هنر،ادب او پښتو نحوه
کره متن لیکنې او ژباړې سره تړلې ستونزې
حمید هڅــاند
09.06.2012
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
۱) هممهاله سم دی که که هم مهاله؟
۲) نشتون لیکل سم دی که نه؟ مثلا:
د سوداګرۍ په [u:ba60ce084d]نشتون [/u:ba60ce084d]کې یو هیواد یواځي هغه توکي تولیدوي چې په هیواد کې دننه مصرفېږي
۳) د نه او یا په اړه:
زموږ د سیمې خلک د (نه) پرځای (یا) کاروي. مثلا:
لومړی کس: احمد راغلی دی؟
دویم کس: یا
د کوم یو لیکل به کره وي؛ د (یا) او که د (نه) او که د دواړو؟
۴) (مثلا) ته لنډ څه لرو؟
البته د ساري په توګه/ د بېلګې په توګه او داسې نورې اوږدې جملې وایو او لیکو یې؛ خو لنډکی څه شته که یا؟
۵) فرضیې ته انګېرنه ویلی شو؟
ځینې نظریې خپلې فرضیې لري. یانې د ځینو فرضیو په شتون کې یوه نظریه د تطبیق وړ وي. مثلا: موږ په اقتصاد کې ځینې نظریې (تیورې) لرو چې دیوې ځانګړې تیورې لپاره یوه فرضیه داسي وایې:
دا نظریه یواځي هله د تطبیق وړ ده چې د نړۍ ټول اسعار یوه بیه ولري.
دا یوه خیالي فرضیه ده.
زما پوښتنه داده چې داډول فرضیو ته په پښتو کې د (انګېرنې) توری کارولی شو؟
د ژر ځواب په تمه
نور بیا.....
درنښت
larghonay laraway
10.06.2012
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
هڅاند صيب زه به هڅه وکړم چې پوښتنو ته مو هغه د ملايانو خبره حتی الوسع سم ځوابونه ووايم!
تاسو ليکلي:
۱) هممهاله سم دی که که هم مهاله؟
زما په نظر خو يو هم سم نه دی ځکه چې (هم) په پاړسي کې (ټول) ته وايي چې د کندهار خلک ورته (ګرد) وايي او (مهال) عربي کلمه ده نو دا له پاړسي او عربي جوړه شوې ترکيبي کلمه ده چې زمونږ اکثره لوی ليکوالان يې کاروي خو ماته کره نه ښکاري. خو بيا هم که څوک يې کاروي نو دا ترکيبي کلمه ده بايد چې يو ځای (هممهاله) وليکل شي خو باور وکړه که خوند په کې وي!
زما په نظر که پر ځای يې (په يو وخت کې) وليکل شي نو کلمه نه شوه خو مفهوم ورکوي او پښتو هم ده. نو په کار نه ده چې مونږ دې له پاړسي ژباړه وکړو او خپله ژبه دې پرې جوړه کړو. د بېلکې په توګه هڅاند او هاند په (يو وخت کې) پښتو ګرامر ليکلی دی.
همدا راز تاسو پوښتنه کړې چې:
۲) نشتون لیکل سم دی که نه؟ مثلا:
د سوداګرۍ په نشتون کې یو هیواد یواځي هغه توکي تولیدوي چې په هیواد کې دننه مصرفېږي
نه شتون او نه سره جلا مفهومونه لري. نه شتون د (نه موجوديت) په معنی دی چې يوازې (نه) يې مفهوم نه شي پوره کولی. که زه ستاسو په پورتني مثال کې وليکم چې د سوداګرۍ په نه کې يو هېواد يوازې هغه توکي توليدوي چې په هېواد کې د ننه مصرفېږي، نو بې مفهومه به شي. خو که غواړو چې (نشتون) ونه کاروو نو مخه يې نيول کيدای شي لکه: کوم هېواد چې خپله سوداګري ونه لري نو يوازې هغه توکي توليدوي چې په هېواد کې د ننه مصرفېږي. يا د يو هېواد سوداګري چې نه وي نو ...
ستاسو بله پوښتنه دا ده چې:
۳) د نه او یا په اړه:
زموږ د سیمې خلک د (نه) پرځای (یا) کاروي. مثلا:
لومړی کس: احمد راغلی دی؟
دویم کس: یا
د کوم یو لیکل به کره وي؛ د (یا) او که د (نه) او که د دواړو؟
هڅاند صيب (يا) لهجه ده او کره نه ده. ځکه که مونږ وليکو چې : هڅاند صيب که زحمت نه کېږي نو دغه کتاب احمد يا محمود ته ورکړه! نو ستاسو د (نفې) له (يا) سره به يې توپير ونشي چې په دې صورت کې (نه) ته رجوع کول غوره دي. بله دا چې بيا هم همغه ريښه يي خبره ده چې په پاړسو کې (نه) په انګليسي کې (NO) ده نو نو په پښتو کې هم نفې په (نه ) سره سمه ده. په همدې ترتيب که چېرته د نفې (يا) پر ځای (يه) وکارول شي بيا يې د (يه) ندايې سره توپير نه کېږي لکه : (يا احمده! وا احمده! يه احمده! هۍ احمده!
