د موضوعګانو سرپاڼه
د پښتو او پښتنو حجره
خبرې مه کوئ
larghonay laraway
15.08.2012
الکه ډېر به نه کړتېږئ چې هسې هم روژه ده او په دې روژه کې د بلبلو چغار هم بد لګېږي!
پرېږدئ چې په دې حجره کې يوه سترګه خوب وکړم، تر غرمې پورې مې کار وکړ اوس دلته تاسو کړتې شروع کړې دي!
Re: خبرې مه کوئ
pattang
15.08.2012
[quote:abb8d280c4="larghonay laraway"]الکه ډېر به نه کړتېږئ چې هسې هم روژه ده او په دې روژه کې د بلبلو چغار هم بد لګېږي!
پرېږدئ چې په دې حجره کې يوه سترګه خوب وکړم، تر غرمې پورې مې کار وکړ اوس دلته تاسو کړتې شروع کړې دي![/quote:abb8d280c4]
الکه لر غونيه!
بيدار اوسه ، يوه سترګه پټه او بله لوڅه نيسه !
ګوره چې دشمال لنډغر او دفهيم اربکيان دې ونه تښتوي !
بيا به چېرې ستا د خلاصولو لپاره واسطې کوو او پيسې به ټولوو !!