د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له حذيفه يوه پوښتنه او يوه نيوکه

larghonay laraway
17.07.2012

السلام عليکم!
له ورور حذيفه نه يوه پوښتنه او يوه پرې نيوکه !
په همدې فورم کې د ږيرې په اړه بحث کې وزيري صيب حذيفه ته يو څه ترخه لهجه کارولې وه چې حذيفه ورته په ځواب کې ليکلي وو:
[quote:fdf36301cc]
که ته خپله تګلاره نه بدلوې نو زه اړ يم چي ستاسو د فقهې هغه څه وليکم چي بیا به ته هم په شرمېږي او ستا ملګري هم ، نه به يې ته دفاع کولای سې او نه ستا په شان بل څوک ، زه به ستاسو د مذهب هغه قولونه درته وړاند کړم چي په هيڅ ډول به اړخ نه سره لګوي او نه به له قران وسنت څخه دلیل ورته لرې ، هغه څه به درته کښېږدم چي د سالم عقل لرونکی هر انسان به په شرمېږي ، ته په دې خبرو په غوسه کېږه مه که دې دا ځل هم سپکې سپوري او ټاپې و ليکلې نو بیا به دي زه هم خوښ سم درې ځلې مي تاته صبر کړی او له عفوې مي کار اخیستی که ته په دې سمې لارې ته نه راځې نو زه هم بیا ستا دماغ درته سمولای سم چي ته بیا څه کوې ؟. [/quote:fdf36301cc]
تاسو وګورئ په پورته ليکنه کې حذيفه صيب سياسي معامله کړې او هغه دا چې وزيري ته يې ويلي که ته ماته توندې خبرې نه کوې نو زه د فقهې تېروتنې نه راسپړم خو که ترخه کوې بيا يې راسپړم!
نه!
دا هيڅکله هم درسره نه منو!
ځکه د افغانستان تقريباً تر نوي په سلو کې زيات خلک د فقهې پيروان دي نو ايا تاسو غواړئ چې هغه په تياره کې پاتې شي؟
حذيفه صيب مونږ او تاسو بايد هغه تېروتنې په ډېره نرمه او پسته لهجه خلکو ته ورپه ګوته کړو او د خلکو ذهنونه تنوير کړو نو هله به مو سياسي معامله نه بلکې د يو مسلمان ورور د پوهلو حق ادا کړی وي!

بله پوښتنه د سنت او فرض تر منځ توپير شو ځکه حذيفه ليکلي وو:
[quote:fdf36301cc]دا لرغوني صیب په ځواب کي بايد ووايم چي کوم شی الله فرض بللی وي هغه فرض دئ که څوک انکار ترې کوي نو کافر دئ ، که يې کوم شی سنت بللی وي هغه سنت دئ که له سنتو څوک منکر سي چي دا دين نه دئ نو دا هم کافر دئ او که يې څوک عملي کوي نه نو دې کس ته نه کافر ويل کېږي او نه ګهګار البته دا په هغو سنتو کي چي بل لوری يې هم ثابت وي ، لکه په سفر کي نفل نه کول او کول ، دواړه لوري سيي دلیل لري نو ځکه يې کول او نه کول جواز لري ، خو کوم شی چي بدعت بلل سوی دئ هغه بدعت دئ بل ته چي شريعت حرام ويلي دي هغه حرام دئ عملي کول يې ګنا ده او ترې ځان ساتل لازمي دي که يې څوک حلال بولي کافر دئ .[/quote:fdf36301cc]
ايا فرض او سنت دواړه د الله جل جلاله قول دی؟

حديفه صيب ته وړانديز:
د دې لپاره چې موضوعات سره ونه لړل شي لومړی د فقهي تېروتنو يو ليست خپور کړه او بيا به په يوې يوې موضوع بحث وکړو!
وزيري صيب دې هم تيار اوسي!
په همدې هيله
ستاسو لرغونی لاروی


رښتینی
17.07.2012

لرغونی صیب بي مقدمي یې درنیسه !