دا هم ستاسو څلورمه پوښتنه ده چې
۴) (مثلا) ته لنډ څه لرو؟
البته د ساري په توګه/ د بېلګې په توګه او داسې نورې اوږدې جملې وایو او لیکو یې؛ خو لنډکی څه شته که یا؟
مثلاً په خپله هم کارولی شو ځکه چې يوه ژبه سل په سلو کې سوچه کيدلی نه شي خو که غواړو چې د بېلګې په توګه وکاروو نو کومه بدي نه لري. دا سمه ده چې لنډون په جمله کې يو ارزښت دی خو مونږ ټولې جملې او کلمې نه شو لنډولی ځکه چې هره ژبه خپلې ځانګړنې لري. همدغه (مثلاً) ته په انګريزي کې (for example) وايي چې زمونږ تر (دبېلګې په توګه) نه کم نه دی. ولې د ساري په توګه ماته ښه نه ښکاري. ځکه چې بشپړ ګردان يې نه لرو. که زه ووايم : هڅاند ته مې ډېر ساري ورکړل خو نه قانع کېږي. نو په خپله به هم وخاندې خو که ووايم : هڅاند ته مې ډېرې بېلګې ورکړې نو مغلقه به وي خو بې معنی نه ده.
هڅاند صيب په اکثرو جملو کې (مثال) ته د (لکه) کلمه کارولی شو چې حتی تر مثلاً هم لنډه او ښکلې ده خو په ټولو مواردو کې يې نه شو کارولی چې په دې برخه کې (بېلګه) تر نورو پوره ده.
ستاسو بله پوښتنه د فرضيې ده او ليکلي مو دي:
۵) فرضیې ته انګېرنه ویلی شو؟
ځینې نظریې خپلې فرضیې لري. یانې د ځینو فرضیو په شتون کې یوه نظریه د تطبیق وړ وي. مثلا: موږ په اقتصاد کې ځینې نظریې (تیورې) لرو چې دیوې ځانګړې تیورې لپاره یوه فرضیه داسي وایې:
دا نظریه یواځي هله د تطبیق وړ ده چې د نړۍ ټول اسعار یوه بیه ولري.
دا یوه خیالي فرضیه ده.
زما پوښتنه داده چې داډول فرضیو ته په پښتو کې د (انګېرنې) توری کارولی شو؟
هڅاند صيب زما په نظر خو که فرضيې (hypothesis) ته اټکل ووايو هم ښه دی ځکه چې هم پښتو دی او هم د فرضيې مفهوم ورکوي او همدا ستا انګېرل هم ورته ويلی شو خو انګېرنه په مشکوکو حالاتو کې ډېره کارول کېږي او فرضيه داسې ده چې ته له ځان سره يو ډول حکم کوې. کيدای شي چې ستا د څېړنو په پای کې دغه اټکل سم او يا ناسم وخېژي.
مننه
ستاسو لرغونی لاروی
حمید هڅــاند
11.06.2012
لاروی صیب، له ځوابونو څخه مو مننه.
ستونزې ډېري دي خو د ځواب ویلو لپاره مې همدا تاسو پیدا کړي یاست لاروی صیب، ځکه خو هیله ده ژر ستړی نه شې. اصلي خبره داده چې دا اووه، اته میاشتې کېږي چې د یو کتاب په ژباړه بوخت یم، البته دا راته سپارل شوې دنده ده. د ژباړې په اږدو کې مې د ستونزو لست نا محدود شوی دی چې تر ټولو لویو ستونزو د هغو لغتونو ده چې په انګلیسي کې شته خو په پښتو کې ورته هیڅ هم نه لرو. په دې اړوند مې ستونزه له ډېرو خلکو سره شریکه کړې ده. د کابل پوهنتون د ادبیاتو فارغان مې هم ولېدل خو ستونزه داده چې ډېری یې نه په انګلیسي پوهېږي او نه په اقتصاد. زه اړ یم چې لومړی د یو ځانګړي لغت یا اصطلاح په هغه مانا دوی وپوهوم چې په اقتصاد کې یې لري او بیا ورته ووایم چې پښتو کې ورته لغت لرو که نه او یا څه ورته ولیکم؛ او دا ډېر ستونزمن کاردی. یو ورځ مې حبیب الله رفیع سره هم خپله ستونزه شریکه کړه او ورته ومې ویل چې د علومو اکاډمي خو باید داسي یو ګروپ ولري چې له ژباړې سره یې سروکار وي او داچې اوس موږ اړ یو په خپل سر یو یا بل لغت په پښتو کې وکاروو؛ خو له بده مرغه مرسته مي ترلاسه نه کړه.
