د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالب مشرانو د وژنې لړۍ ولې ګرمه روانه ده؟

larghonay laraway
13.05.2012

السلام عليکم!
په کوټه پېښور او افغانستان کې د طالب مشرانو د وژنې لړۍ ښه په درز کې روانه ده. څوک په زندان کې وژل کېږي، څوک د کوټې شورا اعداموي او څوک هم په کابل کې ترور کېږي چې مولوي ارسلا رحماني هم په کې سر وخوړ. زه نه وايم چې ښه کار کېږي ځکه چې وژل مې په هيچا نه لورېږي او دا خو پښتانه دي. خو دا پوښتنه راسره پيدا ده چې د کوم پلان له مخې وژل کېږي؟
ايا ورسپارل شوې دنده او مسؤوليت يې پای ته ورساوه؟
ايا له جګړې ستړي شوي او نوره سوله غواړي خو پاکستان او امريکا يې وژني؟
که بل څه ؟
ستاسو نظر څه دی؟


حمید هڅــاند
13.05.2012

لاروی صیب؛ سلامونه مې ومنئ!
څنګه چې نه تلویزوني خپرونې اورم او نه راډیویې رسني تعقیبوم او په روانو چارو له سیاسي خپرونو ته د کیناستلو حوصله هم نه ده راپاتې نو ځکه څه چې وایم ښایي سل په سلو کې ناسم وي او یواځي زما وهم وي؛ خو بیا هم پوښتنه مې دي ولېده؛ په لنډو او ښکاره ټکو کې:
زما په اند د حزب اسلامي او حکومت +امریکایانو ترمینځ پټه هوکړه شوې ده. دوی خپل مینځي اختلاف ترشا پرې ایښی دي او د طالبانو په وړاندي یې ګډ سنګر نیولی دي. دا چې څوک په حقه دی؛ بېله خبره ده؛ خو، په اندړو ولسوالي کې حالات او ورسره د اړخونو ملاتړ یوڅه پټ او د اهمیت وړ راز په ګوته کوي....


larghonay laraway
14.05.2012

سلامونه
هڅاند صيب مولوي ارسلا رحماني خو يو وخت د حزب اسلامي لوړ پوړی چارواکی ؤ او دی ارواښاد په هر لوښي کې جوړ راته نو ځکه به د حزب اسلامي له خوا د ده وژنه يو ليرې اټکل وي.


حمید هڅــاند
14.05.2012

لاروی وروره؛ ما د نویو بدلونونو په اړه خبره کړې وه؛ یواځې د ارسلا رحماني په اړه مې څه نه ؤ ویلي.


مسلم قلموال
14.05.2012

[quote:5eac3ee79d="ښاغلي محترم ورور حمید هڅــاند صیب"]
زما په اند د حزب اسلامي او حکومت +امریکایانو ترمینځ پټه هوکړه شوې ده. دوی خپل مینځي اختلاف ترشا پرې ایښی دي او د طالبانو په وړاندي یې ګډ سنګر نیولی دي. دا چې څوک په حقه دی؛ بېله خبره ده؛ خو، په اندړو ولسوالي کې حالات او ورسره د اړخونو ملاتړ یوڅه پټ او د اهمیت وړ راز په ګوته کوي....[/quote:5eac3ee79d]
حزب اسلامي خو هم د پاکستان د خوښې نه بغیر هیڅ ګام نشي پورته کولاي، او په بشپړه توګه د هغوي په کنټرول کې دی، نو څرنګه کولاي شي د حکومت سره یوځاي شي او هغه هم د طالبانو خلاف چې هغوي هم د پاکستان تر ښکاره نفوذ او اثر لاندې دي.
له بله خوا د سولې په اړه د امریکا دریځ هم ډیر منافقانه او دوه مخی دی، او داسې ښکاري چې امریکایان سوله په افغانستان کې نه غواړي بلکه د اوبو په خړولو ماهیګیري کوي، او په دغه ماهي ګیرۍ کې یې پاکستان د لاس هغه جال دی چې ماهیان پرې نیسي، نو د سوله کوونکو طالب مشرانو وژنه د امریکا په پلان د پاکستان کار دی. او اوسنی حکومت هم د امریکا په فنډونو چلیږي نو هر هغه څه چې امریکایان یې ترینه غواړي مجبور دي چې هماغه وکړي، د ستراتیژیک تړون نه وروسته د ملکي خلکو بیا وژنه او د کرزي څرګندونې دا حقیقت ښکاره کوي چې هماغه خر به وي او هماغه کته، دا ستره لوبه ده چې روانه ده، خداي دې د خپلواکۍ لارویانو ته بریا ورکړي که د هغه سولییزه سیاسي مبارزه وي او که وسله واله۰


