د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

آیا اسلامي نظام د علماؤو د حکومت په مانا دی؟

حمید هڅــاند
27.05.2012

آیا اسلامي نظام د علماؤو د حکومت په مانا دی؟
Sunday, 05.13.2012, 04:45am (GMT)

الهام نیازی

سرچینه: http://www.masress.com

د دې پوښتنې وګړي په دې آند دي، چې دیني حکومت یو زوړ نظام دی چې په منځنیو پيړیو کې د تطبیق وړ و او د یو ویشتمې پیړۍ لپاره مناسب او کارنده نه دی. په تیر وخت کې د یوه سړی لپاره دا بس وه، چې ښه اخلاق ولري او په دین باندې پوه وي، چې په حکومت کې د یوه مسوولیت لرونکی مقام وړ وګرځي. نن ورځ ژوند بدلون کړی او پیچلي شوی، ساینسي او ټولنیزو علومو هره برخه کې خورا پرمختګ کړي، لکه په اداره، قضاء، اقتصاد، طب او داسې نورو کې، نو څرنګه دا تصور وکړو، چې دیني علماء دې داسې یو عصري حکومت پر مخ بوځي چې په هر ډګر کې د پرمختګ او بدلون غوښتونکی وي او هغوی دې د روغتیا او نورو نظامي څوکیو درلودونکي وي. که چیرې وزیر نه وي، نو لږ تر لږه د وزیرانو مشاور دې وي، او د هغوي له نظر او رایې پرته هیڅ ډول چاره نه ترسره کیږي، که هغه چیرې کوم سوداګریز تړون وي، یا علمي بحث، کلتوري پروګرام او یا هم د کومې ټولنیزې ستونزې حل.

د دغې ناسمې مفکورې بنسټیزه انګیزه او لامل، کیدای شي په منځنیو پيړیو کې په اروپایي هیوادونو کې د کلیساوو او کاهنانو واکمني وي. په داسې حال کې چې د کلیساوو پاپانو به له علمي او پوهنیزو بحثونو سره مخالفت کاوو، آن تر دې څوک به په ورته کړنو کې ښکيل وو سوځول، په ډول ډول نومونو به یې تورنول، جادوګران به یې بلل او د هغوي خبرې به یې اوتې بوتي ګڼلې. له بده مرغه دې ته ورته تجربه زموږ په اوسنې وخت کې هم پيښه شوه، کله چې په ایران کې انقلاب رامنځ ته شو، نو مذهبي اخندانو له ځانونو څخه جنرالان جوړ او په دیني او دنیوي چارو کې یې لاس وهنه پیل کړه.

په اسلام کې دا نه شته چې په دې پلمه پرنورو حکومت وکړې چې ګواکې دينې يا مذهبي صبغه لري يا هم د خدای پر نامه او د هغه په استازیتوب واکمني وکړي. په اسلام کې د دیني خلکو مانا او مفهوم دا دی، چې دغه خلک د الله د دین ښوونکي، روزونکي او هغه ته د خلکو رابلونکي دي او پر خلکو باندې د واکمنۍ د ترسره کولو لپاره کوم دلیل نه لري د دوې دنده دا ده چې خلک نيکو ته راوبلي او له بدو يې منعه کړي، همدارنګه دا د هر عاقل، پوه او عالم مسلمان دنده او مسوولیت دی، که هغه ډاکټر، انجنیر او دیني عالم وي بايد د دين لپاره په ګډه کار وکړي . هر کله چې یو دیني عالم کوم سیاسي مقام او منصب ته رسیږي، هغه به د هغه د شخصي وړتیا، هڅو او پوهې له مخې وي، نه دا چې هغه یو دیني عالم دی.

نو ویلای شو، چې اسلامي حکومت نه د دیني علماؤو حکومت دی او نه هم منځنیو پيړیو ته ورته د کلیساوو د پاپانو، بلکې د ننني نړۍ د بل هر یوه پرمختللي نظام په څیر یو بشپړ عادي نظام دی ، چې د دنیا او ادارې په کارونو کې له کارپوهو او مجربو خلکو څخه تشکليږي.