ځکه خو:
زما ځیني پوښتنې به بیا بیا دلته مطح شي، لست اوږد دی ځکه خو چې څومره لنډ (او روښانه) ځوابونه راکړئ نو ښه به ځکه وي چې ژر به نه را څخه ستړي کېږئ.
محترم لاروی صیب، ستا له ځواب څخه مې زده کړل:
۱) (په یو وخت کې) به هم لیکم او ( هممهاله) هم؛
۲) د (یا) پرځای به انشاالله (نه) کاروم؛
۳) د مثلا او نشتون په اړه هم پوه شوم؛
خو دانګېرنې په اړه:
زما پوښتنه د hypothesis په اړه نه بلکې د Assumptions په اړه وه. په یوه ټاکلې موضوع کې د اسانتیا د رامینځته کولو په موخه ځیني شیونه او حالات په یو خاص ډول فرض کېږي. بېلګه:
د (احمد) نظریه داده چې چین به تر ۲۰۴۵ کال پوري د نړۍ د لومړي اقتصادي ځواک حیثیت خپل کړي خو د لاندي فرضیو یا assumptions او یا (انګېرنو) په شتون کې:
۱) په سیمه کې هیڅ ډول سیاسي کړکېچ نه رامینځته کېږي؛
۲) په ۲۰۱۵ کې د چین او هند سوداګریزې پولې له مینځه ځي او سوداګریز یووالی رامینځته کوي؛
۳) د چین د بانکنوټ، ین ارزښت د راتلونکو ۳۰ کلونو په اوږدو کې په اوسني حالت ثابت پاتي کېږي؛ او داسي نور.
پورته یاد شوي حالات فرض شوي دي او داحمد نظریه د دغو فرضیو د تحقق په صورت کې حقیقت ته رسېږي. له نورو خبرو تېرېږم؛
پوښتنه داده چې ایا زه دغه ډول فرضیو ته په پښتو کې د انګېرنې توری کارولی شم؛ البته که فرضیې ورته ولېکم هم څه ستونزه به نوي، خو بیا هم.
درنښت
حمید هڅــاند
11.06.2012
۶) (اړوند) او (اړه) څه فرق لري؟
په دې اړه مې یوځای کې د پوهاند زیار څه توضیحات لیدلي ؤ او توپیر یې په ګوته کړی ؤ، که تاسو هم رڼا پرې واچوئ ښه به وي.
۷) ایا (بریا) د لاسته راوړنې یا achievement او (بریالیتوب) د victory مانا لري ( د بې بې سې د ژورنالیزم پوهنځي مالومات)او که یو دبل پرځای کارېدونکي توري دي؟
۸) ایا (منښته) د (نذر) او یواځي (منل) د قبلولو مانا لري ( بیا هم بې بې سې ژورنالیزم پوهنځی) او یو دبل پرځای یې کارولی شو.
۹) case study ته ما پښتو کې د (څېړنیزې ټوټې) اصطلاح کارولې ده. تاسو پکې څه وایاست؟ او دا لاندي یو څو هم:
۱۰) Regional Grouping= سیمه ییزه ډلبندي؛
۱۱) Arguments for= د وړتیا دلیلونه؛
۱۲) Arguments against= د ناوړتیا دلیلونه؛
۱۳) infrastructure= بنسټیز جوړښتونه؛
نور بیا...
درنښت
larghonay laraway
12.06.2012
هڅاند صيب سلامونه!
لومړی خو بايد دا ومنو چې زموږ د علومو اکاډمۍ يا نورو علمي ادارو تش شپې تېرې کړي او د ادم خان او درخانۍ په نکلونو ترفيعات اخلي چې هغه يې هم په ډېر تکرار سره بې خونده کړي دي.
رابه شو د علمي او مسلکي يا تخصصي ليکنو برخې ته ، دغه تخصصي ليکنې که چېرته له لومړي سره ليکو نو اسانه دي او کولی شو چې د مفهوم رسولو لپاره يوه جمله په بېلابېلو ډولونو واړوو څو اسانه شي او له پېچلتيا يې وژغورو خو په ژباړه کې ستونزه شته. ځکه که څه هم ټکي په ټکي ژباړه سمه نه وي خو د اصلي متن د ليکوال مفهوم بايد بدل نه شي. نو د دې لپاره له بده مرغه چې پښتو تر اوسه دومره بشپړه علمي ژبه نه ده چې هر مسلکي او تخصصي لغت ته دې پښتو لغت ولرو. بيا هم اړ يو چې مفهوم يې راونغاړو!
د hypothesis او Assumptions تر منځ باريک توپير دی چې يو د بل پر ځای کارول يې رښتيا هم ناسم دي. خو پام مو وي چې تاسو هم Assumptions ته فرضيه ويلې خو فرضيه نه ده.
