نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تسليمېدونکي طالبان څوک دي؟
khoshalkhan
13.02.2012
تسليمېدونکي طالبان څوک دي؟
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ش.م. افغان
نېټه : ٢٤ / ١١ / ١٣٩٠ | 2012-02-13
دوه زره دريېم مېلادي کال وو چې په کابل کې مې د لومړي ځل لپاره د سټیوشالیز امريکايې نوم واوريدی.
سټیو شالیز (Steve Shaulis ) د منځنۍ آسيا پرمختيايې ګروپ (CADG Central Asia Development Group) مشر وو، د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې (USAID) لخوا د ساختماني پروژو ترڅنګ ډول ډول لوی او واړه تړونونه ورکول کېدل.
د اشغال په لومړيو کلونو کې د امريکا د متحده آیالاتو د استخباراتو لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته راغی، د هغه د سپرلۍ الوتکه په بګرام کې کښته شوه او هلته يې يواځي له سټیو سره وکتل. دغه د امريکا د استخباراتو لوړپوړي چارواکي د افغان دولت له هیڅ یوه مأمور سره ونه کتل، ډیر لږ وخت يې په بګرام کې درلود چې دخپل ارزښت ناک وخت ډیره برخه يې د سټیو سره په ځینو خبرو او مسایلو تېرکړ. له ځنډ وروسته يې بیرته الوتکه له بګرام څخه والوتله او د افغانستان له خاوري ووتی.
له دي څخه ښه څرګنديږي چې سټیو شالیز د امریکا استخباراتو (CIA) ته څومره مهم شخص وو او دی. له دغه لنډي لیدني وروسته د منځنۍ آسيا پرمختيايې ګروپ مؤسيسي ډیر تیز پرمختګ وکړ، او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې (USAID) له لوري د هيواد په جنوبي برخو (کندهار، هلمند، ارز ګان او زابل) کې د بزګرانو سره د مرستي تر نوم لاندي پروژې ورکول شوې. سټیو تور پوستی امریکايې دی، داچې په امریکا کې تورپوستي امریکايان غریب او په حکومت کې هم د اوباما له راتګ څخه مخکې په سمه سترګه ورته نه کتل کيدل. سټیو ته طلايې چانس وو چې په افغانستان کې د سي آی اې لپاره د خدمت په بدل کې د ښو شتو څښتن شي. دامريکا په ځینو ښارونو کې داسي هوټلونه وو چې د تورپوستو په ورتګ بنديز لګول شوی وو، کله چې نړيوال سوک وهونکي محمدعلي (وکلي) نړيوال مډال ترلاسه کړ، هغه داسي هوټل ته ورغی چې د تورپوستو په ورتګ بنديزوو، هوټل ته له ننوتلو څخه منع شو، محمدعلي کيلي په نړيوالیو سیالیو کې د سروزرو ګټلی مډال د هوټل په مخ کې دچټلو اوبو لښتي ته وغورځاوو او ویې ویل چې: موږ د امريکا لپاره ښه نوم ګټو او نړيوالي قهرماني ترلاسه کوو خو د سپين پوستوامريکایانو هوټل ته د ننوتلواجازه نه لرو، د همدي تعصبي چلند له امله زه هم خپل ګټلی نوم او مډال د چټلو اوبو لښتي ته غورځوم.
سټیو شالیز ډیر ژر په یادو ولایتونو کې د ډیرو ناامنو ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې د بزګرانو سره د مرستي په نوم ساحوي (سیمیېز) دفترونه خلاص کړل.
په کندهار کې يې د ډنډ، پنجوايې ، دامان، شاولیکوټ ولسواليو په کلیو او ځینو نورو سیموکې دفترونه خلاص کړل.
په هلمند کې يې د نادعلي، ناوه، نهرسراج ولسوالیو په کلیو او نورو سیمو کې دفترونه درلودل، دا ډول په روزګان کې يې په چوره او خاص ارزګان کې په کلیوکې دفترونه خلاص کړل. د زابل ولایت په میزانه، سیوري او شملزو کې يې ورته دفترونه درلودل.
سټیوشالیز ددي پرځاي چې د ولسوالي په مرکز کې دفتر پرانیزي، نوموړي دفترونه يې د ولسوالیو په اړوندو کلیو کې پرانیستل، په کلیو کې يې داسي کلي انتخاب کړل کوم چې د طالبانو د نظام د وخت لوړپوړو چارواکو د اوسیدو کلي وو.
د سي اې ډي جې موسيسي مرکزی دفتر په کندهار کې وو، دا ډول یې په لښکرګاه، ترینکوټ، او قلات کې د ولسوالیو د کلیوالو دفترونو د انسجام لپاره ولایتي دفترونه درلودل.
په کابل کې يې هم دفتر درلود، خو سټیو شالیز به کله ناکله د کابل دفتر ته راتلی او ډیر وخت به خپله د کندهار په دفتر کې اوسیدی. هغه په لنډ وخت کې دومره پرمختګ وکړ چې د خپل ځان او دفتر لپاره يې ولایتونو او ولسوالیو ته د اړتيا په وخت کې دتګ راتګ لپاره ځانګړي الوتکه هم له بهر نه په میاشتنۍ کرایه نیولي وه، تر څو په خوندي ډول د سي اې ډي جي کارکوونکي له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي.
سټیو شالیز ډیر وخت سفرونه په خپل ځانګړي موټر کې کول. هغه به هروخت په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل کې کلیوالو سیمو ته سفرونه کول. داسي سیمو ته به يې تګ راتګ کاوه چې د هغي سیمي ځینو پېژندل شوو خلکو تګ راتګ ورته نشوای کولای. هغه د کندهار ولایت خاکریز ولسوالي، شاولیکوټ، پنجوايې او نورو ولسوالیو ته پرته له ويري او ډاره سفر کاوو، دا ډول یې د ارزګان ولایت خاص ارزګان او چوري ته تګ راتګ کاوو.
د هلمند ولایت نادعلي، نهرسراج ، ناوه بارکزایې او نورو ولسوالیوکې يې کلیو ته تګ راتګ درلود. هلته يې له خلکو سره لیدني کتني کولي او دا ډول يې په ځینو کلیو کې دده سره د افغان کارکوونکو په مرسته په لنډ وخت کې خواخوږي هم پیداکړل.
د زابل ولایت ډیرو ناامنو اوخطرناکو ولسوالیو (میزانه، سیوری،شملزايې، اټغر او ...) ته به يې يوازي بې له ساتونکو او مسلح کسانو تګ راتګ کاوو، په یادو ولسوالیو کې به يې په کلیو کې له خلکو سره ليدني کتني کولي او دهغوی نظرونه او وړاندیزونه یې اوریدل، پاتي دي نه وي چې دغو سیمو ته په دې پلمه تلی چې په ښکاره يې د بزګرانو سره د مرستي پروژي په مخ وړلې، خو په حقیقت کې تر کاسه لاندي نیم کاسی وو.
