من جاء بالحسنة فله عشرامثالها
روژه لس میاشتي دشوال شپږ دوه میاشتي دایې هم پوره دولس میاشتي
او هرمومن چې هرکال له روژي وروسته سته شوال هم ونیسې نو دټول عمر
روژه شوه اودا تفصیل کټ مټ په یوه بل روایت کې هم راغلی دی .
[/quote:dd55358d45]

رښتني صيب ! په پورتني حديث کي دا نه دي ويل شوي چي که دي هر وخت روژه ونيوله نو دا داسي ده لکه د ټول وخت روژه ، بلکي هلته يو ځل د دې شوال د روژو نيول د ټول وخت روژه بلل شوې ده او دا ته چي کومه توجيه ورته کوې دا د هغه حديث د مفهوم په بيانولو کي بېخي بربنډه تېروتنه ده .

په حديث کي يو ځل د دې شوال د روژو نيول د ټول وخت روژه بلل شوې ده او داسي نه دي ويل شوي چي که دي هر کال ونيولې نو دا لکه د ټول عمر روژه داسي ګرزي ، بلکي ستا دا توجيه له ځانه ده او د ثبوت لپاره يې کوم کره دليل نه لرې .


وصيل ( پېروز )
11.09.2012

ښاغلی صابر صيب !

تاسو چي د حذيفه صيب کومې ليکنې ته د تودو احساساتو او حقايقو پټونې له مخې کوم ځواب ويلی نو بالکل بنسټ يې پر بې انصافۍ ښودل شوی دئ ، ځکه تاسو بايد د حذیفه صيب په ليکنه کي ټولو پوښتنو ته په دليل او منطق ځواب ويلی وای او ټولي هغه پوښتنې مو ځواب کړې وای چي تاسو ته متوجې او په کريږو له تا د ځواب غوښتنه کوي .

مګر متأسفانه تاسو داسي ونه کړل بلکي له ګردې ليکنې مو صرف يو څو جملې منتخې او پر هغو مو زور تمام کړ څو په دروغو ځان پر حقه وښياست . !!!

تاسو يا بايد په دې اړه خپله ناخبري وښياست څو بالکل چوپ پاتي شئ او يا هم له دلايلو سره د هرې پوښتنې لپاره ځان چمتو کړئ ... مګر تاسو په بشپړې بې انصافۍ سره دا يوه لاره هم نه ده غوره کړې نه خو د پوښتنو ځواب لرئ او نه ناخبري ښياست بلکي پر بې ځايه نکاتو خپل زور مصرفوې چي د بحث له ارې موضوع سره اړخ نه لګوي . !!!

[quote:4d5e4427df="عبدالله صابر"]السلام عليکم

[quote:4d5e4427df]له کومو ځايونو مي سرچپه فهم اخیستی وو؟ ليږ خو په دي مثال هم ور کاوی؟
اوس هم پروا نه کوي يو یا دوه مثاله يې را وړه! [/quote:4d5e4427df]

ته اوس هم نه پوهيږي چي مثالونه غواړي ،دفقهې په نيوکوکښ د لکه چي هير
شول http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898
دا مثال نه مثالونه دي دلته مو له ټو لو احتمالي مسائلوڅخه دامري مسائلو
سرچپه فهم اخيستئ ، يوې مسلې باره کښ که احتمال ليکل شوئ وونو تاسو
دا ويل چي ګني فقه ددي کارونو امرکوي چي کوی څه پروا نه لري ،
دلته ټول ستاسرچپه فهم مثالونه دي ، دمظهري صيب ځوابونومخکښ د خلک
هم شکمن کړي وو چي ګني رښتيا فقه ددا ډول کارونه امرکوي ،خواوس چي
څه ليکي بي فائدي خلک دټول پيژني
[/quote:4d5e4427df]

د فقهې په بحث کي احتمالات د امر په ژبه تشرېح شوي ول څو لوستونکي د مسئلې حقيقت درک کړای شي او په دې ډول هغه نکات په ښه ډول بيان شي چي د نقد ، نيوکې او اعتراض وړ دي او همدا راز هغه ټکي ټول خلګ وويني چي دليل ، منطق او استدلال ته اړتيا لري خو د تقليد له تيارو را وتلي د تحقيق په رڼا کي لار ورکي هيڅکله هم پر تحقيقي لارو يون نه شي کولای بلکي هغوئ ته د څېړنې نېغي لارې هم پېچومي ښکاري . :shock: :shock: :shock: :shock:
او چيري چي د فقهي عبارتونو ژباړې شوې دي نو هيڅکله هم احتمال امر ته نه دئ راوستل شوی بلکي په هماغه ډول ژباړل شوي لکه څرنګه چي په فقهي عباراتو کي ليکل شوي ول .