لرغونی صیب زه له ډیر وخت نه راهیسي ستاسو چلندته متوجه یم ستاسو محترم
یواځنی هیله داده چې دملایانوترمنځ جګړه توده اوګرمه ولرئ د تیربحث په منځ
کې مو هم په وار وار داکار کاوه او اوس مو دي کار ته پوره نیت کړی دی چې نور
هم دملاصاحبانو ترمنځ دجګړي اور ګرم وساتئ ....
که تاسو محترم ته زه هرڅومره مخلصانه وړاندیزونه وکړم چې له دي کاره لاس واخله
ته یې نه مني ځکه تاسو ماشاء الله زاړه تجربه لرونکي لیکوالان یاست اومزاجا
دملاصاحبانو ترمنځ نښتي او سپکي سپوري خوند درکوې او بیا په نورو لیکنو
او تحقیقاتو(!) کې په ښمر درځې ...
خوزه ملاصاحبانو ته ځولی غوړه وم او زاری ورته کوم چې دخدای په پار یوڅه
ویښ او اهم فالاهم ته متوجه شئ او که بحث کوئ هم خو له اخلاقو او ادب نه
ټیټوخبروته ځان مه اړ کوئ اوبیابه یو وخت ستاسو همدا ډیری دلایل په نورو
موضوعاتوکې خلک ستاسوپه سرټپي

په مینه


larghonay laraway
17.07.2012

السلام عليکم!
ريښتينی صيب زه خو ځکه د ملايانو نه بلکې د ديني علماوو تر منځ بحث تودول غواړم چې (اختلاف العلماء رحمة)
که ما هغه تېر بحث نه وای تود کړی او درانه وزيري او ښاغلي حذيفه په کې رغنده برخه نه وه اخيستې نو لوستونکو ته به دومره پاخه او ښه ديني معلومات له کومه شوي وای؟
زه برخه اخلم او بحث تودوم خو په ښه نيت او خپل کوم دليل چې راسره وي هغه هم په کې شريکوم!

ريښتينی صيب ځانته ريښتينی وايې خو په رښتيا سترګې پټوې چې په اخرت کې به دې څه حال وي؟
په دې ځولۍ کې دې خاورې واچوه او بيا يې د حق د کتمان لپاره چاته ونه غوړوې!
زه خو وايم که حذيفه او وزيري سالم بحث وکړي، لکه تر دې دمه چې يې کړی دی نو لوستونکو ته به ډېر څه ورکړي او له بلې خوا به يې خپل مسؤوليت او مکلفيت هم ادا کړی وي. ځکه ديني زده کړه يوازې د زده کړې تر حده نه ده بلکې نورو ته ښودل هم دي!
اي ځولۍ دې له ګلو ډکه شه
بيا داسې ساده او باده خبرې ونه کړې!


حذيفه
17.07.2012

لاروی صیب سلامونه !
ستاسو خبره زه منم البته که د بحث ګډونکونکي خپه نه سي ، داسي ونه کړي سپکې سپوري ووايي ، ګوره لاروی صیب ته په هغه ځای کي ما يوازي ايله کوې هلته ته مداخله نه کوې چي ماته خلک بد وایي ، زه يې دا ښکنځل برداشت کوم ، د نيکو توصیه ورته کوم خو د وزیري په شان خلک چي کله يوځل ټينشن واخلي نو بیا چي د خپله زړه بړاس ونه باسي داسي نه کښېني ، زه تیار يم خو په دې شرط چي خلک به بد رد نه وایي ، په دې شرط چي د وزیري په شان خلک بیا ټاپې ونه لګوي او يوه لا دا خبره هم کوم چي په همدلته يې رامطرح کړم او که بله دريڅه ورته پرانزم ؟
په دې اړه ستاسو نيکو مشورو او وړانديزونو ته سترګې په لار يم !
حذیفه


وزیري
18.07.2012

السلام علیکم:

زه په سلو کی ۱۰۰ فیصده له رښتینی صاحب سره موافق یمه. علت یی داده چی لرغونی لاروی صاحب کوم داسي دریمګړی نده چی بی طرفه وي. ځکه چی دی خپله هم د حذیفه په مذهب ده یعنی غیر مقلد ده او نه زه د میلیونونو حنفی مذهبو نماینده یمه.
او (اختلاف العلماء رحمة) حدیث نه پیژنم او نه می لیدلای ده. که داسی څه موجود هم وي نو کیدای شی چی پوره ضعیف وی.
دریم، لکه لاروي صاحب چی ویلی دي ۹۰ فیصده افغانان حنفی مذهبي دي. او په ټوله اسلامي نړی کی نظر بی مذهبو ته د مذاهبو پیروان زیات او په قطعی اکثریت سره دي، د حنفی مذهب پیروان بیا د نورو مذاهبو په پرتله ډیر دي نو دیته جماعت وایی او دیته سواد الاعظم وایی چی پیروي یی واجب ده ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:ایها الناس! علیکم بالجماعة و ایاکم والفرقة.
همدارنګه په نور لسګونو د حدیثو په کتابونو کی په دی الفاظو یا په نورو الفاظو سره وایی: إن أمتي لا تجتمع على ضلالة، فإذا رأيتم اختلافا فعليكم بالسواد الأعظم. دا حدیث چون ډیرو الفاظو سره راغلی ده خو مطلب یی یو ده نو امام حاکم رحمة الله علیه ددي حدیث په باره کی لیکی: فالحديث مشهور المتن وله أسانيد كثيرة وشواهد عديدة في المرفوع وغيره (رواه الحاكم 1/201-202)

