نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ديارلس كلني فاطمي يوه پوښتنه د ډيموكراسانو څخه
Adil watanmal
28.09.2004
-----------------------د ديارلس كلني فاطمي يوه پوښتنه د ډيموكراسانو څخه
محترمو او د قدر وړ لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته
[color=darkblue:92957ade60]د سر ټكي:[/color:92957ade60]
تاسي ته معلومه ده چې صلبيانو د ديمكراسۍ كفري فلسفي د تطبيق په پلمه په ګران وطن افغانستان او عراق باندي يو غيري قانوني او غيري اخلاقي يرغل وكړه چې پدي يرغل سره ئې د صلبيانو تيري جګړي دنياوالو ته په زړه كړي او دغه وحشي قوم د مسلمانو په هيڅ ئې هم صرفه نه ده كړي كه هغه دين دي كه وطن كه ناموس .... نو د همدغه وحشي قوم په لاس د زويردلو مسلمانانو څخه يوه فاطمه خور هم ده. [color=darkblue:92957ade60]نموړي خور په خپل يو اوږد ليك په پاي كې د ديمكراسانو څخه يوه پوښتنه كړي[/color:92957ade60] نو دلته ما دغه ليك رامختصر كړي او له [color=blue:92957ade60]ديمكراسانو څخه هيله كوم چې د فاطمي خور پوښتني ته جواب وواي[/color:92957ade60] او له نورو ليكوالانو څخه غوښتنه كوم چې خپل نظر په ليك د ذكرشو مظالمو په اړوند په ګوته كړي او په همدي مناسبت د رسول عليه السلام قول هم ستاسي په وړاندي بيانوم:
[color=darkblue:92957ade60]((من رأى منكم منكراً فليغيره بيده فإن لم يستطع فبلسانه ، فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان))[/color:92957ade60]
[color=darkblue:92957ade60]ليك :[/color:92957ade60]
زه له تاسو! يواځې دا پوښتل غواړمه چې هغه ديمكراسي به كله د عراق په خاوره قدمونه كيږدي چې وعده يې تاسو كړي وه؟ [color=darkblue:92957ade60]تاسي ! مونږ ته ويل: چې مونږ ديمكراسي راولو[/color:92957ade60] تاسې ويل چې نور مونږ ازاديدونكې يو...، [color=darkblue:92957ade60]خو وشوه داسې چې ستاسې عسكرو زما پلار پورته كړ[/color:92957ade60] او له ځانه سره يې بيولى هغو ويل:چې لږه شيبه وروسته يې پريږدو، او هغه به بيرته كورته راستون شي......د كله نه چې ستاسې عسكرو هغه بيولي زمونږ خوبونو ليدل هير كړي، لدې امله زمونږ ژوند ګډوډ شوي، ......
خو زه پدي هم پوهيږم چې [color=darkblue:92957ade60]د ابو غريب زندان يو ډير بد ځاي دي[/color:92957ade60] ، مونږ د هغو بوږنوونكو عكسونو له راوتو څخه وړاندې هم پوهيدلو چې تاسي هلته څه څه كوي؟ [color=darkblue:92957ade60]خداى دې وكړي چې زما پلار هلته نه وي، چې په غاړه كې يې ورته لكه د سپي رسۍ نه وي اچولې، او راښكلي يې نه وي......[/color:92957ade60]
ما اوريدلى چې [color=darkblue:92957ade60]تاسې د ابوغريب زندان د ړنګولو اراده لري، [/color:92957ade60]مهرباني وكړئ داسې مه كوئ، زمونږ تاريخ له مونږ څخه مه تښتوئ!! مونږ به په ياد لرو چې ابوغريب كې په مونږ څه څه تير شول؟..... تاسې لدې څخه وړاندې هم زمونږ ډير څه ړنګ او برباد كړي، خو هغه ازادي تردې دمه چيرې هم ونه ليدل شوه چې وعده يې تاسې كړې وه؟
هوكې ! د هغهې ازادۍ په ځاي مونږ ته يواځې ميزايل راغلل.....
[color=darkblue:92957ade60]تاسي ويل: عراق ازادوو،[/color:92957ade60] [color=blue:92957ade60]خوستاسې ميزايل د ازادۍ څخه ډير پخوا راورسيدل، [/color:92957ade60]بيا ورپسې هغه سړي او ښځې راغلل چې خورا عجيبه كالي يې پرتنو وو هغوي چې ښكاره خو انسانان ښكاريدل، خو [color=darkblue:92957ade60]رويه يې د كومې بلې سيارې څخه دراغلي مخلوق په څير غير انساني وه.....[/color:92957ade60]
... مونږ دواړه خويندې د كور په ((بالاخانه)) كې ولاړي وو، هغه ډاروونكې وحشت لرونكې ټانګونه او توپونه مو ليدل چې د بغداد په سركونو او لارو كوڅو كې يې منډي وهلې، [color=darkblue:92957ade60]خوكله چې ما د خپلې كشرې خور سارا له خولې څخه دوينو فواره وليدله،[/color:92957ade60] نو ماته جوته شوه چې بس زه نور ژوند نه لرمه.
