اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
باطل پال د حقپالو په پنجو کي
حذيفه
01.08.2012
ټولو لوستونکو ته جوته ده چي موږ غوښتل په معياري او له اصولو سره په سمه طريقه له ښاغلي مظهري صيب سره بحث وکړو مګر نوموړی د دې پر ځای چي اصولو ته غاړه کښيږدي او دلايل واوري په هسي خوشي چټي خبرو ، توپونو ، ځان په ستاينه او بېلابېلو اوتو بوتو د لوستونکو په ذهنونو کي دا ورکوي چي ګواکي زه د دي ډګر بريالی او فاتح يم خو تر لمر روښانه ده چي نوموړی خپله ماتي ، دروغ او حق پټونه په دې چلبازيو نه شي پټولای بلکي دا هر څه د ده پر څرګندې ماتي او څرګندې ناکامۍ هغه کلک براهین دي چي نوموړی يې په وړاندي له ځواب ويلو عاجز دی .
نوموړي په لومړي سر کي ګڼې پوښتنې کښيښودلې حال دا چي د داسي موضوع لپاره بايد لومړی لار هواره شوې وای او د دواړو غاړو تر تياري وروسته دا کار پيل شوی وای خو نوموړي په ډېره بې انصافي او چلبازي په يوه ځل تر څلوېښتو پوري له واقعيتونو او حقيقتونو لرې پوښتنې کښېښودلې چي که يي سړی د حق په عينکو کي وګوري نو يو ماشوم به هم په کړس – کړس پري وخاندي خو ...
ما غوښتل نوموړي ته همالته په منطقي ډول د هرې پوښتنې مفصل او مدلل ځواب ورکړم خو مظهري پوهېدی چي په دې ډول يې ماتي يقيني ده او نه شي کولای د څرګندو دلایلو تر را دبره کېدو وروسته خپله باطله نظريه وساتي او په دې ډول به د خلکو په وړاندي مخ تورن ثابت سي نو د همدې لپاره يي وخت نا وخته په بيلابیلو نومونو ګڼې موضوعګانې مطرح کړې ، زما د ځواب پر مهال به په هره خبره کي لکه مچ را غورزيده ، کوشش يي کاوی چي زما د سالم او مدلل ځواب ویلو مخه ډب کړي او لوستونکي ونه سي کړای چي زما له ځوابه سم فهم واخلي . د ده د دې چلبازيو ، دوکو او غير عقلي و نقل عمل په غبرګون کي زه هم لاندي له نوموړي پوشتني کوم ، دی دي زما د پوښتنو ځواب ووايي .
دې کار ته مي لکه چي وړاندي وویل ځکه لاس واچاوه چي نوموړی نه غواړي پر يوه مستقله موضوع مدلل او ارام بحث وسي بس يوازي توپونه ، پر الله او رسول دروغ او د ځان ستاينه يي زده ده نور نو د منطقي ، سالم او مدلل بحث وړ نه دی . له دې کبله زه هم د ده د پوښتنو په عکس العمل کي دا پوښتنې ږدم او په چيلنج ترې پوښتم :
۱ ــ تاسو ته چا اجازه درکړه چي د الله واحد دين پر څلورو برخو وويشی ؟ ، په داسي حال کي چي الله د يووالي امر کوي لکه چي وايي : ( واعتصموا بحبل الله جميعا و لا تفرقوا ) او همدا راز که د اسلام د وېشلو اجازه وي نو په څلورو مذهبونو کي مو د کوم دلیل پر بنياد را منحصر کړی دی؟.
۲ ــ تاسو چي د الله واحد دين اسلام پر څلورو ټوټو تقسيم کړ نو اوس ويلای سي چي په دې مذهبونو کي کوم يو حق دئ؟ ځکه هر يو د بل نفې کوي ايا د الله په دين کي دومره تضاد وي؟.