په دوي کې بل تر ټولو مهم او اساسي شرط دا دی، چې هغوي به د پوهې، تجربې او وړتیا ترڅنګ له سپیڅلی دین څخه د سم فهم سره سره د اسلامي اخلاقو درلودونکي وي. نو په داسې حال کې طبیعي ده، چې هغوی به په خپل ټولنیز ژوند کې په اسلامي شریعت ملتزم وي، چې دا د اسلامي حکومت او په نړۍ کې د بل هر حکومت ترمنځ یو بنسټیز توپیر دی.

نن سبا په اسلامي نړۍ کې د مستبدو او ناکامو نظامونو ترمنځ یو شعار دود دی، چې وایي: "خپلولي له وړتیا او وړتیا له اخلاقو څخه لومړیتوب لري" چې په دې ډول یې اخلاق او دین له وړتیا او خپلولۍ څخه وروسته د اهمیت په دریمه درجه کې ګرځولي. کله چې يوه ټولنه کې نشه يي، غل، بډې اخستونکي او يا هم په بل اخلاقي ناروغيو مبتلا کس د روابطو او خپلوۍ په پایله کې يو دولتي مقام ته رسيږي نو په داسې حالت کې له دغه حکومت څخه بايد دا تمه ونه شي چې ټولنيز پرمختګ به رامنځ ته کوي، اقتصادي ستونزې به حل کوي او همدارنګه به په ټولنه کې دنورو ناخوالو مخه نيسي.

کیدای شي چې د لوستونکو په ذهن کې یوه پوښتنه وګرځي، چې که چیرې اسلامي حکومت له داسې وګړو څخه تشکیل وي، چې په ادارې او دنیایي چارو کې تخصص ولري، نو د دین پر تطبیق او د هغه پر تعلیماتو به څوک څارنه کوي؟ د دې په ځواب کې ویلای شو، چې حتمي ده، چې دولت باید یو داسې اسلامي دستور او تګلار رامنځ ته کړي چې څرګنده وي، ټول دولت یې تابع او پرې ملتزم وي (په دې اړه به لږ څه وروسته په تفصیل سره بحث ترسره شي). په عین وخت کې د اسلامي حکومت لپاره دا اړینه او لازمي ده، چې له داسې خلکو څخه تشکیل شوی وي، چې د تخصص پوهې ترڅنګ په دین هم پوه وي او له دین څخه په سم درک او د دیني احکامو سره سم، په دولتي ادارو کې خپلې دندې پرمخ بوځي.

کومه رایه باید په پام کې ونیول شي، دیني او که علمي؟

دا یوه خورا مهمه پوښتنه ده، چې وایې، که چیرې په یوه اسلامي دولت کې د واکمنۍ او د خلکو د اداره کولو په اړه په یوه مهمه قضیه کې د دیني او علمي/ساینسي نظریو ترمنځ ټکر رامنځ ته شي، په دغه حالت کې باید څه تر سره شي...؟ دغه ډله خلک یو لړ هغه فتواګانې دلیل وړاندې کوي چې ځینو دیني اړخونو د نسل د محدودولو، د هر جنس لپاره د جلا جلا پوهنتونونو جوړولو او په لوړو چوکیو لکه په ولسي جرګه، وزارت او داسې نورو هغو کې د ښځو د دندې د تحریم په اړه وړاندې کړي. په ورته مسلو کې دولت د علمي کارپوهانو رایې ته لومړیتوب ورکوي، ښځو ته یې په لوړو چوکیو د کار کولو، د نسل د محدود کولو او داسې نورو اړوند چارو ته اجازه ورکړه. د دغه نظر خاوندان وايي، که چیرې یو دولت دیني یا مذهبي حکم کوي، دیني نظر باید له پامه و نه غورځوي... او که چیرې دیني حکم نه کوي، دولت له سقوط سره مخ کیږي او اړ دي چې د عصري علومو په مختلفو ډګرونو لکه طب، اقتصاد، ټولنیزو علومو او داسې نورو کې د اړونده کارپوهانو نظر له پامه وغورځوي. او دا هغه څه دی چې په یو شمیر هیوادونو لکه ایران، سوډان، پاکستان او سعودي عربستان کې پيښ شوي، په داسې حال کې چې یو شمیر حیاتي پروژې به د دیني علماؤو فتوا ته له تطبیق پرته پاتې وي، څو هغوي د هغوي د تطبیق یا نه تطبیق حکم ورکړي، چې په ځینو پيښو کې د دولت د جمود او رکود لامل کیږي، او د ژوند له کاروان څخه د دولت د پاتې کیدو لامل ګرځي.