له همدغه وخته سټیو شالیز وکولای شول چې په یادوو سیمو کې د طالب په نوم خلک پیدا، او منسجم کړي ترڅو په راتلونکې او مناسب وخت کې له دغو خلکو څخه کار واخلي.
زه نه وایم چې یوازي سټیو شالیز د طالب په نوم د ځوانانو پیداکولو کار او انسجام د زراعتي پروژو ترنوم لاندي کاوه. ډیري داسي نوري کورنۍ او بهرني موسيسي به نوري هم وي چې دغه ډول کارونه يې د بیارغاوني او مرستي ترنوم لاندي کول.
د دوه زره څلورم کال په لومړيو میاشتو کې د یو اس پې آی (USPI – United State Protection and Investigation) دامريکا د متحده آیالاتو دساتني او څارني اداري هم دنورو کارونو تر څنک ورته کار له نورو سره په همږغي دهيواد په جنوب کې پیل کړ. په ښکاره USPI د USAID سره د اړوندو امريکايې کمپنیو د کارکوونکو د ساتني او محافظت کارونه کول، خو په اصل کې يې په پټه په کلیوالو سیمو کې د امریکایانو لپاره جاسوسان پیداکول. دا ډول یې د افغان کارکوونکو په مرسته په کلیوالو سیموکې خلک په نښه کول چې په راتلونکې کې د معاش ورکولو په بدل کې ددوی لپاره کار وکړي.
د ۲۰۰۴ کال په نيمايې کې USPI په بېلابېلو سیمو کې خپل جاسوسان درلودل چې د طالبانو په اړه به يې ددغي کمپنۍ کارکوونکو ته معلومات ورکول. په همدغه وختونوکې د طالبانو ډير کم او په شمار فعالیتونه په هلمند، ارزګان او کندهار کې پېل شوې وو، طالبانو د ګوتو په شمار واړه ګروپونه درلودل چې په یادوو دریو ولایتونو کې دغو ګروپونو د نوموړو یو له بل سره تړلو ولایتونو په سرحدي پولو کې دوراني تګ راتګ درلود.
د ۲۰۰۴م کال تر پایه CADG هم وتوانیده چې خپل د خوښي ځوانان په نښه او د اړتياپه وخت کې يې په دنده وګماري.
د ۲۰۰۵ کال په پېل کې له یادو ولایتونو څخه ځينې کليوال ځوانان چې ښايسته کوچنۍ ژيري او طالبانو ته ورته قواري يې درلودلې، د ځینو خو يې تور پاج لنګوټي هم په سر وې، په کندهار کې د ملا محمد عمر آخند کور (د سي آی اې او ځانګړو ځواکونو د لوړ رتبه چارواکو دکار او اوسیدوځای) ته راوستل شول.
دملامحمد عمرآخند په کور کې د سي آی اې له لنډي روزني وروسته دغه نوي ځوانان پاکستان ته ددي لپاره واستول شول چې هلته په کويټه او کراچۍ کې په بېلابېلو مدرسو کې شامل او په مدرسو کې دننه د سي آی اې لپاره د طالبانو په منځ کې کار وکړي.
دغې لړۍ دوام درلود، دکندهار څخه ګڼ شمير ځوانان د طالبانو په جامه کې د سي آی آې تر لنډي روزني وروسته کويټي او کراچۍ ته واستول شول، ترڅو د بهرنيانو لپاره دجاسوسي کارونه پرمخ یوسي.
په وروسته کلونو کې ورته کار سې آی اې په جنوب ختیځ او ختیځو ولایتونو کې وکړ، دا ډول يې ترټولو وروسته په شمال (بغلان ، کندز او ...) کې ولایتونو کې خپلو جاسوسانو ته د طالب په نوم روزنه ورکړه.
که څه هم طالبان ډیر ژر د سي آ ی اې له دغه ډول پلان څخه خبر شول، ولي د سي آی اې له خوا د طالب په نوم ورلېږل شوو جاسوسانو مخنيوی او پېژندنه ګران کار وو ، پخوا هم د پاکستان مدرسو ته له یادو سیمو څخه طالبان د زده کړي لپاره ورتلل او هلته به يې زده کړي کولې. طالبانو او دپاکستاني مدرسو مشرانو نه شوای کولای چې په یومخیز ډول د افغانستان څخه په نويو ورتلونکو طالبانو مدرسو ته په داخلیدو بندیز ولګوي، دا ډول دمدسو او طالبانو مشرانو نه شوای کولای چې اصلي طالب او جاسوس طالب سره بېل کړي.
په ۲۰۰۶ م کال کې د سي آی آې روزل شوو طالبانو ننوتل د طالبانوپه لیکو کې عملاً ولیدل شول، په کندهار، هلمند او زابل کې ځينې داسي پیښي وشوي چې لوړ پوړي طالب مشران ددوی سره په ډله کې د طالب په نوم اوسیدونکې جاسوس په مرسته د امريکایانو لخوا په نښه او له منځه يو وړل شول. داسي پيښي هم وشوي چې طالب مشرانو په ځینو ګروپونو کې د طالب په نوم جاسوسان له سټلایټ ټلفون او نورو جاسوسي سامان آلاتو سره په خپلو مرکزونو کې پیداکړل.
ددغه ډول جاسوسانو په واسطه د طالب مشرانو له منځه وړلو ترټولو لویې پیښې يې په کندهار کې د ملاشهزاده، په ارزګان کې د ملا پای محمد، په زابل کې د ملاروزي خان مظلوم یار او په هلمند کې ملا دادالله یادولای شو.
کله چې په ۲۰۰۹ م کال کې د جمهور رئیس ټاکلو او بيا وروسته په ۲۰۱۰ م کال کې د پارلماني ټاکنو لپاره انتخابات کيدل. په شمال کې پخوانيو توپکسالارانو خپل ملګري د انتخاباتو د ګټلو او زیاتي ونډي ترلاسه کولو لپاره د طالب په نوم مسلح کړل، چې په ځینو ولایتونو کې دغه کار د والیانو او امنيه قومندانانو په مرسته ترسره شو. دغو دولتي چارواکو غوښتل چې د توپکیانو څخه د طالب په نوم ګټه پورته کړي او په شمال کې د پښتنو هغه مشران چې د ښاغلي حامد کرزي لپاره کمپاین کوي او په انتخاباتو کې د کرزي ملاتړي دي د همدغو پخوانيو توپکيانو او نویو طالبانو پواسطه له مخي لیري کړي.
دا ډول يې د پارلماني ټاکنو د کمپاین په وخت کې په شمال کې د پښتنو کاندیدان پرېنښودل چې ددوي په ډول په ازادانه ډول او ډاډه زړه کمپاين وکړي، بلکي په هغه وخت کې يې ډیري پېژندل شوې پښتانه د همدغو پخوانیو توپکمارو نویو طالبانو پواسطه ووژل.