larghonay laraway
15.05.2012

السلام عليکم!
مسلم قلموال صيب په قلم مو برکت شه!
په رښتيا چې دا يوه ستره لوبه ده چې پاکستان هم د دې لوبې يو هوښيار لوبغاړی دی او غټ هدف يې اقتصادي پياوړتيا ده. پاکستان که د شوروي په وخت مجاهدينو ته ځای ورکړ هم ډېرې ګټې يې وکړې، که طالبان يې راوستل هم ښې پيسې يې واخستې او که طالبان يې له پښو وغورځورول هم اقتصادي معامله وه او که بيا يې راوستل او راولي يې هم د امريکا څخه پرې ډېرې پيسې اخلي.
زما په نظر د ارسلا رحماني صيب په وژنه کې هم د افغان حکومت او امريکا لاس دی او دا وژنه د هغې لړۍ کړۍ ده چې څه موده مخکې په پاکستان کې د طالب مشرانو عام وژنه وشوه او د دېرشو شاوخوا مشران يې ورته ووژل!


حمید هڅــاند
16.05.2012

اسلام علیکم ورحمةالله....
مسلم قلموال وروره هرکلی دي کوم؛
د حزب اسلامي او حکومت د جوړجاړي د څرنګوالي په اړه منې که اضافه هیڅ هم ویلای شم ځکه د خپلو وهمونو څرګندول به هم ښه کار نه وي. ستا په څېر زه هم دوعا کوم چې زموږ په ناخوالو کې راګېر اولس نور د مهال له دوړو راووځي.

درنښت


مسلم قلموال
16.05.2012

[quote:694b2859bc="حمید هڅــاند"]اسلام علیکم ورحمةالله....
مسلم قلموال وروره هرکلی دي کوم؛
د حزب اسلامي او حکومت د جوړجاړي د څرنګوالي په اړه منې که اضافه هیڅ هم ویلای شم ځکه د خپلو وهمونو څرګندول به هم ښه کار نه وي. ستا په څېر زه هم دوعا کوم چې زموږ په ناخوالو کې راګېر اولس نور د مهال له دوړو راووځي.

درنښت[/quote:694b2859bc]

له هرکلي څخه مو ډېره مننه!
قلم مو تاند، هڅاند او حقاند وسه!

په درنښت


مسلم قلموال
16.05.2012

ددې لړۍ په اړه یو بل نوی راپور له تاند څخه
[url]http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=33318[/url]
په پاکستان کې د افغان طالبانو یو بل مهم مشر ترور شوی دی
Wednesday, 05.16.2012, 07:15am (GMT)

میرویس جلالزی(چهارشنبه/مې۱۶) د وسله والو طالبانو د یوه بل مهم افغان قوماندان، چې له څو ورځو را په دې خوا د پاکستان په ټل کې تری تم شوی و، مړی وموندل شو.
دغه قوماندان مولوي قادر خان منګل نومیږي.

نوموړی د افغان طالبانو یو مهم غړی و او په سویل ختیځه حوزه یعني پکتیا، خوست ، پکتیکا او لوګر کې یې د طالبانو د ډیرو ګروپونو مشري کوله.

ویل کیده چې نوموړي د حقاني له ډلې سره هم اړیکي لرلې خو په وروستیو کې یې له حقاني ډلي سره اړیکې څه نا څه خړ پړې شوې وې.

د پاکستان په ټل کې د یوې طالبي سرچینې په وینا مولوي قادر خان منګل د ټل بازار ته څیرمه په خپل کور کې وژل شوی او جسد یې نامعلوم ځای ته وړل شوی و چې د قوم په هڅو وموندل شو.