په حقیقت کې دا یوه خورا مهمه قضیه ده، بلکې زموږ په ننني ژوند کې په دین باندې د قضاوت یوه تر ټولو مهمه قضیه ګڼل کیږي.

نو کله چې موږ اسلامي نظام ته د ګرځیدنې غوښتنه کوو، له دې څخه زموږ موخه یو عصري او پرمختللی دولت دی، نه د منځنیو پيړیو په څیر د کلیساوو کنګل واکمني. دا ډیر په کلکه سره رد وو، چې دغه ډول پيښې چې په نوموړو هیوادو کې رامنځ ته شوي، بیا تکرار شي.

د دغې قضیې په اړه راتلونکي څو ټکي باید په پام کې ونیول شي:

۱. په یوه اسلامي حکومت کې دا حتمي او لازمي ده، چې باید د دیني او اجرایه قواوو ترمنځ جداوالی نه وي او نه باید د دین خلک او د دنیا خلک موجود وي. بلکې یو داسې اسلامي دولت وي چې هم د دیني او هم د دنیاوي چارو مسوول وي. او له داسې دیني علماوو او کارپوه خلکو څخه تشکیل وي، چې په عین وخت کې هم د دین او هم د دنیا په چارو واکمن او پوه وي.

۲. د مفتي او دار الافتاء دنده او مسله په مسلمانانو کې یوه نوې موضوع ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خلفاؤ الراشدینو په وخت کې چا نه پيژندله، خو هغه وخت مسلمانانو رامنځ ته کړه کله چې د هغوي واکمنان او چارواکي له دین څخه لیرې شوه، آن تر دې چې د کلمې له نطق څخه پرته بل په هیڅ نه پوهیدل. د دغه کار له رامنځته کولو څخه موخه دا وه، چې د واکمن په وړاندې یوه داسې قوه رامنځ ته شي، څو هغه په خپلو چارو کې له دیني احکامو څخه سرغړونه و نه کړي. په حقیقت کې فتوا په زیاترو وختونو کې خپله دنده په مناسب ډول ترسره کړي، خو ځینې وختونه داسې هم کیدل چې یوه چارواکي یا واکمن به په خپله خوښه یو حکم صادر کړ او بیا به مفتي/دار الافتاء ته لاړ، څو هغه ته دغه حکم حلال وګرځوي.

۳. لکه څنګه چې معلومه ده، اسلام د دنیوي چارو مخنیوی نه کوي. د رسول الله علیه السلام حدیث شریف دی چې وایي: "تاسو د دنیا په چارو پخپله ښه پوهیږﺉ" او همدارنګه بل ځای فرمایي: "زه هم یو بشر یم، کله چې مې تاسو ته د دیني چارو په اړه په د کوم شی امر وکړ، د هغه پیروي وکړﺉ او کله مې چې تاسو ته له خپل آند څخه د یوه شی په اړه څه وړاندې کړه، دا به زما شخصي نظر وي، ما په ګومان باندې مه نیسئ." (د مسلم روایت)

۴. یوه تر ټولو هغه مهمه مسله چې پر سر یې د دیني علماوو او د نورو علومو د کارپوهانو ترمنځ اختلاف رامنځ ته کیږي، ټولنیزې قضیې دي لکه له کور څخه د باندې د ښځو کار او د هغوي سیاسي حقوق، اقتصادي قضیې لکه د بانکونو ګټې، سوداګریزې مسلې او داسې نور... ټولې دغه ډول قضیې په اسلامي نړۍ کې نوي دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د رسالت د نزول په وخت کې نه وي موجودې، او په همدې ترتیب د دغو موضوعګانو د اباحت او تحریم په اړه هم کوم صریح او قاطع نص نه دی موجود، نو په همدې اساس هر څوک چې غواړي د دغو مسلو په اړه فتوا ورکړي، له دغو دوو لارو څخه به یوه تعقیبوي:

لومړی: په څلورمې او پنځمې هجري پیړۍ کې د فقهاوو او مذاهبو پر اجتهاداتو تکیه او باور، البته دا هغه اجتهادات دي چې د اوسني وخت د غوښتنو او شرایطو سره سم نه دي.

