د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

معجزې اوکه داسلام دوښمنانو دسيسې ؟

عبدالله صابر
16.08.2012

السلام عليکم

لومړئ داخبرولولئ اوبيا نظر ورکړئ

تیره شپه په کابل کې دیوې تنکۍ نجلی پرمخ دالله اومحمد نومونه راڅرګندشول. پخواله دی هم دی ته ورته پیښی رامنځ ته شوی وی خودا لومړی ځل دی چې دروژی په اووه ویشتمه داسی یوحالت رامنځ ته کیږی. وږمه د۱۲کالو ده ا واوس مهال په پنځم ټولګی کې زدکړي کوي،نوموړې وایی یوه اونی وړاندی یی په مخ کې دسوروالی نښي راڅرګندي شوې اوسوځيدلي ته ورته داغ یې درلود خو د وږمې په ویناچي هیڅ رنګه درد او سوخت یی نه دی احساس کړی.

وږمه وایی په روژه کې خپل زیات وخت عبادت اودقرانکریم تلاوت ته ځانکړی کړی و دهغۍ په وینادروژې په ۲۷ يې دقرانکریم له ختم وروسته یوناپیژانده کس چې سپینه ږیره یې درلوده هغې ته راغی اوپه سریې لاس ورته راکش کړ. وږمه وایی ددی حالت په کتو وویریده اوپه بیړه دپلار کوټی ته راغله اوتیرجریان یی ورسره شریک کړ.

دوږمی پلارحاجی رسول خان وایی کله چې وږمه دده کوټی ته راننوته ویریدلی ښکاریده اوپرمخ یی دالله ترڅنګ دمحمدنوم راښکاره وو. وږمه غواړی دقرانکریم حفظ ته ادامه ورکړی اوپاتی قرانکریم هم یادکړی هغۍ له ټولومسلمانانووغوښتل چې له بدومخ واړوی اونیکوکارونوته مخه کړی. بایدوویل شی پخواله دی په روسیه کې هم دورته یوماشوم په وجوددقرانکریم ایتونه راښکاره سوي وو .

اړوند خبرونه :
--------------------------------------------------------------------------------
روسيه : د يو ماشوم پر بدن د قرآني ایاتونو راښکاره کېدل

http://www.larawbar.net/33294.html

هی زماساده باده افغانانو وروڼو، کله به پوهيږئ ، بي له شکه چي دالله
جل جلاله په وحدانيت کښ مونږ بي شميره دلائل لروچي ترټولو لوی دليل يی قران کريم دی خود څوکالو را پد يخوا زما په فکر داسلام دوښمنانويو ه نوي
دسيسه په کاراچولي هغه داچي کله داسمان په وريځو، سمندر په ځګ ،
هندواڼې ،هګئ اودانسانانوپه پوستکې دالله جل جلاله نومونو ياد قران کريم
اياتونو انځورونه اوعکسونه خپره وي ، چي زما دمعلوماتوله مخي داډول
عکسونه دکيمرې يوې الې په مټ چي غالبا پوتوشوپ نوميږي جوړيږي اوبيايی په انټر نټ خپره وي ترڅو مسلمانان تريو وخت پوري په دي باوري
کړي چي ګني ستاسو دين رښتيا هم په حقه دی دادی دالله اومحمد نومونه په
معجزانه ډول څرګنيږي ،
ښايی دوی به ډيرې موخې لري خوزه چي فکرکوم داسلام دوښمنانويوهدف دا
دی چي غواړي ترڅه مودې پوري مسلمانانوپام همدي طرف ته واړه وي او
بياورته په کمين  کيني ډزپري وکړي يعني کله چي مسلمانانو له قران کريم
پرته نورو دلائلو پسي لاړل نوبيابه دا ډول عکسونه خپريږي چي داسمان په
وريځو، دحيواناتواوانسانانو په پوستکوبه نعوذ بالله ليکلي وي ، الله نشته
محمد دالله اخري پيغمبر نه دی ،عيسی دالله زوی دی داسي نور
نوکه مونږ اوس ددوی دا ډول عکسونوتحقيق او رد نه کړو په هغه وخت کښ
بيا رده ول مشکل وي اوساده مسلمانان به بيا دشکوک اوشبهات ښکار کيږي
راځی چي چا څومره وس کيږي خپل مسلمانان وروڼه خبر اوپوهوو چي مونږ
دالله جل جلاله وحدانيت لپاره داډول دلائلوته اړتيانه لرو مونږسره قران
کريم شته بس هغه کافي دی ٠
درنو لوستونکو
تاسو دوږمې خبرته پام وکړئ څومره په هنراوترتيب جوړشوئ ،د روژې
اوويشتم دقران کريم تلاوت سپين ګيري سړي راتګ بيا پري لاس راښکل
اوپه مخ يی دالله محمد نومونه ښکاره کيدل زه خويی ښکاره دروغ ګڼم
دجينئ کورنئ اوپلارته خدای ورکړه اوس به يی په کورکښ دخلکوهجوم وي
څوک پنځه سوه څوک به زرافغانئ ورکوي او اصلي قيمت خوي پاتي دی
هغه داچي دا وکيلان اووزيران به يی اوس له ډالروسره تلي ډيري مرکې به
ورځي اوښای تريولاک ډالرو پوري بلي پري وشي بس دجينئ پلاره مزې کوه
دا ساده باده خلک غولوه ، نورخو مو وس نشته بس دا سوال به کوو چي د
طالبانو چړو ته ور برابر شي ٠