Assumptions يو احساس، انګېرنه، اټکل او ګومان دی چې له سړي سره پيدا شي خو ډېر دقيق نه وي او په اړه يې ثبوت او بېلګې هم نه وي.
hypothesis فرضيه ده او د دې وړ ده چې په اړه يې Data راټوله شي اود دې Data د تجزيې او تحليل په پای کې يوې داسې نتيجې ته ورسېږو چې زمونږ فرضيه يا رد او يا اثبات کړي. Assumptions کې دومره قوت نشته چې په اړه يې معلومات راټول شي. بلکې تش ګومان دی. دا چې ما مخکې هم وويل چې پښتوژبه کې مونږ د هرحالت او شي لپاره ځانګړي لغتونه نه لرو نو مجبور يو چې هماغه احساس، انګېرنه، اټکل او ګومان ورته وکاروو، ولې خبره دا ده چې د انګريزي په څېر دقيق به نه وي، بلکې مفهوم به مو راخيستی وي.
اوس نو ستا خوښه چې احساس، انګېرنه، اټکل او ګومان کاروې او که فرضيه.
همدا راز تاسو ليکلي چې:
) (اړوند) او (اړه) څه فرق لري؟
په دې اړه مې یوځای کې د پوهاند زیار څه توضیحات لیدلي ؤ او توپیر یې په ګوته کړی ؤ، که تاسو هم رڼا پرې واچوئ ښه به وي.
فکر کوم همغه د زيار صيب وضاحت به سم وي ځکه اړه د ارتباط او اړوند د مربوط په معنی ده لکه:
کرزي د خپلسرو شپنيو عملياتو په اړه له اړوندو بهرنيو ځواکونو سره خبرې وکړې!
له لاندې معنی سره هم موافق يم
۷) ایا (بریا) د لاسته راوړنې یا achievement او (بریالیتوب) د victory مانا لري ( د بې بې سې د ژورنالیزم پوهنځي مالومات)او که یو دبل پرځای کارېدونکي توري دي؟
۸) ایا (منښته) د (نذر) او یواځي (منل) د قبلولو مانا لري ( بیا هم بې بې سې ژورنالیزم پوهنځی) او یو دبل پرځای یې کارولی شو.
هو! خو که په خپله نذر وکاروو بده نه ده. ځکه زمونږ يو شمېر فقهي او مذهبي اصطلاحات بايد خوندي وي. ولې منل د قبلولو په معنی ښه ه.
۹) case study ته ما پښتو کې د (څېړنیزې ټوټې) اصطلاح کارولې ده. تاسو پکې څه وایاست؟
قضيه څېړنه دڅېړنې research يو ډول دی چې يوه موضوع ټاکل کېږي او بيا بيا يې مشاهده کوي څو يوه نتيجه ترې واخلي چې څېړنيزې ټوټې به ډېره ورته نږدې نه وي خو که قضيه څېړنه ورته ووايو ښه به وي. که څه هم سوچه پښتو نه ده خو مونږ په څارنواليو او محکمو کې هم قضيې لرو چې له همدې case Study سره ورته دي او قضيه هم زمونږ فقهي اصطلاح ده چې اړول يې ښه نه ده. ځکه يو شمېر فقهي او حقوقي اصطلاحات خپلې ځانګړنې لري.
او دا لاندې هم وړ کليمې دي.
۱۰) Regional Grouping= سیمه ییزه ډلبندي؛
۱۱) Arguments for= د وړتیا دلیلونه؛
۱۲) Arguments against= د ناوړتیا دلیلونه؛
۱۳) infrastructure= بنسټیز جوړښتونه؛
که تېروتنه شوې وي نو په ورين تندي يې منم خدای دې وکړي چې کومه ګټه ورسوي
مننه
ستاسو لاروی
حمید هڅــاند
19.06.2012
یوځل بیا سلامونه
۱) د (کبله) او (امله) ترمینځ څه ټوپیر دی؟
۲) د (په پار) او (په موخه) ترمینځ څه فرق دی؟
حامد کرزي امریکا ته د تلو په موخه له کابل څخه د تګ تیاری ونیو؛
حامد کرزی امریکا ته د تلو په پار له کابل څخه د تګ تیاری ونیو.
۳) ایا monopoly ته انحصار ویلی شو او oligopoly ته څوګونی انحصار؛
۴) Figure ته په پښتو کې د ګراف/شکل ترڅنګ بل توری لرو؟
نوربیا......
larghonay laraway
20.06.2012
هڅاند صيب سلامونه!
وروره د مفهوم له مخې د (کبله) او (امله) تر منځ توپير نشته خو کبله پښتو ده او (امله) د عربي د (عامل) څخه اخيستل شوې چې اوس استاد صميم ترې (لامل) جوړ کړی دی.
