نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
واکسین دمرګ او فالج نه دبچ کېدو وسیله
اتل
18.06.2012
آیا څوک دا حق لري چې ماشومان د مرګ او فالج د مخنیوي د واګسین د حق نه محروم کړي؟
د نیو یارک ټایمز ورڅپاڼې د جون د میاشتې د اتلسمې په ګڼه کې ليکلې چې د پاکستان د قبایلي علاقې په شمالي وزیرستان کې یوه قوماندان حفيظ ګلبهادر د پولیو یا د ماشومانو د فالج واکسین چې ټاګل شوې وه، یوه ورځ وروسته پیل شي او یو لک او یو شپېته زره ماشمانو ته واکسین ورکړ شي، د واکسن ورکول منع کړیدي.
نیویارک ټایمز وایي چې په جنوبي وزیرستان کې هم یوه لوی قوماندان ملا نظیرپه نظر کې لرل چې همدا کار وکړي.
قوماندان حفیظ ګلبهادر دغه مسئله د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د بمباریو د پاره د جاسوسې سره تړلې ده.
داسې ښکاري چې اوس د پاکستان طالبان د بې پیلوټه الوتکو د حملو نه چې په دقیق ډول د القاعدې مشران ولي او د هغوي ګڼ شمیر یې وژلي هم دي، ځانونه بچ کوي، او پدې ترتیب بیګناه ماشومان د پولیو د واکسین د حق نه محروم کړي. د پاکستان د طالبانو مشرانو ته دا فرق نه کوي چې څوموره بیګناه ماشومان د پولیو په وجه فالج او مړه شي، خوچې پخپله دوی د ډرون د حملو نه بچ پاتې شي.
نن سبا د پولیو مرض د ټولې نړې نه کډه کړېده، خو یوازې په پاکستان، افغانستان، هند او نایجیریا کې لا هم شته او هر کال ماشومان وهي.
د ماشومانو ګوزڼ یا فالج یو داسې خطرناک مرض دئ چې ماشومان فلج کوي او بیا تل تر تله د خپلې کورنې او په مجموع کې د ټولنې د اوږې بار کیږي.
دا یو بې علاجه مرض دئ. پولیو چې څوک ووهي، بیا تر ابده نه جوړېږي. پولیو فوقلاعاده ساري مرض دئ او د انسان د غایطه موادو له لارې د یوه انسان نه، بل انسان ته سرایت کوي. دپولیو د ناروغ فضله مواد په آزاده هوا کې مه پرېږدئ چې مچان برې کیني، دغه مواد په خپلو پښو پوري وړي، بیاستاسې پر دسترخوان کیني، ستاسې د ماشومانو پرخوله، مخ او لاسونو کيني او په نهایت کې د هغو ي خولې ته رسیږي او يه پولیو اخته کیږي. په غایطّ موادو چونه واچوئ، هم به د پولیو مکروب ووژني او هم به د مچانو د شر نه خلاص شئ.
د ماشومانو لتې په ویاله کې مه مینځئ، ځکه چې غایطه مواد په اوبو ځي، یو څوک نه یو ځوک یې باالاخره څښي.
ډ پاکستان طالبان په حقیقت کې دا مرض د خپل ولس پر خلاف د وسلې په توګه استعمالوي.
آلله تعالا دې دوی ته انصاف او بصیرت ورکړي، آمین.