فلسفه او ارواپوهنه
پنځه فطري اصولونه او د ارتقا نظریه
ahmad bilal
14.06.2012
د یوی لیکنې څخه ژباړیزه اقتباس.
پنځه فطري اصولونه:
۱- د سائنس بنیاد او بنسټ په مشاهده (کتنه) او په تجربې اېښودلی شوې ده او کوم څېزونه چې د مشاهدې (کتنې) او تجربې څخه ماوراء یا اخوا دي هغه بیا د سائنس د څرخیز څخه لېری دي.
خو د بل پلوه د وحۍ او د نبوت موضوع همغه څه دي چې انساني عقل، تجربه، او د مشاهدې (کتنه) څخه لوړ دي. ښکاره ده چې په داسې چارو کې د وحی اطلاع یا خبر ورکول د اعتبار وړ ده.
۲- ډېر داسې څیزونه دي چې زمونږ د مشاهدې یا د کتنې وړتیا سره اړیکه لري خو د هغوې پټ علت او د پټو اسبابو مشاهده مونږ نشو کوی بلکه د دې د علم په هکله مونږ ته د کومې پياوړې ذریعې اړتیا وي. دا ډول چاری یواځې په دې بنسټ ردول د حماقت نه بل څه ندي چې دا څېزونه مونږ ته نه ښکاري.
۳- دوه څېزونه که د یو بل سره په داسې ډول ټکر شي چې دواړه په یو وخت کې د منلتیا وړ نه وي نو بیا خو مونږ دا نشو ویلئ چې دواړه صحیح دي، په دې کې به یو صحیح او بل غلط وي. په دوې کې کوم یو صحیح او کوم یو غلط دی؟ د دې پریکړۍ لپاره به مونږ پرتله کوو چې د چا ثبوت په یقیني توګه او په قطعي توګې سره شوی؟ پس د کوم څېز ثبوت چې په یقیني توګه شوې وی هغه حق دی او پاتې باطل.
۴- کومه خبره چې د خپل ذات له اعتباره وړ وي او کوم ریښتیونې یې خبر ورکړې وي د هغه تسلیمول اړین دي، او د هغه څخه سرغړونه یوازې ضد او تعصب. کوم چې د عاقلو نښه نده!
۵- په انساني عقل اکثره د وهم تسلط وي، ډېر داسې څېزونه کوم چې قطعي صحیح او بی داغه وي خلک د وهم د غلبې په بنا د عقل خلاف ګڼي، او ډېر داسې څیزونه کوم چې د عقل له لید نه لیرې او خلاف وي د وهم د غلبې له امله یې خلک نه یوازې صحیح ګڼي بلکه هغه د عقل په مطابق کولو هم زور اچوي.
د ډارون د ارتقاء نظریه د حقیقت په هنداره کې!
پوښتنه دا ده چې د انسان د وجود پيل څرنګه وشو؟ ښکاره خبره ده چې دا یوه تاریخي پېښه ده او د کوم اټکل او تخمینې په بنا د دغه تاریخي پېښې په هکله په واضحه توګه څه نه ویل کېدای شي. اوسنې انسان خو نه په لرغونې وخت کې موجود وه چې اوس څه ویل وغواړې د خپلې مشاهدې (کتنې) په بنسټ به یې وي او نه کوم داسې څېز دی چې تاریخي تجربې د دغې تاریخي پېښې تصدیق کړی وي. کنه تر اوسه، په دې زرهاو کلونو کې به یې کومه بیزو خامخا په انسان کېدو لیدلې وه او یا به یې د کومې بیزو د انسان جوړېدو د عمل تجربه کړې وه.
پس دغه نظریه چې د دواړو - مشاهدې (کتنې) او تجربې - څخه محرومه ده د دې بنسټ پخپله په اټکل، تخمینو، اندازو او په وهم قائمه شوې. د دې په مقابل کې خپله د کائنات د جوړونکي خپل قطعي، غیر مبهم او واضحه فرمان دی. اوس لیونیانو ته کلۍ ورکئ چې په یوه مسئله کې، کومه چې د انساني مشاهدی او تجربې څخه ماورا ده، د ښاغلي ډارون او د هغه په لیار د تلونکو تخمینه او اټکل د اعتبار وړ دی او که د ستر څښتن د علام الغیوب فرمان ؟؟؟؟
که چېری وحی الهي په دغه مسئله کې زمونږ لارښؤنه نه وه کړی نو هله هم د عقل تقاضا دا وه چې مونږ د ډارون نظریات کوم چې غیر کتنیز او غیر تجربوی دي، نه و قبول کړی. ځکه د عقل خاوندان د عقل والاو مني، په غیر عقلي قیاسونو او اټکلونو داسې په ړنده توګه ایمان نه راوړي.
خدای پاک په خپل قرآن کې فرمايي:
“وَمَا لَھُمْ بِہ مِنْ عِلْمٍ، اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ، وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْئًا۔” (النجم:۲۸)۔