دوهم: او یا دا چې د قیاس، استنباط او نورو فقهي وسایلو له لارې به پخپله شخصي رایې اجتهاد کوي او دغه طریقه د دې لامل کیدای شي، چې مجتهد له واقعي ژوند او د وخت له غوښتنو څخه په بل لور یوسي، ځکه چې د هغه اجتهاد هم د هغه له شخصي نظر څخه سرچینه اخلي. همدغه لامل دی، چې نن ورځ اسلامي نړۍ د دین او دنیا ترمنځ د یوه دوه ګوني شخصیت له ستونزې سره مخ ده. له دغې ستونزې څخه د خلاصون یوازینۍ لار راتلونکې فقهي قاعده ده چې وایي: "إذا اختلف رأي رجل الدين مع رأي رجل العلم في أي مسألة دنيوية فإن رأي العلم هو الذي يؤخذ به مهما كان مخالفا للرأي الديني، وذلك لأن رأي العلم يبني علي التجربة والمشاهدة والدراسة من الواقع، بينما الرأي الديني يبني علي اجتهاد نظري وفقهي قد يصيب ويخطئ حسب المجتهد نفسه وعلمه" کله چې په کومه دنیاوي مساله کې د دیني عالم او نورو علومو د کارپوه ترمنځ اختلاف رامنځ ته شي، نو ترجیح د نورو یا اړونده علومو د کارپوه نظر ته ورکول کیږي، که هر څه هغه له دیني رایې سره مخالف هم وي، ځکه چې د اړونده علومو د عالم نظر په حقیقي تجربه، کتنې او څیړنې ولاړ وي، په داسې حال کې چې د دیني عالم نظر او رایه په نظری او فقهي اجتهاد ولاړ وي او د یوه مجتهد د علم او هڅې په اساس کیدای شي، چې سم او یا هم نا سم وي.

۵. په اوسني وخت کې د اجتهاد مسله یوه حیاتي او خورا مهمه موضوع ده او د داسې یوه هیواد لپاره چې اسلامي نظام لري د ژوند او مرګ ارزښت لري. خو هغه شرطونه چې د اجتهاد لپاره پخوانیو علماؤو وضع وکړي، د اوسني وخت لپاره مناسب نه دي، اړینه ده چې دغه دوه نور شرطونه هم ور اضافه کړای شي:

لومړی: اجتهاد باید ډله ییز وی، نه په فردي ډول.

دوهم: د اجتهاد دغه ډله باید د دیني علماوو او د نورو ټولنیزو علومو د کارپوهانو مشترکه وي. دیني عالم نه شي کولای چې د نورو علومو د کارپوه له سلا مشورې پرته د یوې موضوع په اړه فتوا ورکړي، همدارنګه د نورو علومو کارپوه هم نه شي کولای چې د یوه شي په اړه پرته له دې چې د دیني قواعدو له اړخه هغه وپيژني، خپل نظر په انفرادي ډول وړاندې کړي. که چیرې بیا هم سره کومې موافقې ته و نه رسیږي، د مخکنۍ یادې شوې فقهې قاعدې په اساس ترجیح علمي نظر ته ورکول کیږي.

۶. که په عین وخت کې چیرې یو اسلامي حکومت رامنځ ته شي، تر ټولو لومړی کار باید دا ترسره کړي، چې داسې یو رهبري کوونکي او نمونه یي نسل وروزي چې د ټولنیزو او ساینسي علومو ترڅنګ له دین څخه هم سالم درک ولري، څو خلک وکولای شي په خپلو ټولو اړونده ورځنیو چارو کې هغو ته رجوع وکړي، په ځانګړي ډول د هغو موضوعګانو په اړه، چې د هغوي په رسمي دندو پورې اړه لري. نو د طب یو محصل کولای شي، چې د ساینسي علومو ترڅنګ د اسلام له پلوه هم طب ولولي، همدارنګه انجنیر، اقتصاد پوه، نظامیان او داسې نور. کله چې موږ یو داسې روزل شوي نسل ولرو، چې یو علم یې هم د ساینسي علومو له اړخه او هم د دین له پلوه لوستلي وي، په دې وخت کې موږ داسې فتاواګانو ته نور اړتیا نه لرو، چې په لس ګونو تیر شویو پيړیو ته راجع کیږي.