يو څو بېلګي به يې درکړم ځکه تاسو خو ړانده چرګان ياست تر اوسه په دې هم نه ياست خبر :
حنفي مذهب : په وينه اودس ماتېږي ، حرامه ده او کالي په مرداريږي .
شافعي مذهب : په وينه اودس نه ماتيږي ، حرامه نه ده او جامه هم نه په مردايږي .
نو که يو څوک له شافعي مذهب سره سم اودس وکړي او بيا يې له بدنه وينه ووزي وروسته لمونځ ادا کړي نو لمونځ يې سيي دئ خو له حنفي مذهب سره سم که يې داسي وکړل نو کافر سو ځکه سجده يې بي اوداسه وکړه . !!!
حنفي مذهب : الحمدلله ویل په لمانځه کي جواز نه لري او ان ځيني افراطیان وايي که چا وویله خوله دي يې له ايرو ور ډکه سي .
شافعي مذهب : الحمدلله ویل فرض دي ، که يې څوک ونه وايي لمونځ يي نه سيي کيږي .
نو له حنفي مذهب سره سم باید د امام شافعي خوله له ايرو ډکه سي او له شافعي مذهب سره سم بيا له امام ابو حنيفه نیولي بیرته تر تا دروغجن پوري د يوه لمونځ هم نه دئ سيي . ايا ويلای سي چي په دې خبرو کي کومه يوه اسلام دی ؟ او تاسو خو دعوه کړي چي څلور سره مذهبونه اسلام دي . !!!
حنفي مذهب : په لمانځه کي رفع اليدين نسته ځکه هغه روايات منسوخ سوي دي .
شافعي مذهب : په لمانځه کي رفع اليدين ضروري دي ځکه روايات يي کره ، صحيح او د نه رفع اليدين روايات نه دي ثابت .
دي دوو متضادو اندونو ته په پام که چا په لمانځه کي رفع اليدين وکړل لمونځ يي سيي دئ خو بله وايي نه ! که يې وکړل نه دي سیی !!!
حال دا چي دوی يې يو اسلام ګڼي نو دې پورتني تضاد ته دوۍ د اسلام د کوم امر په سترګه ګوري؟؟؟.
او همداسي نور مسايل هم دي چي د دې مذهبونو تر منځ د حرمت و د حلت ، د جواز و نه جواز ، سنت و بدعت ، اسلام و کفر اختلافات را دبره کوي خو تاسو ورته يو اسلام واياست او حق يي بولۍ . !!!
۳ ــ د الله دين مکمل دي که نه ؟
که مکمل نه وي نو د هغو مسايل حل به له کومه کوو چي په قرآن او حديث کي نه وي؟.
۴ ــ تاسو خو دعوه کوی چي امام ابو حنيفه سل ځله الله په خوب ليدلی دی خو بير ته ستاسو د عقيدي کتاب شرح العقائد النسفيه وايي چي که چا داسي وويل هغه کافر دئ او دا خبره مولوي عبد العلي ديوبندي هم کړي ده ؟ د امام ابو حنيفه د خوب ليدلو خبره شامي په خپله فتاوی کي کړې اوس ويلای سۍ چي په دې دوو کي کوم يو کافر دی؟؟؟؟.
۵ ــ تاسو چي له قرآن او حديث پرته د مذهب يا فقهې پر کتابونو فتواوې ورکوي په داسي حال کي چي کتابونه مو هغه مسايل دي چي ما بل ځای او ځيني دلته درته مطرح کړ نو ایا دا له دې ايته سرغړونه نه ده ؟ :
(وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ) ( المائده : ۴۴ )
يادونه :-
[quote:6e7d42f38b="noorulhaqmazharee"]
... داسی وقت به هم راشی انشاء الله چی خپل داجتهاد ددعوی ثبوت به ګورته یوسی.