۲) د (په پار) او (په موخه) ترمینځ څه فرق دی؟
(پار) يوه اصطلاح ده چې په ځينو سيمو کې ويل کېږي: (پار دې خدای ومنه) چې د (خاطر) پر ځای کارېږي . يعنې د خدای په خاطر! خو اوس زيار صيب عامه کړې او ډېره يې کاروي. همدا راز (موخه) د هدف يا مقصد پر ځای کاروي چې په همدې بحث فورم کې ما ډېرې خبرې هم پرې کړې وې. موخه غايه نه ده. ځکه په پکتيکا کې د ټوپک (زخې) او ځينې خلک نښې ته موخه وايي. نو کله چې په ټوپک هدف ويشتل کېږي د موخې له مخې يې ولي. نو موخه هدف نه ده بلکې هدف ته د رسيدو وسيله ده.
يوه بله خبره هم شته چې د افغانستان پښتانه او پاړسيوانان د هدف او مقصد تر منځ توپير نه کوي بلکې په اکثرو ليکنو کې به د (اهداف او مقاصد) اصطلاح ووينئ. په داسې حال کې چې د يوې موضوع لپاره هدف يو او مقاصد ګڼ وي. هدف goal او مقصد adjective دی. ښه مثال يې دا دی چې زه غواړم له هڅاند سره وينم. دلته زما هدف له هڅاند صيب سره ليدل دي چې د دې لپاره د پتې معلومول، يو څه لګښت، موټر، د لارې ملګری او .. دا ټول مقاصد يا موخې دي چې ما د هڅاند د ليدو هدف ته رسوي.
دغه لاندې دوه جملې يوه هم ښه نه راځي. مونږ اړ نه يو چې خامخا دې سل په سلو کې سوچه پښتو وليکو. تر کومه چې مخ په بره ځي نو ښه کنه ښکته خو مو لار ده. دلته که د موخې او پار پر ځای همدا هدف وکارول شي ښه ده.
حامد کرزي امریکا ته د تلو په موخه له کابل څخه د تګ تیاری ونیو؛
حامد کرزی امریکا ته د تلو په پار له کابل څخه د تګ تیاری ونیو.
۳) ایا monopoly ته انحصار ویلی شو او oligopoly ته څوګونی انحصار؛
ياره هڅاند صيب په پورتنيو لغتونو کې به درته دروغجن شم. ځکه چې ډېر تخصصي دي او زه باور وکړه که په اقتصاد پوهېږم. خو په قاموس کې همدا ستاسو معناوې ليکل شوې دي.
۴) Figure ته په پښتو کې د ګراف/شکل ترڅنګ بل توری لرو؟
ګراف او شکل يې مانوس لفظونه دي. ځينې خلک د مجلې يا اخبار په عادي متن کې د څو جملو (Bold) کول يا بدلولو ته هم فيګور وايي.
اکرم
21.06.2012
لاروی صاحب او هڅاند صاحب ، دواړو ته تاوده سلامونه !
ددواړو دې کور ودان وي په ريښتیا چې ډیر په زړه پورې او ګټور دیالوګ مو روان کړی .
دلاروی صاحب دې په ګوتو برکت شي ډیر زیار یې ګاللی او ماهم ډیر ترې زده کړل.
په دې لړ کې دلاروی صاحب پاملرنه یوې وړوکې تیر وتنې ته را اړوم او هغه دا چې دلرغونی مطلب ، په پورتنۍ لیکنه کې د انګریزی adjective کلمې نه ښایې objective وي !
ډیره مننه خبرو ته مو ادامه ورکړی
larghonay laraway
23.06.2012
السلام عليکم!
اکرم صيب کور مو ودان چې تېروتنه مو راسمه کړې ده. زه د انګليسي په املا کې ډېر ميړنی نه يم . يا به مې ګوتې غلطې شوې وي او يا خو کله کله د کمپيوټر له لارې (spelling ) سموم نو کيدای شي دا تېروتنه رامنځته شوې وي. تاسو چې سمه کړې الله دې اجر درکړي!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی
پښتون یار
24.06.2012
سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کومه
وروڼو یوه پوښتنه لرم
د (توجه) مرادف لغت په پښتو کې شته
]بیلګه: ستاسو له (توجه) نه یوه نړی مننه د توجه په ځی څه استعمالوی شو
بخښنه کوی چې ستاسو د درس لړي کې مې پوښتنه وکړه
حمید هڅــاند
24.06.2012
په بېلابېلو ځایونو کې (توجه) ته (پام) او (پاملرنه) کارولی شې. مثلا:
ــ ستاسو له پاملرنې ( توجه) څخه مننه؛
ــ پام (توجه) دي وي چې څه پېښ نه شي؛
دا نو بیا بېله خبره ده چې پام سوچه پښتو دی او که نه. زما د خبرې د کره والی او نورو مالوماتو په اړه به لرغوني ورور ته منتظر شو.