زه ستاسو انصاف ، ضمير ، وجدان ، عقل او پوهي ته حيران يم چي خپلې بدۍ درته نېکۍ خو د بل نېکۍ درته بدۍ ښکاري اخير دا د کوم وجدان ، کوم منطق او کوم ضمير فيصله ده؟؟؟

تاسو ته حيا نه درېږي چي هر ځل مو دا بې ځايه ليکنه يادوئ هغه چي يوې فقهي مسئلې ته يې هم له قران او حديث څخه ځواب را نه ووړ حال دا چي تاسو ټول فقه د قرآن او حديث څخه اخيستل شوې ګڼئ خو دلته درته په ډاګه چينلج دئ چي صرف لس مسائل مو له قرآن او حديث څخه ثابت کړئ نو درته معاف دي !

خو ( ولن تفعلوا )

له دې سره - سره د مظهري له لوري ليکل شويو ځوابونو ته بيرته د حقايقو ، انصاف او منطق په رڼا کي داسي ځواب ويل شوی چي هر ناپوه ته پوهي ورکوي ، هر بې عقل عقلمند ګرزوي او د هر ړانده ، کاڼه او کوڼ د عقل ، تدبر او فهم دروازې پرانيزي :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8932

[quote:4d5e4427df="عبدالله صابر"]
ماته خوستاليکني په لوستلوهم نه ارزي
[/quote:4d5e4427df]

صابر صيب ! يو څه د بې انصافۍ ، حسد ، تعصب او ړانده باور له نيلي را کوز شئ ، تحقيق وکړئ ، دلايل وپېژنئ او په دې لار کي د ارزونې او جاجونې په مټ واقعيتونه را وسپړئ څو مو هغه بريا په برخه شي چي قرآن يې د ( فوز عظيم ) په ستر نوم يادوي . ولله الحمد

مګر ستاسو پورتنۍ جمله هر صادق زړه ژړوي چي اخير ولي يو سړی د ړانده باور په توره فضا کي سرګردانه ورک شي؟؟؟ او له بل پلوه زه ستا عقل ته هم حيران پاتېږم چي تاسو ته د حذيفه صيب ليکنې د لوستلو نه دی خو د مظهري ګډ - وډۍ ته د انصاف ، منطق او استدلال نوم ورکوئ او هغه په لوستلو درته ارزي هغه چي هيڅ ځای يې هم د حقايقو له مخې پوښتنې ځواب نه کړې ، هغه چي هيڅکله يې د خپلې فقهې يوه مسئله په قرآن او حديث ثابته نه کړه او اوس هم ورته په ډاګه چيلنج دئ چي دې پوښتنو ته دي ځواب ووايي :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9033

زه هغه مهال سخت حيران شم چي د یوه داسي شخص ليکنې درته د لوستلو دي چي د خپل اند ، تګلارې او فهم د ثبوت لپاره هيڅ کره دليل نه لري بلکي که د دليل ، منطق او استدلال غوښتنه ترې وشي نو له ميدانه پښې سپکوي اود پوچو الفاظو په ويلو د حقايقو د مسخې ناکامه هڅه کوي . لاندينی لينک تر نظر تېر کړئ او بیا د مظهري صيب هغه هوايي ادعا هم په ذهن کي در وګرزوئ چي ویل يې فقه له قرآن او حديث څخه اخيستل شوې او هيڅ ځای يې ورسره ټکر نه دئ خو لاندي د دليل او برهان په رڼا کي حقايق سپړل کېږي ، په يوه ټک واقعيتونه ليدلای شئ :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8930

زه نه پوهېږم تاسو ته ولي د داسي اشخاصو ليکنې د لوستلو دي چي هر عمل ، هر فکر او هره خبره يې له سالم دلیل ، راڼه حجت او حقايقو سره متضاد دي او هيڅکله هم د خپل فکر ، اند او تګلارې د ثبوت لپاره د دليل ميدان ته نه شي راتلای لاندي ستاسو د يوه بل ښاغلي حال ليدلای شئ چي څرنګه يې له واقعيتونو ځان پېچلی او غواړي په تشو الفاظو ، خوشکې او غوسې حقايق پټ او د پوښتنو له ځوابه ځان خلاص کړي . :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8791