[/quote:6e7d42f38b]
ښاغلو لوستونکو ! د مظهري په دې اقتباس کي تاسو وينۍ چي د قرآن لفظ يي غلط ليکلی دی ، ان شاء الله د قرآن د ايت يو جز دی :
وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ ( البقرة : ۷۰ )
تاسو ويني چي دلته د قرآن په ايت کي ان او شاء سره جلا دي خو مظهري يې ګډ سره ليکي ، په داسي حال کي چي نوموړی د ستر علم او خورا ژوري پوهي دعوه کوي خو په دې هم نه پوهيږي چي دا د مسلمو او څرګندو نحوي قاعدو سخت مخالفت دی ځکه په نحو کي ان حرف دی چي مستقله کلمه ده او بېل ليکل يي اړين دي شاء فعل دی چي په هيڅ ډول ان له هغي سره په املاء کي يو ځای کيدای نه سي .
دا دی ستاسو د علميت ثبوت !!!!
دا دي پر قرآن دروغ وو او پر رسول الله دروغ خو دي يوه بې پايانه سلسله ده چي ما درته په ثبوت ورسول او جوته مي کړه چي د اسلام په دايره کي دننه څومره ستر مجرم يي؟؟؟.
[color=cyan:6e7d42f38b][size=24:6e7d42f38b]او ښاغلی مظهری صيب ! که غواړی چي سالم بحث وکړې ، حق ځان ته معلوم کړې او خلګ په حقايقو وپوهوې نو وړانديز درته لرم هغه دا چي يوه نوې کړکۍ به پرانيزو په دې کي به پر هغو مسايلو د سالم دليل ، ارامې فضا او غوږ ايښودلو سره بحث وکړ چي زه او ته پرې د نظر اختلاف لرو . په دي کي به زما او ستا تر منځ ا صول داسي وي چي يوه پوښتنه به ته کوې او يوه زه ، څو چي ما ستا پوښتنې ته بشپړ ځواب نه وي ويلی ته به حق نه لري چي څه ووايې او که دي څه وويل نو مات يي ، او که تا زما پوښتني ته ځوابونه ويل نو زه حق نه لرم چي ستا خبري غوڅي کړم که مي داسي وکړل نو زه مات يم . د بحث په دي دوران کي به ډنډوري هم نه جوړوی چي نوري کړکۍ دي پرانيستلي وي او خپلې هوايي ډزي پکي کوي بلکي په مستقيم ډول به پوښتنو ته د سالم دليل په رڼا کي ځواب وايي او قضاوت به لوستونکي کوی . [/size:6e7d42f38b][/color:6e7d42f38b]
خو که دي داسي حال وو لکه دا اوس نو بيا زه هم خپلي پوښتنې مطرح کوم ته يې هم مطرح کوه ، لوستونکي پوهيږي چي څوک له حقه غاړه غړوي او څوک په دې ډول خپله ماته پټوي؟.
که دا اصول درته د منلو وي نو راځه چي بسم الله کړو !
حمید هڅــاند
01.08.2012
سلامونه؛
ښه خبره مو کړې حذیفه صیب، او ستا خبره زه هم تکراروم:
[color=red:faee42f151]مظهری صیب، یا خو سالم بحث ته غاړه کېږده، هسي د کړکیو پرانیستل ګټه نه لري، او که داسي و نه کړي، زموږ په نظر کې ته د حذیفه په وړاندي ښکاره مات یې او بس.[/color:faee42f151]
له حذیفه صیب څخه مې غوښتنه داده چې، که چېرته مظهری صیب ستاسو وړاندیز و نه مني او سالم بحث ته غاړه کېنږدي نو ته اړ نه یې چې ورسره هسي وخت ضایع کړې، پرېږده چې نوې او بیا نوې کړکۍ پرانیزې او خبرې اوږدې کړي. زما غوښتنه داده چې په دې صورت کې هیڅکله هڅه مه کوه چې ځواب ورکړې.
محترم مظهري صیب، هیله ده یوې یوې پوښتنې ته په نوبت ځواب ویلو سالم بحث ته راستون شئ ترڅو موږ هم ورڅخه ګټه واخلو.