حذيفه
17.08.2012

صابر صیب!
زه هم در سره موافق يم ، اسلام دښمنه ځواکونه د اسلام پر خلاف له هر ډول وسلې کار اخلي او هم يې اخیستی دئ ، نو بايد پوه سو چي دا مو له دينه بې دينۍ ته بولي او نور يې هيڅ هدف نه سته .


عبدالله صابر
17.08.2012

السلام عليکم
حذيفه صيب
په دي هکله هډه وال ويبپاڼه کښ هم په زړه پوري اړوند مطلب خپورشوئ


لیکوال: عنايت الله کاکړ

دا څو ورځې وشوې چې پر فيسبوک کې د يوې داسې انجلۍ انځورونه ويشل کيږي چې په افغانستان کې يې پر مخ او د بدن پر نورو برخو د الله جل جلاله او محمد صلی الله عليه وسلم نومونه څرګند شويدي.
موږ پداسې حال کې چې دا څه د الله تعالی له مطلق قدرته نه ليري او بعيد نه بولو او لوی خدای جل جلاله په قرآنکريم کې پدې اړه فرمايلي هم دي:

سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ

شَيْءٍ شَهِيدٌ

يانې ژر ده چې موږ به ورښکاره کړو دغو منکرينو ته زموږ نښې په کايناتو او همدا راز د دوي په ځانونو کې چې دوي ته څرګنده شی چې الله تعالی(وجود او وحدانيت يې) يې حق دی، آيا ستا د پالونکي لپاره همدومره کافي نده چې پر هر څه شاهد دی(يانې هرڅه یې پخپله پنځولي او پر خپل دغه پنځونه شاهد هم دی)
دغه آيت که څه هم ځينې خلک دچا پر بدن باندي د دا ډول نادرو انځورونو دليدلو پرمهال د حوالې په ډول راوړي، خو حقیقت دادی چې مفسرين پدې آند دي چې د انسان د وجود جوړښت پخپله د الله تعالی د قدرت،وجود،صانعيت او وحدانيت تر ټولو ستره نښه ده.
دغه وروڼه چې دا ډول انځورونه خپروي، د هغوي پر ښه نيت شک نشي کيدلای، خو دوي خبر ندي چې د دا ډول چارو تر شا څومره سترې شيطاني دسيسې نغښتي دي...

وروڼه دې خبر وي چې دا لومړی ځل ندی چې د الله او رسول په مبارکو نومونو دا ډول مسخرې کيږي. دغه مسخرې وار دمخه په عربي او نوره اسلامي نړۍ کې په کراتو مراتو شويدي چې اوس هلته خلک او چارواکي ورسره پوه دي او هيڅوک نشي کولای چې پدا ډول ډرامه بازيو سره څوک تېرباسي.

خو موږ چې لا تر نوري نړۍ وروسته پاتي يو، دا دی ايله اوس له دا ډول ډرامو سره مخامخ کيږو. دغه ډول انځورونه ټول جعلي دي او پر بدن باندي حک شويدي.
[color=blue:f7b3f9cb0e]دغه ډول حکاکي دلته په کراچۍ کې د سلو کلدارو په بدل کې په دومره هنرمندانه ډول ترسره کيږي چې سړی ورته دقيق پام ونکړی دا اندازه نشي لګولای چې حک شوی انځور دي جعلي وي.[/color:f7b3f9cb0e]د ټګانو او برګانو دغه ډله غواړي په دا ډول کرتبونو سره د خلکو پر ايمان او باور لوبي وکړي او د ولس سادګي او ښه نيت د خپلو شومو شيطاني موخو او ټيټو ځانی ګټو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي. هيله ده زموږ مسلمان ولس له دغې فتنې ځانونه خبر کړي او په نا آګاهانه ډول د ټګانو د نړيوالي مافيا له لوري د هغوي د توطيو د لا پراخولو سبب نشي .