لاندينی لينک هم ستاسو د هغه شخص د شخصيت په اړه حقايق راته وايي چي تا ته يې ليکنې د لوستلو او ويلو برېښي ، وبه وينئ چي څرنګه له ځانه افتراوې جوړوي خو چي بيا ځواب ورکول شي نو د خبرې د سپينولو لپاره ميدان ته هم نه راځي ولله الحمد :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8928

لاندي به ووينئ چي له يوه بربنډ چېلنج څخه ستاسو هغه کس څرنګه ځان خلاصوي چي تاسو ته يې ليکنې د ويلو برېښي ، دلته يې په واز کومي رابولي : راشه ! صرف لس مسائل دي له قرآن او حديث څخه په اثبات ورسوه نور معاف دي :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8923

هو ! دا هم ووينئ ، يو ځل پوښتنه کوي خو چي نېغ ، منطقي او مستدل ځواب ويني بيا نو له تېښته پرته ځان ژغورنه په بل څه کي نه ويني :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8917

وړاندي راځئ ! ستاسو د عقل د دروازو د پرانيستلو لپاره يوه بله کيلي هم ازمويو ، وګورئ ! چي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم دروغ ستاسو ملاتړو ته څرنګه ښکاري او څومره يې ويلي دي؟ :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8900
دا يې هم د ثبوت لپاره يو بل دليل چي په چيلنج يې را بولي څو خپل عمل د اصولو له مخې سم وښيي :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8478

او دا يې لا هم بل چي په چيلنجونو يې د حقيقت ميدان ته را بولي څو يې له واقعيتونو سره اشنا کړي خو تاسو به ووينئ چي نوموړی ترې په څه ډول تېښته کوي؟ :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6920

د عقلمن لپاره يو دليل ، يو منطق او په يوه حقيقت خبرېدل هم بس دي خو که د چا پر زړونو له حقايقو د ناخبرۍ مهر وهل شوی وي نو د هغوئ لپاره زر او يا هم زرګونه دلايل هم هيڅ دي . :lol:

( صم بکم عمی فهم لا يرجعون )

اوس دي لوستونکي او په خپله ته د برهان له مخې فيصله وکړي چي تاسو ته د يوه داسي شخص ليکنې د لوستلو نه دي چي يوازي حقايق وايي ، واقعيتونه را سپړي ، د خپلې ادعا ، فکر او اند د ثبوت لپاره دلیل لري خو د داسي اشخاصو ليکنې درته په لوستلو ارزي چي له دليله تېښته کوي ، واقعيتونه او حقايق مسخ کوي او غواړي خلګ په تيارو کي په ساتلو سره له منطقه ، پوهي او عقله ناخبره وساتي .

افسسسسسسسسسسسسسسسوسسسسسسسسسسسسسسسسسس

[quote:4d5e4427df="عبدالله صابر"]
زه ددي حديث شريف په صحت پوره باورلرم ،ځکه په دي هکله ستاسو
ځيني علمي اشتباهات رښتينئ صيب هم ځواب کړي ،ته دا شپږروژې مه نيسه
مونږ يی نيسو اوالله جل جلاله څخه دعمر روژو ثواب هيله هم کوو ،
په پورته لنک کښ ستاسو له رسوائی وروسته نوره ستاليکنې کوم اهميت نه
لري بس لکم دينکم ولی دين ، ګرځه ٠[/quote:4d5e4427df]

تاسو د دې حديث پر صحت يوازي د ړانده تقليد له مخې باور لرئ ، که نه هيڅکله به هم د دليل له مخې د دې حديث د صحت لپاره خپل باور ته کومه توجيه وړاندي نه کړای شئ .

رښتيني صيب چي کوم ځواب ويلی هغه د حديثو له فني اصولو سره سم نه دئ ، که موږ اصول وارزوو او بيا پر حديث غور وکړو نو جوته به شي چي په رښتيا هم پورته نقل شوی حديث ضعيف دئ او د نړۍ هيڅ انسان يې په همدې سندونو نه شي سيي کولای .