وزیري صیب، تاسو او جذیفه یو وخت یو بل ته ښایسته فرصت ورکاوه او رغنده لیکنې مو کولې، هیله ده مظهري صیب ته په دې اړه مشوره ورکړې چې په وخت او نوبت ورکولو پوښتنې ځواب شي او سالم بحث وشي.
په اخر کې مې له محترم چلوونکي، کریم حلیمي صیب څخه هیله داده چې ژر راپسي تبصره مه ړنګوه، پرېږده چې زموږ غږ واورېدل شي
په اجترام
دمجتهداجتهادمړشوخودحذیفه صیب آخرنی سلګی دی
Mazharee
01.08.2012
الحمدلله دالله څخه ډیرخوشحاله یم، چی کومه وړاند وینه چی ماکړی وه، چی یووقت به ښاغلی حذیفه ځماپه مقابل کی شکست خوری، هماغسی وشول، خوداځماداځمادپوهی زورندی بلکه دخدای پاک فضل اومرحمت دی، اوداده مذهبی حنفی دحقانیت یولوی دلیل دی، خودالومړي ځل ندی چی لامذهبیان دمذهبیانوپه مقابل کی شکست خوری، داسی واقعیات نورهم پیښ شویدی، چی په ګڼومناظروکی لامذهبیان سلفیان اووهابیان، ده خپل اصلی مدعی دثبوت څخه (چی دعوه داجتهاد ده) عاجرپاته سویدی، اوس به نونورحذیفه ته دمجتهدصیب پرځای کچیری داجتهاد ددعوی څخه توبه ونه باسی ،مات صیب وایو اوکه چیری داجتهاد ددعوی څخه توبه وباسی نوبیادنوروخلګوپشان حذیفه صیب ورته وایو.
درنواوقدرمنولوستونکو!تاسودده دغه لیکنه چی تردی عنوان لاندی یه کړي ( اهل باطل داهل حق په پنجوکی) په دقت اوغوروګوری، ښاغلی حذیفه په یوډیرسخت حالت کی دیأس اودناامیدی دی، حذیفه چی تراوسه دخپل اجتهاد په درواغجنه دعوه باندی مغروروو،اوس یی حال وګوری، یووخت چی ویل بئی زه ستاټولوپوښتنوته ځواب وایم، اوبیابه ته ګوری چی څوک بریالی کیږی؟، اوس یی حال وګوری!. مامخکی هم ویلی وه اوس هم وایم، چی سلفیان غیرله څومختلف فیه مسائلوڅخه نورپه هیڅ شی باندی نه پوهیږی. چی دغه ځماخبره بیخی سل په سلوکی تطبیق سوه، ځماپوښتنی چی خپله حذیفه یی څلویښت بولی، خومادده څخه مستقيما29پوښتنی اوغیرمستقیم 39 پوښتنی کړیدی، حذیفه چی کله دهغودځواب دویلوڅخه عاجرراغی نواوس یی پرمخ دشکست اوماتی خولی را ایله سوی، اوځماڅخه يي په تقلید یوداسی څوپوښتنی مطرح کړی چی هغه مونږخپلوماشومانوته په مساجدوکی وایو، اوبیایه ددی لپاره چی مستقیما دشکست اوماتی دمنلوڅخه پاک پاتی شی نویی په ډیری وارخطایی سره دسره څخه بیادمناظری وړاندیزکړیدی. خوارکیه تادعوه داجتهادڅه کول؟، ته دسلفیت اووهابیت دشروع څخه تراوسه ورسه اودخپلوامامانوتاریخ ولوله دهغوی څه رقم حال تیرسویدی،ماتا ته مخکی هم ویلی وه چی ستاده ټولوزحمتونوپایله اونتیجه به ستاداجتهاد اوفکرپرعکس باندی تمامه شی، لکه نتیجه داجتهاد دهغه ایرانی ځوان چی مایه تاته قیصه مخکی کړی ده، اوس دی نوڅه په جوړه کړه! یوواربل می هم درته ویلی وه چی دسلفیانونوم خودی بدکی، اوس خودی تربدلابدکی، نوربه نوته په کوموسترګوپه ټول افغان فورم کی خپلی لیکنی په اشتراک ږدی؟ په فارسی که یومتل دی: آزموده شده را ناآزموده مگیر. دسره څخه دی دی ده مناظری وړاندیزګټه نه درته کوی، ځکه ته هغه یی اوزه هغه یم، ته دعوه داجتهادکوی اوزه ستادعوه نه منم، چی الحمدلله ماپه دی څوورځومباحثی کی داخبره ثابته همکړه چی ته مجتهدکیدلای نشی، اوستااجتهادمی دخاوروسره خاوری کی. یووار بیادرته وایم چی مکوه دغه غټه دعوه اوبی مصداقه شعاراوبی معنونه عنوان پسی پریږده! اوس مجتهدنشته، بیاتاسوخوبیخی نشی مجتهدکیدلای، چی ماتاته په مخکنی لیکنوکی په تفصیل داخبره کړیده، ډیرتکرارته احتیاجی نشته.
