تاریخ او تاریخپوهنه
که زه احمدشاه بابا و نه پېژنم!
      حمید هڅــاند
      19.05.2012
    
له دهلي څخه د تاج محل په لاره پونې ته اورګاډي روان ؤ. زما سره خونه کې دوه زما ملګري، قاري محب الله جان او بشیر کامران، یوه استرالیایی، دوه جاپانیان او هندیان ول. استرالیایی او جاپانیان تاج محل ته روان ول. ما قاری صیب ته وویل چې راځه جاپانیانو سره د ماتسوهیتو په اړه وغږېږو؛ خدایزده څومره به خوښ شي. کله چې ماورڅخه پوښتنه وکړه چې د ماتسو هیتو په اړه یوڅه مالومات راکړه نو منکر شول چې نه یې پېژنو!! ماتسو هیتو د جاپان هغه ولسمشر ؤ چې د دغه هیواد د ترقۍ او پرمختګ دوره ورڅخه پیل شوه، د اورګاډي پټلۍ یې وغزولې او اساسي قانون یې جوړ کړ. د جاپان بدلون په حقیقت کې له دغه ولسمشر څخه پیل شو. په بله وینا؛ د یو جاپاني لپاره د ماتسو هیتو ارزښت باید تر هغه ارزښت زیات وي چې زموږ لپاره یې احمدشاه بابا لري! 
خبره داده چې له هغو بهرنیانو سره چې مالیدلي، ډېری یې له خپل تیر څخه کم یا هیڅ مالومات نه لري؛ خو افغانان بیا د تاریځ تږي دي. له دوولسم څخه فارغېدونکي زده کوونکي نه یواځي په خپل تاریځ( له وروستیو څو لسیزو څخه پرته) پوره خبروي بلکې د پاکستان، ایران، منځني ختیځ، جاپان، چین، کوریا، هند، روسیې، انګلستان، فرانسې، ایټالیا، المان،هسپانیې، مصر او.....له تاریځ څخه کافي مالومات لري. پوهنتون ته په رسېدو بیا نور کتابونه وي؛ د هرې پوهې تاریخ ورباندي هرو مرور لولي، د پوهانو ژوند لیک څخه یې خبروي او په اصطلاح تردې چې په یوه ابتکار، اختراع یا فورمول پوه شي، ډېر وخت په دې هم لګوي چې رامینځته کوونکی یې څوک او دکوم ځای ؤ. نه پوهېږم چې له وخت څخه اعظمي ګټه اخلي او که وخت په غیرضروري مسایلو ضایع کوي. 
د تاریخ په اړه بحث د لرغوني لاروي ورور په رامینځته کړې موضوع (تاریخ باید له نصابه حذف شي) باندي څه مهال مخکي شوی دی. له لاندي تړوني څخه یې ولولئ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8405
درنښت
Re: که زه احمدشاه بابا و نه پېژنم!
      khoshalkhan
      23.05.2012
    
[quote:ce6e59f518="حمید هڅــاند"]له دهلي څخه د تاج محل په لاره پونې ته اورګاډي روان ؤ. زما سره خونه کې دوه زما ملګري، قاري محب الله جان او بشیر کامران، یوه استرالیایی، دوه جاپانیان او هندیان ول. استرالیایی او جاپانیان تاج محل ته روان ول. ما قاری صیب ته وویل چې راځه جاپانیانو سره د ماتسوهیتو په اړه وغږېږو؛ خدایزده څومره به خوښ شي. کله چې ماورڅخه پوښتنه وکړه چې د ماتسو هیتو په اړه یوڅه مالومات راکړه نو منکر شول چې نه یې پېژنو!! ماتسو هیتو د جاپان هغه ولسمشر ؤ چې د دغه هیواد د ترقۍ او پرمختګ دوره ورڅخه پیل شوه، د اورګاډي پټلۍ یې وغزولې او اساسي قانون یې جوړ کړ. د جاپان بدلون په حقیقت کې له دغه ولسمشر څخه پیل شو. په بله وینا؛ د یو جاپاني لپاره د ماتسو هیتو ارزښت باید تر هغه ارزښت زیات وي چې زموږ لپاره یې احمدشاه بابا لري! 
خبره داده چې له هغو بهرنیانو سره چې مالیدلي، ډېری یې له خپل تیر څخه کم یا هیڅ مالومات نه لري؛ خو افغانان بیا د تاریځ تږي دي. له دوولسم څخه فارغېدونکي زده کوونکي نه یواځي په خپل تاریځ( له وروستیو څو لسیزو څخه پرته) پوره خبروي بلکې د پاکستان، ایران، منځني ختیځ، جاپان، چین، کوریا، هند، روسیې، انګلستان، فرانسې، ایټالیا، المان،هسپانیې، مصر او.....له تاریځ څخه کافي مالومات لري. پوهنتون ته په رسېدو بیا نور کتابونه وي؛ د هرې پوهې تاریخ ورباندي هرو مرور لولي، د پوهانو ژوند لیک څخه یې خبروي او په اصطلاح تردې چې په یوه ابتکار، اختراع یا
 فورمول پوه شي، ډېر وخت په دې هم لګوي چې رامینځته کوونکی یې څوک او دکوم
 ځای ؤ. نه پوهېږم چې له وخت څخه اعظمي ګټه اخلي او که وخت په غیرضروري مسایلو
 ضایع کوي. درنښت[/quote:ce6e59f518]
کومه مسبته نتيجه يې ورکړې ده ? نه ,نه,او نه !
نو دا لاره غلطه ده په غلطه لار څوک نځي  !  
په مفکوروي innovtion کې دغه  شيان  چې تا ياد کړي دي ، دتېرې ورځې واورې دي
 نو ځکه چاپانی بې خبره وو !
په مفکوروي    anti-innovation کې دغه ډول   تدريسي  اصول  منځ ته راځي چې  افکار
 دنورو عواملو په اساس  منجمد ساتل شوي وي !