نو صاحبانو ددي حدیثونو په نظر کی نیولو سره په هر مسلمان باندي دا لازمه ده چی په دی څلورو مذاهبو کی د یوه مذهب پیروي وکړي. انتقاد یا سرغړونه له دي مذاهبو نه په پخه پیمانه له جماعت نه ځان باسل دي او د خپل نفس او شیطان متابعت ده. رحمن بابا وایی:
نفس بې شماره عالم پرې یست و کوهی ته
خدای دي نه کا نابینا د چا پیشوا
په روا په ناروا کله پوهیږي
و چارپای ته څه روا څه ناروا
چارپایان که غوږ و سترګی لري څه شو
په معنی کی نابینا دی ناشنوا
زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم
چه له دینه له مذهبه وي سوا

والسلام


حذيفه
18.07.2012

وزیري !
بیا لکه چي بحث تودول غواړې ، که ته له رښتني سره موافق وای همغه دلائل به دي په ګوته کړي ول چي په دې او دې له رښتنی سره موافق يې ، خو د دې برخلاف تاسو خلک مذهب ته در بولئ چي دا مو بې ځایه او بې ګټې کړنه ده ، ځکه د مذهبونو تګلاره او په اسلام کي د دې مذهبونو کردار اوس خلکو ته جوت سوی دئ ، ته اوس په دې کي نه بریالی کېږي چي نور هم خلک په مذهب کړې ، خلک په دې يويشتمه پېړۍ کي تقليد ته وهڅوې ، که له دې مذهبونو پرته نور خلک ګمراهان وي نو تر دې مذهبونو مخکي خلکو څه کول ، د تاريخي رواياتو له مخې د مذهبونو همدا ړوند تقليد په څلورمه هجري کي پيل سوی دئ ، نو تر دې مخکي خلک خو هم ټول نه علماء ول او نه هم يو قوم ول ، بلکي په اسلام کي مختلف قومونه داخل سوي ول چي يوه لویه برخه يې عجميانو جوړوله ، نو دا جميانو په دې زمانه کي د چا مقليدين ول ؟
ته ليږ ګريوان ته سر ټيټوه او بیا خبره کوه ، داسي هوايي ډز وکړې چي هيڅ پته دي نه سي معلومه ، داسي بې ځایه خبره وکړې چي له موضوع سره هيڅ اړه نه لري ، دا تګلاره دي خوشي کړه او بحث له اصولو سره سم کوه ، که نه بیا در ته غوږ پيچ در کوم ، موږ بیا بیا تا هڅوو چي سالم بحث کوه خو ته په يوځل د غره پر څوکه کښېنې او له هر څومره را غوښتلو سره هم نه کښته کېږې .
ستاسو وړاندي کړي روايات هم ضعيف دي او که بحث پر کوې نو له سند او حوالې سره يې راواړندي کړه او دلاروي صیب ذکر سوی روايت هم سخت ضعيف دئ ، له لاروي ضیب څخه هيله کوم چي که دا پورته ذکر سوې جمله دی د روايت په نظر وړاندي کوي نو په راتلونکي وخت کي داسي نه کوي ، ځکه د رسول الله لورته د خبرې منسوبول ډېره لویه خبره ده ، ځکه نو بايد هغه وخت يو شي ته حدیث ووايو چي پوره یقېني سو ، هيله ده زما خبرې پر تاسو محترمينو بدې ونه لګېږي .


وزیري
18.07.2012

ښه آقای حذیفه، خبره نوره اخوا دیخوا مه وړه او نه یی وړمه. زمونږه په بحث کی یواځی یوه نقطه پاتي ده چی باید واضحه شی او نور هیڅ هم نشته.

هغه دا چی اوس به ته فرض، واجب، سنت، مستحب، حرام او مکروه تحریمی له قرآن او حدیث نه ثابتوي.