ستابه یاد وی چی مادرته په لومړنی ورځ کی هم یوه خبره وکړه: چی که اجتهاد دهرچاکاروای وروربدی اوس په آسمان کی دملائکه ووسره خبری کولای ، داسی مکوه چی دخلګوخبری پرځان جوړی کړی، چی وایی: سلفیان اووهابیان په نیمه نه پوهیږی بلکه ته مجبوره یی چی خبره به درسته ورته کوی. په نیمه باندی خپل سرخلاص کړه.
په وروستنی لیکنی کی دی هم په خپل فکربعضی ده درواغوتنقیدونه کړیدی، خوداده هوښیارانوخبره ده چی: توی شوی ناړه بیانه ټولیږی، ستاداجتهاد ده دعوی بطلان اوستاماته اوشکست خوځمااوستاکامپیوټرانوته لامعلومه ده، هغه باشعوره انسانان خولاپسی پریږده چی ده زړه په شعوراوبصیرت ځمااوستالیکنی تعقیبوی، هغوی به څنګه پدی نه پوهیږی چی حذیفه څنګه مات شواوڅنګه یی په خپله ژبه اقراروکی چی زه ستاوپوښتنوته ځواب نشم درکولای.
خوګوره ته به شایداوس هم نه پوهیږی چی ولی می شکست وخوړ؟خومامخکی لاهم ستاشکست بدهی کڼی، ځکه ماته خوتجربه حاصله وه کڅه هم ځماسن اوعمرډيرندی خوکومی نوری مقابلی اومناظری چی ماستاسوغوندی سلفیانوسره کړیدی دهغوڅخه راته داخبرپه اطمینان حاصله شویده، چی سلفی اووهابی هیڅ وقت دمذهبی سره مناظره نشی کولای که یی وه هم کی بری لاس ته نشی راوړلای.
ددی وروسته چی ته هرشی ولیکی زه اونورلیدونکی یه ستاپردغه ماتی قیاسه وو ځکه قیاس خوداسی شی دی چه ته چی دعوه ده اجتهاد دی هم کول لاهم نوی ځنی خلاص، نوبهتره به داوی چی خپل اشتراک په ټول افغان کښی لغوکی اویاخپل مستعارنوم ته دی تغیرورکی.
