د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

د امریکا فارن پالیسي ته یو ځغلنده نظر!

ahmad bilal
02.01.2012

د امریکا فارن پالیسي ته یو ځغلنده نظر!

د اوسني وخت حکومتونو او د نړۍ هیوادونو اقدامونه، فیصلې، حالات او چارې ډیر ژر پر نورو هیوادونو خپلې اغیزې خپره وي نو لهاذا په داسې نړۍ کې اوس په ځانته اوسیدلو څوګ نشي پاتې کیدای اړین دي چې نړیوال حالات، ماحول او اړیکۍ د دغه کوربه هیواد هم اغیزمن کړي نو ځکه هر آزاد هیواد چې ترسو موجود وي هغه به هرومرو فارن پالیسي ولري ترڅو د نورو هیوادونو دریځ د کوربه هیواد په هکله بدل کړي او ورسره خپل ځان د نړیوال بدلیدونکیو واقعو سره هم بدل کړي.

کوم کوربه هیواد چې د بل هیواد سره د کومو اصولو په رڼا کې معاملات، مداخله او خپل ملي مفادات وساتي یا د بل هیواد سره د هغه اصولو په رڼا کې اړیکۍ ټینګې کړي د بهرنیو چارو په نوم یادیږي یا په خاصه اصطلاح د فارن پالیسي په نوم یادیږي.

د فارن پالیسي نه بغیر یو هیواد هغه بحري کښتې ته ورته وي چاته چې خپل منزل معلوم نه وي او هغه د تیزو بحري څپو او د طوفاني شرهاره هواګانو په رحم او کرم وي!!!

د بهرنیو چارو یا فارن پالیسي په هکله به دلته د یو څو غربي سیاسي مفکرینو تعریفونه وړاندې کړم ترڅو تاسو د هغوي له انده هم خبر شئ او بیا به د امریکا په فارن پالیسي یو نظر وړاندې کړم :

- پروفیسر ګبسن یې دا ډول تعریفوي : بهرنۍ چارې یا فارن پالیسي یو پياوړۍ پلان وي د کوم په بنیاد چې په علم او تجربې ایښودل شوی وي ترڅو د یو هیواد اړیکۍ د بل هیواد سره ټینګې کړي.

- سي سي روډ یې دا رنګه تعریفوي : د هغو اصولو مجموعه کوم چې د دې لپاره ټاکل شوي وي ترڅو د یو قام یا د یو هیواد د ملي مفاداتو ساتنه وکړي او ورسره د نورو عادات هم بدل کړي.

- پروفیسر ټایلر وايي:
A foreign policy is of a sort which will go on so long as there are sovereign states
ترڅو پورې چې یو آزاد هیواد یا ریاست وي تر هغه پورې به فارن پالیسي موجوده وي.

د Imperial overstretch phenomena او د امریکا آزادي :

متحده امریکا کله چې د غربیانو په اند کولمبس ډیسکور یا کشف کړه ( که څه هم غرب وايي هغوي دا سیمه کشف کړه خو په حقیقت کې دا د هغوي له پلوه تیرۍ و کوم چې هغوي د هغه ځاې په اوسیدونکیو وکړ- امریکا کې ریډ انډین اوسیدل!) نو څرنګه چې کولمبس د هسپانې په مرسته په لیار کې غلط شوې راغلې و نو ځکه دغه ځاې د هسپانې کالوني شوه او یا یې په قبضه کې ولاړ، وروسته دغه ځاې د پورتګالیانو رحم او کرم ته پاتې شو او بیا د انګلستان د یو داسې استعمار برخه وګرځول شوه چې په درست سیمه کې یې لمر نه ډوبیده!

انګلستان چې د استعمار په آپیمي نشه کې راغلې و هر ځاې به یې خوله اچوله او هر څوګ به یې داړل د همدې له امله هغوي په یو وخت کې څو ځایه په نښتو او جګړو کې ګرفتاره شول، انګلیس خپل ځان دومره خپور کړې و چې بلاخره د Imperial overstretch phenomena په منګولو کې ونښته او امریکا یې دلاسه ولاړه او یا یې خپله ورکړه ترڅو خپل ټول پام د میسور زمري ته راواړوي او د لاس څخه یې د سرو زرو مرغۍ ونه وځي.