درنښت
ډاکتر څپاند
24.06.2012
گرانه وروره
زه خو دژبپوهني په هكله معلومات نلرم خو پام دعربي او بيا فارسي فهم نه اخيستل
شوى دى.دلغمان او ننگرهار په پشتو او دري لهجو كى پام يا فهم يو د بل په عوض
استعماليژي. محترم لاروى صيب به په دى هكله كره او پوره معلومات دركاندي.
larghonay laraway
24.06.2012
السلام عليکم!
له ټولو مننه چې زما غريب خبرو ته هم غوږ ږدي. خو د پام او فهم په اړه د حميد هڅاند او ډاکټر صيب څپاند دواړو خبرې سمې دي. پام د نورو ډېرو کلمو په څېر له عربي اخيستل شوی او دومره تراشل شوی چې اوس ټول پښتانه پرې پوهېږي.
(پام چې وار دې خطا نه شي ---- ما منلې غرغرې دي!)
مننه
پښتون یار
26.06.2012
یوه نړی مننه ستاسو له ځوابو څخه
حمید هڅــاند
02.07.2012
[color=white:08a4267048]__ لیدلوری او ماموریت[/color:08a4267048]
د هرې ادارې د رامینځته کېدلو تر شا یوه/څو انګیزې پرتې وي. په بله وینا، یو لړ ځانګړو موخو ته د رسېدا په موخه یوه اداره مینځته راځي. په انګلیسي ژبه کې د Vision او Mission تورو په کارولو سره هره اداره د ځان په اړه توضیحات ورکوي. مثلا، زموږ د پوهنتون د مېشن یوه برخه داسي وه:
ــ په ملي او سیمه ییزه کچه د علمي څېړنو په لاره اچول او د اختراع ګانو لامل کېدل؛
ـــ بهرني محصلین جلبول او په نړیواله کچه د نوم او شهرت ترلاسه کول.
د پوهنتون میشن بیا څه داسي شی ؤ:
د علم د ترلاسه کولو، نوي رامینځته کولو او خپرولو پرمټ، اقتصادي، تکنالوژیکي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو ته لاره هوارول او د ټولنیزې هوساینې لامل کېدل.
کوم ځای کې مي د دغو تورو پاړسو ژباړه کې، په ترتیب سره، (دېدګاه) او (ماموریت) تر سترګو شوي دي چې ورسره په خوا کې یې پښتو (لیدلوری) او (ماموریت) لیکل شوي ؤ. دا ژباړه تر کومه ځایه سمه ده. ایا (وېژن) ته (لیدلوری) لیکلی شو؟
[color=white:08a4267048]ـ تعرفې او محصول[/color:08a4267048]
کله چې یو هیواد وغواړي د وارداتو کچه را کمه کړي نو په وارداتو یو لړ محدودیتونه لګوي چې یو ډول ته یې تعرفې ویلې کېږي. دا په اصل کې په وارداتو یو ډول ټکس دی چې ګمرکونه یې اخلي. عام افغانان د (محصول) په نوم یو بل توری هم کاروي، ایا تعرفو ته محصول ویل کېږي که څـنګه؟
[color=white:08a4267048]اقتصادي = وټه ییز؟[/color:08a4267048]
په ځینو ویبپاڼو کې مې لیدلي چې د (اقتصادي) توري پرځای ( وټه ییز) کاروي.
مثلا: په جاپان کې لویو صنعتي هیوادونو وټه ییزه ناسته کړې. زما پوښتنه داده چې: که (اقتصادي) ته و ( وټه ییز) توری وکاروو نو (اقتصاد) ته به (وټه) کاروو؟ (وټه) هم زموږ په سیمه کې کارول کېږي خو مانا یې بېله ده. د ادلون بدلون بیو ته زموږ په سیمه کې (وټه) ویله کېږي. یانې، د دې پرځای چې یوڅوک وپوښتي چې د ادلون بدلون له بیو خبریې؟ په ساده ډول وایې چې (وټه په څو ده؟).
[color=white:08a4267048]اړینه اړتیا[/color:08a4267048]
په ځینو لیکنو کې مې د ( اړینې اړتیا) اصطلاح ته پام شو چې د (ټینګې اړتیا) پرځای کارول شوې وه. ایا سمه اصطلاح ده که نه؟
نوربیا...
larghonay laraway
03.07.2012
السلام عليکم!
هڅاند صيب سلامونه
تاسو Vision او Mission ته __ لیدلوری او ماموریت ليکلي،
باور وکړه ما هم ورته همدغه کلمې کارولي چې تاسو ليکلي . يو کال وړاندې زمونږ د دفتر بروشور جوړېده نو ليدلوری او رسالت مې ليکلي وو چې وروسته بيا ځينو راته وويل Mission ته به دې ماموريت ليکلی ؤ، خو ما رسالت ليکلی ؤ ولی ماموريت ورته وړ دی.
