د موضوعګانو سرپاڼه
ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
هندوستان د نړۍ تر ټولو ارزان بيه موټر جوړ کړ
تيمور
05.01.2012
د (بجاج آټو) په نامه د موټر جوړونې يوه هندي شرکت د يو نيم لک هندي روپيو په بيه د نړۍ تر ټولو ارزان بيه موټر بازار ته وړاندې کړ. د (آر اي 60) په نامه دغه موټر د لومړي ځل لپاره په نوي ډېلي کې نندارې ته وړاندې شو. په دغه موټر کې د څلور تنو لپاره څوکۍ شته او په يو ليټر تېلو کولای شي 35 کيلومتره واټن ووهي. د موټر چټکوالی په ساعت کې 70 کيلومتره دی. (آر اي 60) کولای شي له (ټاټا نانو) څخه، چې اوس يې بيه د يو نيم لکو او دوه لکو روپيو په منځ کې ده، د نړۍ تر ټولو ارزان بيه موټر مقام خپل کړي.