د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دجال څشی دی او له کومه ځايه څخه سر راپورته کوي ؟

نقاد
07.09.2004

اسلام عليکم خويندو او ورونو!
وايي چې جهاد به تر قيامته پورې دوم کوي. ددې مطلب له درې ﻻندينيو تصوراتو څخه کوم يو دی:
١ـ د اسلام خپرول د تورې او وسلو په زور دوام کوي او دقيمت تر ورځې پورې به هم ﻻ ټوله نړۍ مسلمانه شوي نه وي نو ځکه به د کفارو پر ضد جهاد دوام کوي .
٢ـ کفار به اسلامي نړۍ په ارامه نه پريږدي، نو د اسلام ددفاع له پاره به جهاد هم نه ختميږي، او تر قيامته پورې به دفاعي جهاد دوام لري، تر څو چې دعيسی (ع) په ﻻس ددجال په وژلو ټوله نړۍ مسلمانه شي او د جهاد ضروت ختم شي.
٣ـ د جهاد دوام تر قيامته پورې د هغه پرله پسې دوام نه ، بلکې د جهاد د ضرورت پيښيدل دي چې تر قيامته پورې جهاد ته ضروت وخت په خت پيښيدای شي، ځکه کفار به دلته يا هلته کله نا کله ددغه ياهغه اسلامي هيواد سره په ټکر کې راځي، او اسلامي دفاع به جهاد ﻻزموي. داسې پيښې به تر څو چې کفر او اسلام موجوداوسي ، پيښيږي ، ځکه کفر هم د عيسی (ع) تر راتګه پورې دوام کوي.

[color=red:ca510d051c]٤ـ آيا د عيسی (ع) په خپل ﻻس له دجال پرته بل څوک هم وژل کيږي ؟ آيا دجال د شيطان وروستی شکل او
مرګ يې د شيطان مرګ او دقيامت پيلامه نه ده؟ [/color:ca510d051c]