دا غوښتنه څو دفعي لاروي صاحب وکړه او زما هم دوهمه دفعه ده او ته ځان تیرباسي.
مهرباني وکړه بی درنګه دا ځواب کړه.


larghonay laraway
19.07.2012

السلام عليکم!
لومړی وزيري صيب ته وايم چې ما هيڅکله هم (اختلاف العلماء رحمة) ته حديث نه دي ويلي. بلکې يوه مشهوره خبره ، متل يا ماقوله ده او بس!
راځم ستا دې خبرې ته چې لاروی دريمګړی نه دی او بې طرفه نه دی!
ما دا هم نه دي ويلي چې زه درېمګړی يم او ستاسو تر منځ فيصله کوم. دا کو د قبايلو کومه شخړه نه ده چې په جرګو او درېمګړو يې حل کوو! بلکې زمونږ دستونزو، پوښتنو او شکونو تر منځ پرېکړه به قرآن او حديث کوي .
بله دا چې که چېرته زمونږ د دې بحث علماء که په پايله کې سره موافق هم نه شول او کومه فيصله يې هم ونه کړن نو دا قضاوت به لوستونکي کوي!

اوس راځم د حذيفه صيب پر وړاندې هغو خنډونو ته چې دی ترې وېرېږي!
حذيفه صيب بايد پام مو وي چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم د ليوني، شاعر او نورې نورې ټاپې لګيدلې وې خو هغه د دعوت په لاره کې له دې ټاپو څخه نه دی وېرېدلی، له سپکو سپورو او توهين نه نه دی وېريدلی، د کلي کور او خپلوانو د خپلولۍ له شکولو او له کلي شړلو نه دی وېريدلی، نو تاسو لومړی بايد توبه وباسئ چې د معمولي ټاپو يا د يو فقهي ديني عالم له يو لړ ښکنځلو وېريدلي يئ!

او که ووايم چې ټاپې خو د وزيري صيب يو ناوړه عادت دی او بايد ترې تېر شي ځکه چې تر اوسه يې زه هيڅ ليدلی نه يم او کله مې هم نه دي ويلي چې زه مقلد يا غير مقلد يم خو ده راباندې ټاپې لګولي دي. له ما سره د فقهې، تقليد، بدعت او نورو ډېرو هغو کړنو په اړه پوښتنې او شکونه دي چې خلکو په اسلام کې ورننويستي دي. زه هڅه کوم چې کوم کار د عبادت او دين په خاطر کوم نو بايد دليل يې ولرم چې کړنې مې عبث نه شي. نو دې پوښتنو ته که وزيري يا بل څوک په هر نامه ګوري، يا هره ټاپه لګوي لګيا دې وي خو زه به خپلو پوښتنو ته دوام ورکوم څو خپلو هېوادوالو ته يوه رڼه، مستقيمه او پاکه لاره وروښيم ځکه چې اوس خو د کم علمه ملايانو يا په اصطلاح د اخوندانو له لاسه لارورکي شوي دي!
نو حذيفه صيب تاسو کوشش وکړئ چې د فقهې هره مسأله چې ستاسو په اند بې دليله او بې بنسټه وي هغه په ډېره نرمه، پسته او خوږه لهجه نقد کړئ. هيڅکله هم تونده لهجه ونه کاروئ چې خلک خپه شي بلکې د خلکو سره په ځانګړې توګه د تيارو کې ساتل شويو، فقيرو، بې وزلو او مخلصو پښتنو د تنوير لپاره ټولې هغه فقهي مسألې په نرمه لهجه نقد کړه چې بې بنسټه دي!
زما په نظر يوه بېله پاڼه به ورته پرانيزو او لومړی ليست خپور کړه او بيا په هر يو خبرې کوو!
که لار هر څومره اوږده وي ته خوځېږه
هغه کس منزل ته رسي چې کېني نه!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


