د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Musaferjan
08.04.2012

دا درسره منم چې روشنفکران يو ډول نه دي، ځينې يې د روشنفکر تر نامه لاندې هغه تيارهفکران دي چې په خپل عزت، ناموس، دين او وطن او هيڅ څيز باندې بند نه
دي، او ځينې يې رښتيا روشنفکران دي...
رښتيني روشنفکرانو د اوسني ګوډاګي حکومت راتګ ته او د نړېوالې
ټولنې حضور ته په پيل کې يوه څه هيله ښودله، چې د ښکېلاګ په اړه د دوی
سکوت هغه هيله تفسيروله....

خو د ښکېلاګ له اوږدو کلونو وروسته ګوري چې وطن نور هم په ښکته روان دی،
د بيارغونې خبرې اترې يواځې دروغ او حراميتوب دی، پرته له يو څه شمېر اجنټانو
او غلامانو د نور ټول ملت خولې له خاورو ډکيږي؛ نو نور د هغوی ضمير هغوی ته اجازه ورنکړه چې چپ پاتې شي، او ميدان ته راووتل... په ځانګړي ډول د طالبانو
او د امريکايانو د وروستيو خبرو ناکامي دا څرګنده کړه، چې امريکايان د افغان
ولس غلامول غواړي، او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي، او هيڅ کله هم سولې ته
لار نه پرانيزي۰

يو هغه تياره فکره روشنفکران دي چې له پيله تر ننه پورې يې طالب او ملا ته تور زړه
نه سپينيږي، نو دغه تياره فکري خپل وطن خرڅوي، خپل ناموس خرڅوي، خپل
ولسونه وژني، غلامي ورته د اوبو له څښلو هم اسانه ښکاري، بې تفاوته ده چې د
شرق غلامي وي؛ که د غرب، منتها دومره چې د دوی جيبونه ډک وي، شراب، کباب
فحاشي او عياشي ورته مهيا وي، او لپو جپ يې جوړ وي...
نو د دغه تياره فکرو څخه د هيڅ ښه څيز تمه نشي کېدلی....

طالب او ملا له هغو ښو روشنفکرانو هم ميدان وړی دی.... له کومو چې هيله کېده، چې د افغان وطن دې حساس حالت هغوی د قيادت په راس يا لوړو کړيو کې واقع
وی، تياره فکران خو پرته له غپلو بل هيڅ څه نه پېژني۰

په درناوی


پتوال
08.04.2012

سلام او نېکې هیلې !
[quote:9db2ac0da1]طالب او ملا له هغو ښو روشنفکرانو هم ميدان وړی دی.... له کومو چې هيله کېده، چې د افغان وطن دې حساس حالت هغوی د قيادت په راس يا لوړو کړيو کې واقع وی،[/quote:9db2ac0da1]

نو آیا مسافرخانه ته اوس طالبان له خپل ځان غوندې روشنفکره روشنفکرانو څخه هم
روشنفکره (او مترقی) بولې؟؟؟؟؟؟ چې اقتدا دې ورپسې کړې ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more