طالب جان
15.09.2004

محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره نقاد صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
تاسي ډيره په زړه پوري پوښتنه پوښتلي . ستاسي په پوښتنه کي به انشاءالله دﻻندي ټکود څيړني هڅه وكړو :
1-ددجال لغوي معنا.
2-ددجال څيره اونښي دنبوي حديثوپه رڼاکي .
3-ددجال دښکاريدو زمانه اوځاي .
4-هغه سيمي چي دجال نه شي ورتلاي .
5-په نړۍ کي ددجالي فتنې موده .
6-ددجال وژنه دحضرت عيسی عليه السلام په ﻻس .
7-ددجال له فتنې څخه ځان ژغورنه .
8-يادونه .
اوس به راشو لمړي بحث ته .
[color=blue:caa75c93a8]1- ددجال لغوي معنا :[/color:caa75c93a8]دجال دعربي ژبي توری دی اوماده يي دجل ده چي ددروغو په معنا کارول کارول کيږي اودجال فعال وزن دی چي په پيښو کي ډير دروغجن ته ويل کيږي .
دجاﻻنو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندوينه فرمايلي چي په وروستۍ زمانه کي به ډيردجاﻻن وي . معنا داچي ډير کسان به په ځمکه کي دفسادداچولواودروغوويلو له کبله ددجال د لقب ترﻻسه کولووړوي . (لکه چي خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله زمانه کي دابن صياد په اړه فرمايلي وو (هذا دجال من الدجاجلة) يعني دا هم يودجال دی له دجاﻻنو څخه ) .
دنبوي احاديثوشارحينودنوموړي حديث په تشريح کي ويلي چي :ښايي له دغد ګڼو دجاﻻنو څخه به درسول الله صلی الله عليه وسلم مراد هغه دروغجنان وي چي وخت ناوخته دالوهيت يا نبوت دوغجني دعوې کوي چي آن دا اوس يي هم لړۍ روانه ده . له مطبوعاتو څخه به مو اورېدلي وي چي همدا تيرکال دپاکستان دﻻهور په ښارکي يوه متقاعدډګروال (يوسف کذاب)دنبوت دعواوکړه چي دځايي محکمې لخواپه دروغو اواسلام ته په سپکاوي تورن او جيل ته وليږل شو چي وروسته بيا ديوه بل بندي (غازي) لخوا په جيل کي دننه ووژل شو . ددې حديث له مخي په اوس مهال کي امريکي ولس مشر بوش هم دگڼوعلماء كرامو دتعبيراتو اوتشريحاتو له مخي دجال ويل كيداي شي.ځكه نوموړى په ځمکه کي دفساد خپرولو ښه تجربه لري او پخپله يوه بيانيه کي يي ځان دخداي لخوا دترهه ګرو دنوغي ايستلولپاره رسول بللی وو .
دمسيح الدجال چي زمونږپه ټولنه په دجال پيژندل کيږي فتنه يوه خورا ستره فتنه اودقيامت له غټو نښو څخه يوه لويه نښه بلل کيږي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چي دجال داسي فتنه ده چي نه تردې وړاندي په انساني تاريخ کي داسي فتنه راغلي او نه به تردې وروسته راشي . پالونکی څښتن ددجال دفتنې په ازمويښت سره غواړي چي ريښتين او منافقين سره بيل کړي ترڅو مسلمانان جنت او منافقين دوزخ ته ور ټيل وهي .
[color=blue:caa75c93a8]1-ددجال څيره اونښي نښانې[/color:caa75c93a8]
دجال به ځوان اودعبدالعزی بن قطن په شان به ښکاريږي .غنم رنګی به وي اوګاړګوتي ويښتان به يي وي .دواړه سترګي به يي عيبجني وي . ښۍ سترګه به يي کاڼۍ (کږه)وي او چپه سترګه به يي غټه اودانګور په شان دباندي خواته راوتلي وي .په تندي (ټڼډه) به يي کافر په داسي تورو ليکلي وي _ک - ف - ر _ چي داليکنه به هر مسلمان ويلی شي اګرکه هغه امي هم وي .دجال به په يوه داسي خره (مرکب) سپوروي چي ددوواړو غوږونو ترمنځ به يي دڅلويښتوﻻسونو په اندازه لري والی وي .تګ به يي لکه دهوايا وريځ په شان تيزوي.(پدې اړه علماو ويلي دي چي هوااووريځ به ممکن له تيزتلو څخه کنايه وي چي له دې څخه داوس زمانې الوتکه هم مراد کيدﻻي شي . والله اعلم)
