د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لومړي ژوند د پيدايښت تيوري

محمود سعيد
21.07.2012

د ستر څښتن په سپېڅلي نامه
د لومړي ژوند يا حيات د پيدايښت په اړه تر اوسه درې نظرېې وړاندې شوې دي.
۱- ژوند د ځمکې په چاپېريال يا اتموسفير کې پیل شوی دی:
د دې نظرېې پر بنسټ د ژوند لومړنۍ جرړې د غير ارګانيکو ګازونو څخه د اتموسفير په پورتنۍ برخه کې پیل شو. د هوا خراب حالت (توپان، تالنده، برېښنا)، د اور غورځوونکو فعاليتونو او د لمر د وړانګو اغيز، د مېتان، هايدروجن او امونياک په څېر ګازونه په ارګانيکي ماليکولونو واړول او د ژوند د ريښو بنسټ ېې کېښود.
۲ - ژوند د بحرونو په عمق کې پیل شوی دی:
د دې نظرېې پر بنسټ د ژوند لومړنۍ ماده د غذايي چايېريال څخه په ډک محيط کې د بحرونو په څو کيلومتره ژوروالي کې وده کړې ده. د اوبو د چينو لاندې د اوبو ځواکمنې ستنې شتون لري چې په فشار له خپل ځان سره معدني توکي رابرسېره کوي او د ژوند د راټوکېدو لپاره ېې وړ تودوخه هم رامنځته کړې ده.
د په تشيال يا فضا کې پیل شوی دی:

د دې نظرېې پر بنسټ د ژوند لومړنۍ ژونکې په ځمکه کې نه دي راټوکېدلې، بلکې له لرې تشيال څخه منځته راغلې دي. هغه ارګانيکي مواد چې د سيارو تر منځ د غبار يا ايرو په شکل ېې شتون درلود، د ځمکې اتموسفير ته راغلل او پر ځمکه راپرېوتل، يا هم ښايي د لکۍ لرونکو ستورو له ډلې کوم ستوري دا ارګانېسمي ماده له فضا څخه ځمکې ته راوړې وي.
خو راځئ په دې اړه د قرآن کريم لارښوونو ته تم شو.
الله پاک د عنکبوت سورت په ۲۰ آيت کې فرمايي:
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۰﴾
ژباړه: هغوی ته ووايه، په ځمکه کې وګرځئ، او وګورئ چې څنګه الله پاک پیدايښت پیل کړی دی، همدا شان به د آخرت ژوند هم رامنځته کړي. بېشکه الله (ج) په هر څه قادر دی.
له دې څخه څرګنديږي چې ژوند په ځمکه کې پیل شوی دی. د اور غورځوونکو او هغوی ته ورته کندو کې د ژوند د پنځېدونې لپاره اړينو عناصرو شتون درلود او تر څنګ ېې د اوبو او هوا د حالاتو تغير هم مرسته کړې ده.
انسانانو اوس د ساده ژوند بنسټيزې ژونکې او جوړوونکي عناصر پيژندلي دي.
په دې آيت کې د قيامت له ورځې منکرو کسانو ته هم يو کلک پیغام دی، چې وګوري په دې نړۍ کې ژوند څنګه پیل شو او په هغه نړۍ کې به څنګه وغزيږي.
نور بيا...
ژباړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more