داد هغه ورځ خبره ده ، چې كله سارا په بالاخانه كې ولاړه وه او ستاسې د عسكرو ننداره يې كوله او خپل تنكي لاسونه يې ورته خوځول او زه هم ولاړه ومه، هغوته مې كتل ، او بيا ناڅاپه نورڅه راپيښ شول او ما د مرګ اواز واوريد، په دې كې د سارا له خولې څخه غوړپ وينې راتوى شوې، سارا راتاوشوه اوماته يې راوكتل، بيا پرېوته، ما ورپسې ځان ښكته كړ، ... د هغى ستركو څه وويل ... داسي څه چې هغه ډير عجيبه او ناآشناوو، چې زه يې بيانولي نه شم، [color=darkblue:92957ade60]خو د سارا مقدرڅه ؤ؟ [/color:92957ade60]هغې خواري ستاسې د عسكرو لورته كتل، او ورته د ښه راغلاست ويلو لپاره يې خپل معصوم او تنكي لاسونه خوځول، چې [color=darkblue:92957ade60]تاسې د هغې لپاره ديمكراسي راوړي وه ،[/color:92957ade60] خو هغه ديمكراسي لا تردې دمه نه ده راغلې او زما ګرانه خور سارا ډيره لرې تللې ده....
ممكن زما خبري ستاسي خوښې نه شې. [color=darkblue:92957ade60]تاسي ويلي ؤ، چې مونږ تاسې ته ازادي راوړو، خو تاسيې مونږ ته د كلسټر بمونو ډالۍ راوړه،[/color:92957ade60] او زه دا بمونه پيزنم ،ځكه چې يوه رځ زمونږ پرښونځي دغه بمونه راپريوتل، زما څو تنه ملګري انجونې يې ټوټې ټوټې كړې ما په خپلو سترګو ليدل چې د ښونځي په لوبغالې كې ، [color=darkblue:92957ade60]د هغولاسونه او پښې او د تنو سرونه ئې يوخوا بل خوا پارچه پارچه پراته و، [/color:92957ade60]هغه په ښونځي كې زما ورستي ورځ وه، او هم له كوره د باندې زما وروسۍ ورځ وه، زه تاسې ته نشم ويلي چې هغه ورځ په ښونځي كې پرمونږ څه تيرشول، كله چې يې راپه زړه كړم نو وډاره شمه كه تاسې يې په خپلو سترګو ليدل غواړئ نو هلته ورشئ خو په دغه ښونځي كې هغه شاګردان به ونه وينې، او يواځي د ښونځي په لوبغالې كې د خاور لاندي پټ نازك او تنكې تنكي اندامونه به خامخاوي.
دا هغه مهال ؤ چې ستاسې عسكر لانه وو راغلى، زمونږ په وړاندي داسي څيري نه وي كومې چې اوس مونږ وينو مونږ يواځي غم لرونكي اوازونه اوريدل د خطر زنګونه غږيدل د طيارو د بمبار اوازونه، د ميزايلو اوازونه، او د لوي لويو چاودنو اوازونه... [color=darkblue:92957ade60]كله چې ستاسي فوځونه بغداد ته راورسيدل، نو په لومړى وار مونږ هغه څيرې وليدي چې مونږ ته يې ديمكراسي راوړي وه،[/color:92957ade60] تردې دمه ستاسې عسكر دلته دي خو ديمكراسي رارسيدلې نه ده، او هغو زما پلار هم راڅخه بيولي دي.....
زما مور هغسي بې سده پرته ده، لكه په يوه ژور خوب چې ويده وي، كله چې هغه پورته كيږي يا خوځيږي نو ديوالونه نيسي هغه نه ژاړي او نه څه وايي ، د هغې د غم په اړه تاسې ته څه نه شم ويلاي، هغه اوس مړژواندې ده ، تاسې چيغې وهئ چې ديمكراسي راروانه ده هغه كله راځي؟ [color=blue:92957ade60]آيا زما پلار به هم له ديمكراسۍ سره راځي.[/color:92957ade60]
زه له دي څخه زيات ويل نه غواړم خو ماته يواځي ديوې پوښتنې ځواب راكړي!
[color=yellow:92957ade60]چې تاسې له مونږ سره دا هر څه ولې وكړل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:92957ade60]
-----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
--------------------------------------------------------عادل وطنمل