د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چې بيا کومه ټکه رالوېږي؟

larghonay laraway
13.06.2012

السلام عليکم!
کزي بيا مداريتوب شروع کړی او په ګډو وډو سر دی!
تېره ورځ يې يو ورور اعلان وکړ چې تر کرزي وروسته به د دوی د شاهي کورنۍ يو بل غړی رامخته شي خو ده ځان ناخبره وښود!
په همدې ترتيب د ده يو نازولی قومندان چې حتی د ارګ په شل مترۍ کې يې هم جنسي تجاوز وکړ خو ده ورته وخندل او ويې ويل ( له مصلحته مې کار اخيستی، وامې خېست او اخلم يې) ولې په دې ورځو کې يې څارنوالۍ ته معرفي کوي ؟!
دی په خپله هم د قانون تر ټولو غټ ناقض دی او مافيايي ډله يې هم خو خلکو ته په سترګو کې خاورې اچوي او کله ناکله د قانونيت او د قانون د حاکميت ډنډورې غږي ؟
د کرزي د ناکام حکومت ناکام اپوزيشن چې تر ۹۹ اشاره ۹ په سلو کې زیاته برخه يې په د کرزي په حکومت کې حاکمه او ځواکمنه ده خو کله کله له حکومت سره زرګري جنګ کوي او ښکنځلې سره تبادله کوي. پرون د همدې لړۍ يوه برخه د احمدشاه مسعود ورور ؤ چې کرزي ته يې ملي خاين ووې او د ده په وروڼو يې د عينو مېنې او نورو غلاوو لمن ورپورته کړه !
په همدې ترتيب يې خلکو ته په سترګو کې خاورې واچولې او د لس کلن ناکام حکومت په اړه يې وويل چې جبيره به يې په پاتې دوو کلونو کې کوي چې پښتانه دې ته ( تر ... وروسته پلتۍ) وايي.
په همدې ترتيب د ده او بادارانو تر منځ يې له يوې خوا د شپنيو حملو او په کورونو بمباريو بندولو خبره کوي او له بلې خوا ردېږي.

د کرزي او امريکې د دې مداريتوب په اړه اوس حتی عام ولس هم ښه پوهېږي چې کله هم دی په ګډو وډو سر شي نو کومه پلان شوې ټکه رالوېږي!
دا چې د دې ګډو وډو تر شاه څه دي درانه لوستونکي دې پرې خپل نظرونه ورکړي[color=red:f827aa10b2][/color:f827aa10b2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more