پای

[color=white:b3049a9857]تاسو پکې څه وایاست؟؟[/color:b3049a9857]


رښتینی
27.05.2012

ښاغلي الهام ډیري غټي ادعاوې کړي دي خو دلیل یې نشته لک دا لاندي خبره :

۴. یوه تر ټولو هغه مهمه مسله چې پر سر یې د دیني علماوو او د نورو علومو د کارپوهانو ترمنځ اختلاف رامنځ ته کیږي، ټولنیزې قضیې دي لکه له کور څخه د باندې د ښځو کار او د هغوي سیاسي حقوق، اقتصادي قضیې لکه د بانکونو ګټې، سوداګریزې مسلې او داسې نور... ټولې دغه ډول قضیې په اسلامي نړۍ کې نوي دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د رسالت د نزول په وخت کې نه وي موجودې، او په همدې ترتیب د دغو موضوعګانو د اباحت او تحریم په اړه هم کوم صریح او قاطع نص نه دی موجود، نو په همدې اساس هر څوک چې غواړي د دغو مسلو په اړه فتوا ورکړي، له دغو دوو لارو څخه به یوه تعقیبوي: [color=red:cf8119d659][/color:cf8119d659]

دا مسائل هیڅکله نوې ندي او دټولو له پاره شرعي لاري او ضوابط شتون لرې
دښځو دکار او سیاسي حقوقو موضوع داراز دبانک موضوعات چې داسلامي
فقهي دمعاملاتو بحثونه اودمعاملاتوپه اړه نبوي حدیث او قراني لارښووني په
ګڼ شمیر کې شتون لرې خو ښاغلی الهام وایې چې دا مسائل نوې دي !!

زه نه پوهیږم چې لیکوال به دا لیکنه دخپلي دیني يوې په رڼا کې کړې وي او
که یې کوم مضمون راژباړلی دی ؟


حمید هڅــاند
27.05.2012

د لیکنې تړونی مې فیسبوک کې ولید، لکه چې پښتون یون کې شریک شوی ؤ؛ کره URL یې دادی:
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=social&article=33245
زه هم نه پوهېږم چې ژباړه ده که لیکنه خو غالبا چې ژباړه به وي.


khoshalkhan
12.06.2012

وروڼودامضمون ډېر اوږد دی ټول مې ونه لوست خو داسې بوی ترې راغی لکه
دپخوانويوخلقيانو او افغان ملتيانو د نېشې پر حال ! هغوی به داسې خبرې کولې
او سر يې وخوړ !
هر نظام چې دخلکو له ارادې ، خوښې ،عنعناتو ، دين او مذهب چپ وي اونسبتي
اقتصادي استقلال ونلري خپل سر خوري :

( Z := f (x , y


حذيفه
22.06.2012

وروڼو !
زه په دې اند يم چي د الله کتاب د هر وخت مسئلې حل کولای سي رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوی قران اوترڅنګ يې د هغه احادیث په دې مسئلو کي اصلي مرجع بولم دا چي څوک وايي نوې مسئلې دي او په دې کي نص نه سته نو به يې څرنګه حل کووو ؟ غلطه خبره ، تر دې چي يې دا خبره کړې وایی : زه په دې مسئله نه پوهېږم د شريعت تر کومې کلي فارمولې لاندي ده ؟ نو ښه او غوره به وايي ، ځکه الله تعالی په قران کي وايي ما نن ورځ دين درته بشپړ کړ ، که د نويو مسئلو حل شريعت نه وي راوړی نو دين په کومه معنی مکمل دئ ؟ دا خو يو ناقص دين سو نو بيا ولي الله ويلي چي بشپړ دئ ؟ دا خبره زما په فکر ډېره خطرناکه ده چي څوک د دين بشپړ توب نه مني او وايي د نويو مسئلو حل په شريعت کي نه سته له دې څخه ځانونه وساتئ او که نه نو له خطرناکې پايلې سره به مخ سئ .