په شمال کې د طالب په نوم پخواني توپکیان مسلح کول رسنيو په هغه وخت کې په وارو وارو په شمال کې د پښتنو مشرانو له خولي خپاره کړل. او دغه تور تر نورو زیات د بلخ په والی عطاءمحمد نور وو.
پاتي دي نه وي چې د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو لپاره د کمپاین په وخت کې د پښتنو ګڼ شمیر مشران د نامعلومو کسانو له خوا په شمالي ولایتونو کې له منځه یوړل شول.
د سي آی اې له خوا د طالب په نوم جاسوسان او په شمال کې د خپلسرو توپکیانو مسلح کول د طالبانو په نوم پخپل حال پاتي شول، داسي ونه شول چې تر ریاستی او پارلماني ټاکنو وروسته هغه د طالب په نوم توپکيان بیرته خالي سلاح شوې وای.بل خوا بهرنیانو هم پاکستان ته خپلو لېږل شوو او په هیواد کې د ننه خپلو وفادارو او روزل شوو جاسوسانو ته چې د طالب په نوم يې په دغه ډله کې ننویستلې وو اړتیا درلودله.
او س چې دامريکا په مشري ناټو له ماتي سره مخ ده، ورځ په ورځ يې د ملګرو هیوادو ائتلاف کمزوری کیږې، امريکا ته په کور دننه ګڼ شمیر مخالفتونه او ستونزي پیدا شوې دي.
بل خوا ناټو ونه توانيده چې په لسو کلونو کې افغانانو ته له فساد او اختلاس څخه خلاص دولت وړاندي کړي. رشوت ورځ تربلي په تیرو لسو کلونو کې د بهرنیانو او افغانانو لخوا څخه مخ په زیاتېدو وو. د نښئې توکو کښت زیات او قاچاق يې د لوړپوړو بهرنيانو او افغانانو له خوا کېدی او کېږې. په قضاء د ولس باور له منځه تللی، ځکه دهر قاضي چوکۍ د پیسو په مقابل کې خرڅيږي، او کله چې قاضي چوکۍ اشغال کړي نو بيا په رشوت اخستو کې محدودیت پرې نه وې.د ملي پولیسو په لیکو کې اختلاس دي حد ته ورسیدی چې دګڼ شمیر پولیسو نومونه به د کورنيو چارو د وزارت په کتابونو کې ثبت شوې ووخو عملاً به پولیس وجود نه درلودی، په غلا د ثبت شوو پولیسو معاش او امتيازات به د لوړ پوړو چارواکو جیبو ته تلی.
دکورنيو چارو او دفاع وزارت اړوند لوړي چوکۍ د پیسو په مقابل کې د لوړ پوړو چارواکو له خوا د معلومي نیټي لپاره خرڅیږي، کارا هل کار ته نه سپارل کیږي یواځي خبره د پیسو ده.
دکابل بانک رسوايې چې د ښاغلي جمهوررئيس ورور، د جمهور رئیس د لومړي مرستیا ل ورور او د کابل بانک مشر قدیر فطرت د اختلاس او غلا له امله ډیوالې شو، نور نو امريکا او ناټو ته ددي ځای پاتي نشو چې اوسنی دولت به د سمي په لور د تګ توان ولري.
داډول افغانستان ته راغلو بهرنيانو په لوړقیمت لرونکو پروژو کې په پرېمانه پېمانه اختلاس وکړ، د امريکا دمتحده ایالاتو د څارني راغلي هیئت هم ومنله چې د پروژو له امله په اختلاس کې بهرنيان په لوړه کچه ککړ دي.
داچې د سي آی اې د طالب په نوم ګمارل شوي جاسوسان او په شمال کې د طالب په نوم مسلح شوي پخواني توپکيان ولي اوس د طالب په نوم د سولي له پروګرام سره يوځای کيږي؟ ولي دغه د طالب په نوم ګروپونه په هغه وخت کې له دولت سره نه يوځای کیدل چې په پرتليزه توګه طالبان کمزوري او ناټو قوي وه؟ اوس چې طالبان واکمن او ځواکمن ښکارې نو بیا ولي د طالبانو ډلي له دولت سره يوځای کیږې؟ دا هغه سوالونه دي چې د پورته څیړني په نظرکې نیولو سره ویلای شو چې د طالب په نوم تسلیمېدونکې ډلي د سي آی اې روزل شوی او په شمال کې مسلح شوي پخواني ټوپکیان دي.
سي آی آې او د امريکا حکومت پریکړه کړی ده چې په افغانستان کې ګټونکي نه دي، د ۲۰۱۱ کال ناټو ټاکوونکی کال نومولی وو، بخت یاري ورسره ونه کړه او ۲۰۱۱ کال د طالبانو په ګټه تمام شو، امريکا د ۳۰۰۰۰ اضافي پوځيانو په رالیږلو، د طالبانو د مشرانو تعقیبولو او له منځه وړلو، د طالبانو نیولو او معیوبولو، د بې ګناه افغانانو شکنجه کولواو ددي فارمول په وړاندي کولو چې طالبان یواځي د زور او فشار په کارولو سولي ته راکش کولی شې، ناټو د زیات ځواک او وحشت کارولو سره سره ونه توانېدل چې طالبان کمزوري کړي او ددوي په اصطلاح تسلیم شي او ددوی د خوښي د سولي شرایط ومني.
د ۲۰۱۱ م کال په اوږدو کې سي آی اې د خپلو جاسوسانو جیبونه ښه ورډک کړل، افغان جاسوسانو هم د طالب په نوم د زړه له کومي خدمت ورته وکړ، د طالبانو ډیری مشران ددوی د جاسوسي له امله د امريکا په بمباریو او چاپو کې له منځه یوړل شول.
داچې امريکا او ناټو پوهیدلي ده چې په افغانستان کې ګټونکي نه دي، امريکا د اقتصادي بحران سره مخ ده، د امريکا د دفاع وزارت د بودیجي د کمښت سره لاس او ګریوان ده، په ۲۰۱۲ م کال کې به تر سل زرو پوځيان له دندو شړي. دهمدي حالت په نظر کې نیولو سره نور نو سي آي اې هم ددي توان نه لري چې د طالب په نوم خپلو روزل شوو افغان جاسوسانو ته میاشتني لګښت او معاش ورکړي.
سي آې اې ددي له پاره چې د طالب په نوم د افغان جاسوسانو سره یې يوڅه مرسته کړې وې، بل خوا هغوی پوهیږي چې دسولي په نوم ډالر چې د سولي عالی شوری ته ورکول شوې هڅي هم حیف او میل کیږي، په یوه ټک يې دوه نښي وویشتلې.