دجال به په ډيره چټکۍ سره په ټوله نړۍ کي راوګرځي (پرته له يوڅو ځايونو) .او په هرلوري به فساد خپورکړي .دجال به لومړی دنبوت بيا دخدايي دعوه کوي . له هغه سره به دخوراک لويه زيرمه موجوده وي . دځمکي پټوخزانو ته چي امروکړي نوهغه به ټولي دباندي شي اودده تر شا به شي .مورزاده ړوند او ابرص (برګی) (پيس) به جوړوي . الله تعالی به له هغه سره شيطانان راواستوي چي هغه به له خلکوسره خبري کوي .په همدې بنسټ به دجال يوه کليوال (دکلي اوسيدونکي ) ته ووايي چي که زه ستا مور اوپلار راژوندي کړم نړ خدايي به مي منې ؟ کليوال به ژمنه وکړي چي هو نو دهغه مخي ته به دوه شيطانان دهغه دمور اوپلارپه څيره کي راشي اوورته وبه وايي چي ځويه ته ددجال پيروي وکړه داستا پالونکی دی . همداراز به دوه ملايکي له دجال سره وي چي ددوونبيانو په څير به وي دخلکو دآزمويلو لپاره به ددجال تکذيب داسي کوي چي خلکو ته به تصديق څرګنديږي .څوک چي ددجال تصديق وکړي هغه به کافر کيږي . او څوک چي يي تکذيب وکړي دهغه ټول ګناهونه به بښل کيږي .ددجال له پيروانو پرته به ټول خلک په تکليف اخته وي . له هغه سره به يو باغ او يو اوروي ليکن په حقيقت کي به باغ اور او اور باغ وي . دجال به په اره باندي يو مسلمان ځوان دوه ټوټې کړي بيا به ورچغه کړي چي راشه هغه به دخداي په امر سره ژوندی شي دجا به پوښتنه ورڅخه وکړي چي ووايه ستا پالونکی څوک دی ? هغه به ورته ووايي چي ځما پالونکی خداي دی اوته دخداي دښمن دجال يي . اوځما ترنورکله نن ﻻهم ستا په دجالتوب يقين شو > دجال ته به ددغه يوه سړي له وژلو اوژوندي کولوپرته دبل چاپه وژلواو ژوندي کولو ځواک نه ورکول کيږي . له عيسی عليه السلام څخه پرته به يي هيڅوک دوژلو ځواک نلري اوداسي نور.........
[color=blue:caa75c93a8]3-ددجال دظهور ځاي اوزمانه [/color:caa75c93a8]
لکه مخکي چي مووويل دجال دقيامت له نښو يونښه ده ځکه به نودده ظهور دزمانې پاي بلل کيږي .دجال به دشام اوعراق په منځ کي راوځي اوداصفهان ښار په يوه ځاي (يهوديه)کي به يي خلک ويني .
[color=blue:caa75c93a8]4-هغه سيمي چي دجال نشي ورتلاي :[/color:caa75c93a8]
دجال به مکې مکرمې ، مدينې منورې ،او بيت المقدس ته نشي داخليداي. په هغه وخت کي به دمدينې اووه دروازې وي (ممکن له دروازو څخه لاري مرادوي) .دمدينې اومکې په هره ﻻره به ملايکي څارنه کوي ترڅودجال مکې اومدينې ته ننه نوځي .ځکه به نوهغه له مدينې دباندي (په ظريف احمرځاي کي دتروشي ځمکي په پاي اودخندق تر منځ اوسيږي) .اوله مدينې دباندي به دهغه غلبه وي .په هغه وخت کي به په مدينه کي دری زلزلې وشي چي له کبله به يي هر منافق نر اوښځه له مدينې څخه ووځي .اودا منافقان به ټول له دجال سره يوځاي شي .ښځي به ترټولو ړومبی ددجال پيروي کوي .لنډه داچي مدينه به له منافقانو پاکه شي ځکه به هم دې ورځي ته (يوم النجات) ويل کيږي .
[color=blue:caa75c93a8]5- په نړۍ کي دجالي فتنه اوموده يي :[/color:caa75c93a8]په احاديثو کي راځي چي ددجال موده به په نړۍ کي څلويښت ورځي وي چي لومړۍ ورځ به يي لکه کال دوهمه به يي لکه مياشت دريمه به يي لکه اونۍ اونوري ٣٧ ورځي به يي پخپل عادي حالت ولاړي وي .(کچيري مونږ کال ٣٦٥ ورځي او مياشت ٣٠ ورځي او اونۍ ٧ ورځي فرض کړونودادرې ورځي موده به لکه ٤٠٢ ورځي دومره اوږدي شي اوبياچي دانوري ٣٧ ورځي ورسره يوځاي کړو نو داڅلويښت ورځنۍ موده به لکه ٤٣٩ ورځي دومره اوږده شي لنډه داچي داموده به لکه ١٤ مياشتي اودوه ورځي دومره وي . والله اعلم ) .
