نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د لاريون خبرتيا!
محمود سعيد
05.06.2012
افغان سعيد
خبرتيا!
د ايران د لاسوهنو او نفوذ په اړه د افغان حکومت چوپتيا، ايراني اخوندان دومره زړور کړي، چې هم مو وژني او هم مو په کور کې خپلې شومې موخې او برنامې پلي کوي.
د ايران د استعماري فعاليتونو په اړه زموږ چوپتيا د افغانانو بې غيرتي او بي وسي په ډاګه کوي.
افغان ځوانان د څلورنۍ په ورځ په کابل کې د ايران او د هغوى د مزدورانو پرضد پراخ لاريون په لاره اچوي.
۱- په افغانستان کې د ايران بربنډې لاسوهنې په کلکه غندو.
۲- په ايران کې له افغان کډوالو سره د فاشیست ايراني دولت ناوړه چلند په کلکو ټکو غندو.
۳- په افغانستان کې د خمیني د تلین په موخه د لمانځغونډو جوړول او جوړونکي غندو.
۴- په ایران کې د افغانانو په دار ځړول د ټولو انساني او بشري حقوقو په خلاف عمل بولو او په کلکه یې غندو.
۵- په ایران کې له ذده کړو څخه د افغانانو بی برخې کول په کلکه غندو.
له افغان دولت څخه غواړو چې په ایران کې د شهید کړل شویو افغانانو پوښتنه له فاشیست ایراني دولت څخه وکړي، د ټولو شهیدانو جسدونه خپلو کورنیو ته ورسوي او په ځواب کې یی د ایران د چټل دولت سفیر له هیواد څخه وشړي.
راځئ ملګرو، مشرانو او کشرانو خویندو او ورڼو لاسونه او فکرونه سره يو کړو، د ایران د اخوندي فاشيست او استبدادي نظام په وړاندی خپل غږ پورته کړو، د افغان يون د ځوانانو ملاتړ وکړو او د څلورنۍ په ورځ په کابل کې د يون د ځوانانو سره اوږه به اوږه په سوله ایز لاریون کې برخه واخلو او خپل ملي او وجداني دين ادا کړو.
وخت د سهار ۸ بجی
ځای د نوي ښار پارک، کابل افغانستان.
د اړيکو شمېری:
0093700873022
0093786220161
https://www.facebook.com/events/392075400840667/?ref=notif¬if_t=plan_user_joinedothers