هو ! پورته چي ته د حذيفه صيب د رسوايي کومه ډنډوره ږغوې نو هلته له نورو دلايلو پرته ستاسو د رسوايۍ هم پوره ثبوت شته دئ او هغه له قرآن او حديث څه ستاسو د مسايلو ثبوت دئ ، بيا هم چيلنج :

صرف لس مسائل مو په قرآن او حديث کي په ګوته کړئ نور معاف دي !!! :lol: :lol: :lol:

په مينه او درنښت


عبدالله صابر
11.09.2012

السلام عليکم

زما له خوا ورکړل شوي لنک خودتا سوماتي لمرغوندي څرګنده ده نوچي
تاسويی نه مانئ مه يی منئ ضرورنه ده که ته حال نه وایی ګوډه پښه دهم
حال وایي ،مستند ې فقهې هرڅه له قران اوحديث څخه ثابت کړي نور ځيني
داشخاص اوافرادو نظرونه دټولي فقهې نمائند ګي نه شي کولائ هسي خو
بريلويان هم ځانونه احناف ګڼي دهغوی ځيني عقائد اوکړني هيڅکله هم فقهې
پوري اړه نه لري ، نورچي تاسوکومه نيوکه کوئ په قران اوحديث ثبوت
غواړئ نوزه له تاسو پوښتنه کوم چي تاسويی په ثبوت ورسوئ چي په قران
اوحديث کښ داسي نه ده داډول ده ؟ يوځای خوتاسوداسلام احکامو ويش
لکه فرض ،واجب ،سنت ،مستحب ،حلال ،حرام وغيره داهم نه منل اوس له
تاسودا پوښتنه کوم چي داپه قران اوحديث کښ پيدا کړئ اودا احکام دکوم ايت
اوحديث له مخي په څه نوم نوموئ ؟؟؟ يعني دي اصطلاحاتوته تاسوڅه وائي
؟؟؟


رښتینی
11.09.2012

وصيل پیروز لیکلي دي :

رښتني صيب ! په پورتني حديث کي دا نه دي ويل شوي چي که دي هر وخت روژه ونيوله نو دا داسي ده لکه د ټول وخت روژه ، بلکي هلته يو ځل د دې شوال د روژو نيول د ټول وخت روژه بلل شوې ده او دا ته چي کومه توجيه ورته کوې دا د هغه حديث د مفهوم په بيانولو کي بېخي بربنډه تېروتنه ده .
په حديث کي يو ځل د دې شوال د روژو نيول د ټول وخت روژه بلل شوې ده او داسي نه دي ويل شوي چي که دي هر کال ونيولې نو دا لکه د ټول عمر روژه داسي ګرزي ، بلکي ستا دا توجيه له ځانه ده او د ثبوت لپاره يې کوم کره دليل نه لرې .

پیروز صیب دایې دلیل دی :
صيام شهر رمضان بعشر أشهر وصيام ستة أيام بشهرين فذلك صيام السنة
رواه النسائي وصححه الألباني

تاسوچې د کوم روایت دضعف ټینګار کوئ دهغه له پاره ما څلور متابعات
راوړي وو او دګڼ شمیر محدثینو دتصحیح خبره مې هم یاده کړې وه خو تاسو بیا
هم په خپلو اصولو او منطق ولاړ یئ ! او دابه شاید ستاسو دحق منلو ښه بیلګه وې
ځکه خو زه په داسې موضوعاتو کې برخه نه اخلم چې په موږ کې دبل د خبري دمنلو
جرئت او میړانه هیڅ شتون نلرې

بیاهم په مینه


عبدالله صابر
11.09.2012

السلام عليکم

رښتيني صيب کور د ودان ،دعمر روژوثواب خودتاسوله خوا په قران هم
ثابت شوچي [color=blue:e2e90bf96b]من جاء بالحسنة فله عشرامثالها [/color:e2e90bf96b] دا
څومره واضحه اشاره ده درمضان يوه مياشت روژه د لس مياشتي شوه ،د
شوال شپږ دبيا دوه مياشتي نوچي هرکال څوک داروژې نيسي نوبياپه کوم
دليل دټول عمر روژو ثواب نه شو؟؟؟
دوهم ما دهمدي حديث شريف په هکله له خپل يوملګري اوچت عالم چي د
مديني منورې مدرسې څخه فارغ اودکتوردی اود حذيفه او وصيل پيروز
په ځينومسائلوکښ هم فکره هم ګڼل کيږي پوښتنه وکړه نوموړي داحديث 
شريف صحي وبله او وويل چي په بخاري اومسلم کښ چي کوم احاديث دي
هغه که څه هم ځيني خبري پکښ وي هغه ضعيف نه بلل کيږي اودمتن په
لحاظ صحي وي ،کوم خلک چي يی ضعيف بولي هغوی خطاشوي دي ٠