اول: داچې د سولي دعالي شوری د ډالرو څخه خپل جاسوسان برخمن او که په راتلونکي کې اړتیا همدغو د طالب په نوم جاسوسانو ته امریکا پیداکوي، نو د سې آی اې وروستي د ډالرو احسان به يې په سترګو کې وي او بیا به ددوی غلامي او جاسوسي ته د اړتيا په وخت کې زړه ښه کړي.
دوم: داچې په کورنیو او نړيوالو رسنیو کې وښيې چې د سولۍ د پروګرام سره ډله ډله طالبان یوځای کیږي. ترڅو طالبانو ته تشویش پیدا کړي او حد اقل طالبان په دې وویروي او په اخر وخت کې خپل ځینې شرایط پرې ومني. له بلي خوا به ناټو او امريکا خپل ولس ته داهم ووایې : هغه ډالر چې د سولی لپاره د افغانستان د سولی عالي شوری ته ورکول شوې دي. د هغو په نتیجه کې دادی طالبان تسلیمېږې، او داډول به ناخبره افغانان هم په دي وغولوي چې د دولت سره د طالبانو ډلي یوځای کیږي او طالبان کمزوري کیږي.
ماته کټ مټ د ډاکټر نجیب د حکومت وروستنۍ ورځي او شپي رایادیږي، چې ورته اعلانونه به د کابل راډیو څخه خپرېدل چې په پلاني ولایت کې دمجاهدینو (مرورو وروڼو) څو کسیزه ډله د افغانستان د حکومت سره يوځای شول، او په پلاني ولایت کې دومره او ... له حکومت سره يوځای شول.
داچې د شمال ټلوالي د طالب په نوم مسلح شوي هم بې برخي پاتي نشي، ځکه که اوس پاتي شول بیا به دا د ډالرو د وېش څخه برخمن نه شي، مشرانو يې پریکړه وکړه چې نور نو د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو نتيجي معلومي، او په شمال کې يې په نښه شوي پښتانه مشران له منځه يوړل، او ترټولو لوی تاوان د عام ولس په څیر دوی ته هم اربکیانو وکړ، ځکه اربکيان په سیمه کې بلد او د هغو سیمو اوسیدونکي دي، نور نو د طالب په نوم د شمالي ټلوالي مسلح شوي توپکیان د اربکيانو څخه هم په ویره کي وو. پورته لاملونه دي چې همدغه د شمالي ټلوالي پخواني توپکیان چې د خپلو ګټو لپاره يې د طالب په نوم مسلح کړي وو نور باید د امريکا داخرني ډالري خیرات څخه بې برخي نه شي.
پورته دوه ډلي (دسي آی اې جاسوسان او په شمال کې خپلسري توپکیان) دي چې د طالب په نوم يې دهغوی مشران د سولي دعالی شوری ترنوم لاندي د دولت د سولي د پروګرام سره يوځای کېدل اعلانوي.
د موضوع د ښي روښانتيالپاره يې په روانه میاشت کې دغزني ولایت د ده یک ولسوالۍ (ډير اوسيدونکي يې تاجک دي) څخه دطالبانو په نوم د څوکسيزي ډلي تسليمېدل یادولای شو. دغزني ښاغلي والي وویل چې طالبان دي، دغزني امنیه قومندان خبره رد کړه او ويې ویل چې دا ډله طالبان نه دي، دسيمي اوسیدونکو وویل چې په ده یک ولسوالي کې اصلا په دغه نومونو موږ طالبان نه پیږنو او نه هم په دغه سیمه کې چې دغه کسان ورپوري تړل شوې د طالبانو کومي ډلي شتون درلود.
طالب او مجاهد چې په سخت او کمزوري وخت کې دولت ته تسلیم نه شو ، څنګه کیدای شي چې په ښه اود ځواک او قدرت په وخت کې له کمزوري او فاسد دولت سره یوځای شي؟
آیا د طالب او مجاهد په نوم تسلیمېدونکي کسان نه پوهیږي چې مجاهدین د کامیابېدو په درشل کې دي؟ او د مجاهدینو له کامیابېدو وروسته به ددوی سره حساب کتاب کیږي؟ آیا دغه تسلیمېدونکي کسان نه پوهیږي چې دوی له یوه کمزوري ، فاسد او ولس ته نامنلي دولت سره يوځای کيږي؟
هو! دوی او موږ ټول ښه پوهیږو خو بیا هم ځواب دادی چې د مشرانو له خوا ورته ویل کیږي چې د طالب په نوم د سولي له پروګرام سره يوځای شئ ترڅو مجاهدینو او ولس ته ډول ډول تشویشونه پیداشي.
larghonay laraway
14.02.2012
السلام عليکم!
هو! دوی او موږ ټول ښه پوهیږو خو بیا هم ځواب دادی چې د مشرانو له خوا ورته ویل کیږي چې د طالب په نوم د سولي له پروګرام سره يوځای شئ ترڅو مجاهدینو او ولس ته ډول ډول تشویشونه پیداشي.
د ولس د تشويشونو په کيسه کې نه دي، بلکې دا يوه ډالري پروژه ده چې اکثره د جمعيت اسلامي د تنظيم خلک، عادي کوڅه ډب خلک او دستوري طالبان په کې د پروژې د ترسره کېدو په خاطر تسليمېږي !
ولې طالبان هم د کومې ښې غوا خوسيان نه دي!
هغوی هم په پټه د استعمار لپاره کار کوي او کرزی يې په ښکاره کوي!
په طالبانو کې حتی د امريکا، جرمني، انګليس، فرانسې، پاکستان او هندوستان ټولو استخباراتي کړيو خلک شته خو په ټوله کې سره ځان يو ښيي !
پتوال
14.02.2012
د کرزې او شمالي ټلوالې چټلي او ګوډاګیتوب او ملی خیانتونه هر چاته رسوا رسوا دي، بالمقابل طالب غورځنګ د استقلالیت
خاپوړې پیل کړي ، د ملا عبید الله د شهادت په اړه د طالبانو اعلامیه یې لومړۍ نخښه ده چې په راتلونکې کې یې استقلالیت وده وکړي او انشا الله د افغان ملت د باور او ملاتړ وړ وګرځي!
الله تعالی دې له ډیر نه دیر توفیق ورکړي چې د پنجابی دوښمن د سیاسی ناولتیا طلسمونه مات او د ټګۍ ورېښمینې زندۍ یې
له خپلې غاړې څخه وغورځوي او له اشغال څخه آزاد ملی اسلامی ولسواک نظام رامنځته کړي! امین !
khoshalkhan
14.02.2012
يره پتواله زماخو دخړخر هم ګوډ وي خو چې ايله بيله ته پوه شوې زمونږ خو خوله درته
خوسا شوه خو ته په خپل خره سپور وې :
خپل مقصد/ هدف ته به ګورې ، دا مهمه نده چې چېرې به پروت يې !!
