د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

خوره وره پښتو. پرويش شاهين

Farhad zaheer
08.10.2004

[color=red:3384e5c830] خوره وره پښتو[/color:3384e5c830]
دا بدبختی خو ټول منی چې پښتانه دخپلې ملې قامې او مورنۍ ژبې په باب تل عمر يو بې غوره يو ناپرسانه او نا پوهه قام اوولس پاتې شوی دی دغه وجه ده چې دتاريخ په اوږدو کښې په هر يو دور دتورې داميړنی قام دخپلی ژبې او دخپل کلتور دساتنې څخه اوده پاتې شوی دی ګنې ځمکه يې معلومه ده تاريخ يې معلومه ده خوکه نه يې ده معلومه نو هغه دده ژبه ده ځکه چې په دې خاوره ميشت را روان دی داخپله خاوره يې هيڅ کله هم چابل چاته نده پريښې نو چې دی شته خاوره ئې شته نفری تعداد ئې شته نو ژبه يې څه شوله؟
که لرې هم لاړنه شو او خبره دارا او سکندر دوختو راهسې راونيسوه نو بيا هم ددوه نيم زره کالونو خبره جوړيږی هم دغسې پسې په دې خاوره دبوديزم غوندې مذهب رالويږی چې کتابونه څرمنې هډوکو پاڼونه پرته يې ددې خاوره هره ګټه دډير ليک په دوددليکونو ډکه کړې وه هم دغه مذهب کښې که باختري يونانيان وو اوکه قدرمن کوشانيان هغوی خو دعلم فن هنر اوارټ خلق وو چې پريمانه پريمانه بيلګې ئې دتلان توپان نه وروسته هم لرو خوپه دغه څه کښې که هره ژبه اوخط لرو خو پښتو ورکښې نه لور.
که څوک داوايې چې پښتو خونن ډيره مخکښې ده او امبا رۍ ذخيره لری خبره يې بيخې رښتيا ده خود اچې څه ژوندۍ او ګړندۍ ده نو دادشاعرانو ، ادبيانو او دانشورانو پيروزينه ده دهغوی دتندي خوله او جيب پيسه ده ګنې چا ملک خان ارباب سردار ممبر وکيل او سناتور لاڅه کوې .
چيرته يو پښتون باچا هم ددې په سونډي ليکی غو ړلاس ندی راښکلی بل طرف ته عام وګړي اوولس دی دوی دهر شي دپاره جلوس ايستلی شی اوبه نشته جلوس بجلی ځی جلوس لاره کوڅه ورانه ده جلوس ووټونه غواړو جلسه مشری کشری کو جلسه او غونډه خو په کوم شی چې په قامی توګه درنيږی ژوندی کيږی دقامونو په منډه کښې شامليږی خاوره او ولس پرې په علم پوهه اوشعور ښائسته کولی شی نو نه خو دهغې په باب ورته څه غوښتنه شته نه جلسه شته او نه يې ور کښې څه غرض شته .
هم دې غورۍ دا ژبه دشاعرانو ،اديبانو او پو هانو دزړه چاودون باوجود شانه پا تې کړله اوس دحکومت په لاره کولو دپاره هره جلسه ، چغې ناری شته نو ددې لپاره ولې نشته دی اوبيا چې ولس دې ته ورسيږی چې د کونړ کالام پکتيا او باميان په سردرو کښې داوليکی چې هماری کوهر قسم کاکيسټ دستياب هی همارا ها اچها کهانا ملتاهی نوبيا به دا خبره دژړا څه زړه چولو نه وی په پښتو کښې دومره دومره شتمن خلق شته دی چې خپلې شخصی الوتکی هم لری بې حسابه تجارتی کاروبارونه لری په زرګوجريبونه ځمکه هم لری دنګې پلازي او لوړ لوړ برجونه محلونه او غټ غټ بلډنګونه هم لری خو ايا چاپه خپل شخصی لګښت دپښتو ژبې په نوم قدرې ديو بازار ديو بلډنګ اوديوې پلازې نوم ايښودی دی ديو شاعر اديب دانشور او فنکار په نوم يې څه يادګار کتابنون څه باغ جوړ کړی دی ايا يو ښوونځی يوه اداره يو پوهنتون داديبانو دپاره څه روغتون اوياد دوی مالي ښيګڼي دپاره څه فاونډيشن وغيره جوړ کړی دی ؟ هم داخلق دې هم دې خاورو ساهو پچيان دې هم ددې خاوري په سوب يې مال او شتمنې پيداکړې ده نو بيا ئې ورکښې ددې خاورې او دې ولس څه برخه ټاکلې ده ؟
دا پيړۍ ډيره ګرندۍ پيړۍ ده په شروع کښې يې په لږ وخت کښې ډير بدلون راوستو او داپيړۍ لکه چې ښکاره ده ميډيا سائنس او تکنالوجۍ پيړی ده پښتو شتمنو دوطن دګلاليانو بچو دپوهې زده کړې ښودنې او روزنې په لړ کښې کوم شتمن قدم پورته کړی دی پکار داوه چې دې اولس ته دټی وی چينلې اخستې وای دريډيو ګانو بيدوبست يې ورته کړی وائی دکمپيوټر يوه ښار يه يې ورته ساز کړی وائی نو هر بچی بچی به دا خلق د زړه له تله خپل مشران او اتلان ګنل او منل به يې اوس دوۍ د قام نه لرې خلق دې اوس دوی په قام کښې ځاې په خپل خدمت خپل خرچاو خپله پيروزوينه موندلی شي دملکۍ سردارۍ او دخانۍ په بې رحمه ډانګ اوس دوی هيڅوک نه شې خپلولی.
هغه ارواښاد مولانا عبدالقادر خبره چې دا په کومه کوڅه ورسم شوم دمطلب او غرض خبره رانه ډيره لرې پاتې شوله او هغه دا چې پښتنو له يواړخ نه په وطن دننه دپښتنو له يواړخ نه په وطن دننه دپښتو خدمت ته ملاتړل په کار دی او که په رضانه وی نو څه په بله لار دپښتنو دمقام ګنلو دپاره هلې ځلې په کار دي نور چپ پاتې کيدل بې خوندي ده دويری او زړه دزورولو په ځای په ښکاره نعره او عملی ګام داژبه زور اخستل غواړی که څوک يې په رضا رغبت ورکوی خوښه ګنې خپلو کښې مونږ هيڅ چانه يو مجبوره کړې چې پښتو مه وايئ مه ليکئ مه لولئ ښوونځی ورکښې چلوۍ دبازارونو اوکاروبا ري بورډونه مو په پښتو مه ليکئ ديو بل سره په پښتو لاسليک مه کوئ ورځپاڼو او مجلې ورکښې مه اوباسئ او که څوک راته داسې وايې هم نو په سرکاری توګه نه مونږ داهر څه په شخصی توګه ولې نه کوو؟ مونږ خپل ايمان دوطن او ژبې په مينه او جذبه په خپل شخصی لګښت دا هر څه کوو نو بيا به په مونږ دچا زور بې سودی ظلم او جادوڅه رنګه اثر کوی او مونږ به د صراط المستقيم نه بې لارې کوی دوطن او هيواد نه بهر په ډير داسې پښتانه ميشته دی څوک چې د ناورين هجرت نه په سوونو کالونو مخکښې دغه باندينو هيواد ونو ته تللي دی اوهلته داسې ميشته شوی دی چې دې خپلی خاوری ته اوس بيرته نه راځی.
تر دې دمه هغه خپل پښتو نيت پښتو اوکلتور برابر او سم ساتلی دی دغه خلق دا غواړی چې به بهرنو هيواد نو کښې دغه خپله ژبه او خپله ژبه او خپل کلتور ژوندې وساتې نو زه دلته يو څو مثالونه ورکوم لوستونکی دی دپراخه مطالعې دپاره دمحقق زلمې هيوادمل کتاب پښتو په هند کښې ښه ولولې دغه دې يو ماډل ائيډيل او نمونه وګرځوی او ددغی په رڼا کښې تحقيق او کار وکړی ماته ديوباندينی هيواد نه يوې پيغلې فوټو سټيټ په شکل يو کتاب راليږلې دی چې درې سوه کاله پخوا ليکلی شوی دی دغه افغانان په اسټريليا کښې بحثوی او هغه داسې چې کله په اسټريليا کښې د سره زرايستل ګران وپه ټوله نړۍ کښې يې سټرګی په پښتو خواري کښو خوږيدې پښتون خواته راغلل او دمختلفو کليو نه يې خلق ددوست محمد خان اپريدی په مشرۍ کښې بوتلل اوهلته يې دتکړه توب ديانت دارۍ اوافرادی قوت داسې مثال قائم کړو چې داسټرليا ملک ترې ډير متاثر هم او خوشحاله هم شو دوی ته يې روزګار، ميشت ځای تنخا ګانې او يو اعزاز ورکړو دغه وجه ده چې هلته افغانانو په ډير فخر او افتخار ژوند کوی چونکې پښتنو دغوکانونو کښې دکاروباره پاره اوښان پکارکړي ووکوم چې ورله داسټرليا حکومت په سمندری جهازونو کښې راوړی وونو ددغه پښتنو دپيژنګلو اوربريډمارک په طور داوښ غړۍ او جرس وګرځيدل چې اوس دغه پښتنو دپيژندنې او بريډ مارک په طور داوښ غړی او جرس وګرځيدو چې اوس دغه دهغوی امتيازی نښان دی اوهلته دافګان او ياګان په نوم مشهور شول تيرو ورځو کښې يوه ګرانه علاقه ده ځې هلته اوګاډی تيرول ګران کاروخو حکومت ترې هم قلارنه وو او اخرداپه دغه ګرانه زمکه کښې يې ريل تير کړو څومره دخوشحاۍ خبره ده چې ددغه اور ګاډی ياريل په تندي يې افګان ) ( afhanليکلی واو هم هغه اوښ مارکه يې پرې ابستی ده .
مطلب مې دا چې ددغه ځای په پښتنو کارکول دهغوی سره دپښتو په ليک لوست کښې مرسته کول اود هغوی دفرهنګ او هنر نه ځان خبرول او دهغوی سره ځانونه شته کول ضروری او لازمی دی ځکه چې هلته په دغه زمکه يو بل ساهو افغانستان دی دغه شان په برما کښې انام سيام کښې چين افغانستان دی دغه شان په برما کښې انام سيام کښې چين تبت لداخ کښې تائيلينډدواړو
کشمير ونو کښې سنده پنجاب کوهستانونو شمالی علاقو کښې هم دغه شان پښتانه له پيړو پيړو راسې شته دی خو خپل افغانيت يې له لاسه ندی ورکړی او ددې سره دفخر او افتخار ډک ژوند تيروی خوزمونږ ورسره مزی شليدلی دی او دغه خلق مو په جزيره کښې پاتې کړی او لوی پښتو نيت د زنځير کړۍ موندي ګرځولی نورو ډيرو ملکونو کښې به هم داسې وی خوزه دهغوی په باب ډير معلومات نه لرم.
په پاکستان پنجاب کښې پښتانه په بګراټک ميانوالی او سموالی کښې پراته دی چې زمونږ کومک وکړی او دهغوی دا خبره بادشاه مياګل جهانزيب ته په ١٩٦٥کښې د پاکستان مشهور پښتون ګورنر ملک امير محمدخان څو څو خطؤنه راليږلی وو چې زما دکورنۍ پښتو کمزورې کيږی مونږ ته استاذان راوليږئ داليکونو مونږ په ريکارډ لرو .
په ټائ لينډ کښې خو دپښتنو مکمل قبضه ده په ډير عزت ورکښې اوسيږی ډيرې غټې غټې چوکۍ ورسره دی او ملايشيا خو سم اقغانستان تردی چې دايشيا مرد اهن وزيراعظم مهاتير په خپله دسوات او بونير پښتون دی.
څه کاله مخکښې د بی بی سی ريډيو دهند په کشميريانو يو پروګرام نشر کړی ؤ پوره نوم خو دپروګرام رانه هير دی خو څه داسې غوندې وو چې راغونډ شی بی بی سی راغلې وه دغه ټول پروګرام په هندې کشمير کښې پرميشنو پښتنو و هغوی ورکښې پر ميشتنو پښتنو و هغوی ورکښې ډيرې کارخبرې کړی وی پښتو يې ژوندۍ او ګړندۍ ساتلې ده ليک لوست ورکښې کوی وروست سرکښې يې دا خبره هم کړی وه چې مونږ دپښتو درسم الخط په لټه کښې يو چې خپله پښتو پخپل هغه رسم الخط کښې وليکو کوم چې نور پښتانه پښتو پرې ليکې .
زه دلته خپله يوه پيښه ليکل غواړم او هغه دا چې زما لاس ته دکراچۍ نه چاپ يو کتاب سندهن په لاس راغی ماچې ولوستو نو هغه د پاکستانی کشمير د پښتو ديوسفزۍ قبيلې په حقله ليک کتاب ودغه ورځو کښې سردار ابراهيم خان (ارواښاد) دکشمير صدر ؤما هغوی ته خط وليکلو او دپښتو اوپښتنو پحقله مې ترې معلومات وغوښتل معلومات يې ښه پراخه راکړل او کشمير ته يې پدې کار
پسې دراتلو بلنه راکړه زه لاړم او دپښتو او پښتنو څرک مې معلومولو يوې علاقې ته لاړم پياده ګرځيدم را ګرځيدم په لاره يو شپونکی ګډې څرولې ما سلام واچولو اوپه اردو کښې مې ورته ووئيل لسی ملی ګی ؟ (شوملې به ملاوشی ؟ سړی رامنډه کړه جوړه تازه يې راسره وکړل اوپه پښتو يې راته وويل شوملې نه چې نور ډير ډير څه به درته هم ملاؤ شی زه ورسره کيناستم ګپ شپ مو پيل کړلو په اخره کښې خپل وختلو ځکه چې دغه کورنۍ زما دکورنه درې کلی نه شپږ شلی کاله پخوا کشمير ته تللې وه ددې دومره سرخوږی مطلب مې دادی چې لوی او خور اووره افغانستان جوړولو لپاره نورو هيوادو نو کښې ميشته افغانستان هيرول نه دي پکار هغوی دعلم اوهنر نه ګټه وچتول او هغوی علمی او فرهنګی مرسته او ملګرتيا پکارده چې دپښتنو ددې تالی نه خانک جوړ کړو. محمد پرويش شاهين
دا خوره وره مضمون مې د خبرونه ورځپاڼې نه مۍ راخيستې چۍ محمد پرويش شاهين ليکلې دی چې تاسو ته يې وړاندی کوم پرويش شاهين _ پښتونخوا




[size=18:3384e5c830][/size:3384e5c830]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more