د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پښتو په معاصر شعر کې يار ، اشنا ، جانان ؟؟

زهيرشينواری
02.10.2004

[color=red:bd00044884]..................................د پښتو په معا صر شعر کې:
......................................... جانان، يار، اشـــنا ... ؟؟[/color:bd00044884]
جانان، يار، اشنا دری واړه مترادفی کلمی دی چې زموږ د اوسنی پير د ځوانو شاعرانو په شعرونو کې په تکرار تکرار ليدل کيږی. يار او اشنا په ورستيو وختونو کې د پښتو په شعر کې را ټوکيدلي خو د (جانان) کلمه بيا ډيره لرغونې ده چې نه يوازې په کلاسيک ادب کې، بلکی زموږ د ژبې په فولکو ريک ادب کې هم زياته تر سترګو کيږي. په ځانګړې توګه په لنډيو کې ډيره کارول شوی ده:

جانان مې ســـــــــــــر په وطـــن کيښود- په تار د زلـــــــفـــــــو به کفن ورتــــــــــه ګنډمه
جانان زما زه د جـــــــانـــــــــان يـــــــــم – که په بازار مـــــــــــــــــې خرڅوي ور سره ځمه
جانانه لاړې اســـــــــــــــماني شـــــــوې – اسمان چې ځمکې تـــه راځي قيامت به وينه
خدايه نری نری باران کړې _ چې د جانان ګډې تړلې پاتې شينه
نری نری باران وريږي _ شال مې لمديږي د جانان ديدن ته ځمه
جانانه خپل وطن ته راشه _ که خلک ډير دي پرې اباد دي خپل کورونه
له پورتنيو لنډيو څخه په څرګنده جوتيږی چې دا په پښتني ټولنه کې د ښځينه پاړکي غږ دی چې د خپل معشوق له پاره يې پورته کړي او سينه په سينه د يوه نسل څخه بل ته ليږديدلی دي.
باران په لپو لپو اوري _ ليلا منګی په سر ګودر غاړې ته ځينه
که مو ږ همدا لنډۍ داسې ووايو :
باران په لپو لپو اوري _ جانان منګی په سر ګودر غاړې ته ځينه
څه فکر کوې دا به سمه خبره وي ، جانان چې يوه مذکره صبغه لري ، منګی په سر کړي او د ګودر غاړې ته لاړ شي ؟ زه فکر کوم هيڅوک به د لنډۍ ددې فورم سره موافق نه وي . نو اصلي پوښتنه داده چې بيا نارينه شاعر د کوم منطق له مخې ځان ته دا حق ورکوي چې په خپل شعر کې وايي : زه د جانان په زلفو کې زانږم ، ياد يار په زلفو کې ګوتې وهم . يا د اشنا د سرو شونډو نه ځاريږم .......؟؟؟؟؟؟؟؟
په عمومي توګه ويلی شو چې د (جانان ) کلمه په لنډيو کې سمه کارول شوی. ځکه د ژبې د ګرامري جوړښت له پلوه ( جانان ) مذکره صبغه لری او ښځينه قشر يې په خلا ص مټ د خپل مخالف جنس يعنی د نارينه سره د مينې په منظور کارولی شي .
له اره ( جانان ) د فارسی د ( جان= روح ) له کلمې څخه اخيستل شوې او له فارسی ادب څخه په عينی بڼه پښتوادب ته هم را ننوتی کلمه ده .په فارسي ادب کې د (جانان) کلمه په دوه اړخيزه توګه کارول کيږی په دی معنی چې عاشق يې خپلې معشوقې ته او معشوقه يې خپل عاشق ته (جانان) ويلی شي. ځکه په فارسي ژبه کې د پښتو په څير د (جانان) په کلمه کې مذکره يامونثه صبغه نه شته .
دا چې د کلاسيک ادب شاعرانو د جانان کلمه زياته کارولی داد هغه وخت ځانګړی شرايط و. ځکه فارسي ژبې نه يوازې په سيمه ، بلکی د هند په نيمی وچه کې يې هم پراخه واکمنی درلوده او د عربی ژبی تر څنګ په دويمه درجه د اسلامي علومو يو شتمنه او بډايه ژبه وه. پښتنو ملايانو به خپلی اسلامی زده کړې په عربی او فارسي ژبو تر سره کولې او همدغو ملايانو به بيا ، د کليو په جوماتونو کې لومړنی مذهبي زده کړې په عربي او د فارسي ژبې له مشهورو کتابونو لکه:پنج کتاب، ګلستان، بوستان، او داسی نورو له مخی ماشومانو ته هم ښودلې. نوپه دی ډول هغه وخت د فارسي ژبې اغيزه دپښتنوپه شفاهي او تحريري ادب يوه حتمی خبره وه. چې بيلګی يې موږ د پښتو د کلاسيک شعر په ځانګړی توګه د فاقيو په بڼه کې زيات ليدلی شو لکه:
نمايان، مژګان، ګريبان، ستاره ګان، درختان، بيابان او بلاخره د جانان په څير کلمې په کراتو ، کراتو تر سترګو کيږي .
د شلمې پيړۍ په نيمايي کې پښتو ژبه ديو شمير نومياليو پوهانو لکه : پوهاند عبدالحی حبيبي ، پوهاند صديق الله رښتين ، مولانا قيام الدين خادم ، ګل پاچا الفت ، عبدرالروف بينوا ، عبداشکوررشاد قاضي عطاالرحمن ، ظفرکاکاخيل .............او په سياسي ډګر کې خان عبدالغفار خان او وزير محمد ګل خان د هلو ځلو او هڅو په مرسته دسکوت اوجمود له حالته راوو تله او د نړۍ د ژونديو ژبو په ليکه کې ودريده .په دې پير کې پښتو ژبه خپلې اصلي بڼې ته راواوښتله ، ګرامر يې وليکل شو ، دسمې ليکنې املااو انشا له پاره يې معيارونه و ټاکل شول .او ورسره سم پښتو ادب په پښتني ګاڼه سينګار شو .ځوان کول ورور د بهرنيو ژبو له اغيزې راووت او پښتو ادب ته يې نوی روح او نوې ساه ورکړه . خو هغه څه چې تر اوسه يې په پښتو شعر کې خپله واکمني ښه په درزچلوي هغه د ( جانان ) کلمه ده .