ددجال په اړه ټولو پيغمبرانو خپلو امتونوته دهغه نښي نښاني ښودلي خو زمونږ خوږپيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم بيا ترټولو ډيري او روښانه بيان کړي .
[color=blue:caa75c93a8] 6 -ددجال وژنه دحضرت عيسی عليه السلام په ﻻس :[/color:caa75c93a8]امام مهدي عليه السلام چي له دجاله مخکي به يي ظهور شوی وي به له دجال سره په غزا بوخت وي . مسلمانان به دامام مهدي ترمشرۍ ﻻندي دبيت المقدس په يوه غره چي (جبل الدخان) نوميږي سخت محاصره وي .دمسلمانانوسرلښکر (امام مهدي) به هغوي ته وفرمايي چي راځۍ جنګ پيل کړو ترڅو يافتحه ترﻻسه کړو يا دشهادت جامونه په غاړو واړوو .پدې شپه کي چي خورا تياره به وي يو غيبي آوازوشي چي ستاسي غمخور راغی دابه دحضرت عيسی عليه السلام دراتلو زيری وي . دحضرت عيسی عليه السلام له راتلو وروسته به له دجال اودجاليانوسره جګړه پيل شي دجال چي حضرت عيسی عليه السلام وويني نوداسي به په ويليدو شي لکه مالګه په اوبو کي (علماو ويلي چي کچيري خداي پاک دجال ته دحضرت عيسی عليه السلام په ﻻس اودهغه په توره وژل نه واي مقدر کړي نو دجال به په همدې ځاي ويلي شوی وو) . دجال به له حضرت عيسی عليه السلام څخه په تيښته شي . حضرت عيسی عليه السلام به ورته وفرمايي چي تښته مه خلاصيداي نه شي ځما يووار پالونکي څښتن ستا لپاره ټاکلی پدې وخت کي به له حضرت عيسی عليه السلام سره دوه توري او يوه پيشقبضه موجوده وي چي په هغې باندي به حضرت عيسی عليه السلام دجال په باب لُد کي (چي په په فلسطين کي ديوه ځاي نوم دی چي اوس پرې غاصبو اسرائيلو هوايي ډګر جوړ کړی ) ووژني .
[color=blue:caa75c93a8]7-ددجال له فتنې څخه ځان ژغورنه :[/color:caa75c93a8]دحديثو په کتابونو کي راځي چي هر څوک چي دسورۀ کهف لومړي لس آياتونه په دجال ووايي نو هغه به ددجال له فتنې څخه خوندي وي .آن تردې چي که يي دجال خپل اورته هم واچوي هغه به ورته يخ شي .
دوروڼو داسانتيا لپاره هغه آياتونه رانقلوم پالونکی څښتن دي مونږ اوتاسي ټول مسلمانان له هرډول دنيوي اواخروي فتنو څخه خوندي وساتي او خداي جل جلاله دي ددې آياتونو ديادولو توفيق راپه برخه کړي .آمين ثم آمين
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا {1} قَيِّماً لِّيُنذِرَ بَأْساً شَدِيداً مِن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْراً حَسَناً {2} مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَداً {3} وَيُنذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَداً {4}‏ مَّا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِباً {5} فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً {6} إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً {7} وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيداً جُرُزاً {8} أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَباً {9} إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَداً {10}