خو Vision تر ډېره حده ارماني هدف دی.
يوه اداره خپل اهداف په دوه ډوله ليکي. يو مشخ هدف وي چې هغه ته د رسيدو لپاره موده هم ټاکي او ليکي چې (پلانی پوهنتون بايد د ۲۰۱۲ کال تر پايه پورې يوه دوره محصلين فارغ کړي .
ارماني هدف داسې ټاکي چې (پلانی پوهنتون به په ټول افغانستان کې د شهرت لوړ مقام ته ځان رسوي. دا نو مشخص نه دی چې دوی به ورسېږي او کنه خو آرمان يې دی او همدې ويژن ته کار کوي ولې موده يې معلومه نه وي.
goal او Vision همدومره توپير لري چې ګول مشخص او ويژن ارماني دی.
ـ تعرفې او محصول
دا هغه ټکي دي چې د ځينو خبره اوس په ملي مصطلحاتو بدل شوي دي او هر څوک پرې پوهېږي. که بدل يې کړو ټولنه به ورسره نا اشنا شي.
اقتصادي = وټه ییز؟
اقتصاد هم منل شوې اصطلاح ده او (وټه) يې ځای نه شي نيولی. ځکه چې (وټه) د (ګټې) مهمل کلمه ده. خلک وايي (ګټه وټه). يو وخت د اقتصاد وزارت د (وټه) په نامه مجله هم چاپ کړې ده. يوه ورځ مې د علومو اکاډمۍ يوه ژبپوه پښتون ته وويل چې د اقتصاد پر ځای وټه ښه ده او کنه؟ هغه راته وويل ښه کلمه ده بايد عامه شي. ما ورته وويل که ته چېرته د اقتصاد وزير شې نو ځانته به (د وټې وزير) وليکې؟
ويې خندل او ويې ويل (نه!)
نو هغه کلمې چې په خپله يې هم نه شو زغملی ولې پرې بې ځايه خپلې ليکنې کړکيچنې کړو؟
همدا اقتصاد ښه دی!
ستاسو په سيمه کې وټه ييز ادلون بدلون ته وايي. په ځينو سيمو کې (وټ) د مټ هغه تعویذ ته وايي چې په مريو جوړ شوی وي او د ماشوم په مټ (ولي) يې ګنډي!
همدا راز (وټ) هغه پټي ته وايي چې نوی لوی شوی وي او څاروي په کې نه وي څريدلي.
اړینه اړتیا
اړينه د ضروري په معنی کارول کېږي او اړتيا ضرورت ته وايي نو تاسو کله اوريدلي چې (ضروري ضرورت؟)
دا چې مونږ په خپله ژبه کې د (سخت او ټيڼګ) کلمې لرو او په نورو ځايونو کې يې کاروو نو ښه ده چې (سخته اړتيا) يا (ټينګه اړتيا) وليکو!
حمید هڅــاند
29.08.2012
[color=white:e4f5384ff1]یو څو لغاتونه:[/color:e4f5384ff1]
ــ زبات =ثبوت
په هیواد کې د اربکیانو په پښو دورل په زبات رسوي چې امریکا غواړي پښتون د پښتون په وړاندي ودروي
ایا د زبات کارېدنه همداسې ده؟ ایا دا یو سوچه پښتو لغت دی؟
ریسیشن = سوړبازاري
ایا رسیشن ته سوړ بازاري ویلی شو؟
ــ بې روزګاري = بې کاري
دا بې روزګاري بیا څنګه لغت دی؟ ایا unemployment ته یې کارول پرځای دي؟
ــ کارنده، کارندوالی، کارندوال، او د کارېدنې وړ:
کارندوالی ( productivity)
مثلا: د امریکا د کارګرو په پرتله د چین د کارګرو کارندوالی کم دی.
کارنده ( active, productive)
مثلا
+ د نوې او کارنده (productive) تکنالوژۍ استمال د تولید د ډېرښت لامل کېږي
+ که برقي ماشین کارنده ( فعال active) نه وي، تولید ناشونی دی.
دا پورته اصطلاحات سم دي؟؟
ایا کارندوال توری فعالینو ته استمالولی شو، مثلا:
د بشر حقوقو فعالین ( کارندوال) وایي چې د بشارالاسد ځواکونو په وروستیو ورځو کې خپل ظلم څو برابره کړی دی
ــ دولتداري ته معادل پښتو لغت لرو؟
نوربیا...
larghonay laraway
16.09.2012
السلام عليکم!
هڅاند صيب ډېر مصروف يم چې لږ وخت ولرم انشاء الله خپل نيمګړی نظر به درسره شريک کړم او دا لړۍ به روانه ساتو!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی
پتوال
16.09.2012
[quote:eb1f97db24](په یو وخت کې) به هم لیکم او ( هممهاله) هم؛[/quote:eb1f97db24]
یو مهاله ، ګډ مهاله، بیلمهاله، بلمهاله او نور .