وصيل ( پېروز )
12.09.2012

[quote:4fcec54bb3="عبدالله صابر"]السلام عليکم

زما له خوا ورکړل شوي لنک خودتا سوماتي لمرغوندي څرګنده ده نوچي
تاسويی نه مانئ مه يی منئ ضرورنه ده که ته حال نه وایی ګوډه پښه دهم
حال وایي
[/quote:4fcec54bb3]
وعليکم السلام
سمه ده زه تيار يم چي خپله ماته درسره ومنم خو هغه مهال چي تاسو هم د خپلې فقهې د مسائلو د تثبيت لپاره نصوص را وړاندي کړئ او څو چي مو دا کار نه وي کړی هيڅکله به مو هم خلګ په دې هوايي ډزو غوږ ونه ګروي .
[quote:4fcec54bb3="عبدالله صابر"]
مستند ې فقهې هرڅه له قران اوحديث څخه ثابت کړي
[/quote:4fcec54bb3]
ښاغلی صابر صيب ! فيصلې به يوازي پر تشو ويناوو نه کوو بلکي بايد د ثبوت لپاره يې دد ليل او برهان ميدان ته راشو زه صرف تا ته يو څو مسائل وړاندي کوم ما ته هغه ايت او حديث را وښيه چي دا مسائل ترې استنباط شوي دي زه بلکي موږ ټول درته مات يو :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8923
[color=cyan:4fcec54bb3][size=24:4fcec54bb3]صرف دا لس مسائل مو ثابت کړه نور به ومنو چي فقه له قرآن او حديث څخه اخيستل شوې . [/size:4fcec54bb3][/color:4fcec54bb3]
[quote:4fcec54bb3="عبدالله صابر"]
نور ځيني
داشخاص اوافرادو نظرونه دټولي فقهې نمائند ګي نه شي کولائ هسي خو
بريلويان هم ځانونه احناف ګڼي دهغوی ځيني عقائد اوکړني هيڅکله هم فقهې
پوري اړه نه لري ،
[/quote:4fcec54bb3]
دا به هم د یو امکان په توګه درسره ومنو چي د هر چا نظر د حنفي فقهې برخه نه شي ګرزېدای او ځيني شيان له ځانه پکي ور ګډ شوي دي خو موږ چي تاسو ته کوم مسايل وړاندي کړئ په هغو کي را وښياست چي کومه مسئله ناسمه ده ؟ او کومه يوه يې خلګو له ځانه ور ګډه کړې؟ . !
لطفاااااااااااااااااااا
[quote:4fcec54bb3="عبدالله صابر"]
نورچي تاسوکومه نيوکه کوئ په قران اوحديث ثبوت
غواړئ نوزه له تاسو پوښتنه کوم چي تاسويی په ثبوت ورسوئ چي په قران
اوحديث کښ داسي نه ده داډول ده ؟
[/quote:4fcec54bb3]
ښاغلي حذيفه صيب د هغو پوښتنو او يا هغو مسائلو د مطرح کېدلو پر مهال ځای - ځای هغه نصوص نقلول چي د فقهې عبارتونه به ورسره ټکر ول او بيا يې په دې اړه يوه جلا موضوع خلاصه کړه او هغه مسائل يې پکي کښېښودل چي له نصوصو سره يې څرګند تضاد درلود خو د تيارو په غېږ کي اوسېدونکو دا نه خوښوله چي د تحقيق په پلوشو کي د هدايت پر نېغه لاره له کوم تردد او تزلزل پرته مزل وکړي له همدې کبله یې د هغې کړکۍ د بندېدلو کرغېړن ګام واخيست .
لينک يې دادئ :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8930
په دې لينک کي له دليل سره مل مطرح شوي مسائل په لاندي ډول دي :
نبوي حديث :-
لمونځ يوازي په سلام پای ته رسېدای شي .
حنفي فقه :-
له لمانځه په متضاد عمل او يا ګوز هم لمونځ پای ته رسېدای شي .