له پورتنې ستونزې سره دویمه ستره ستونځه انګلیس ته دا و چې هغوي د بانک آف انګلینډ ډیر پور وړې و او د دغه پور ختمولو لپاره هغوي په امریکا ټیکس ډير لوړ کړ، دغه لوړیدل ول چې د امریکا مړ ضمیر بلاخره رابیدار شو او د taxation for representation لومړۍ شعار یې ورکړ خو کله چې حالات نور هم تریخ شو نو هغوي د چایو د میلۍ څخه په اوځګاریدلو د خپلې آزادۍ لومړۍ سفر پيل کړ! ( Tea party د امریکا د آزادۍ جګړۍ پیل- کله چې هغوي د انګلیس د چایو څخه ډکې کښتې اوبو کې خالي کړې او دا د ټي پارټي په نوم یادیږي)

د امریکا ایالات، کوم چې د آزادۍ په وخت کې یوازې دیارلس (۱۳) ول او اوس پنځوس (۵۰) دي، د انګلیس دیارلس مستعمرې کالونیانې وې دغو کالونیانو بلاخر د امریکا متحده ایالات جوړ کړ او په ۴ جولاي ۱۷۷۶ يې د آزادۍ اعلان وکړ، دغه د آزادۍ اعلان درې مادې درلودلې :

۱- د انسان حقوق او د انقلاب قانوني پیژندل
۲- د انګلیس جیورج ۳ خلاف یو څو رنجشونه یا د شکایاتو لیست
۳- د دستور مطابق یا په ظاهري توګه د آزادۍ اعلان!

د امریکا فارن پالیسي په مختلفو پړاونو کې:

د امریکا متحده آیالتونو چې څرنګه د ډیرې مودې د انګلیس د استعمار لاندې شپۍ او ورځې تیرولې بلاخره په ۱۷۷۶ کې خپله آزادي اعلان کړه او ورسره یې د انګلیس خلاف خپله د آزادۍ جګړه ولوبوله بلاخره د امریکا متحده آیالاتو په ۱۷۸۸ کې خپل دستوري قانون هم عملي کړ او داسې یې د یو آزاد هیواد شپې او ورځې پيل شوی.

مونږ به د امریکا فارن پالیسي په مختلفو پړاونو کې وګورو چې په مختلفو وختونو کې د هغې څرنګه پالیسیانې وې، په مختصره توګه زه دغه پړاونه په لاندې توګه ویشم :

۱- لومړۍ پړاو : د آزادۍ څخه تر اولنې نړیوالې جګړې پورې (۱۹۱۷-۱۷۷۶)
۲- دویم پړاو : د مورنې ډاکټرائین څخه تر لومړې نړیوالې جګړۍ پورې (۱۹۱۷-۱۸۲۵)
۳- دریم پړاو : د اولنې نړیوالې جګړې څخه تر د اسرائیل جوړیدلو پورې(۱۹۴۸- ۱۹۱۷)
۴- څلور پړاو : سړه جګړه (۱۹۹۱-۱۹۴۷)
۵- پنځم پړاو : د شوروي د ماتیدلو څخه تر دی مهاله (۲۰۰۱-۱۹۹۱)

لومړۍ پړاو : د آزادۍ اعلان څخه تر لومړۍ نړیوالې جګړۍ پورې (۱۹۱۷-۱۷۷۶)

د امریکا متحده آیالاتو د فارن پالیسي دغه لومړۍ پړاو که مونږ بیا په څو مختلفو پړاونو کې وویشو ترڅو په آسانې سره پرې پوه شو :

۱- د آزادۍ اعلان څخه تر فرانس- امریکا معاهدې منسوخ کولو پورې (۱۷۹۳-۱۷۷۶)
۲- د تهامس جیفرسن اولس مشرې څخه تر مورنې ډاکټرائین پورې ( ۱۸۲۵-۱۸۰۰)

۱- د آزادۍ اعلان څخه تر فرانس- امریکا معاهدې منسوخ کولو پورې (۱۷۹۳-۱۷۷۶)

د متحده آیالاتو امریکا چې کله په څلورم جولائ ۱۷۷۶ء کې د خپلې آزادۍ اعلان وکړ نو امریکایانو تر میاشتو بلکه کلونو پورې ډیر مشکلات او ستونزې د انګلیس استعمار خلاف وګالل. د څلورم جولای ۱۷۷۶ء څخه نیولې تر ۳ سپتامبر ۱۷۸۳ پورې هغوي د خپلې آزادۍ جګړه ولوبوله، دغه جګړه کې به کله د انګلیس استعمار برتري اخستلې وه او کله به د متحده آیالاتو مشر جیورج واشنګټن خو ډیر ځله داسې وشول چې د انګلیس یو جنرال هوئ (Howe) به په وخت فیصله نشوه کولای او د باغیانو ختمولو مهم به یې راتلونکي پسرلي پورې ځنډاوه چې دغه به بیا د امریکايي باغیانو مشر جیورج واشنګټن ته مواقع ورکړې ترڅو خپل ځان تیار د رسد لیارې ځانته برابره کړي. په دغه اوه کلنه اوږده جګړه کې امریکایانو ته د یو بهرني قوت بلخصوص د یو اروپايي طاقت د همایت اړتیا وه بلاخر هغه دوي ته د فرانسې په شکل کې پیدا شو. د فرانسې په خلګو کې د امریکایانو د دغه بغاوت او د آزادۍ په جګړه پلي کولو په هکله ډير زیات جوش او خروش ؤ بلکه د فرانسې دانشوره طبقه او خلګو هم د خپل حکومت د فیوډالي، او د مراعات لرونکیو خاندانو خلاف د اتڼ میدان ته مټۍ، او پینسې بډ وهلې او سرونه یې ورته د بغاوت په غوړیو غوړ او د آزادۍ په نشه کې مست کړي ؤ چې دی بلاخره د فرانسۍ فیوډالانو او مراعات یافته خلګو د دربارونو څخه په (۱۷۸۹ء) کې دوړۍ پورته کړې.