[quote:eb1f97db24]د مثلا او نشتون په اړه هم پوه شوم[/quote:eb1f97db24]
نشتون = نشتوالی،
شتون= شتۀوالی
[quote:eb1f97db24]خو دانګېرنې په اړه:
زما پوښتنه د hypothesis په اړه نه بلکې د Assumptions په اړه وه.[/quote:eb1f97db24]
اټکلي مخیني ، . مقدمات،
بېلګه:
د (احمد) نظریه داده چې چین به تر ۲۰۴۵ کال پوري د نړۍ د لومړي اقتصادي ځواک حیثیت خپل کړي خو د لاندي اټکل شویو مخنیو یا assumptions په شتۀ والي کې:
۱) په سیمه کې هیڅ ډول سیاسي کړکېچ نه رامینځته کېږي چې ؛
ــ کارنده = چالان، کارورکونکی
کارن شو = چالان شو، کارنوال لکه څارنوال = چالانونکی ، د یوه فنکشن فعالونکی. مثلا که برقي ماشین کارن یا کارنده ( فعال active) یا چالان نه وي، تولید ناشونی دی.
خو د انسان د فعالیت له پاره کواندتیا سمه ده :
کواند او کوانده = فعال او فعالانه= aktiv
کواندوی او کواندویان لکه څارندوی او څارندویان د فعالینو یو تن یا ډلې ته ویل کیږي فAktivis او Aktivisten
کارندوالی = `???( productivity) نا ، نه !
مثلا: د امریکا د کارګرو په پرتله د چین د کارګرو کارندوالی کم دی. نانه !
مولدیت productivityد کار له کلمې څخه نه دی اشتقاق شوي ، بلکې د تولید له کلمې څخه، چې د کار تولیدي نتیجه ده. کله چې تولید ته مناسب بښتو ټکی وموندل شی نو مولدیت او مولد ځواک په هم ترې را وباسو او مشتق به شي! تر هغې به مولد د
د ( productive) له پاره کارول کیږي!
نو کارندوال توری فعالینو ته استمالولی نشو، او د بشر حقوقو فعالین ( کارندویان ) وايي چې د بشارالاسد ځواکونو په وروستیو ورځو کې خپل ظلم څو برابره کړی دی
کارن ، کارندوی کارنوال ټول د function له وییزي څخه مشتق کیږي نه له Aktivity څخه او ګوندي او ساطماني مامورینو
یعنې Funktionären ته کارندوی کارندویان او لوړ پوړي ته یې کارنوال ویلی شو ! والسلام
حمید هڅــاند
17.09.2012
[quote:7f085a01b6]اټکلي مخیني ، . مقدمات،
بېلګه:
د (احمد) نظریه داده چې چین به تر ۲۰۴۵ کال پوري د نړۍ د لومړي اقتصادي ځواک حیثیت خپل کړي خو د لاندي اټکل شویو مخنیو یا assumptions په شتۀ والي کې:
۱) په سیمه کې هیڅ ډول سیاسي کړکېچ نه رامینځته کېږي چې ؛[/quote:7f085a01b6]
پټوال صیب، جوړ پخیر! ښه یاست، کور خیرت دی، وخت په خیر تېرېږي؟
خورا کم راځئ دې ورځو کې.
له (اټکلي مخیني) څخه به مو موخه (اټکلي مخینۍ) دي، که ( اټکلي مخنۍ)؛ البته که د (ی) استمال کوم توپیر رامینځته کولی شي؟ ځکه وروسته تاسو (ی) ترې ایسته کړې او لیکلي مو دي: خو دلاندي ( مخنیو) په شتون کې.
البته، لغت په زړه پوري دی، او تر (انګېرنو) یې مانا جامع ښکارې.
[quote:7f085a01b6]کارندوالی = `???( productivity) نا ، نه !
مثلا: د امریکا د کارګرو په پرتله د چین د کارګرو کارندوالی کم دی. نانه !
مولدیت productivityد کار له کلمې څخه نه دی اشتقاق شوي ، بلکې د تولید له کلمې څخه، چې د کار تولیدي نتیجه ده. کله چې تولید ته مناسب بښتو ټکی وموندل شی نو مولدیت او مولد ځواک په هم ترې را وباسو او مشتق به شي! تر هغې به مولد [/quote:7f085a01b6]
یانې کاروندوالی ممکن د کار کچې ته وویلی شو. دوه ماشینه چې ۲۴ ساعته کارنده وي، بیا هم د یوه د تولید کچه د بل نیمایي وي. بیا نو ممکن یو څوک ووایي چې د لومړي ماشین (مولودیت) د دویم هغه نیمایي دی.
خو د زبات، دولتداري، او بې روزګارۍ په اړه مو څه نه دي ویلي.
درنښت