نبوي حديث :-
پر مړي پاتي روژې ولي نيولای شي .
حنفي فقه :-
پر مړي پاتي روژې ولي نه شي نيولای .

نبوي حديث :-
د پنځم رکعت په کولو د سهوې دوې سجدې کېږي .
حنفي فقه :-
د پنځم رکعت په کولو ټول لمونځ باطلېږي .

نبوي حديث :-
وتر يو رکعت او يا هم تر دې زيات کېدلای شي .
حنفي فقه :-
نه ! وتر درې رکعتيز دي او په منځ کي يې په سلام بېلوالی نه شته .

نبوي حديث :-
د جمعې د خطبې پر مهال دوه رکعته لمونځ ضروري دئ .
حنفي فقه :-
د جمعې د خطبې پر مهال لمونځ نه شي کېدای .

نبوي حديث :-
لمونځ يوازي د رسول الله پر طريقه کېدای شي .
حنفي فقه :-
له دې طريقې په جلا هم کېدای شي .

نبوي حديث :-
په لمانځه کي ستره ضروري ده .
حنفي فقه :-
نه ده ضروري .

دا خو صرف د حنفي فقهې د مسائلو يو څو بېلګي دي چي له نص سره تضاد لري بلکي په سلګونو داسي مسائل شته چي په څرګند ډول له نص سره په ټکر کي دي .

نو

سترګورو ! پند واخلئ !
[quote:4fcec54bb3="عبدالله صابر"]
يوځای خوتاسوداسلام احکامو ويش
لکه فرض ،واجب ،سنت ،مستحب ،حلال ،حرام وغيره داهم نه منل اوس له
تاسودا پوښتنه کوم چي داپه قران اوحديث کښ پيدا کړئ اودا احکام دکوم ايت
اوحديث له مخي په څه نوم نوموئ ؟؟؟ يعني دي اصطلاحاتوته تاسوڅه وائي
؟؟؟[/quote:4fcec54bb3]

هر څه د اسلام وېش مه بوله ! موږ تل پر نص بسنه کوو کوم عمل چي په نص کي په کوم نوم بلل شوی وي هماغه نوم ورته کاروو ،،، که ستا ياد کړی وېش په حديثو کي وي هم راته د منلو دئ او که نه وي نو هيڅکله به يې هم ونه منم ځکه د الله رسول وايي :
من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد. ( متفق عليه )
ژباړه : که چا داسي کار وکړ چي زموږ امر ورسره نه وو نو هغه کار يې مردود دئ .

زه له تا پوښتم ته چي د الله په دين کي کوم وېش کوې د کوم دليل له مخې يې کوې؟؟؟
د الله رسول خو هغه عمل مردود بولي چي د وحې دليل ورسره نه وي ، که ته د خپل عمل د ثبوت لپاره د وحې دليل لرې نو وړاندي يې کړه زه يې هم منم او که نه وي بيا بېخي دې ته اړتيا نه شته چي يادونه يې وشي .


وصيل ( پېروز )
12.09.2012

[quote:d3d589dc17="رښتینی"]وصيل پیروز لیکلي دي :

پیروز صیب دایې دلیل دی :
صيام شهر رمضان بعشر أشهر وصيام ستة أيام بشهرين فذلك صيام السنة
رواه النسائي وصححه الألباني

تاسوچې د کوم روایت دضعف ټینګار کوئ دهغه له پاره ما څلور متابعات
راوړي وو او دګڼ شمیر محدثینو دتصحیح خبره مې هم یاده کړې وه خو تاسو بیا
هم په خپلو اصولو او منطق ولاړ یئ ! او دابه شاید ستاسو دحق منلو ښه بیلګه وې
ځکه خو زه په داسې موضوعاتو کې برخه نه اخلم چې په موږ کې دبل د خبري دمنلو
جرئت او میړانه هیڅ شتون نلرې

بیاهم په مینه[/quote:d3d589dc17]

رښتنی صيب ! تاسو خو د دې پر ځای چي حقايقو ته ځير شئ په خپل ذهن کي پر غير واقعي خيالونو ټينګار کوئ چي نه دا رښتيا دي !!! . تاسو چي د هغه حديث لپاره کوم متابعات وړاندي کړل ول هغه هيڅکله هم د هغه حديث لپاره متابع نه شي جوړېدای ، ما هسي په دلیل ويلو مه ستړی کوه په دې اړه ښاغلي حذيفه صيب درته وړاندي مفصله ليکنه کړې ده لطفا یو ځل يې د انصاف په رڼا کي ولوله درته جوته به شي چي ايا هغه احاديث د پورتني حديث لپاره متابع جوړېدای شي او که نه؟؟؟.