زه دا منم چې د جانان کلمه اوس موږ ته پردی نه ښکاري ، هغه راته ډيره خوږه او په زړه پورې ښکاري ځکه زموږ په مغزو کې حک شوې نو له دې امله هرچا په بيلا بيلو بڼو کارولې ده . څوک خپل ورک ارمان جانان بولي ، څوک د خپل زړه پټ معبود جانان بولي ، څوک خپل وطن جانان وطن يادوي ، ښځينه يې خپل مين ته کاروي ، دغه ډول ورته ډير موارد شته چې د جانان دکلمې کارونه او استعمال ښه او په ځای ښکاري خو په يو مورد کې ډيره پيکه او بې خونده ښکاري اوهغه چې په مستقيمه توګه د معشوقې له پاره د جانان خطاب کوي :
زما نيوکه په همدې مورد کې ده ځکه چې يوه ورځ مې په يوه اخبار کې د يوه ځوان شاعر شعر په دې ډول ولوست :
زما جانان ، د ګودر په غاړه _ په سرو لاسونو ، سره منګي ډکوي
نو اوس تاسو پخپله قضاوت وکړی چې دلته شاعر د جانان کلمه سمه کارولې ؟ څومره به ښه وای که د جانان په ځای يې ليلا راوړې واې
زما ليلا، د ګودر په غاړه _ په سرو لاسونو ، سره منګي ډکوي
جانان او ليلا دواړه پردۍ کلمې دي خو د جانان په ځای ليلا ځکه سمه ده چې مونثه صبغه لري او د شعر محتوی سره هم په ټکر کې نه راځي .
ځکه په پښتني ټولنه کې د ګودر په غاړه يوازې ښځې راټوليږي او همدا ښځې دي چې خپل لاسونه سره کوي او بيا په خپلو سرو لاسونو منګي ډکوي . نو اوس تاسو پخپله فکر وکړی چې زموږ د ځوان نسل شاعران د کوم منطق له مخې د ليلاا ، محبوْبې ، معشوقې ، نازولې ، نازنينې او داسې نورو کلمو په ځای د مذکرې صبغې لرونکې کلمه يعنې جانان کاروي . په دغسې مواردو کې زما په نظر د جانا ن د کلمې کارونه او استعمال هيڅ منطق او جواز نه لري ځکه دا زموږ د ژبې د ګرامري جوړښت سره په هيڅ ډول اړخ نه لګوي .
ما څو څو ځلې دا خبره د ځنو شاعرانو سره د بحث له پاره وړاندې کړې خو هيچا يې سم ځواب نه دی راکړی او يوازې دومره استدلال کوي چې پروا نه لري ، دا له پخوانيو را پاتې کلمه ده او د ډيرو لويو لويو شاعران په شعرونو کې هم راغلې ده . خو زه وايم په پټو سترګو د نورو تقليد به سمه خبره نه وي ، هغه وخت بيل شرايط وو او نن بيل ، نن ژبې ډيره وده کړې او د همدې ودې په رڼا کې زموږ شاعران بايد له نو ښت نه کار واخلي نوي نوي ترکيبونه او استعارې په کار واچوي . زما په نظر د تيرو سوليدلو کلمو بيا بيا استعمال او کارونه او هغه هم چې د ژبې د ګرامري جوړښت سره سل په سلو کې سمون نه لري ، راوړل به يې سم کار نه وي .
په ورستيو وختونو کې ځنو شاعرانو د جانان د کلمې ترڅنګ د يار او اشنا دکلمو کارونه هم پيل کړې خو استعمال يې بيا هم کټ مټ د جانان په څير دی ، لاندې شعري بيت ته د بيلګې په تو ګه پام وکړی :
چې ولونه ولونه دې په مخ باندې خورې شي اشنا _زلفو ته شړق ورکړه لږراته کاږه وګوره
( مينې مجله ٤٣ مخ )
که پورتني بيت ته سم وکتل شي نو په ښکاره ورنه دا جوتيږي چې نارينه شاعر خپلې محبوبې ته د اشنا کلمه چې مذکره صبغه لري کارولې ده ځکه زلفو ته شړق ورکول او کاږه کتل د ښځو ځانګړتيا ده خو دا چې ګران شاعر ولې ورته د( اشنا ) خطاب کړی ، کيدای شي ځواب يې همدا وي چې نورو شاعرانو هم همداسې کلمې استعمال کړي نو زه يې هم کاروم . لاندې بيتونو ته هم پام وکړی :
تورې سترګې شونډې سرې راشه ګودر ته _ پيغلې مه کوه نخرې راشه ګودرته
تل غمجن ناست يم په زړه ښکليه جانانه _ که مې زړه خوشالوې راشه ګودر ته
( مينې مجله - ٤١ مخ )
د پورتني شعر په اول بيت کې ډير ښه تصوير وړاندې شوی خو په دويم بيت کې د جانان کلمې پيکه کړی دی ځکه ( تل غمجن ناست يم ) نه معلوميږي چې شاعر نارينه دی خو ښکلی جانانه ! د کلمې استعمال سړ ی نه لاره ورکوي چې د شاعر مقصد څه دی ؟
شوخ نظره ګرم دې کړم په کوم سبب _ ما خو ښکلولو د جانان نظر
هير مې که اشنا مګر لږ سوچ وکړه _ پروت دی ستا په مخ د يو افغان نظر
####
سترګې ډيرې دي په سترګو ورته ګورم _ خو په زړه مې د اشنا سترګې خوږې شوې
ترې چاپير مې کړل لاسونه په ژړا شوم _ چې رايادې د هجران تورې تيارې شوې
####
د( جانان ، اشنا ، يار ) کلمې فکر کوم د پښتو ژبې د هر شاعر په شعر کې په يوه بڼه نه په يوه بڼه کارول شوي دي . خوپه ځنو ځايونو کې په سمه بڼه او په ځنو ځايونو کې په نا سمه بڼه دي . زه نه غواړم چې اوس د هر شاعر له ټولګو نه يوه يوه راوباسم چې په دې ځای کې د جانان کلمه سمه ده او په دې ځای کې نا سمه . خو هيله مند چې ګرانو لوستونکو به زما مقصد درک کړی وي . او په راتلونکې کې به ، دې ډول استعارو ته چې زموږ د ژبې دګرامري جوړښت سره په ټکر کې راځي پوره پاملرنه وکړي .



