اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
روژه مات (افطار) برابرولو اجراو ثواب
مساپر
26.07.2012
ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندې کوم،
چا چې د یوه روژه نیونکي کس لپاره روژه مات (افطار) برابر کړ، د هغه اجر به دومره وي لکه خپل د روژې نیونکي، او په دې سره به د روژه نیونکي کس هیڅ اجر نه کمیږي.
په صحیح حدیث کی روایت دی چې ویلي:
من فطر صائما فله مثل اجره، غیر انه لاینقص من اجر الصائم شیئ
مطلب مونږ خپله یوه روژه په دوو، دروو او تر هر څو پوري چي وس لرو هغومره زیاتولای سو.. په مونږ کي به ځینی یوه روژه نیسي او ځیني به دوې او ځیني به څلور او لس او په سي شمېره یی..
هغه داسي چي یو کس خپله روژه ونیسي او خپل په کور کی روژه ماته کړي، نو دې سړي ته خو خپلي د یوې روژې ثواب ورسید، او اجر یې یو وړ..
خو هغه کس چي خپل روژه مات یې د بل سره شریک کړ، د بل روژې نیونکي کس سره یې مرسته وکړه، هغه ته یې روژه مات برابر کړ، نو دې کس خو یوه خپله روژه نیولې، دهغې اجر ورته ورسید، او د یوې روژې اجر یې په روژه مات باندي وګټۍ.. خو په دې کي به دهغه کس روژې او ثواب ته هیڅ تاوان نه رسیږي چي دده په رزق یې روژه ماته کړه، بلکي هغه به د خپلي روژې مکمل اجر اخلي..
نو اوس که یو څوک د لسو کسانو روژه مات برابر کړي، نو تاسو حساب ولګوی، یوه یې خپله روژه او لس یې نوري روژې شولې.. او داسي حساب په سي لګوۍ، چي هر څومره وس او توان یې درلود هغومره اجر او هغومره روژې..
که مثلا فرض کړو یو کس دومره توان لري چي هره ورځ لسو یتیمانو، کونډو، مسکینانو ته روژه مات برابرولای سي، او هغه دا کار وکړي، نو په ټوله میاشت کې به یې دیرش روژي خپلي نیولي وي، او دیرش په لسو کي ضرب کړه، نو د درې سوه نورو روژو اجر به یې په خپل مال ګټلي وي..
او که دا وس لرونکی کس دا کار ونه کړي، یاني چاته روژه مات ورنه کړي او د خدای ورکړه شوی دغه د مال نعمت خپل تر ځانه محدود وساتي، نو څومره تاوان به یې کړی وي... د پوره درې سوه روژو... چي لس کاله موده کي به یې دی په یوازي سر ونیسي، خو که یې بل څوک له ځانه سره شریک کړی وای نو څومره فایده به یې کړی وای... سبحان الله
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: " يعطي الله هذا الثواب لمن فطر صائماً، على مذقة لبن، أو تمرة، أو شربة ماء، ومن سقى صائماً سقاه الله من حوضي شربة لا يظمأ بعدها، حتى يدخل الجنة" (رواه البيهقي وابن خزيمة وابن حبان).
دا ثواب الله جل جلاله هغه ته ورکوي چي روژه لرونکي کس ته د روژه مات لپاره یو څه ورکړي، که هغه د شیدو یو څکل هم وي، که هغه یوه خرما هم وي، که هغه د اوبو یو غړپ هم وي، او چا چي د روژه لرونکي کس تنده ماته کړه، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ د هغه تنده زما په حوض کوثر ماته کړي، او هغه به يې داسي تنده ور ماته کړي چي بیابه جنت ته تر داخلېدو پوري بیا د تندي احساس ونه کړي.
سبحان الله، تر دې هم سړی د زیات اجر تمه کولای سي او ددې وروسته هم څوک ځانته عذرونه لټولای سي، نه هیڅ کله نه، مونږ هیڅ عذر نه لرو، بی له دې چي په کار لاس واچوو، او ددې برکت ناک موسم څخه ژر تر ژره او چي څومره مو په وس وي، هغومره ګټه پورته کړو.
رمضان کریم،