[quote:b94b2084bf="پتوال"]د کرزې او شمالي ټلوالې چټلي او ګوډاګیتوب او ملی خیانتونه هر چاته رسوا رسوا دي، بالمقابل طالب غورځنګ د استقلالیت
خاپوړې پیل کړي ، د ملا عبید الله د شهادت په اړه د طالبانو اعلامیه یې لومړۍ نخښه ده چې په راتلونکې کې یې استقلالیت وده وکړي او انشا الله د افغان ملت د باور او ملاتړ وړ وګرځي!
الله تعالی دې له ډیر نه دیر توفیق ورکړي چې د پنجابی دوښمن د سیاسی ناولتیا طلسمونه مات او د ټګۍ ورېښمینې زندۍ یې
له خپلې غاړې څخه وغورځوي او له اشغال څخه آزاد ملی اسلامی ولسواک نظام رامنځته کړي! امین ![/quote:b94b2084bf]
م . ق
14.02.2012
[quote:d09fd3c657="پتوال"]طالب غورځنګ د استقلالیت
خاپوړې پیل کړي ، د ملا عبید الله د شهادت په اړه د طالبانو اعلامیه یې لومړۍ نخښه ده چې په راتلونکې کې یې استقلالیت وده وکړي او انشا الله د افغان ملت د باور او ملاتړ وړ وګرځي!
الله تعالی دې له ډیر نه دیر توفیق ورکړي چې د پنجابی دوښمن د سیاسی ناولتیا طلسمونه مات او د ټګۍ ورېښمینې زندۍ یې
له خپلې غاړې څخه وغورځوي او له اشغال څخه آزاد ملی اسلامی ولسواک نظام رامنځته کړي! امین ![/quote:d09fd3c657]
سلامونه او احترامونه!
همداسې هیله او ارزو زه هم لرم، الله دې وکړي چې زمونږ اسلامي او ملي ارمانونه پوره شي، او ټول افغانان سره یو او د ملا او طالب په اسلامي رهبرۍ کې د ټولو بندیانو، شهیدانو، کونډو رنډو، یتیمانو او خوارانو غچ د رنجیت سنګ د اولادې او د انګریز د میراثخور پنجابي څخه واخلي او لکه د غازي اکبرخان غوندې په پښتنې توره د پنجابي ښکیلاک او تورې شیطاني شبکې څخه خپله خپلواکي او ازادي وګټي.
د قطر دفتر ښه موقع ده چې ازاد طالب مشران د سعودي او ترکې او نورو اسلامي هیوادونو سره مستقیما اړیکې ونیسې او د هماغې ځاي څخه ټولې مرستې منظمې او اداره کړي او د تور پنجابي خوله په کلک سوک سره ماته کړي او پښتني غیرت ورته وښایي.
هسې نه هم په سعودي کې بعضې مرور طالب مشران شته، چې د همدې پنجابي په سر له شوری سره وران شوي او ویستل شوي دي.
د مؤثقو راپورونو له مخې خبر شوم چې اکثره طالب مشران او پوهه ملایان د پنجابي ښکیلاک لخوا د کورنۍ او بچو سره په پیښور او کویټه کې یرغمال شوي او بلیک میل شوي دي او اوس له ډیرې ناچارۍ او مجبورۍ هماغه څه ته غاړه ږدي چې پنجابي ښکیلاک یې ترینه غواړي، الله رب العالمین دې ټول طالب مشران سره د خپلو کورنیو د پنجابي او امریکايي ښکیلاک څخه خلاص کړي.
په درناوۍ
پتوال
15.02.2012
درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
داسې بریښي چې زمونږ طالبان ورونه ډېر ساده او پاک خلک دي ، ډیر غټ امتیاز یې پاکوالی دی او ډیرې زیاتې ستونزې
لري چې په سادګۍ یې برتې دي ، نو د ډیرې خواخوږۍ،
همدردۍ او پوره زړه سوي مستحق دي !
يوه ستونزه يې د خپل استقلالیت بیرته لاسته راوړل دي ، بله ستونزه يې چې د ټولو افغانانو سراسري شریکه ستونزه ده ،
د هېواد خپلواکي تر لاسه کول دي، چې باید د ټولو په ګډون سره يې تر لاسه کړي ، بله یې د افغانانو ترمنځ دملي وحدت
رامنځته کول او د د ټولو خلکو او قومونو ملي پیوستون ګټل دي ، بله ستونزه یې ملی اردو او ملی ادارې جوړول دي،
بله ستونزه یې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل دي، بله ستونزه يې د هیواد پرمختګ او ترقي تضمینول او د لاسته راغلو
پرمختګونو ساتل او لا بشپړول دي، بله ستونزه يې په عصري کچه د اسلام د سپېڅلي دین پلی کول دي او پله ستونزه یې
د ښځو د حقوقو په رسمیت پېژندل او پلی کول دي او بالاخره تر ټولو غټه ستونزه یې په ملي حدودو کې د اسلامي امت واګۍ
یا د ملی اسلامي ولسواکۍ درک او پلي کول دي !
م . ق
15.02.2012
[quote:b83cfbf8b7="پتوال"]درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
يوه ستونزه يې د خپل استقلالیت بیرته لاسته راوړل دي ، بله ستونزه يې چې د ټولو افغانانو سراسري شریکه ستونزه ده ،
د هېواد خپلواکي تر لاسه کول دي، چې باید د ټولو په ګډون سره يې تر لاسه کړي ، بله یې د افغانانو ترمنځ دملي وحدت
رامنځته کول او د د ټولو خلکو او قومونو ملي پیوستون ګټل دي ، بله ستونزه یې ملی اردو او ملی ادارې جوړول دي،
بله ستونزه یې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل دي، بله ستونزه يې د هیواد پرمختګ او ترقي تضمینول او د لاسته راغلو
پرمختګونو ساتل او لا بشپړول دي، بله ستونزه يې په عصري کچه د اسلام د سپېڅلي دین پلی کول دي او پله ستونزه یې
د ښځو د حقوقو په رسمیت پېژندل او پلی کول دي او بالاخره تر ټولو غټه ستونزه یې په ملي حدودو کې د اسلامي امت واګۍ
یا د ملی اسلامي ولسواکۍ درک او پلي کول دي ![/quote:b83cfbf8b7]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
محترم مشر پتوال صاحب، فکر کوم دا ټولې مذکوره ستونزې به یواځې د طالبانو نه وي، بلکه دا د ټولو افغانانو ستونزې دي چې باید په شریکه یې د یو ولسي تړون او منتخب حکومت په چوکاټ کې چې د ولس ټول استازي په کې وي حل کړي ،فکر کوم ددغو ستونزو حل کول یواځې د طالبانو مسؤلیت نه دی ځکه چې د ټولو افغانانو استازیتوب ورپه غاړه نه دی .
مننه او درنښت
پتوال
15.02.2012
سلام مننه او درناوی !
