وطن پال او نور ګټور شعرونه
له ړندې بمبارۍ د يوه پاته ماشوم له خولې!
محمود سعيد
10.06.2012
آخ دا څه وؤ، مورې خوږ شوم – غږ د څه وو اور د څه دی؟
بوی د څه لوګی د څه دی – ځوږ د څه دی شور د څه دی؟
دغه سره وينه د چا ده؟ - مورې لاس مې ولې لوند دی؟
مورې، مورې راشه، راشه – داسې ښکاري ځان مې دروند دی
مورې چېرې ېې نه ښکارې – د کميس ټوټه خو ستا ده
تا نو کومه شوخـــي کړې؟ - که ګـــناه وي نو زما ده
تور لوګی دی نه دې وينم - مورې راشه غېږه راکړه
زه وېرېږم غږ د څه وو – خير دی ما لږ دلاسا کړه
داسې لوبه پیل چا کړه – پرې دې زما د زانګو مزي
هلی راشئ ما درواخلئ – ړنګ دېوال دی راپرېوزي
دا خو کور شو د بلاوو – راشئ وامې خلئ وېرېږم
زه لا نه شم پاڅـــېدلی – ولاړېږم بېرته لوېـــــــــږم
تور لوګی دی خړې خاورې – زموږ کور خو داسې نه وو
دغه څوک دی سور په وينو – زما ورور خو داسې نه وو
ستا د مــــور وينا ده هېره - وروره ستا کالي رنګين دي
څوک پیوند څوک ېې صفا کړي- هم سوري دي هم خونين دي
خورې لاس دې ولې پرې دی – ترې بهيږي ولې وينې؟
اوه! دا پښه خو دې هم نشته – پلاره راشه ته ېې وينې؟
پلاره، پلاره غږ مې اورې؟ - دا څه ټکه راپرېوتې؟
هیڅ خـــبر کولای نشي – مـــور مې کلکه راپرېوتې
پلاره پاڅه لاس مې نيسه - نور د ټولو آواز خپ دی
نور خو روغ ېې پاڅېدی شې؟ - بس د زړه پر سر دې ټپ دی
ښکاري نــــشته د ژوند نــــښه – خــــــدايه ولې څه قیــــامت شو
نه څوک غږ کړي نه څوک ښوري – ژوند په وينو کې لت پت شو
.........
آخ بلا دې واخلم ښکليه – ستا له اوښکو زه لوګی شم
له مور پاته نازوليه – ستا پرهر ته سپېلنی شم
آخ دا ولې او دا چا کړل – ته جلا چا له مورکۍ کړې
ستا ګناه څه، زما څه ده؟ - زموږ غاړې چا زندۍ کړې
خدايه، خدايه آه مې واوره – نور مو خلاص کړه له غمونو
دا نړۍ به مو شي ورانه – د زخمي زړه له آهــــــــــونو
محمود سعيد
محمود سعيد
01.07.2012
جګړه ماره، جګړه ماره – زر شه وزه له دې ښــــاره
دا لاسپوڅي دې درټول کړه – زموږ له کلي له دیاره
ته خبر ېې او که نه ېې – ته قاتل د ژوندانه ېې
ته د خدای هم نه خوښېږې – ته غره ځان ته په څه ېې
ستا په تور لاس کې دي مړاوي – ته قاتل ېې د ګلونو
د ټوپک شپېلۍ کړه بنده – چې وهلــــــــې ده دودونو
ستا له لاسه ښکلې ځمکه – آرام نلري ربړيږي
تا ککړ اوبه هوا کړل – ګوره ټول درنه کړيږي
له ســـــــکروټو لــــه باردو – لــــه ټوپکــــــو له بمـــــونو
لاس په سر شه سر به وخورې – آزاري ېې ته د زړونو
درته چا کله ويلي؟ - ته ناحقه جـــــګړه مار ېې!
تا هندارې ته کتلي؟ - ته بدرنګه د ټول ښار ېې!
دا ستا لوبه شیطاني ده – له سکروټو له اور جوړه
دا قاتله د ښکلا ده – له شر جوړه له شور جوړه
ته جګړې وړې په منګلو کې – کروندګر ېې د اورونو
ته په سوله باندې پښې ږدې – ته مخکښ د نفرتونو
ته لوټمار د پوهې، زده کړې – تا رڼاوې دي لوټلې
ته ناولی لــــوغړن ېې – بدرنګـــۍ دې دي کرلې
ستا له ســــــترګو اور باديږي – د نړۍ درنه نفرت دی
ستا نه خپل بچیان هم تښتي - بس وژل ستا عبادت دی
تا له کومه رادانګلي – له سيندونو له ځنګلو
لګوې دلته اورونه – د مظلومو په کوډلو
تا د کلي ګورد وران کړ – جينکۍ درته ښېرا کړي
تا منګی په سر حرام کړ – داسې کله څوک په چا کړي
جګړه ماره لاس دې مات شه - د ماشې ګوته دې پرې شه
د زړه درد دې شه تل پاته - زموږ ښېراوې درپسې شه
په ټانکو دې شه اور پورې – لولپه شې پکې خپله
د مرګونو سوداګره – خدای د ورک کړه له کابله
جګړه ماره داسې مه کړه – لږ د خدای لوري ته ښه کړه
جګړه پرېږده سوله وکړه – له دې بدو نور توبه کړه
محمود سعيد
حلیم یار فطرت
21.01.2013
محترم سعید صیب په ګوتو او قلم دی برکت شه ستا ټول شعرونه اونظمونه خوند راکوی خو په کوم شعریا نظم کی چی حماسی خواږه هم ګډ وی هغه خو بیا طوفان کوی ژوندی اوسی او دلابریا په هیله دیۍ