د مولوي قادر خان له مړي سره داسي کوم سند یا نښه نه ده ترلاسه شوې چې د هغه د وژل کېدا علت ترې څرګند شي.

د سرچیني په خبره پر مولوي قادر خان تور و چې نوموړی د طالبانو په هغې کړۍ کې شامل دی چې غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

تردې مخکې په ورته تور په کوټه کې د ملا اسماعیل او پنځه ویشت نورو طالب قومندانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړای شوي وو خو طالبانو، چې په بیل کې دا راپورونه ردول، اوس وايي چې ملا اسماعیل ژوندی دی او تحقیقات ترې روان دي.

خو په غزني کې شاهدان وايي چې د کوتي د نظامي شورا د مرستیال مولوي اسماعیل مړی غزني ته انتقال او د شیرخان په کلي کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

مولوي قادر خان د ملا اسماعیل نږدي ملګری و.

په همدې حال کې د طالبانو ځينو سرچینو هم ویلي چې مولوي قادر خان منګل توند لاري نه خوښوله او د نرم دریځ خاوند طالب و چې په خوست او پکتیا کې یې د ښوونځيو د تړلو سخت مخالفت کاوه او د بې پوښتني قتلونه سخت ضد و.

ادعا کېږي چې د طالبانو توند لارو ډلو له حقاني سره په نږدې همکارۍ کې د قادر خان منګل د وژلو پلان جوړ کړی خو دغه پلان د پاکستان د استخباراتو له لوري د پاکستان په خاوره کې دننه د پاکستاني منابعو په همکاری پلی شوی دی.

د مولوي قادر منګل، چې د خوست ولایت اوسیدونکی دی، یوه خپلوان تاند ته وویل چې نوموړی د یوه افغان په وسیله او د پاکستان د استخباراتو په امر وژل شوی او د دوی د قوم له لوري د دغه افغان د کورنۍ اووه غړي په افغانستان کې په غچ اخیستونکي برید کې له مینځه تللي دي.

راپورونه وايي چې پاکستان هغه طالبان وژني چې غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې یا روغه وکړي.
ملا برادر او ګڼ نور طالبان، چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي د پاکستان له لوري نیول شوي دي.

پادعا کېږي چې پاکستان نه یوازې هغه طالبان نیسي او وژني چې د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کوي، بلکې هغه شمېر طالبان هم نه پرېږدي چې مستقل فکر لري. ویل شوي چې یاسر او ځیني نور د خپل مستقل فکر قرباني شوي دي


محمود سعيد
16.05.2012

لاروی صيب ليکي:
[quote:8a8d3dadb0]سلامونه
هڅاند صيب مولوي ارسلا رحماني خو يو وخت د حزب اسلامي لوړ پوړی چارواکی ؤ او دی ارواښاد په هر لوښي کې جوړ راته نو ځکه به د حزب اسلامي له خوا د ده وژنه يو ليرې اټکل وي.[/quote:8a8d3dadb0]
مرحوم رحماني د حزب اسلامي نه بلکې د حرکت اسلامي لوړپوړی چارواکی وو. هغه د مولوي محمد نبي د حرکت انقلاب اسلامي مرستيال هم پاته شوی دی، کوم چې د حزبيانو سره ېې سخته ورانه وه.


larghonay laraway
16.05.2012

السلام عليکم!
محمود سعيد صيب ارواښاد ارسلا رحماني د حزب اسلامي سره م ؤ، د حرکت انقلاب اسلامي سره هم ؤ او د جهادي شورا مشر يې ؤ، د مولوي منصور سره هم ؤ ، د رباني د حکومت د حج او اوقافو وزير هم ؤ، د طالبانو په وخت کې د هم لوړ پوړی چارواکی ؤ او د اوسني حکومت په وخت کې خو يې د ځينو خلکو غوندې څو څوکۍ اشغال کړې وې . دی سناتور ؤ، د سولې په عالي شورا کې ؤ، د طالبان بنديانو لپاره يې کار کاوه، د کرزي يوه داسې مشاور ؤ چې هر وخت ورته ورتلی شو، د ملاضعيف سره د طالبانو په کميټه کې ؤ، د اسد الله وفا د جرګو په کميسيون کې ؤ او هغه د چا خبره وغيره وغيره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more