نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بحث فورم ليکوالان د فورم پښې وهي!؟
larghonay laraway
28.03.2012
[color=red:3b00f2038a]السلام عليکم!
دا لاندې وړانديز مې ليکلی ؤ خو د فورم يو ليکوال هم پرې څه ونه ليکل! زما په نظر د فورم ليکوالان خو يا غواړي چې ټول عمر دې مونږ دلته له عادل او پتنګ سره په ښکنځلو تېر کړو او يا په خپلو ځانونو باور نه لري چې په فيس بوک کې يې ډېر کسان وګوري؟
که داسې نه ده نو له ويب ماسټر صيب نه ولې غوښتنه نه کوي چې بحث فورم په فيس بوک کې ښکاره شي څو ډېر لوستونکي ترې ګټه واخلي او په بحث کې راسره شريکان شي؟[/color:3b00f2038a]
مخکې وړاندې شوې بحث لاندې لوستلی شئ
بحث فورم په فيس بوک کې
په يو بل بحث کې مې د وطنمل صيب يوه خبره ولوسته چې ډېر ورته خوشحاله شوم!
هغه دا وه چې تر دې وروسته به بحثونه په فيس بوک کې هم ليدل کېږي.
زه ډېر خوشحاله شوم ځکه چې زما ستره هيله همدا وه چې د ټول افغان قيمتي بحثونه په فيس بک راڅرګند شي او ډېرلوستونکي ترې ګټه واخلي. په فيس بوک کې ډېر پښتانه ځوانان دي چې ليکنې کوي خو باور وکړئ يو لوڅ تصوير کېږدي او بيا پرې وخت ضايع کوي او ليکنې کوي يا لږ تر لږه يوه لنډه جمله ليکي او ډېر سرسري بحثونه پرې کوي.
دا منو چې د ټول افغان په بحث فورم کې به يو شمېر خلک تاويلې ماوېلي او ښکنځلې هم ليکي چې ټول افغان بايد له دې ونه وېرېږي ځکه چې په فيس بوک کې هم خلک هر څه ليکي ولې د ټول افغان د بحث فورم يو شمېر بحثونه يې ډېر پاخه هم وي چې بايد د فيس بوک له لارې خلکو ته ورسېږي.
تر دې دمه ټول افغان د پښتو او پاړسي فورمونو د کتار په لومړي سر کې دی او بحث فورم يې د پګړۍ هغه ګل دی چې نور يې نه لري، که بحث فورم فيس بوک ته وړاندې شي نو باور دی چې ټول افغان به بيا هم تر ټولو همداسې مخکښ وي لکه دی چې!
زما نيوکه په فيس فوک نه ده ځکه چې فيس بوک د خبرو اترو لپاره جوړ شوی خو زمونږ ټولنه له غربي ټولنې سره توپير لري!
غربيان اجتماعي ژوند نه لري او هميش يوازې وي نو فيس بوک د دوی له پاره د خبرو اترو ښه چانس دی.
افغانان ټوله ورځ په حجره، جومات، پيتاوي او ديره کې خپلې او پردۍ خبرې کوي نو بحث فورم د دوی د ذهنونو د تنوير تر ټولو اغېزمنه لاره ده چې د فيس بوک په څېر تش خبرې اترې په کې ونه کړي بلکې د ټول افغان د بحث فورم په څېر د خلکو ذهنونه تنوير کړي او خپل مسؤوليت او رسالت ترسره کړي.
په همدې هيله ستاسو لرغووووونی لاروی
Naeem sadat
31.03.2012
ګراڼو وروڼو السلام علیکم
لاروی صاحب د فیسبوک ځوانان نه دومره اوږدی لیکنی لیکی او نه یی د لوستلو حوصله لری
larghonay laraway
31.03.2012
سلامونه!
ملتوال صيب په فيس بوک کې د اکثرو ويب سايټونو د اوږدو اوږدو ليکنو لينک ورکوي او له همغه ځايه پرې فيسبوکي ځوانان تبصرې کوي که تبصره ونه کړي نو د خوښې او ناخوښې تکمه خو وهي. يعنې لولي يې خامخا!
بله دا چې زمونږ او ستاسو د بحث ليکوال همدا څو تنه دي چې ډېر تکرار هم سړی ستړی کوي ګوندې که په فيس بوک کې يو څه ډېر او بدل شي!
مننه