حذيفه
21.07.2012

وزیري صیب !
ته هم لکه چي ليکنه پوره نه ګورې او خپله خبره ژر ژر کوې ، ته ورشه او په تېره پاڼه کي ستا پوښتنې ته ځواب ويل سوی دئ ، که دې پر هغه نيوکه در لوده بیا يې شريکه کړه ، ما د لاروي صيب په ځواب کي د نور بحث ترڅنګ همدا موضوع ليږ څېړلې وه او هلته مي هم ويلي ول چي که څوک نيوکه لري نو هغه دي په ګوته کړي ته بیا هغه خپله خبره وکړې او ليکنه دي لکه چي نه ده کتلې .
لاروی صیب !
اصلا زه د هيچا له خبرو او ګواښونو ډار نه لرم ، ځکه دا خلک خو ما وهلای نه سي چي زه وډار سم ، نه يې له سپکو سپورو وېره لرم خو د ځينو ملګرو په وينا دا لوی انتشار راولي خلک خپله کېږي او ښايي منفی عکس العمل ولري .
که دي خوښه وي نو زه راځم او د يو شمېر مسئلو نوم لړ به ذکر کړم چي بیا دي مذهبيان له هغو دفاع وکړي.
او که دوئ له دې مسئلو انکار کوي نو بیا به له مذهبه هم انکار کوي ، ځکه دوئ داسي پالیسي چلوي چي په يوه مسئله کي د شامي خبره منلي که څه هم بې دلیله وي ولي په بله مسئله کي تر منکر سي او چورلټ انکار ترې وکړي .
نو زه تیار يم خو زما په اند ښه به دا وای چي ټولو ملګرو خپل نظرونه څرګند کړي وای چي موږ ته دا معلومه سوې وای چي خلک ورته ليوال دي او که نه ؟
هلته به مو خپل بحث پیلاوی ،
هیله ده کريم حليمي ، اکرم ، هڅاند ، نور الحق ، وصیل ، خیریوسي او نور ملګري ژر نظرونه څرګند کړي .
وزیري او رښتني صیب خو د نفې نظر ور کړی وو .
ستاسو د نظرونو په تمه !
حذیفه


larghonay laraway
21.07.2012

السلام عليکم!
خدای دې وکړي چې روژه مو په خير پيل کړې وي او په ښه توګه يې ټول سر ته ورسوو!
حذيفه صيب تاسو ډېره ښه خبره کړې ده. بايد ټول نظر ورکړي!
خو زما خپل نظر دا دی چې مونږ په دې بحثونو کې ډېر کم وخت له ښو عالمانو سره مخ کېږو ځکه چې يو خو له ځايه داسې ديني علماء چې په کمپيوټر هم پوهېږي ډېر کم لرو او بل دلته ځينې وخت بې بندوباره ليکنې کېږي چې زمونږ ديني عالمان بيا خپه شي او لاړ شي لکه وهاج افغان صيب چې رانه لاړ!
زه وېرېږم چې اوس خو شکر تاسو او وزيري صيب شته يئ نو هغه مسألې چې ګونګې، مبهمې او بې بنسټه وي ولې پرې خبرې ونه شي.
زه وايم که د يو شمېر ملګرو ومنو او ګونګې خبرې همداسې ګونګې پرېږدو نو ايا دا حل لاره ده؟
ځواب به يې څوک وايي. خلک خو نه پوهېږي خرافاتو ته هم دين وايي دا چې تاسو يې د حامد کرزي د حکومت په څېر له مصلحتونو کار واخلئ نو خلک به همداسې په تياره کې پاتې شي!
توکل په خدای کړئ او لومړی دغه ليست خپور کړئ چې د مذهب پيروان يې څومره مني او څومره نه مني!
هغه چې دوی يې هم نه مني په اتفاق به يې رد کړو او هغه چې دوی يې مني او تاسو ته بې بنسټه ښکاري بحث به پرې وکړي!
مننه
ستاسو لاروی


دلرغونی صاحب تایید


Mazharee
29.07.2012

لرغوني صاحب!
لومړي السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته
وروسته دغه سلفیان چی ښاغلی حذیفه هم دهغوی څخه دی په هیڅ شی نه پوهیږی اونه یی هم شی زده دی، غیرله یوڅواختلافی مسائلوڅخه چی خپل زور اوتوانی یی ورباندی ختم کړی نوریی هیڅ شی هم نه زده، مادده اودده دملګرو څخه څوپښتنی د( حذیفه غوندی غیرمقلدین سلفیان اووهابیان دی ځواب راكړي) عنوان لاندی کړیدی اوبیاده په خپل ناقص فکرراته ځواب هم ویلی دی، ته ورسه دده ځوابونه وګوره چی ده څشی لیکی، شاید دخنداڅخه ورباندی ستړی شی، دوی تل داسی خبری کوی چی ستاسوپه فقه کی څشی سته اوڅشی سته، خوتراوسه یی هیڅ هم ندی کړی ، ماپه یوبل ځای کښی ده ته لیکلی دی چی زمونږفقه 1200 کالی سابقه لری په تاسوسلفیانوترتاغټ غټ سلفیان اووهابیان اوستاسوامامان تیرسویدی هغوی هیڅ هم ندی کړی، تاسوهم هیڅ نشی کولای، اودغه ارمان به ګورته یوسی،
لرغونی صاحب!
دوی همیشه زمونږقرض داره اوپوره وړی دی ، زمونږ علماو ددوی په رد کی په سلهاوو کتابونه لیکلی دوی تراوسه دیوه کتاب ځواب یی هم ندی ورکړی، اوس خبره دی ځای ته را رسیدلی ده چی دی دسلفیت اووهابیت څخه هم منکردی، وایی زه مسلمان یم نه سلفی یم اونه وهابی یم، اوبیاسره ددی دعوه داجتهادهم کوی،
دایی هم دآخری زمانی مجتهدین، اجتهاد داسی خوارسو چی دحذیفه رقم خلګوته پاته سو،