د دغې انجلۍ پر بدن څرګند شوي نومونه مطلقا دروغ دي، له ځانه یې جوړ کړيدي او د دې کار ترشا ماته ډيره لويه دسيسه پټه ښکاري

...و ما علينا الی البلاغ المبين..

http://hadawal.blogspot.com/2012/08/blog-post_7299.html


عبدالله صابر
17.08.2012

السلام عليکم

په دي اړوند په بي بي سي کښ يوه بله ليکنه


د نجلۍ پر مخ سپېڅلي نومونه او څو پوښتنې
ملالۍ بشير

اروپا مېشته افغانه ليکواله


له تېرو دوو ورځو راهيسې پر انټرنېت او په ځانګړي توګه فېسبوک داسې يوه ويډيو بې حده مشهوره شوې چې په کې يوه ۱۲ کلنه نجلۍ ښکاري.

هغه وږمه نوميږي او کامرې ته پر خپل مخ د الله (ج) او محمد(ص) د نومونو په ښودلو سره ادعا کوي چې دا ورباندې له هغه وروسته راښکاره شول چې د سپينو جامو اغوستی يو سپين ږيری سړی ورته راغی او پر هغې يې ټېکری ورتېر کړ.
پلار يې هم دا خبره تایيدوي خو په لږ توپير سره.

د هغه په وينا سپين ږيري يې لور ته لاس پرمخ او پر سر ور تېر کړی دی.

دا توري داسې ښکاري لکه په نکرېزو چې ليکل شوي وي.

افغان ټېلوېزيوني کانالونو د وږمې په اړه د خپلو رپوټونو پر مهال د هغې د کورنۍ خبرې راخيستې او له لېرې پرتو سيمو د ورتلونکو خلکو ژړا، دعا او د خدای د دې (معجزې) په اړه هک حېرانېدل يې ښودلي.

خو يوه خبريال هم دا نه دي کړي چې د ساينس په دې پرمختللي زمانه کې د وږمې پر پوستکي د راښکاره شوو نومونو په اړه طبي څېړنه وکړي او د کوم جلدي ډاکټر سره خبرې وکړي.

په انټرنېټ کې يو ساده لټون د پوستکې داسې ډېرې ناروغۍ را ښودلای شي چې په هغه کې د انسان جلد پړسېدلی او يا هم د کاغذ تر حده نازک کېدلای شي چې بيا پرې هر رنګ ليکل وغواړئ، کېدای شي.

په دې ناروغيو کې يوه هم ډرماتوګرافيک ارټيکاريا ده چې په ويکپيډيا کې يې په اړه لوستلای شئ.
وږمې ويډيو په زرګونه ځلې په فېسبوک کې شريکه شوې.

ډېرو خلکو د الله (ج) د وحدانيت نخښه ګڼلې او کمو يې په اړه شکونه ښودلي.

شک کوونکي کم دي خو اندېښنې يې پر ځای دي.

لومړۍ خبره دا چې خدای پاک ولې داسې معجزو ښودلو ته اړ دی؟ آيا دا ټول کاينات او په خپل حضرت انسان معجزه نه ده که څنګه؟

دوېمه خبره دا چې د خدای (ج) او محمد (ص) نومونه هر وخت په عربي ولې راڅرګندېږي؟

کېدای شي عربي د قران د ژبې له امله سپېڅلې وګڼو خو په نړۍ کې ډېر مسمانان په نورو ژبو هم ليک لوست کوي.

دا نومونه ولې په هسپانوي، انګرېزي، روسي، فرانسوي او داسې نورو ژبو نه دي؟

آيا د عربي ليکدود نه لوستونکې هغومره ښه مسلمانان نه دي که څنګه؟

که داسې معجزې په نورو ژبو راښکاره شي، غېر مسلمانو ته به چې په عربي نه پوهيږي، ښه او مستقيم پيغام وي که نه؟

او يا دا چې د وږمې پر مخ او غاړه دا نومونه ولې په منعکسه توګه ليکل شوي دي لکه په هينداره کې چې په کتلو سره کښل شوي وي او پر لاسونو يې په ښي توګه؟
زموږ ډېری وطنوال او آن لوستي خلک هم تر دې دمه مريخ او سپوږمۍ ته د انسان د تګ په اړه شک لري.