دمهربانی وړاندیز
خواوس لاهم ناوخته ندی، راسه! داجتهاد دعوه پسی پریږده ځمونږوروریی، ځماستا سره عمده اختلاف پردغه اجتهاد باندی دی ، یواځی ته نه دهیچاسره یی زه اوس نه منم اونه یی هم څوک راته ثابتولای شی ،ستاسره به خپله علمی څیړنه شریکه کوو، مونږبه ستاڅخه استفاده وکو اوته به زمونږ څخه، ځکه ته هم انسان یی دخطاء څخه محفوظ نیی انسان کله کله خطاوځی، ګوره! هغه پخوانی مجتهدین چی پراجتهادیی دټول امت اتفاق دی هغوی هم په ځنی مسائلوکی دخپل خطاپه درک کولوسره رجوع کړیده.نوځمااوستارقم خلګ هیڅ وقت مجتهدین نشی کیدلای مګرچی هغه شرائط چی ماتاته مخکی لیکلی وه پکی موجودشی. زه به تاته دشفقت له وجه خپل یوایمیل آدرس کښیږدم کدی چیری ځماسره خصوص ګپه کوله نوبیاکولای شی چی راسره په اړیکه کی شی
noorulahqmazharee@gmail.com
وصيل ( پېروز )
01.08.2012
حذيفه صيب ، هڅاند صيب او مظهري صيب ! سلامونه
حذيفه صيب ! مظهري صيب اړ دئ چي ستاسو پوښتنو ته ځواب ووايي او داسي پوښتنې ترې ما هم کړې دي خو نوموړی د نويو کړکيو له پرانيستلو او هوايي ډزو خلاص نه دئ چي ځواب ورته ووايي :lol: :lol: :lol: ، دا د کفر او اسلام اختلاف نه يوازي دا چي د څلورو مذهبونو تر منځ شته بلکي په حنفي مذهب کي دننه شامي پر شرح عقائد ، شرح عقائد پر شامي او عالمګيري او همدا راز نور يې پر نورو د کفر ټاپې وهي . !!!
دوئ د دې ځواب نه لري نو وايي چي دا خو زموږ زده دي ، ولا موږ په پوهېږو او هغه و دغه خو حقايق بل څه دئ او دوئ هم به اوس په زړونو کي پر خپل مذهب د شک او تردد له يوه نوي خوځنده توپان سره لاس او ګرېوان وي ځکه کوم څوک چي دا حقايق د حقيقت له عينکو وارزوي هرو - مرو به له دې حالت سره مخ کېږي .
د يوه ښه منطقي او معياري بحث لپاره اړينه ده چي هر لوری د خبرو ، استدلال او دليل لپاره چانس او وخت ولري ، مقابل لوری ورته غوږ ونيسي او بيا هغه په خپل وار د بل پوښتنو ته معياري ځوابونه ووايي مګر که د اوس په څېر د ښاغلي مظهري تګلاره تعقيب شي نو دا هيڅ ګټه نه لري ، د نوموړي يوازينۍ هڅه داده چي مقابل لوری په يو نه يو ډول په يو ځای کي ودردوي او ځان ستر پوه وښيي چي دا په هيڅ هم له حق سره د وفا معنا نه شي ورکولای بلکي د دې بالعکس يې تعبيرولای شو :cry:
ښاغلی حذيفه صيب ! ستاسو وړانديز ډېر پر ځای دئ ، ښاغلی مظهري صيب که رښتنی بحث کول غواړي نو را وړاندي دي شي او د دې وړانديز په منلو دي سالم بحث پيل کړي . په دې ډول به ټول لوستونکي وکړای شي چي د بحث پايله لاس ته راوړي او وپوهېږي چي کوم لوری پر حق او کوم پر نا حقه دئ ؟
د يوې - يوې پوښتنې د ځواب تګلاره ډېره غوره ده ، حذيفه صيب ! په داسي ميدان کي د باطل پيروان د پښې ايښودلو توان او حوصله نه لري دوئ خو هغسي ګډ - وډي غواړي لکه کوله چي يې په داسي سالم بحث کي خو د دوئ رښتنې څېره را څرګندېږي له همدې کبله ترې تل تېښته کوي .