[color=blue:caa75c93a8]8-يادونه :[/color:caa75c93a8] ددې بحث بنسټ په نبوي احاديثو ښودل شوی . ما خپلي خبري يا دعلماو اقوال په قوسونو کي بند ليکلي .ددې لپاره چي بحث اوږد نشي فقط دحديثو دهغو کتابونو دنومونو په ليکلو بسنه کوم چي په بحث کي استفاده ورڅخه شويده .
مسلم ،ابوداود ، ابن ماجه ، طبراني ، درمنثور ، کنزالعمال ، ابن جرير ، فتح الباري ، احمد ، سيوطي ، حاکم .


نقاد
16.09.2004

ما شا الله، طالب جانه وروره ،سلامونه مې ومنئ، ډيره په زړه پورې مفصله ليکنه مو کړې، کور مو ودان او ډير ديني او دنيوي اجرونه مو نصيب شه. که دعيسی (ع) د خلافت په برخه کې چې ددجال له وژل کيدلو ورسته پيل کيږي هم توضيحات ورکړئ ، زه او لوستونکي به ټول خوښ شو. په ډيره مينه او درناوي.


islam dost
19.09.2004

درنوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ډيرقدرمن ورورطالب جان صيب ددجال په هکله په تيره بياداوسني دجالانوسره پرتله کيدوپه هکله موڅومره په زړه پوري مدلل معلومات ليکلي خدای جل جلاله مو په علم کښي نوره هم برکت کيږده ٠
درونداودقدروړ ورورطالب جان صيب خدای جل جلاله دوکړي چي دنقادصيب پوښتنې په ځواب کښي خنډ نه شم غواړ م زه هم دلته يوه پوښتنه مطرح کړم هغه داچي مااوريدلي دي خونه پوهيږم چي کتابي به وي او که پيتاوي ؟ چي دمهدي عليه السلام اودکفاروسره جګړه به په ساده وسائلوسره وي نه په اوسنيوپرمختللو وسلواوټکنالوژي سره ،معنی داچي په هغه وخت کښي به د[تورو] جنګ وي ،ساينس اوټکنالوژي به کار پريږدي اودټکنالوژي ټول وسائل به په قدرتي ډول له کاره وغورځيږي اواوس پوښتنه داده چي دا خبره ترکومه ځايه صحي ده ؟ ؟ هيله ده که لږمعلومات په دي هکله هم راکړي مهراباني به مووي

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته



طالب جان
20.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمن ( اسلام دوست ) صيب او عزتمن ( نقاد) صيب .ستاسي له ليکنو څخه يوه نړۍ مننه کوم . تاسي ډيري په زړه پوري پوښتني کړي خوما اوس دټول افغان پاڼي لپاره ديوڅو پرله پسي موضوعاتو لړۍ پيل کړي ( چي لومړۍ موضوع يي انشاءالله نن ليداي شۍ ) چي دهغې له مخي ستاسي دپوښتنو دځوابولو وار په پاي کي راځي .هيله من يم زړه به مو نه ازاريږي .



طالب جان
12.12.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره نقادصيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
پتمنه : تاسي غوښتنه كړي وه چي ددجال په اړه له ليكني وروسته ښايي دحضرت عيسى عليه السلام په اړه هم څه وليكم نو دادى وروره له ژمني سره سم مي نن دا ليكنه پوره كړه او دغه دى ستاسي درانه حضورته يي ږدم هيله لرم چي تنده به مو ورباندي ماته شي .
په پورتنيو ليكنو كي مو ليكلي وو چي ددجال له راتلو وروسته به دمسلمانانو مشر هغوي ته ووايي چي ددې سركښ دجال سره وجنګيږ ۍ اوس نو دچا انتظار كوۍ ټول خلك به كلكه ژمنه وكړي او دسهار له پيل كيدو سره سم به (دسهار له لمانځه وروسته) له دجال سره جګړه پيل شي .
دحضرت عيسى عليه السلام راښكته كيدل .
هغه شپه به ډيره تياره وي , او خلك به دجنګ تياري كوي , چي دسهار په تياره كي به ناڅاپه يو غږوشي چي (ستاسي فريادرس راورسيد) خلك به دتعجب په كولو سره وايي چي داخو دكوم ( شكم سير,موړسړي غږ دى) ,لنډه داچي دسهار په مهال به حضرت عيسى عليه السلام راښكته شي .
دراښكته كيدو په مهال به يي خپل دواړه لاسونه د دوو پرښتو په اوږو باندي ايښي وي .
دحضرت عيسى عليه السلام څيره .
حضرت عيسى عليه السلام دوتلي صحابي حضرت عروه بن مسعود رضي الله عنه په څير ښكاري , قدبه يي منځنى او رنګ به يي سور او سپين وي, ويښتان به يي تر( اوږوپوري اوږده) سيخ ,پاك او ځليدونكي وي لكه له لامبلو وروسته چي وي ,چي سرښكته كړي نو له هغو څخه به دملغلرو په څير څاڅكي څڅيږي (يابه دڅڅيدو په څير څرګنديږي ) ,په بدن به يي يوه زره او دخام زيړرنګ دوه ټوټې وي ,په كومه ټولګۍ كي چي حضرت عيسى عليه السلام راښكته كيږي هغه به دهغې زمانې نيكان خلك وي او داټولګۍ به په اتو سوو نارينه واو څلورو سوو ښځو باندي مشتمله وي .
دهغوي په پوښتلو به عيسى عليه السلام خپل ځان ورپيژندنه پيل كړي ,او له دجال سره دجهادكولو په اړه به دهغوي آندونه او جذبات معلوم كړي ,په هغه مهال به دمسلمانانو مشر امام مهدي عليه السلام وي ,څوك چي به دحضرت عيسى عليه السلام له راښكته كيدو دمخه راڅرګند شوى وي .
دراښكته كيدو ځاي ,مهال او امام مهدي عليه السلام .
دحضرت عيسى عليه السلام نزول به ددمشق په ختيځه خواكي دسپيني منارې ترڅنګ (يا په بيت المقدس كي دامام مهدي ترڅنګ ) كيږي ,په هغه مهال به امام مهدي دسهار دلمانځه اداكولو لپاره مخكي شوى وي , او دلمانځه اقامت به هم شوى وي ,امام مهدي به عيسى عليه السلام دلمانځه دادا كولو لپاره راوبولي مګر عيسى عليه السلام به انكار وكړي , او وبه وايي چي دا ددې امت اعزازدى چي ځيني يي دځينو مشران دي ,او كله چي امام مهدي عليه السلام راشاته شي نو عيسى عليه السلام به دهغه په شا لاس كيږدي او ورته وبه فرمايي چي ته دلمانځه امامت وكړه ,ځكه چي ددې لمانځه اقامت ستا لپاره ويل شوى ,ځكه به نو ددې مهال لمونځ دحضرت امام مهدي عليه السلام په امامت كي ادا كړل شي ,او حضرت عيسى عليه السلام به هم (په دې لمانځه كي) دمهدي عليه السلام شاته ولاړوي ,او له ركوع څخه دراپورته كيدو په مهال به د(سمع الله لمن حمده) دويلو ترڅنګ د(قتل الله الدجال واظهر المؤمنين) توري هم ووايي .
پاتي لري