که ساينس پوهان له مريخ او سپوږمۍ تصويرونه هم راوړي، دروغ ورته ښکاري نو بيا د يوې نابالغې جلۍ پر مخ د سپېڅلي نومونو راښکاره کېدل ولې په ساينسي توګه ونه څېړل شي؟ آيا ساينس او اسلام يو بل ردوي؟

په رسېدلې نړۍ کې که د مذهبي ټګۍ تور پر يو چا ثابت شي نو هغه ته د قانون له مخې سزا ورکول کېږي خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې که يو څوک پر داسې شي نيوکه کوي نو د اسلام په سپکاوي تورنېږي، يوه قانوني پلټنه خو لا لېرې خبره ده.

څرنګه چې زموږ خلک په اسانۍ سره د مذهب په نامه د غولېدو تاريخچه او کمزوري لري نو دا به هم بې ځايه نه وي چې وږمه جانه به ډېر ژر د خلکو د تعويذونو په کښلو، د کوډو او جادو په مخنيوي او د پېريانو په ولاړولو پيل وکړي.

که دا نه وي پر مخ يې د خدای پاک او د هغه د رسول مبارک نومونو هم د هغې د کورنۍ د ژوند د ژرندې چلولو لپاره کافي دي.

له دې وروسته به د ۱۲ کلنې سپېڅلې وږمې اقتصادي ستونزې حل، نوم به يې په برخه او خلک به ترې تاو ګرځي نو ځکه خو ښايي ښوونځي ته د تګ ضرورت هم ونه لري.

نه به معلمه شي، نه به ډاکټره او نه هم نور څه.
موږ افغانان ساده خلک يو خو يو نيم راکې داسې هم شته چې پر دې مو سر خلاص دی چې زموږ لپاره به معجزه زموږ په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلل او له توهماتو پاک داسې يو افغانستان وي چې وګړي به يې د ۲۱ پېړۍ سره جوخت روان د تعليم او پوهې په جامه کې پټ وي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2012/08/120817_ss-malalai-girl-with-allahs-name-on-her-skin.shtml


تاییدی


Mazharee
17.08.2012

صابرصیب! الله پاک دی خیرونه اوثوابونه درکړی، دالله پاک وجود اووحدانیت ، درسول اکرم(ص) رسالت اوداسلام حقانیت پداسی قطعی ، یقینی اوبدهی دلائلوباندی ثابت دی، چی په مقایسه کی یه، داسی مشکوکو کارونوته هیڅ احتیاجی اواعتبارنشته.
{وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ}.
ژباړه: کچیری ددوی څڅه پوښتنه وکړی: چی چاپیداکړیدی آسمانونه اوځمکی؟ اوچاودرولی دی لمراوسپوږمی ؟ دوی به خاماخاووایی : الله ، بیانوولی دوی دالله اعراض کوی( دالله دوجود اوتوحید دمنلوڅخه).

{وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ}
ژباړه: کچیری ددوی څخه وپوښتی: چی دوی چاپیداکړیدی؟ نودوی به خاماخاووایی: الله ؛ نوبیاولی دوی اعراض کوی. ( دالله دوجود اوتوحید دمنلوڅخه).

{وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ}
ژباړه: کچیری ددوی څخه پوښتنه وکړی: چی څوک دآسمانه څخه اوبه راشوه کوی؟ بیاپه هغوباندی مځکه وروسته ترمرګه ژوندی کوی، نودوی به ووایی : الله، نوووایه ثناء خدای پاک لره، بلکه اکثره ددوی نه پوهیږی.

{لَوْ كَانَ فِيهِمَآ آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا}
ژباړه: کچیری په آسمان اومځکه کی دیوالله نه پرته نورخدایان هم وایی نوداآسمان اومځکه به فاسد شوی وای.


حذيفه
18.08.2012

وعلیکم السلام !
صابر صیب!
ستا له اند سره بشپړ توافق لرم ، خبره همداسي ده لکه په مضامينو کي چي يې ګورو ، البته ځيني جاهل خلک به تل هڅه کوي چي همداسي نخرې وکړي لکن لوستي او عليم یافته خلک بايد د دې بې بنسټه کیسو مخه ونیسي .
ډېر ښه وشول چي ژر يې خلکو پر ضد ليکنې وکړې که نه سبا به دا کیسه هم راته د مشکلاتو ډکه وه ځکه ځينو به کرامات بلله ، یوشمېر خلکو به نجلۍ ته عقيده سموله نورو به بیا ناوړه چارې تر سره کولې او دلیل به يې همدا کیسه وای.
خیر الله مو له موږ سره بریالي لره.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more