بيا هم په تکرار سره وايم همدا د بحث معياري او اصولي لاره ده ، په دې ډول موږ ګڼ موضوعات حل کړي دي . يو وخت مي په همدې تګلاره سره له ښاغلي وزیري صيب پر توسل بحث درلود چي ومو کړای شول يوه پايله لاس ته راوړو او هغه پايله ټولو لوستونکو وليدله چي وزیري صيب ته دلايل ور تمام شول او کوم دلايل چي يې درلودل د هغو په ناکره کېدو يې له ميدانه تېښته غوره کړه ، حذيفه صيب ! د دوئ د هماغې ماتې په څېر ګڼې ماتې يادې دي ځکه نو دې ته د حطين ميدان ته له را تللو ډډه کوي لکه مظهري صيب چي په دې وروستۍ ليکنه کي همداسي څرګنده کړې ده او په خپلو اوتو - بوتو غواړي خپله څرګنده ماتي پټه کړي او حالات داسي وښيي چي زه خو اتل يم چي يم مګر ټول پوهېږي چي حقايق بالکل سرچپه دئ .
ښاغلی مظهري صیب ! تاسو چي دومره ښه وړتيا لرئ ، دومره ډېري مناظرې مو ګټلې دي او اوس هم ستا په وينا حذيفه مات شوی دئ نو خو دا وړانديز يې هم ومنه او يو ځل بيا يې ستا په اند د تېر په څېر مات کړه اخير تاسو ولي دې مخامخ مناظرې ته له حاضرېدو نټه کوئ؟؟؟.
وهابی صیب ته!
کامیاب
09.08.2012
ښاغلی پیروز!
تاسواوس څه دحذیفه سره پربغل ځغلی، چی شک دی بچی شک دی. شک دی بچی شک دی.
پښتانه وایی: څوک یی په واده کی نه پریږدی دی دناوی بغل ته زوروهی.
مظهری صاحب تاسوته هیڅ توجه نکوی خوتاسوهرچیری ورباندی نقدکړیدی، ستاسومشراورئس حذیفه خورا کوټه وهلی چی پاته سوی ته؟؟؟
ستاددی کارسره می خپل دماشوم توب دمهال سات اوبازی راته یادیږی، چی ماشومانوبه بوجل بازی کول، نوکوم هلک چی به بوجلی نه درلودلی ، نوهغه به دیوبل هک چی بوجلی یی درلودلی پربخت کښیناستی، نوچی کله به هغه هلک خپله بوجل میدان راغورځول، نودی به هم ورسره په بغل کی راځغاستی چی شک دی بچی شک.اوس هم مناظره حذیفه کړی خوتیی پربغل ورسره ځغلی چی شک دی بچی شک دی، شک دی بچی شک دی.
مظهری صاحب اوټولو حنفیانولکه وزیری صاحب عبدالله صابرصاحب، اکرم صاحب، طیب زابلی صاحب، اوددی بخش چلونکی ښاغلی حلیمی صاحب ته می وړاندیزدادی: چی ددی وروسته هم دوصل پیروزخبروته هیڅ توجه مکوی، مښوروی چی آخردی خپله وشرمیږی لکه تراوسه چی شرمیدلیدی.
پریږدی چیدوی هرڅه لیکی ودی لیکی، ستاسودغه تاریخی مناظره ددوی سره ، ددوی دبرمرغی څیری دمعرفی کولولپاره کافی ده، ځکه تاسوپه خپلولیکنوکی داخبره ثابته کړی چی تاسوددوی هری پوښتنی ته ځواب ورکولای شی خوهغه دوی دی چی ستاسودیوی پوښتنی سم ځواب یی هم ندی درکړی، اوبل کارچی موښه کارکړی هغه دغه دی، چی تاسوددوی سره په بحث کی داخبره ښه په وضاحت ثابته کړی چی دغه خلګ وهابیان دی، بس په افغانستان کی چی پرچادوهابی ټاپه ولیګل نور نوته کارمه ورباندی لره پری ایږده خلګوته والله که یی خلګ یوه خبره لاومنی، ځکه دافغانستان خلګ دیهودی اونصرانی خبره منی خودوهابی خبره نه منی.
څنګه یاست وهابیانو!!! ستاسولپاره یووارههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه