اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دیوه ایت : (ولاتقف مالیس لک به علم ) تفسیر
رښتینی
29.06.2012
د یوه ایت (ولاتقف مالیس لک به علم) تفسیر
هر مسلمان ته لازمه ده چې دهري موضوع په اړه اوهروخت باید په تثبت او کره توب سره
خبرې اوپریکړي وکړې او خامخا باید له تخمین ، ګومان او چاویلي نه ډډه وکړې ، هیڅکله بایدیو کره او پوه انسان دیوې موضوع په اړه په ګوماني خبرو پریکړه ونکړې ، له بده مرغه موږ ډیرځله اورو چې خلک وایې : چاویلي ... له اوریدو ... خلک وایې ....داهغه جملي دي چې له دوی وروسته خبري ګومانونه او تخمینونه وې او له دا ډول چلند نه موږ قرانکریم په کلک منعه کړې یو :
وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ) [ الإسراء :36 ] . یعني په کومه خبر چې ته خپله علم نلرې اونه یې پري خبر هغه خبر مکوه یا هغه خبر مه نیسه ، ځکه له سترګو ، غوږونو او زړه نه به پوښتنه کیږې .
په د ي ایت کې خورا زیات تفصیلات پراته دي اوز ه یې څو مهم دلته را اخلم :
لومړي : باید هر کار هره خبر په کره توب او ثبات باندي ولاړوې او له تخمین ، ګومان او دچاویلي له ګوماني او ظني خبرو ځان وژغورل شې او دادهرمسلمان واجب ده ځکه په ایت کې ( نهي ) راغلي ده او نهي له قریني پرته دحرمت له پاره وې . اوپه هرکار کې د تثبت او کره توب ګټه به داوې چې انسان به په هرکار کې ژر او اسانه حق ته ځان رسوې او له ګمراهي اوبیلارې به خوندي پاته شې .
دویم : دعربي ژبي قاعده ده چې فعل د (لاالناهیه ) نه وروسته راشې هغه عموم افاده کوې اودلته هم (تقف) له ( لا الناهیه) وروسته راغلی دی نو مطلب دا چې داخبره عامه ده یعني هر وخت په هرشې ، هره موضوع او هرکار کې چې څوک معلومات نلرې باید په هغه کې ونه ګړیږې او نه دي په اړه څه وایې داراز که هغه موضوع او خبره دحقوق العباد او یا حقوق الله په اړه وې . او دا عموم که یوځای له لا الناهیه نه راپیدا شوی بل لورته ( ما) هم دا عموم افاده کوې . نوباید هیڅ خبره له علم او کره معلوماتو پرته ونکړل شې .
دریم : د لته د ( ولا تقف) جمله نهي ده او نهي چې پرته له قریني الصارفي راشې دحرمت له پاره وې او دلته یې له حرمت نه ګرځوونکي قرینه نشته نو دلته هم دحرمت له پاره شوه یعني پرته له علم او کره توب نه په تخمین ، ګومان او دچاویلي په خبرو پسې کیدل حرام او ناروادي اودا ځکه چې دګومان او تخمین په خبرو سره دخلکوپه منځ کې دښمنی او ستري فتني رامنځته کیږې او د دا ډول ګوماني خبرو لامله ډیر ځایه خورا لویې فتني او سترپساتونه رامنځته شوي دي
څلرم : ( ان السمع والبصر والفؤاد ....) دا جمله د مخکي حکم له پاره علت او لامل ده ځکه (ان) تعلیلیه بلل کیږې یعني دا کار ځکه نارواده چې په اخرت کې به دغوږونو ، سترګواو زړونو نه پوښتنه کیږې چې څه مو اوریدلي څه مو لیدلي او څه مو سنجولي دي ، هره عقیده او هره خبر او فکر یاخو اوریدل کیږې او یا په لید سره معلومول کیږې او وروسته زړه ته لویږې او هلته بیا سنجول کیږې او له هغه وروسته خپلول کیږې یا تردید کیږې ،
پنځم : له دي ایت نه دا معلومه شوه چې الله دبندګانو له پاره کره او پر علمي اساساتو ولاړي خبرې خوښوې او له بي اساسه او سپکو خبرو کرکه کوې لکه په یوه بل ایت کې راغلي دي : ورته وایه چې په یقین سره زما رب سپکي اوفحش خبري حرامي کړي دي {قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ...} [(33) سورة الأعراف].
اوداراز الله جل جلاله دعدل امر په ډیر ټینګار سره کړی دی او عدل یې په هرصورت لازمي بللی دی قرانکریم وایې : تاسو په کلکه سره دالله له پاره دعدل شاهدان واوسئ اوله یوه قوم سره دښمني دي دهغوی په اړه له عدل نه تاسو راونه ګرځوې ، تاسو عدل کوئ او عدل تقوي ته نږدي دي .{كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [(8) سورة المائدة]"([1]).
ښپږم : د ( ولاتقف ) اصل له (القفو) نه ده او دا اتباع ته وایې عرب وایې : قفوت أثر فلان (اتبعت اثره) یعني دفلانکي په پله ولاړم ، اودا خبر ښکاره ده چې انسان دخپلو افکارو او ګروهو یامعتقداتوپیروې کوې او دهغو په غوښتنه کار کوې اوس که موږ ځیرشو ډیر ځله داسې افکار یا معتقدات موندلی شو چې هغه په هیڅ شرعي اصل او اساس تکیه نلري نو شرعا د داسې افکارو او معتقداتو پیروي ناروا او قران منعه کړې ده . ولا تقف ما لیس لک به علم ،
اووم : د (ان السمع ...) جمله تعلیلیه جمله ده یعني له داسې ناروا کارنه مخ وګرځوه او داسې حرام کار مه اوره ، مه یې ګوره او مه یې سنجوه ، ځکه دغوږونو ، سترګو او زړه په څیر نعمتونه الله ددي له پاره درکړي دي چې دخیرپه لاره کې ولګول شې او دالله په شکر او ثنا کې وکارول شې ، الله بل ځای په انسان باندي خپل نعمتونه او احسانات بیانوې او وایې : الله جل جلاله هغه ذات دی چې تاسو یې دخپلو مندو له ګیډو را ایستلي یئ ، تاسوپه هیڅ هم نه پوهیدلی ،تاسوته یې داوریدوځواک ، دلیدځواک او زړونه درکړل څو تاسو دالله شکر وباسئ :{وَاللّهُ أَخْرَجَكُممِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ}[(78) سورة النحل]
اتم : په دي ایت کې سمع ، بصر او فؤاد په دي ترتیب سره ځکه ذکر شوې دي چې هرمعلومات او هره خبره په اکثریت سره د اوریدو او لید له لاري ترلاسه کیږې اوله هغه وروسته د سنجولو او تفکر له پاره زړه ته لویږې نوګواکي دادواړه د علم الات دي او څرنګه چې داوریدو له لاري د لیدپه نسبت ډیر څه ترلاسه کیږې ولي داوریدلو ځواک دیوه شې مخامخ کیدلوته اړتیا نلرې او له هري خواچې څه وې اوریدل کیدلی شې او دلیدځواک خامخا سترګو ته دمخامخ کیدلو په حالت کې کار کوې نوځکه یې سمع له بصر نه مخکي کړه ،
اوله دي دواړو وروسته زړه ته رسیږې نو زړه یې ځکه وروسته کړ
نهم : په قرانکریم کې د زړه له پاره دو ه توري کارول شوې دي یو فؤاد او بل قلب خو د دواړو په منځکې یود قیق او باریک فرق شتون لرې او هغه دا چې فؤاد هغه زړه ته وایې چې ګرمښت او تنده یې زیاته وې او قلب عادي زړه ته وایې هغه زړه چې د ارادو سرچینه وي د ادراک اله وي ، دعلم او عقل ځای وي دهغه له پاره دقلب په نسبت د فؤاد توري کارونه ډیره ابلغه ده
لسم : علماء وایې الله جل جلاله انسان ته زړه ددي له پاره ورکړی دی څو شیان پري معلوم کړې
لکه سترګي چې دلید ، غوږونه داوریدلو اودبدن نور غړي هریو دخپل کار له پاره پیدا کړي
دي ، کله چې انسان هرغړی په خپل هغه مناسب ځای کې وکاروې چې الله دکوم کار له پاره
پیدا کړی او تیار کړی دی نودي ته ثابت اوڅرګند حق ویلی شې اودا هغه عدل ده چې په برکت
سره یې اسمانونه او ځمکي ولاړ دي اوپه دي کې خیر او صلاح پرته ده اوڅوک چې خپل غړي
دالله جل جلاله په شوول شویو لارو کاروې دهغو په اړه قرانکریم وایې : {أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى
مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} [(5) سورة البقرة]. یعني دا خلک دخپل څښتن په سمه لار
روان دي او دا خلک بریالي دي .
او که دبدن غړي دالله له لارښوونو سره سم ونه کارول شې او بیکاره پرېښودل شې نودي ته
تاوان وایې او څښتن یې ناکام دی اوکه دبدن غړي دالله دلارښوونو په خلاف وکارول شې
دي ته ګمراهي او بیلاري وایې اوڅښتن یې هغه څوک دی چې دالله دنعمتونو دشکر په
ځای یې له هغو نه انکار کړی دی .
زړه د ټولو بدني غړیو سید اوباچا بلل کیږې دزړه په صلاح سره دبدن ټول غړي صالح او سم
ګرځي اوکه زړه خراب او له فساده ډک شې ټول غړي دفساد لاره نیسې لکه رسول الله صلي
الله علیه وسلم چې ویلي دي :: ((إن في الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب)). نو زړه ددي له پاره پیدا شوی دی چې په هغه سره پوه ترلاسه
کړل شې او شیانو ته دزړه توجه فکر او نظر بلل کیږې لکه په سترګو اوغوږونو سره شیانو ته
توجه کولو ته لیدل او اوریدل وایې .
اوس په زړه سره یواځي علم ترلاسه کول دزړه کار نه ده ترڅو چې داترلاسه شوی علم دفکر او
تعقل په تله ونه تلل شې او بیا یې عملي نکړي نو دزړه کار داشو چې علم ترلاسه او بیا یې په
غورا وفکر سره کره او چاڼ کړي او بیا یې پلی او نافذ کړي نو دا ډول علم چې هغه کره کړل شې
او بیا پلی شې حکمت بلل کیږې اودا حکمت چې څوک ترلاسه کړي هغه لوی خیر او ستره
نیکمرغي ترلاسه کړه لکه قرانکریم چې وایې : {وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا} [(269) سورة البقرة].
اولکه ابودرداء رضي الله عنه چې ویلي دي : ځیني داسي خلک دي چې علم ورکړل شوی دی خو
حکمت ندی ورکړل شوی او شداد بن اوس له هغو کسانو نه دی چې علم او حکمت دواړه ورکړل
شوي دي "إن من الناس من يؤتى علماً ولا يؤتى حكماً، وإن شداد بن أوس ممن أوتي علماً وحكماً".
یولسم : كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ، په اولئک سره سترګو غوږونو او زړ ته نغوته شوي ده
اود اولئک په کلمه سره دعقل خاوندانو ته اشاره کیږې اوکله چې له دي اعضاو نه داخرت په
ورځ پوښتنه کیږې نو داسې شول لکه دعقل خاوندان ، اوهرشی چې دعقل دخاوند په مقام کې
راوستل شې نو په عربي ژبه کې هغه ته د ذوعقل عبارتونه او صیغي کارول لکه په د ي ایت
کې : وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ} [(4) سورة يوسف]،
دلته که څه هم لمر اوسپوږمۍ دعقل خاوندان ندي خو سجده دعقلمنو کار دی او دوی هم چې
کله دعقل دخاوندانو دکارپه حالت کې دي نو ځکه هغه عبارات ورته کارول شوي دي (رئیتهم )
ویل شوي دي (رئیتها )ندی ویل شوي
دولسم : دایت په وروستنی برخه کې داخبره چې له سترګو ، غوږونو او زړه نه به پوښتنه کیږې
دعربي ژبي په څو تاکیدي ډولونو پخه شوې او مؤکده شوې ده لکه :
1- په پیل کې د (کل) توری راوړل شوی دی چې هغه په احاطه او شمولیت دلالت کوې ، هسي خو
له دي پرته هم په دي توګه ویل کیدلی شوی :"إن السمع والبصر والفؤاد سُتسأل عما وقع منها كما ستُسأل عن صاحبها" خو د (کل ) توری دزیات تاکید اود معنا د تقرر له پاره راوړل شوی دی ،
2- په د ي عبارت کې اسم الاشاره (اولئک) راوړل شوې ده نه ضمیر اوداسې ندي ویل شوې :
"كلها كان عنه مسؤولاً" ځکه نسبت ضمیر ته په اشاره کې تاکید زیات دی
3- داراز د ایت په دي برخه کې د "كان" فعل کارول شوی دی څو خبره ښه پخه او له شکه ووځي
یعني دبدن له دي غړیو نه به خامخا پوښتنه کیږې
4- داراز په {كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً}: کې معمول ( عنه) له عامل ( مسؤلا) څخه په همدي موخه
مخکي کړل شوی دی چې په دا ډول تقدیم کې هم اهتمام پروت وې که څه هم اصل باید عامل
مخکي او معمول وروسته وې ،
دیارلسم : له {مَسْؤُولاً} نه مراد مؤاخذه اونیول دي یعني دي اندامونو که په خپل تخلیقي موخه
تګ نه وې کړی نوپه اخرت کې به نیول کیږې لکه یوچا ته چې وویل شې : ګوره ددي کار مسؤلیت
به ستا پرغاړه وې اویا داسې چې له تانه به دخپلو کړنو پوښتنه کیږې لکه په یوه بل ایت کې راغلي دي {يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ} [(24) سورة النور
یعني هغه ورځ یاد کړه چې په دوی به د دوی ژبي ، لاسونه اوپښې د دوی دکړنو شاهدي وایې .
څوارلسم : په دي ایت کې دبدیع دفن یو صنعت کارول شوی دی چې هغه ته التفات وایې التفات
دامعنا چې په یوه کلام او خبره کې اسلوب یاد خبرو چلند تبدیل کړل شې او دلته هم داسې وشي
دي ، په پیل کې خبره په خطاب (ولاتقف ....) سره پیل شوې ده او وروسته دغیاب توري
(کان عنه )راغلي دي او دډول اسلوب داوریدونکي دبیداري او خبرو ته دتوجه له پاره کارول
کیږې .
پنځلسم : څرنګه چې دزړه ،غوږونو او سترګو کارونه په روا او ناروا ویشل شوې دي یعني ځیني
داسې کارونه دي چې انسان خپل خالق دهغو له اوریدلو ، لیدلو او سنجولو منعه کړی دی نو
انسان ته لازمه ده چې له هغو نه خپلي سترګي ، غوږونه او ېړه وژغوري او کوم کارونه چې انسان
ته یې کول لازمي دي هغه باید وکړي .
شپاړلسم : لوی څښتن چې انسان ته داستر نعمتونه ورکړي دي نو انسان ته لازمه ده چې په ډیر
دقت او احتیاط سره یې ساتنه وکړي او همدا ځانګړي صفات دي چې انسان یې دبهیمیت او
حیوانیت له کندي نه دانسانیت لوړ پوړ ته پورته کړی دی الله جل جلاله د دي دریو نعمتونو
دلوروني په اړه بل ځای وایې : {وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ
الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} [(78) سورة النحل].
یعني الله تاسو دخپلو مندو له ګیډونه ایستلي یئ او بیا یې تاسو ته داوریدلو او لیدلو ځواک
او زړ ونه درکړی دی څو تاسو شکر وباسئ ،
داراز بل ځای وایې : ......وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ} [(9)
سورة السجدة]. یعني تاسو ته یې داوریدلو او لیدلو ځواک او زړ ونه درکړی دی لیږ تاسو
هم شکر وکاږئ ، دلته په دواړو ایتونو کې د (تشکرون) جمله راغلي ده او مخکي کوږ وویل
چې ددي غړیو په خپل ځای کې کارول شکر دی او بیځایه کارول یې ناشکري او ناروا ده .
دارزا دنفاق د په رنځ چې څوک اخته یې همدا دری غړي یې خراب شوي او بیکاره کارولي وي
لکه قرانکریم چې وایې : خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ} [(7)
سورة البقرة]. ددوی په زړونو او غوږونو مهر ول شوی دی او په سترګو یې پردي دي ،
داراز داخرت په ورځ جهنم ته د تلونکو خلکو نقصان او کمزوري همدا بیا ن شوي ده چې هغوی
زړونه لرل خو په هغو یې سمه پوهه نه ترلاسه کوله ، هغوی سترګي لرلي خو حق یې نه پري لید
او هغوی غوږونه لرل خو حق یې نه پري اوریده : وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ
قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا} [(179)
سورة الأعراف
اوولسم : د سترګو کار دزړه او غوږونو په نسبت یوڅه کمزوری دی ځکه په سترګو سره یواځي
موجود او جسم لرونکي شیان لیدل کیږې لکه انځورونه او اشخاص او د دزړه او غوږونو کار
پراخه ده ځکه زړه غایب شیان ، معنویات او روحاني شیان هم درک کولی او سنجولی شې او دا
راز داوریدلو ځواک هم دشیانو مخامخ موجودیت ته اړتیا نه ویني اوس د زړه او غوږونو په منځ
هم توپیر شته اوهغه داسې چې زړه علم ترلاسه کوونکی دی او داوریدلو ځواک داسې ندي هغه یواځي دعلم خبرې او معلومات زړه ته رسولی شې او دایې دند ه ده داراز نور ي مختلفي انساني
قواوي زړ ه ته معلومات او علم ور رسوې او دعلم کار د زړه دی ،لنډه دا چې دعلم مدار په زړه
پوري تړلی دی او کله مو چې داخبره ځان ته معلومه کړه اوس دقرانکریم یو دقت او باریکي ته
راځو او هغه په دي ایت کې ده :أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ
يَسْمَعُونَ بِهَا} [(46) سورة الحج].یعني دوی ولي په ځمکه کې نه ګرځې څو که دوی زړونه ولرې نو پوه به ترلاسه کړې او که غوږونه ولرې اوریدل به وکړې ،
دمخکینیو ایتونو په څیر په دي ایت کې د سترګو یادونه نده شوې ځکه دلته دغیبي چارو خبره ده
او دلته دچاروله پایلو نه حکمت ترلاسه کول دي چې دا دسترګو کار نده اودابل ایت هم ددي په څیر دی : أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ} [(44) سورة الفرقان]. ایاته ګومان کوې چې د ددوی
ډیری کسان او رې او پوهیږې
اودا خبره په دي ایت کې لا ښه روښانه شوې ده : إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ} [(37) سورة ق]. یعني په دي کې دهغه چا له پاره پند پرووت دی چې څوک زړه ولرې
او په ځیرکتیا سره داوریدلو له ځواک نه کار واخلي ، څوک حکمت ترلاسه کوې او له علم نه ګټه
پورته کوې هغه په دوه ډوله دي یوهغه څوک دی چې حق پخپله پیدا اوپیروې یې وکړې اوحق
ته دبللو له پاره یې بل چا ته اړتیا نشې پیښه دا کس د زړه خاوند بلل شوی دی (لمن کان له قلب)
اوبل هغه کس دی چې بل چاته اړتیا لرې څو له هغه نه زده کړه وکړې او هغه ته په غوږ نیولو سره
له هغه نه علم ترلاسه کړي او دي ډول کس ته دایت په دي جمله کې تشاره شوې ده :أَلْقَى السَّمْعَ
وَهُوَ شَهِيدٌ .
اتلسم : په دي ایت کې د دي دریو شیان ذکر د دوی داهمیت ء پر اساس شوی دی او داسې
نده چې یواځي د دریو شیانو په کړنوبه انسان نیول کیږې بلکي انسان په خپلو نوروټولو
کړنو نیول کیږې او پوښتنه به ورن کیږې خودا دری :{السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ} هغه شیان دي
چې په دوی سره علم ترلاسه کیږې او د دوی په برکت انسان د حیوانیت له پوړ نه لو ړ شوی دی
نولسم : ځیني مفسرینو له دي ایت نه شهادة الزور یا ناحقه ګواهي مراد کړي ده یعني د ولا تقف مالیس لک به علم نه مراد ناحقه ګواهي ورکول دي خو دا یو قول دی او زیاتو مفسرینو خبره عامه
بللي ده او دارز عموم غوره هم دی او دناحقه شاهدي دحرمت او ممانعت په اړه نور ایتونه هم
راغلي دي ،
شلم : خلاصه دا شوه چې په ګومان سره خبرې کول بي له کوم کره او مستند اساس خبري کول ددي
ایت له مخي ناروا اوحرامي د ي ، په تشو خیالونو او ګومانونوسره خبري کول ناروا او ممنوع
دی او دا په ټولنه کې فسادونه او درني ستونزي رامنځته کوې لکه قرانکریم وایې : اجتنبوا كثيرا من الظن إن بعض الظن إثم ) [ الحجرات 12 ، یعني تاسو له ډیرو ګومانونو ډه ډه وکړئ ځکه ځیني
ګومان ګناه ده په حدیث کې راغلي دي تاسو له ګومان نه ځانونه وژغورئ ځکه ګومان د خبرو ډیره
دروغژنه برخه ده : " إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ، د ابوداود په یوه روایت کې راغلي دي
د ( دوی ګومان کوې) خبره دسړي بده سپرلي ده : بئس مطية الرجل : زعموا .
یعني یوڅوک چې دا خوی لرې چې خپلي خبرې د خلکو په ویلو او دخلګو په ګومان باندي کوې
دا ډیر ه لویه بدخویې او بداخلاقي ده
نن زموږ په ټولنه او خصوصا په مطبوعاتو او رسنیو کې تبصري او یاراپورونه او خبرونه او په
اصطلاح ډیری تحقیقي لیکني په ګومان او تخیلاتو ولاړي وي موږ د ډیرو خلکو په خبرو او تبصرو کې داجملي او رو او لولوچې وایې : داسې فکر کیږې ، داسې ګومان کیږې ، ویل کیږې
ان تر دي پورې چې نن د نظر او فکرویېونه او الفاظ تقریبا د ګومان په معنا کارول کیږې ،
نو ددي کار دناروا والي او اړوندو تفصیلاتو په اړه ما ځکه په دي ایت شریف کې دومره تفصیلات
ضروري وبلل ، په ځانګړي توګه په مطبوعاتو او صحافت کې دبوختو مسلمانو او ژمنو وروڼو او ژورنالستانو له پاره مهمه بولم چې ددي ایت شریف تفصیلات دځان له پاره لارښود وټاکې او د نن په دروغواو ګومانونو ځپلي نړۍ کې یې دلاري مشال وګرځوې .
larghonay laraway
30.06.2012
السلام علیکم!
ريښتينی صيب همداسې ريښتينی اوسې خ وروره د احاديثو او فقهې په کتابونو کې د (قيل) اصطلاح شته چې کمزورې ده خو مطلق منع نه ده نو په دې کې څه وايئ؟
رښتینی
07.07.2012
لرغونی صیب د دي ایت تفسیر مې اوس پوره کړ
که یوځل یې بیا دلوستلو تکلیف وکړئ ځواب به
یې په وروستی برخه کې ترلاسه کړئ
په مینه
ع کريم حليمي
08.07.2012
دېر دروند ورور ریښتینی صاحب لمړئ زما سلامونه ومنۍ خدای دي جوړ او روغ لره ، لیکني دي په ډېره مینه لولم او زما لپاره پایده منی دي ، خو بعضي وختونه داسي پېښه شي چه يوه جمله او یا یو تعریف باندي و نه پوهېږم زما خپله کمزوري ده ،
لکه دغه تعریف (( ددي غړیو په خپل ځای کې کارول شکر دی))؟!
پوښتنه دا کوم چه دغه ستاسو تعریف د دغه آیة :وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ
سرنه خوري ، ایا د نعمت راکوونکي یادونه او لوئي بیانولو ته شکر نه ویل کېږي ؟؟، که څرنګه
درنښت
رښتینی
08.07.2012
ع کريم حليمي لیکې :
دېر دروند ورور ریښتینی صاحب لمړئ زما سلامونه ومنۍ خدای دي جوړ او روغ لره ، لیکني دي په ډېره مینه لولم او زما لپاره پایده منی دي ، خو بعضي وختونه داسي پېښه شي چه يوه جمله او یا یو تعریف باندي و نه پوهېږم زما خپله کمزوري ده ،
لکه دغه تعریف (( ددي غړیو په خپل ځای کې کارول شکر دی))؟!
زما موخه داده چې د بدن دا دری مهم غړي دالله له لوري په ښودل شویو ځایونو
کې کارول شکر دی یعني موږ ت چې لوی څښتن د دي دریو مهمو غړیو ( سترګي ،
غوږونه او زړه) نعمت راکړی دی که دا ټول موږ دالله له لارښوونو سره سم وکاروو
نو دي ته شکر ویل کیږې ،
حلیمي صیب لیکې :
پوښتنه دا کوم چه دغه ستاسو تعریف د دغه آیة :وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ سرنه خوري ، ایا د نعمت راکوونکي یادونه او لوئي بیانولو ته شکر نه ویل کېږي ؟؟، که څرنګه ،
بلکل داهم شکر دی اوزما موخه دانه وه چې شکر یواځي هغه دی چې ما یې یادونه
کړي وه داهم شکر دی اود شکر نورهم ډیر ډولونه شته لکه یوچاته الله مال ورکړی وي
او زکات یې پريکړي دارز یوڅوک په خپل روغ بدن شکر وباسي اوداسې نور
خدای دي وکړې چې ستاسو په پوښتنه به سم پوهیدلی یم [color=darkblue:dc98c18c7c][/color:dc98c18c7c][color=green:dc98c18c7c][/color:dc98c18c7c]
وزیري
09.07.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
رښتینی صاحب، الحمد الله ښه معلومات مو وړاندي کړیدي. انتقاد نه ده بلکي د ځان د معلوماتو لپاره لږ وضاحت غواړم. هغه دا چی، د پورتني تفسیر په رڼا کی د حضرت عمر رضی الله عنه دا عادت په کومه ګټګوری کی حسابولای شو.
په بخاری شریف کی راځی چی:
عن ابن عمر رض قال: ما سمعت عمر لشیء قط یقول: انی لاظنه کذا الا کان کما یظن. رواه البخاری.
والسلام
رښتینی
09.07.2012
وزیري صاحب ښه پوښتنه مو کړي ده خو ستاسو په دي روایت کې
(ظن) دهغه ګومان په معنا سره نده کوم چې پورته دایت په تفسیر کې
مراد شوی دی ځکه دلته د دي ( ظن) مخصوصه معنا ده او دا تفصیل د ابن
حجر په فتح الباري کې شته هغه ددي روایت په شرح کې لیکي :
قَوْله : ( إِلَّا كَانَ كَمَا يَظُنّ )
هُوَ مُوَافِق لِمَا تَقَدَّمَ فِي مَنَاقِبه أَنَّهُ كَانَ مُحَدَّثًا بِفَتْحِ الدَّال ،
او مخکینی روایت او شرح یې دادي :
عَن عائِشَةَ قالتْ: قالَ رَسُولُ اللّهِ صلى الله عليه وسلم: 'قَدْ كَانَ يَكُونُ في الأُمَمِ مُحَدّثُونَ فإنْ يَكُ في أُمّتِي أَحَدٌ فَعُمَرُ بنُ الْخَطّابِ'.
قوله محدثون بفتح الدال جمع محدث واختلف في تأويله فقيل : ملهم قاله الأكثر قالوا المحدث بالفتح هو الرجل الصادق الظن وهو من ألقى في روعه شيء من قبل الملأ الأعلى فيكون كالذي حدثه غيره به.
یعني عمر بن الخطاب رضي الله عنه له (محدثون) نه و او د محدث معنا یاخو الهام ورته
کیدونکی یاد رښتیني ګومان وال دی
خدای دي وکړي ځواب ته ورنږدي شوی یم
وزیري
10.07.2012
اباده اوسي، یو څه خو می تنده پری ماته شوه.