طالب جان
12.12.2004

په تير پسي :
له دجال سره جګړه .
دسهار لمانځه له اداكولو وروسته به حضرت عيسى عليه السلام دروازه پرانيزي چي ترشابه يي دجال او اويا زره مسلح يهودان موجودوي ,حضرت عيسى عليه السلام به دلاس په اشارې كولو سره ووايي چي زما او دجال له منځه لري شۍ , دجال چي كله حضرت عيسى عليه السلام وويني نو داسي به ويليږي لكه مالګه چي په اوبو كي ويلي كيږي , په هغه مهال كي چي په كوم كافر باندي دحضرت عيسى عليه السلام دسا اخيستلو هوا لګيږي هغه كافر به مړ كيږي , او تركومه ځايه چي دحضرت عيسى عليه السلام دسترګو ليدنه وي تر هغه ځايه به دعيسى عليه السلام دسا هوا لګيږي ,مسلمان به له يوه غره نه راښكته شي او ددجال په لښكر به بريد وكړي چي له امله به يي په يهودو داسي اغيزه وشي چي ديهودو ډير (نوميالى) به هم دتوري پورته كولو ته پري نه ښودل شي , لنډه داچي سخته جګړه به وشي او دجال به وتښتي .
ددجال وژل او دمسلمانانو فتح .
په تيښتي سربيره به حضرت عيسى عليه السلام ددجال څارنه كوي ,اووايي به چي زما يو وار تا(دجال) ته ليكل شوى چي له هغه څخه ته نه شې خلاصيداي ,په هغه مهال كي به له عيسى عليه السلام سره دوه توري او يوه حربه (پيش قوزه) موجودي وي ,په كومو باندي چي به حضرت عيسى عليه السلام دجال په (باب لُد) كي چي ترڅنګ يي (افيق) نومي كنده موجوده ده ووژني ,حربه به ددجال دسينې په منځ كي ولګيږي , اوعيسى عليه السلام به ددجال وينه چي دعيسى عليه السلام په حربه به لګيدلي وي خلكو ته ورښكاره كړي ,بالآخر به ددجال ملګرو يهودانو ته سخته ماتي وركول كيږي , او مسلمانان به هغوي ووژني , او يهودانو ته به هيڅ شى پنا نه وركوي ,آن تردې چي كه كوم يهودي دوني شاته پټ شي نو ونه به پخپله چغي وهي چي زما (ترڅنګ) كافر (يهودي) پټ دى (راشۍ او هغه ووژنۍ , پاتي نور ټول اهل كتاب به په عيسى عليه السلام ايمان راوړي .
عيسى عليه السلام (او مسلمانان) به خنزير ووژني او صليب به مات كړي ,بيا به دشاو خوا لورو نه هغه كسان چي ددجال له فريب نه ژغورل شوي وو راشي عيسى عليه السلام به هغوي ته دجنت دلوړو درجو زيرى وركړي او داخلك به بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي ,دمسلمانانو يوه ټولۍ به دحضرت عيسى علي السلام په چوپړ كي اوسيږي ,حضرت عيسى عليه السلام به د(فج الروحاء) نومي ځاي ته ولاړشي او له غه ځايه به دحج يا عمرې (يا ددواړو) داداكولو هوډ وكړي , او درسول الله صلى لله عليه وسلم په سپيڅلي مباركه روضه باندي به سلام واچوي او رسول الله صلى الله عليه وسلم به دعيسى عليه السلام دسلام ځواب وركړي .
ياجوج ماجوج .
خلك به دسولي او امن ژوند تيروي چي پدې مهال به دياجوج ماجوج ديوال مات شي ,او ياجوج ماجوج به راووځي ,دالله تعالى له لوري به حضرت عيسى عليه السلام ته امر وشي چي مسلمانان دطور لوري ته رايوځاي كړي ,ځكه چي دياجوج او ماجوج مقابله به دچا په وس كي نه وي پوره ,ياجوج ماجوج به په دومره لويه شميره كي راووځي چي له هري غونډۍ نه به راښويدونكي معلوميږي ,هغوي به ټول ښارونه ونيسي اوكومي ځمكي ته چي ورسيږي هلته به فسادكوي او تباهي به راولي او په كومو اوبو چي تيريږي هغه به څښي او ختموي به يي , ددوي لومړۍ ټولۍ چي په بحريه (طبريه) باندي تيريږي نو دهغې ټولي اوبه به وڅښي او او ددوي دپاي ټولۍ چي بيا پدې ځاي تيريږي نو وايي به چي دلته په يوه مهال كي داوبو( اثر) وو,بالاخر به ياجوج ماجوج ووايي چي دځمكي په اوسيدونكو خو غالب شو راځۍ اوس داسمان له اوسيدونكو سره جګړه پيل كړو,حضرت عيسى عليه السلام او ملګري به يي پدې مهال كي محاصره وي او دخوراكي موادو به دومره كمى وي چي خلكو ته به ديوه غوايي سر آن تر سلو دينارو غوره معلوميږي .
دياجوج ماجوج وژنه .
له ياجوج ماجوج څخه دخلكو دشكايت له كبله به حضرت عيسى عليه السلام ياجوج ماجوج ته ښيرا وكړي ,نو پالونكى څښتن به دهغوي په غاړواوغوږونو كي يو چينجى او په ستوني كي به يي يوه غټه دانه راوخيژوي ,چي له امله به يي ددوي بدنونه وچوي او ټول به په ناڅاپي ډول ووژل شي .
له هغه وروسته به حضرت عيسى عليه السلام او دهغه ملګري (له طورڅخه)ځمكي ته راښكته شي ,خو ټوله ځمكه به دياجوج ماجوج دمړو بدبويي په سر اخيستي وي ,چي له دې څخه به مسلمانانو ته خورا ربړ رسيږي ,نو حضرت عيسى عليه السلام او دهغه ملګري به دعا وكړي ,چي دقبليدو له امله به يي الله تعالى يوه سيلۍ (هوا) او داوږدو غاړو درلودونكي لوي لوي مرغان راوليږي چي هغوي به دياجوجو ماجوجو مړي سمندر ته او چيري چي الله تعالى وغواړي وغورځوي , بيا به الله تعالى دخپل رحمت له مخي يو باران ووروي چي له وريدلو سره سم به ځمكه پاكه , صافه شي , اوځمكه به خپل اصلي حالت غوره او له ميوو او بركاتو څخه به ډكه شي .
پاتي لري



طالب جان
12.12.2004

په تير پسي :
دحضرت عيسى عليه السلام بركتونه .
په نړۍ كي به دحضرت عيسى عليه السلام راښكته كيده او قيام كول ديوه عادل او منصف په ډول باندي وي ,او پدې امت كي به دحضرت عيسى عليه السلام نزول درسول الله صلى الله عليه وسلم دخليفه په توګه وي ,ځكه به نو حضرت عيسى عليه السلام په قرآن وحديث (اسلامي شريعت) باندي پخپله هم عمل كوي ا و نورو ته به هم په هغه باندي دعمل كولو ويناوي كوي ,او په لمونځونو كي به دخلكو امامت كوي ,دحضرت عيسى عليه السلام نزول به ددې امت دپاي په برخه كي كيږي ,او له نزوله وروسته به په نړۍ كي 40 كاله قيام كوي ,داسلام له لومړي دورڅخه راپديخوابه داددې امت تر ټولو غوره دوروي , دحضرت عيسى عليه السلام ملګري به لوي خداي جل جلاله ددوزخ له اوره وژغوري ,او څوك چي دخپل دين دساتلو لپاره دحضرت عيسى عليه السلام ملګرتيا وكړي نو هغه به دالله تعالى په وړاندي ترټولومحبوب خلك وي ,په هغه مهال به له اسلام نه پرته ټول اديان او مذاهب ختم شي اوپه نړۍ كي به هيڅ كافر پاتي نه وي ,جهادبه ودريږي,او نه به خراج او جزيه (ماليه) اخيستلاي شي ,(ځكه چي كافر به نه وي چي يا ورسره جهادوشي يا خراج او جزيه ورڅخه واخستل شي) مال او زر به په خلكو كي دومره ډير شي چي دمال قبلولو لپاره به څوك نه پيداكيږي, دزكوة او صدقو اخستل به پريښودل شي ,او خلك به يوه سجده له ټولي نړۍ او هغه څه چي په نړۍ كي دي له هغو ټولو څخه غوره بولي ,هرډول دنيوي او دينوي بركتونه به رانازل شي ,ټوله نړۍ به په امن شي,دټولو له زړونو نه به بخل ,كينه او بغض ورك كړل شي ,دهر زهر درلودونكي ځناور زهر به ورڅخه وايستل شي ,مار او لړم به هم چاته تكليف نه رسوي ,هلكان به له مارانو سره لوبي كوي ,آن تردې چي كه كوم ماشوم دمار په خوله كي لاس ورننه باسي بيا به يي هم مار نه چيچي, خلك به دزمري له څنګه تيريږي او زمرى به هيڅ هم نه ورته وايي ,اوښان به له زمريانو سره ,پړانګان به له غواوو سره ,او ليوان به له ميږو او وزو سره په يوه ځاي څريږي ,.................. لنډه داچي دحضرت عيسى عليه السلام له راښكته كيدو وروسته به ژوند ډير په خوښۍ سره تيريږي .
دعيسى عليه السلام نكاح او بچيان .
حضرت عيسى عليه السلام به له راښكته كيدو وروسته په نړۍ كي نكاح كوي ,او بچيان به يي هم پيداكيږي ,او له (نكاح څخه وروسته) به حضرت عيسى عليه السلام 19 كاله په نړۍ كي اوسيږي .
دحضرت عيسى عليه السلام وفات او جانشيني .
بيا به حضرت عيسى عليه السلام وفات كيږي ,او مسلمانان به دهغه دجنازې لمونځ ادا كوي او هغه به خاورو ته سپاري , دحضرت عيسى عليه السلام له وصيت سره سم به خلك دبني تميمو يو سړى چي (مُقعد) به نوميږي دخليفه په توګه ټاكي ,بيابه (مقعد) هم وفات كيږي .
دپورتنۍ ليكني ټول جزئيات په حديثو ثابت دي چي له لاندي كتابونو نه په لنډه توګه رااخستل شوي دي :
بخاري ,مسلم ,ترمذي, نسايي ,ابو داود,احمد, حاكم ,ابن عساكر ,الدر المنثور, روح المعاني ,مجمع الزوائد ,السيوطي في الحاوي ,ابن ابي شيبه ,كنز العمال ,طبراني ,ابن ماجه ,حاوي ,ابن حبان ,بزار مع حاشيه ,مشكوة ,حليه ابي نعيم ,رزين ,المختاره ,اوسط ابو نعيم ,ابن جرير ,ابن الجوزي ,فتح الباري ,الخطط للمقريزي ,الاشاعة للبرزنجي .
پاي .


islam dost
21.07.2006

قدرمن ورورطالب جان اومحترم حليمي صيب اوګرانولوستونکو
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ستاسو محترمو عالمانو توجه يوځل بيايوې پوښتنې ته چي پخوامي هم دهمدي عنوان
لاندي مطرح کړي وه راګرځوم چي ماته ډ يره مهمه اوپه زړه پوري بريښي ٠

هغه داچي مااوريدلي دي خونه پوهيږم چي کتابي به وي او که پيتاوي ؟ چي په اخره زمانه کښي دمهدي عليه السلام اودکفاروسره جګړه به په ساده وسائلوسره وي نه په اوسنيوپرمختللو وسلواوټکنالوژي سره ،معنی داچي په هغه وخت کښي به د[تورو] جنګ وي ،ساينس اوټکنالوژي به کار پريږدي اودټکنالوژي ټول وسائل به په قدرتي ډول له کاره وغورځيږي اواوس پوښتنه داده چي دا خبره ترکومه ځايه صحي ده ؟ ؟ هيله ده که لږمعلومات په دي هکله هم راکړي مهراباني به مووي

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته


طالب
22.07.2006

ښاغلی اسلام دوست صاحب او نورو محترمو وروڼو ،

اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !

محترم مولوي صيب طالب جان ښايي ستاسې پوښتنې ته د ډېرې بوختيا له کبله وخت نۀ وي موندلی !

زما پۀ فکر تردې دمه داسې اسناد پۀ لاس کې نه لرو چې ستاسې اندېښنه رښتياکړي ، فکر کوم چې ستاسې پۀ دود " پيتاوي " به وي او کتابي به نۀ وي !
خو برسېره پردې هيله لرم چې مولوي صيب طالب جان به پۀ دې تړاو زموږ له رهنمايي څخه ځان نه سپموي !
پۀ همدې هيله ، ورور مو طالب



ع کريم حليمي
22.07.2006

ګرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!!
تر هر څه له مخه به اول محترم طالب ته ښه راغلې وايم !
ډېر ښه سو چه طالب صاحب هم دې ښکلي پاڼي ته تشريف راوړي داپاڼه نوره 
لا هم ښکلې سوه د طالب صاحب په راتګ سره 