مبارز صاحب تاسو د هغه استازیتوب شتون د حل لار بولئ چې نه شتون یې د داود خان د دورز له پیل ځخه تر نن ورځې
پورې جګړې ، ناورینونه او طوفانونه زېږولي او غځولي دي !
[quote:0d48241a97]دا د ټولو افغانانو ستونزې دي چې باید په شریکه یې د یو ولسي تړون او منتخب حکومت په چوکاټ کې چې د ولس ټول استازي په کې وي حل کړي ،فکر کوم ددغو ستونزو حل کول یواځې د طالبانو مسؤلیت نه دی ځکه چې د ټولو افغانانو استازیتوب ورپه غاړه نه دی . [/quote:0d48241a97]
له شک پرته دا د ملت حق او غوښتنه ده او له مقاومت څخه یې دا پوښتنه ده چې آیا دوی داسې او دومره ملي
او ولسي ځواک دی (؟) چې د بهرني حامیانو په خلاف د افغان ملت او ولس دې غوښتنو ته تن کیږ دي ؟؟؟؟
larghonay laraway
16.02.2012
د بنګ بوټی دی خواري ورپورې مه کړه
که هرڅويې چنار کوې چنار به نه شي!
د کرزي له مفسدې او غلې ډلې او د ملاعمر له صحرايي ملګرو هيڅکله هم دا تمه مه کوئ چې دوی به حکومت جوړ کړي او وطن ته به خدمت وکړي!
پښتانه وايي: (له موزي ښادي حرامه ده!)
khoshalkhan
16.02.2012
ښه لاره دې پيدا کړې ! مونږ ته وايې ، نه دغه نه هغه ! خوته خپل هيڅ وړانديز نکوې
اونه يې لرې !
له يوه سره پروت يې کاسه څټې، خودا چې کاسه پاک معرفي نشې دواړه ټکوې !
خو په حقيقت کې يوه ته وفادار يې خدمت ورته کوې او دبل پښې لنډوې !
[quote:e733342fbf="larghonay laraway"]د بنګ بوټی دی خواري ورپورې مه کړه
که هرڅويې چنار کوې چنار به نه شي!
د کرزي له مفسدې او غلې ډلې او د ملاعمر له صحرايي ملګرو هيڅکله هم دا تمه مه کوئ چې دوی به حکومت جوړ کړي او وطن ته به خدمت وکړي!
پښتانه وايي: (له موزي ښادي حرامه ده!)[/quote:e733342fbf]
پتوال
16.02.2012
سلامونه درناوي او نېکې هیلي !
دوستانو !
زما مطلب ټولو افغانانو ته روښانه دی ، ځکه چې د ټولو افغانانو ګډې ستونزې په ګوته کوي او د حل له پاره یې
ټول افغانان رابولي - په تیره هغه چې سیاسی قدرت ته د رسېدو او یا په هغه کې د ګډون هڅې کوي !
خو راځئ چې د طالبانو غورځنګ ته یو ځل د تاریخ له پلوه هم نظر وغورځوو :
زما په اند خو طالب غورځنګ د قدرت هغه [color=red:b06f73385c]خاتم الطالبین غورځنګ [/color:b06f73385c][color=blue:b06f73385c]دی
چې تاریخي ریښې یې درې پیړۍ سابقه لري :
[/color:b06f73385c]
- میرویس نیکه یې بنسټ ایښی او په کندهار کې د هوتکو له واکمنۍ څخه راپیلیږي .
- کابل ته د پایخت بدلولو ته دتیمور شاه د اړویستلو،
- بهر ته له کندهار څخه تېښتې ته د اما ن الله خان د اړویستلو،
- د ویښ ځلمیانو د غورځنګ ،
- د تره کي او امین په مشرۍ دخلقیانو د واکمنۍ ،
- د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د جهاد او
- د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو په لومړۍ پلا واکمنۍ سره یې
- تر اوسني روان مقاومت پوري دتاریخ لړۍ دوام موندلی دی !
دا تل د موجودې واکمنۍ یو متبادل قومی غورځنګ باتط شوی چې دخپل تاریخ په اوږدو کې یې بیلابیل
متضاد (مترقي او ساتنپال) شکلونه ،
متضادې (چپې او ښي ) رهبرۍ،
متضادې (کمونستی او اسلامي) ایدیالوژۍ او
بهرنۍ متضادې ( شوروي، پاکستاني او ایراني) لاسوهنې
خپلې کړي خو د خوشالخان ددې توصیې مطابق چې
[color=red:b06f73385c]ترمنزله پورې شرط د رسېدو دي
.......................... که تمامه لار په وینو شی الوده [/color:b06f73385c]
له خپل تاریخي هوډ ، هدف او منزل څخه تر نن ورځې پورې یوه وربشه هم نه دی اوښتی چې :
[color=red:b06f73385c]د غلځیو واکمني رامنځته کول دي او بس ![/color:b06f73385c]
تر څو پورې چې دغه هدف تر لاسه نکړي دا غورځنګ به دوام لري او دزمانو بچوړو ته وایي :[color=blue:b06f73385c]
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم ،
................................... که خزان را باندې راشي که بهار!
[/color:b06f73385c]
نو : [color=red:b06f73385c]
پوسکنده یې درته وایمه غلیمه!
................................. زما نشته بل هدف او بل روزګار ![/color:b06f73385c]
اوس نو هدف تر لکه لمر روښانه دی ، یوه بشکه تغیر او بدلون نه لری نور یې ستاسې خوښه چې څنګه یې لار
ټاکټیک او ستراتیژي جوړوئ او ځان ور سره جوړوئ همغسې به یې جوړه ، ځانونه ورسره جوړ او عیار کړئ !
[color=blue:b06f73385c]ومن الله التوفیق ![/color:b06f73385c]
khoshalkhan
17.02.2012
[img:cce04d074f]http://www.rohi.af/images/gallery/de0c1d33a09925ca69ad8850a790ca6a.JPG[/img:cce04d074f]
..Ahmadzai
17.02.2012
پتواله
په نورو کې د پاچاهئ ظرفیت نسته، ګیله د څه لپاره کوې؟راپاڅئ أو دخلکو رهبري وکړئ، خلک قانع کړئ چې غرځي پریږدي أو تاسو پسې ملا وتړي.
هدف قبیلویت أو قومي تعصب ندی، دا أفکار یواځې ستا د ناپاک أو ناقص سوچ زیږنده دي أو بس، د طالبانو تحریک عنصري أو تعصبي ندی، سوچه خالص اسلامي أو الهي تحریک دی.
أشرف غني أحمدزی أو زما سکنی تربور دی، خو سره د ده ټوله پوهه أو بین المللي شهرت سره ماته د أمیر المؤمنين ملاعمر هوتک د پښو د ګرد اعتبار والله که لري.