03.12.2004

[color=blue:791bd6b194]زهير صاحب له سلامو او نېکو هيلو وروسته په درنښت زياتوم چې تاسو د اشنا په هر اړخيزه ارزونې کې بيا هم دغه دوه ټکې له پامه غورځولي پرې ايښي دي.
ــ آيا اشنا هم لکه خندا، رڼا ، ليلی او وفا په څير ښځينه (مؤنثه) صيغه نه ده؟ داچې نارينه دوست ته هم کارول شوې ده اصطلاحي معنی يې د نارينه دوست په مفهوم خپله کړې ده ، نه لغوي !
ــ سره ددې دا توپير هم په نظر کې ساتل پکار دي چې اشنا نارينه او ښځينه دواړو ته پر يوه معنی نه کارول کيږي. نارينه ته دبل نارينه له خوا د يوه دوست يا انډيوال په پوهيز سره کارول کيږي چې د عشق سره هيڅ تړاو نه لري، خو ښځو ته د معشوقې په معنی کارول کيږي اوپه اشعارو کې هم يواځې د معشوقې د پوهيز او مفهوم په توګه استعمال شوی دی . البته کيدای شي چې د معشوقې له خوا هم عاشق ته د اشنا وييز د ﻻلي پر ځای کاريدلی وي ،چې هيڅ پروا نه لري ، خو بايددهغه ناوړه استعمال څخه يې چې د هيواد په ځينو سهيل لويديځو سيمو کې د لواطت د معشوق له پاره ترې کار اخيستل کيږي، په هرصورت سخته کرکه وشي او په ژبني قاموس کی په هيڅ شان ځای ورنکړل شي . په درنښت[/color:791bd6b194]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more