larghonay laraway
02.07.2012

السلام عليکم!
ځينې نوي ځوانان چې په اروپا او امريکا کې يې ژوند کړی او له اسلامه ناخبره دي هغه که مسلمانان هم دي خو د کفري نړۍ اغېز پرې ډېر دی!
دوی په خپله محدوده پوهه او خام فکر د اسلام دين هم د عسويت، نصرانيت، بوديزم او نورو سره پرتله کوي او بيا وايي چې دين او سياست دې سره جلا شي.
په داسې حال کې چې نور اديان د بېلګې په توګه عسويت يوازې تر کليسا محدود دی. په عسويت کې هيڅ ډول معاملات يا د معاملاتو حل لاره او قانون نشته. په داسې حال کې چې اسلام يو کامل دين دی چې تر قيامته د ټولو معاملاتو حل لارې لري. د هر شي لپاره قانوني مواد لري او دژوند ټول اړخونه رانغاړي


حمید هڅــاند
02.07.2012

لرغونی صیب، بیخي پرځای خبره مو کړې. ضرور نه ده چې یو کس دي اروپا کې استوګنه/زده کړې کړې وي او بیا دي د داسې یوې نظریې خاوند وي. داسي افغانان شته چې په افغانستان کې د ننه اوسېدلي دي خو بیا هم د مالوماتو د کمښت له امله کمزوری نظر لری.
زما د رانقل شوې لیکنې لیکوال هم د دې پرځای چې لومړی پخپله ځان وپوهوي، راولاړ شوی دی او په لیکنې یې پیل کړی دی. د ده د لویي لیکنې، یواځي یوې وړوکې برخې ته ستاسو پام را اړوم؛ د ده لاندي پوښتنې ته پام وکړئ:

[quote:040029da54]کومه رایه باید په پام کې ونیول شي، دیني او که علمي؟ [/quote:040029da54]

ښاغلی په توضیح کې لیکي:

[quote:040029da54]دغه ډله خلک یو لړ هغه فتواګانې دلیل وړاندې کوي چې ځینو دیني اړخونو د نسل د محدودولو، د هر جنس لپاره د جلا جلا پوهنتونونو جوړولو او په لوړو چوکیو لکه په ولسي جرګه، وزارت او داسې نورو هغو کې د ښځو د دندې د تحریم په اړه وړاندې کړي. په ورته مسلو کې دولت د علمي کارپوهانو رایې ته لومړیتوب ورکوي، ښځو ته یې په لوړو چوکیو د کار کولو، د نسل د محدود کولو او داسې نورو اړوند چارو ته اجازه ورکړه. د دغه نظر خاوندان وايي، که چیرې یو دولت دیني یا مذهبي حکم کوي، دیني نظر باید له پامه و نه غورځوي... او که چیرې دیني حکم نه کوي، دولت له سقوط سره مخ کیږي او اړ دي چې د عصري علومو په مختلفو ډګرونو لکه طب، اقتصاد، ټولنیزو علومو او داسې نورو کې د اړونده کارپوهانو نظر له پامه وغورځوي. [/quote:040029da54]

الهام نیازي ته زه یواځي دومره وایم چې، که چېري د نسل د محدودلو، ابورشن، د نارینه او ښځو په جلا جلا زده کړې او ورته مسلو تاسو ته د دیني مراجعو مخالفت له اوسنی دستور سره ښکاره شوی وي، نو اړتیا خو داوه چې تاسو یې لامل هم پیدا کړی وای! خو نه، الهام نیازي ته دا مخالفت د ( دین) او (علم) ترمینځ مخالفت ښکاري!! او بیا مومن مهاجر صیب هم د ده لیکنه په (سمون) ویبپاڼه کې خپروي.

درنښت


تخاري
09.08.2012

[quote]دا خو يو ناقص دين سو نو بيا ولي الله ويلي چي بشپړ دئ ؟ [quote]

هزیپو!!
نقص په تا او نقصان هم ستا په عقیده کی ده ! نو پس ناقص هم ته شوی!!!

خدای درته پیښه کړی ده - علاج دی وکړه!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more