حمید هڅــاند
30.07.2012

ټولو ملګرو ته سلامونه او احترامات وړاندي کوم؛
ما د مظهري صیب په رامینځته کړې پوښتونکې لیکنه باندي هم نظر څرګند کړ او دلته هم غواړ خپل نظر تکرار کړم خو له هغه وړاندي د مظهري صیب راتګ ته هرکلی وایم، هیله ده خپله پوهه له موږ څخه و نه سپموي.
ملګرو، بحث په دې موخه کېږي چې پایلې ته ورسېږي، د دې پرځای چې په یو بل تورونه ولګول شي، یو بل باندي د بې لارې ټابې ولګولې شې، ښه داده چې په ساړه دماغ موضوعي لیکنې وشي. که داسي و نه شي نو خدای مکړه، په زړونو کې کینه پیداکېږي، او بیا د روژې په دې مبارکه میاشت کې په کار نه ده چې په زړونو کې یو د بل په ضد څه و ساتو. د مضهري صیب او حذیفه ورور له بحث څخه له ورایه څرګندېږي چې ډېر ځله د دې پرځای چې موضوعي څه ولیکل شي، یو په بل تورونه پوري کېږي. ضرور نه ده چې ثابته شي، مظهري صیب ډېره پوهه لري او عالم دی او که حذیفه صیب، ضرور داده چې د ثواب په نیت، په ښو باندي خلک و هڅول شي او له بدو راوګرځول شي، ښه او سیده لاره روښانه شي. له دې وړاندي نور څه نه شم ویلی.

درنښت


وصيل ( پېروز )
30.07.2012

ټولو ته سلامونه
مظهري صيب ! ښه راغلاست

وزيري صيب ! مبارک دي شه چي ملګری دي وموند ، اوس به دي د ماتو په پټولو کي يو څه مرسته کوي :lol: :lol: :lol:

دلته روان بحثونه په درو کړکيو کي سره ګډ شوي دي ، څو ځايه يوه خبره ياده شوې او پر يوه خبره سره اختلاف شوی دئ ، سړی حيرانېږي چي چيري ليکل وکړي ځکه دا څه موده مي بوختياوو له بحثونو لرې کړی وم .

مظهري صيب ! بيا هم درته ښه راغلی وايم او هيله لرم چي د اختلاف په دوران کي حق او انصاف تر پښو لاندي نه کړو بلکي يوازي د حقايقو او واقعيتونو پيروي وکړو ، يوازي هغه څه د استدلال او منطق په ډول ومنلو او يوازي هغې فيصلې ته غاړه کښېږدو چي له وحې سرچينه اخلي ځکه قرآن هم همدا وايي او احاديث هم پر همدې را څرخي .
( اتبعوا ما انزل اليکم من ربکم )

د بحث په دوران کي اړينه ده چي يوه معيار وټاکل شي يعني د اختلاف د حل لپاره بايد داسي اصول ومنل شي چي هلته په رجوع د فريقينو تر منځ را ټوکېدلي اختلاف ته حل لاره وباسي . له الهي قوانينو سره سم دا معيار يوازي قرآن او صحيح احاديث کېدلای شي ، زما په اند حذيفه صيب د دې خبرې منلو ته په بشپړه توګه تيار دئ خو پاتي شو مظهري او وزيري صاحبان هغوئ بايد څرګنده کړي چي د اختلاف په صورت کي بايد يوازي همدې سرچينو ته رجوع وکړو او هلته چي کومه پرېکړه وشوه هغه به منو او په دې لړ کي به د خلګو پر اندونو او اقوالو تکيه نه کولو بلکي مستقيما به قرآن او حديث را اخلو چي څه یې ويل بايد منظور يې کړو .
( فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله و الرسول )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more