زما پلار أو مور بچي أو ځان د أمیر المؤمنین څخه قربان وي.
http://www.youtube.com/watch?v=GftTXUnLBXs&feature=related
په درنښت
اکرم
18.02.2012
[quote:659a509378]زما[color=red:659a509378] پلار أو مور بچي[/color:659a509378] أو ځان د [color=orange:659a509378]أمیر المؤمنین[/color:659a509378] څخه قربان وي . :lol: ) [/quote:659a509378]
سلامونه !
احمدزیه ته هم ریښتیا وایې ! خو دهغه چې سر فقیر اوکونه درویشه وي له هغه هم ویره پکار ده !!! :wink:
ځکه داسې د جهل ګوډي چې، هم یې له نومه دریا بوی ځي او هم یې له خبرو،
ټولنې ته پرته له فقر او مرضه بل هیڅ الهام او پیغام په ککره کې نلري ! ښکاره د دالو او چپاټو اوحلوی، اکټران او ممثلین دي !
http://www.youtube.com/watch?v=GftTXUnLBXs&feature=related
تا احمق درجهان است مفلس درنمیماند !
چکچکې ورته وهئ !!!
م . ق
18.02.2012
په نورو کې د پاچاهۍ ظرفیت شته!! خو د ګوډاګیتوب، غلامۍ او مزدورۍ ظرفیت پکې نشته،،،داټول دې د اغیارو په اوږو سپاره قدرت ته رسیدلي خو چې وخت یې تیر شوی او یا یې وزرې کړي نو بیا یې بادارانو د نورو مزدورانو په مټ بیرته راپرځولي!!
هوښیاران پوهیږي چې پردی کټ د نیمې شپې وي نو ځکه دا رنګه چوکیانو ته زړه نه ښه کوي، او څوک چې د پردیو په مټ قدرت ته رسول کیږي هغه همیشه احمق او نااهل وي چې د ونې پداسې خاښ یې کښینولاي وي چې هغه خاښ په خپل لاس آره کوي او په لوي لاس ځان د مظبوطې او تن آورې ونې څخه جلا او لاندې غورځوي، خو صرف پدې خوشحال وي چې په ونه کې بره ناست دی او د آره کولو قدرت لري.
نو واه پداسې عقل، اهلیت او ظرفیت!!!
پتوال
24.02.2012
احمد ځی لیکی :
[quote:60ec8b57e9]د طالبانو تحریک عنصري أو تعصبي ندی، سوچه خالص اسلامي أو الهي تحریک دی.[/quote:60ec8b57e9]
د یوه تحریک ماهیت له هدف نتیجې او هغه ترکیب څخه معلومیږي چې ځواک یې ترې جوړ شوی وي، نه له ایدیالوژي او جذباتو څخه یې ! په ۱۸ بیړۍ کې د هوتکو پاڅون د ایران
په ضد هم د تسنن او تشیع د ضدیت په ایدیالوژي او جذباتو تکیه کوله، خو هر چاته معلومه ده چې د پښتنو قامي او ملی پاڅون و د صفویانو د حاکمیت په ضد !
تر کومه حده چې د طالبانو په پاڅون پنجابیان او ISI تسلط لري، لري، چې د طالبانو له مهمو وزیرینو ملا عبید الله،
ملا ترابی له شهادت او ملا برادر له برخلیک او په سیباسی توګه د ملا عمر له یرغمل ساتلو څخه یې ښه پته
او اندازه لګي، هومره سوچه اسلامی هم نه دی لکه څومره چې سوچه پنجابی دی !
پنجابیت یو سیاسی قومیت او پښتونولي یو بې سیاسته قومیت دی
نو ځکه د طالب غورځنګ په سیاسی
رهبرۍ کې پنجابي تسلط روان او په صفوفو کې ورپسې پښتانه روان دي!
د سوچه اسلامیت ادعا القاعدې هم کوله، خو په سیمه کې یې هر حرکت د اسلام په نامه ISI تر کنترول لاندې و
او نتیجتاً پنجابی سیاست یې تعقیباوه، نو د سیاست له مخې په دې سیمه کې یو سوچه پنجابي او له همدې کبله
ضد افغاني ، په خاصه توګه ضد پښتنې حرکت و او دی ! داچې د صفوفو د سوچه اسلامی جذباتو له بې ساري ځواک
څخه په کې کار اخیستل کیږي ۲ علته لري :
- د پنجاب دسیاسي موخو د پټولو له پاره د اسلام پلمه ډېر ښه نقاب دی
- پښتانه لکه ړانده مرغان یواځې د اسلام په دانه د پنجاب په لومو کې په آسانۍ سره ښکېل کېدلای شی !
نو آیا له اسلام څخه ددې ناوړه ګټې د پورته کولو له پآره د تعصب د راپارولو څخه پرته کومه بله لار هم شته ؟؟؟؟
که نه وي نو بیا طالبان د ړانده تعصب په زور جنګیږي ، نه دعلمیت په زور !!!! او چې د تعصب په زور جنګیږي نو سیاسی
جګړه د پنجابیانو له باره او فزیکی جګړه د افغانستان له پاره کوي، یا په بل عبارت :
سرونه یې د پاکوستان له پاره او تنې یې د افغانستان له پاره جنګیږي ، خو تنه وال ( صفوف) یې فکر کوي چې
دوی یواځې د افغانستان له پاره قرباني ورکوي!د افغانانو دعا داده چې بنجابي سرونه (مشرتابه) دې د افغانانو له تنې
څخه برز کړل شی او خبل افغانی سر دې بیدا کړي چې هم معنوی او سیاسی جګړه او هم فزیکي بدني جګړه دواړه
د اسلام او افغانستان له پاره وکړی شی ! ددې سپېڅلي مرام د پوره کېدو په هیله !
و من الله التوفیق !
والسلام
khoshalkhan
25.02.2012
له دي څخه بل لوی چوپړ cia ته نشته ، ليکوال نه يواځي دازادي پاڅون تهمتي
کوي بلکې قومي تعصب ته هم پکی وهي !
[quote:fd7eb66c89="پتوال"]احمد ځی لیکی :
[quote:fd7eb66c89]د طالبانو تحریک عنصري أو تعصبي ندی، سوچه خالص اسلامي أو الهي تحریک دی.[/quote:fd7eb66c89]
د یوه تحریک ماهیت له هدف نتیجې او هغه ترکیب څخه معلومیږي چې ځواک یې ترې جوړ شوی وي، نه له ایدیالوژي او جذباتو څخه یې ! په ۱۸ بیړۍ کې د هوتکو پاڅون د ایران
په ضد هم د تسنن او تشیع د ضدیت په ایدیالوژي او جذباتو تکیه کوله، خو هر چاته معلومه ده چې د پښتنو قامي او ملی پاڅون و د صفویانو د حاکمیت په ضد !