د دې دوو احاديثو تر منځ ډېر توپير شته دئ ، ستاسو نقل کړی پورتنی حديث هيڅکله هم د هغه حديث لپاره متابع نه شي کېدای چي ښاغلي صابر صيب نقل کړی دئ ځکه ستاسو په پورتني حديث کي ويل شوي چي د شوال د روژې يو ځل نيول د يوه کال ثواب لري خو ښاغلي صابر صيب چي کوم حديث نقل کړی وو د هغه مفهوم داسي وو چي د شعبان د شپږو روژو يو ځل نيول د ټول عمر ثواب لري ، همدا روايت ضعيف دئ او ستا روايت د دې روايت لپاره هيڅ متابع نه شي جوړېدای ځکه د دې دواړو په الفاظو ، معنا او مفهوم کي ستر توپير شته دئ .

زه ان شاء الله هيڅکله هم له حق ويلو مخ نه اړوم خو چي حق په سم ډول را ته ورسېږي ، تاسو چي دلته په پټو سترګو کوم څه ته حق واياست دا هيڅکله هم د انصاف په رڼا کي حق نه شي کېدای زما خبرې ستا د خبرو لپاره هيڅکله هم ملاتړې او متابع نه شي ګرزېدلای دا ځکه چي په معنا کي يې توپير دئ او سره متضادې دي ، دا پورتني احاديث هم همداسي بېلګه لري نو ايا که څوک دا دوه متابع سره ګڼي او بيا يې له فني ضعف سره - سره حق ګڼي پر سمه ګڼلای شو؟.

ښاغلی رښتني صيب ! تاسو بايد په هر بحث کي خپل دليل او نظر وړاندي کړئ ، پر يوه موضوع د دليل له مخې بحث کول هيڅکله پالتو جنجال نه دئ بلکي دا زموږ ، ستاسو او ټولو لوستونکو په پوهي او علميت کي زياتونه کوي .

په مينه او درنښت


عبدالله صابر
12.09.2012

السلام عليکم
[quote:dd2af7595b]هر څه د اسلام وېش مه بوله ! موږ تل پر نص بسنه کوو کوم عمل چي په نص کي په کوم نوم بلل شوی وي هماغه نوم ورته کاروو ،،، که ستا ياد کړی وېش په حديثو کي وي هم راته د منلو دئ او که نه وي نو هيڅکله به يې هم ونه منم [/quote:dd2af7595b]
پيروز صيب له دي پوښتنې خود داسي سوچه تيښته کړي چي بياد شا ته هم
نه دي راکتلي ، زه غواړم پوهه شم چي تاسو دا اصطلاحات په کوم نوم
نوموی ؟؟؟ په نص کښ څه ډول راغلي ؟ ؟ يا په نص کښ ورته څه ويل
کيږي همدا پوښتنه کوم ؟؟ مکروه مباح اونورپه نص څرنګه پيژندل کيږي ؟؟
بس داځوابونه غواړم ،زه ځان پوهول غواړم ٠

دوهم دست شوال په هکله خوماډير له کره اوجيدو معتبروعالمانو او ان له
دتاسو هم مسلکواوهم نظرو څخه تحقيق وکړهغو دا حديث صحي وبله اوددي
ضعيف والئ رد کړ ،نوما ورڅخه دانتيجه واخسته چي دلته حذيفه او وصيل
پيروزکوم بل مشن اومقصد پرمخ وړي هغه په مسلمانانوکښ نفاق اوبي اتفا
قي اچول چي داسلام دوښمنانولوی ارمان دی ،ترڅو مسلمانان په خپل منځ
کښ لاس اوګريوان وي ، ځکه په دومره منل شوي حديث شريف کښ ګوتي
وهل ياچاخبره په کوچو کښ مچ لټول که دنفاق ته لمن وهل نه دي نو نورڅه
دي ؟؟؟ رښتيني صيب هم درته هرڅه په زورزير وښودل خوبيا يی هم تاسو
نه منئ چي نه منئ مه یی منئ ،بياهم لکم دينکم ولی دين ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more