ډېر محترم اسلام دوست صاحب 
تقريبا ټوله مذهبونه داسي روايات او عقيدې لري چه اخر به داسي څوک پيدا 
سي چه يوار بيا مځکي ته عدل او امن راولي 
چه د قراني اياتونه څخه هم همداسي څرګنده ده 
او د يهودي مذهبه هم ، دهندوانو مذهب هم 
چې د عدل، امن ، ميني او محبت په اساس يو حکومت رامنځته کړي
او موږ مسلمانان هم دامنو او باورلرو چه يو وخت دا څوک پيدا کيږي 
لکه مځکه چه څلور موسمه لري پسرلی ،دوبې  منې ، ژمې او شپې او 
ورځي لري
همدغه رنګه روحاني نړي هم ځانته موسمونه او شپې او ورځي لري 
لکه ابراهيم ع چه پر يوه موسم راشکاره سو ثم پر ثم 
لکه زموږ سردار عالم چه ظهور وکړي او يو د عدالت روحاني لمر وو چه 
راوختي او مځکه ئې په عدل او اخلاقو روښانه کړه 
نو کله چه دا موسم تير سي او تاريکي ډيره سي ظلم اوج ته ورسيږي 
نو بيا روحاني لمر راخېژي او نړي به بيا تر يو وخته روښانه وساتي 
څوک ئې مهدي بولي څوک ئې منصر بولي 
اما زه پخپله د مهدي  عليه السلام په نامه څوک نه پېژنم 
داسي يو نوم په  صحيح  سته کښي ماته په مخ ندي راغلې 
او د مَهْدِيُّ بْنُ مَيْمُونٍ  اومَهْدِيُّ په نامه اصحاب په احاديثو کښي ياد سوي دي 
او مهدي يعني راشِديا عاقل او حكيم يعني چه پر مستقمه لار روان 
ډېر سمه خبره ده چه يو وخت به يو امام مهدي ظهور وکړي 
ولي چه پاک الله فرمايي چه :
بسمه تعالی : وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ
سورت : الأنبياء(105)
ژباړه : او خامخا په تحقيق ليکلي دي مونږ په زبور کښي ورسته له نصيحت 
څخه دا چه بېشکه دغه مځکه مالکان کيږي به ئې (بالاخر هغه )بندګان زما 
چه نېکان دی 
نو اوس نه چه مسلمانان يوازي د يوې الهي مصلح  په انتظار دي 
بلکي ټوله اديان هم اعتراف کوي چه يو انسان په راښکاره سي 

خو اهل تشيع  ممکن داسي خوبه ويني چه دا امام به په ايران کښي دوی 
پيدا کوي يعني شيه به وي ولي چه دوي دولس اوس لري 


طالب
23.07.2006

ډېر محترم او د اسلام د خونې پالونکی دروند مو لوي صاحب حليمي او نورو ګرانو وروڼو،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
تر هر څۀ مخکې بايد د مولوي صيب له لوري موږ ته له هر کلي او ښۀ راغلاست څخه پۀ ژور درناوي مننه او قدرداني وکړم ، څښتن جلجلالۀ دې نورهم عزت او درناوی ورپۀ برخه کړي !
اما بعد !
مولوي صيب حليمي د محترم مولوي صيب طالب جان د عالمانه ليکنې د تاييد پۀ تړاو د نورو اديانو حواله هم ورکړې چې ټول پردې عقيد ه لري ، خامخا او ارو مرو د قيامت پۀ درشل کې يو رښتينی اسلامي حکومت واک ته رسېږي چې دبشپړ عدالت او برابري قيام به د اولسونو تر منځ باوري او پۀ عمل کې به يي وښيي چې اسلام د بشري ټولنې د دنيوي او اخروي نېکمرغۍ واقعي ضامن دی ، اما پر دې شرط چې پيروان يې پۀ بشپړ ډول ومني او ټولو احکام يې پر ځان عملي کړي ، ځکه چې د اسلام اساسي طبيعت دادی چې يا به ټول اسلا منې ، او يا به يي له سره پرېږدې ، ښايي همدا لامل وي چې نن مسلمانان د ښۀ کتاب ، رښتيني پېغمبر ، پراخه طبيعي منابعو برسېره کفري نړۍ ته محتاجه او پۀ هر ګام کې يي خيراتونو ته لاس ترزنې ناست دي ، او هيڅ نښې يي پۀ عمل کې نه ليدلې کېږي چې رښتيا هم اسلام د بشري ټولنې د دنيوي او اخروي نېکمرغيو ضامن دی !
يقيناً چې موږ ( پۀ عمل کې پۀ تمامه مانا) اسلام منلی نه دی ( ! )
ګنئ که نن هم موږ عملي مسلمانان شو او د سپېڅلې عقيدې تر څنګ سپېڅلي او لوړ اخلاق هم ولرو ، هيڅ امکان نه لري چې نننۍ بده ورځ دې يوازې زموږ _ مسلمانانو مقدر وګرځي !

پۀ درنښت : ورور مو طالب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more