تر کومه حده چې د طالبانو په پاڅون پنجابیان او ISI تسلط لري، لري، چې د طالبانو له مهمو وزیرینو ملا عبید الله،
ملا ترابی له شهادت او ملا برادر له برخلیک او په سیباسی توګه د ملا عمر له یرغمل ساتلو څخه یې ښه پته
او اندازه لګي، هومره سوچه اسلامی هم نه دی لکه څومره چې سوچه پنجابی دی !
پنجابیت یو سیاسی قومیت او پښتونولي یو بې سیاسته قومیت دی
نو ځکه د طالب غورځنګ په سیاسی
رهبرۍ کې پنجابي تسلط روان او په صفوفو کې ورپسې پښتانه روان دي!
د سوچه اسلامیت ادعا القاعدې هم کوله، خو په سیمه کې یې هر حرکت د اسلام په نامه ISI تر کنترول لاندې و
او نتیجتاً پنجابی سیاست یې تعقیباوه، نو د سیاست له مخې په دې سیمه کې یو سوچه پنجابي او له همدې کبله
ضد افغاني ، په خاصه توګه ضد پښتنې حرکت و او دی ! داچې د صفوفو د سوچه اسلامی جذباتو له بې ساري ځواک
څخه په کې کار اخیستل کیږي ۲ علته لري :
- د پنجاب دسیاسي موخو د پټولو له پاره د اسلام پلمه ډېر ښه نقاب دی
- پښتانه لکه ړانده مرغان یواځې د اسلام په دانه د پنجاب په لومو کې په آسانۍ سره ښکېل کېدلای شی !
نو آیا له اسلام څخه ددې ناوړه ګټې د پورته کولو له پآره د تعصب د راپارولو څخه پرته کومه بله لار هم شته ؟؟؟؟
که نه وي نو بیا طالبان د ړانده تعصب په زور جنګیږي ، نه دعلمیت په زور !!!! او چې د تعصب په زور جنګیږي نو سیاسی
جګړه د پنجابیانو له باره او فزیکی جګړه د افغانستان له پاره کوي، یا په بل عبارت :
سرونه یې د پاکوستان له پاره او تنې یې د افغانستان له پاره جنګیږي ، خو تنه وال ( صفوف) یې فکر کوي چې
دوی یواځې د افغانستان له پاره قرباني ورکوي!د افغانانو دعا داده چې بنجابي سرونه (مشرتابه) دې د افغانانو له تنې
څخه برز کړل شی او خبل افغانی سر دې بیدا کړي چې هم معنوی او سیاسی جګړه او هم فزیکي بدني جګړه دواړه
د اسلام او افغانستان له پاره وکړی شی ! ددې سپېڅلي مرام د پوره کېدو په هیله ! والسلام
و من الله التوفیق ![/quote:fd7eb66c89]
پتوال
25.02.2012
خوشال تورونه تپي او دلیل ترې ورک دی :
[quote:defd9e726b]له دي څخه بل لوی چوپړ cia ته نشته ، ليکوال نه يواځي دازادي پاڅون تهمتي
کوي بلکې قومي تعصب ته هم پکی وهي ! [/quote:defd9e726b]
د خواجه یین ملا رباني حکومت هم د اسلام په نامه پر افغانانو تحمیل شوی و او حکومت یط نه کافر و او نه ملحد،
نو هغه د اسلام په نامه څنګه له قدرته غورځېدلای او چور بور له قدرته محرومېدلای شو ؟؟؟
آیا طالبانو ملارباني مسلمانولو؟؟؟؟
او که رباني غوښتل چې طالبان مسلمانان کړي؟؟؟؟ که دا نه وي نو یوه ډله څنګه کولی شی د بل پر ضد اسلامی جهاد وکړي ؟؟؟؟
نو دواړو خواو ته دعوه د اسلام وه او تکیه په زور او زورواکۍ کېدله او همدا ددواړو نه پووره کېدونکې تشه او نامشروعیت دلیل و او هدف ددواړو قومی دیکتاتوری وه .
د میم زرما قدرت زما له کبله آزاد انتخابات د ددولتمشر او د پارلمان د ټاکلو له پاره نه رباني په خپل وخت کې کول او نه ملاعمر،
دا دیکاتاتوري خو آن د خلفاو په وخت کې لا اسلامی نه بلل کېدله نو په ۲۱ پیړۍ کې یې څنګه اسلامي بولئ ؟؟؟؟
طالبان چانس لري چې د اسلامی شورایت په بنسټ اسلامی ولسواکی رامنڅته کړي مشروعیت خپل کړي او د ټولو افغاني اتباعو حقوق تامین کړي !
احمد ځیه له دې وړاندیز نه دې مننه چې :
[quote:defd9e726b]
[color=blue:defd9e726b]په نورو کې د پاچاهئ ظرفیت نسته، [/color:defd9e726b]ګیله د څه لپاره کوې؟راپاڅئ أو دخلکو رهبري وکړئ، [color=red:defd9e726b]خلک قانع کړئ [/color:defd9e726b]چې غرځي پریږدي أو [color=blue:defd9e726b]تاسو پسې ملا وتړي[/color:defd9e726b]. [/quote:defd9e726b]همدا خبرې د ې اصولو په توګه نه یواځې د منلو ، بلکې اړینې دي او ټوله جګړه په دې راڅرخي ، ځکه چې :
۱- د خلقو قناعت مهم دی !
۲- د هغوی ملاتړ یعنې رایه مهمه ده
۳- هغه شرایط مهم دی چې هر د فکر او پوهې خاوند
راشي (یعنې کاندید شی) او خلقو ته ستا خبره قناعت ورکړي
یعنې رایې وګټي ! بیا به نو خود کرزي ته رخصت ورکوي او
بل به هیڅوک دقدرت په ګدۍ نه پرېږدي چې د خلکو رایې یې نه وي ګټلي که هغه طالب وي، که ملا عمر وي او که حکمتیار !
نو ایا ته او ستا ایډول طالبان دا منئ او که نه د خپلو خبرو معنی ته دې هم پام نه دی چې څه وایې ؟؟؟؟
نو دلته :
۴- [quote:defd9e726b]په نورو کې د پاچاهئ ظرفیت نسته،[/quote:defd9e726b]
په همدې معنی دي چې دا پورتني اصول او شرایط نشي مراعاتولای او له جګړې برته بل څه نه پېژني ؟
[quote:defd9e726b]زما پلار أو مور بچي أو [color=red:defd9e726b]ځان[/color:defd9e726b] د أمیر المؤمنین څخه قربان وي. [/quote:defd9e726b]
ستا د [color=brown:defd9e726b]ځان[/color:defd9e726b] په اړه زه هم درسره آمین وایم، خو بې له دې چې د ځان پر ځای او یا
له ځان سره د کوم مسلمان افغان وینې هم تویې کړئ !
نور مو زر تر زره بریالیتوب غواړم ! :lol: :lol: :lol: التوفیق