که څه هم د فرانسې شهنشاه لويي شپاړسم په داسې تخت ناست ؤ چې تقریباً ټول وینۍ وهلې ؤ خو بیا هم د هغه د متحده آیالاتو امریکا حمایت نظریاتي نه ؤ بلکه جغرافیاوي ؤ د هغه شهنشاهي د مرګ په بستره پرته ؤه خو په هغه کې لا دومره زور باقي ؤ چې د انتقام جذبۍ ترې وخوټکیږي او په همدی وجه هغه د امریکایانو حمایت وکړ ترڅو د انګلیس څخه د ۱۷۶۳ء بدل واخلي!

امریکایانو د فرانسې دغه موقف نور هم پياوړي کولو لپاره فرانسې ته خپل یو ډیر قابل ترین ډیپلومات او راتلونکې صدراعظم تهامس جیفرسن په ۱۷۷۶ء کې ولیږداوه، هغه په خپل فراست، چالاکۍ، فهم او دانشمندې باندې ډیر ژر د فرانسې حمایت او امداد حاصل کړ چې بلاخره د همدې حمایت او امداد په دولت هغوي د انګلیس څخه د پاریس په معاهده کې خپله آزادي یا یې خپل ځان په هغوي تسلیم کړ.

د تهامس جیفرسن د هوښیارې په دولت بلاخره د فرانسې څخه لومړۍ امداد په مئی ۱۷۷۶ء کې د امریکا متحده آیالاتو ته پیل شو او په څوارلسو بحري بیړیو کې ورته د جګړۍ ساز و سامان ورسول شول.

په ۶ فبروري ۱۷۷۸ء کې فرانسې او د امریکا متحده ایالاتو یوه معاهده وکړه چې د دغې معاهدې په ترڅ کې فرانسې د امریکا آزادي تسلیم کړه او امریکا ته یې تجارتي مراعات ورکړل، د دغه معاهدې له رویه که چیرې په دغه جګړه کې فرانسې برخه واخسته نو دواړه به تر هغه دمه پورې خپلې ګوتۍ د ماشې څخه او تورې به په تګي کې نه ایږدوي او دواړه به تر هغه پورې د انګلیس سره صلح یا معاهده نه کوي ترڅو پورې چې دواړه پرې متفق شوي نه یي.

د دغه معاهدې نه پس په جون ۱۷۷۸ء کې انګلیس د فرانسویانو په بحري بیړیو ګولې وورولې او داسې د دواړو ترمنځ یو جګړه پیل شوه په دې حال کې هسپانې هم دغه جګړۍ ته ودانګل ترڅو د انګلیس څخه هغه پخوانې علاقې بیرته واخلي کومې چې ترې هغه قبضه کړې وی. د دغه اروپايي طاقتونو په مداخله کې دغه جګړه په هغه لور روانه شوه چې ته به وایې ګویا چا په اور تیل واچول.

په جولائ ۱۷۸۰ء کې د فرانس لويي XVI د Comte Jean Rochambeau په سربراهې کې ۶۰۰۰ فوځیان امریکا ته ولیږدول، فرانسویانو د انګلیس بحري طاقت هم محاصره کړې و او د نیویارک ښار او ورجینیا ترمنځ یې د انګلیس فوځ منقطع کړې و او داسې انګلیس فوځ ته رسد نه شو رسیدای بلاخره انګلیس د کارنوالس په سربراهې کې په پارک ټاون کې په ۱۷۸۱ء کې سره د ۸۰۰۰ فوځیانو اسلحه وغورځوله.

د کارنوالس په ماتې امریکا آزادي حاصله نه کړه بلکه دغه جګړه دوه کاله نوره هم وغځیده بلاخر ۱۷۸۲ ء کې امریکایانو د پاریس مذاکراتو لپاره بینجمین فرینکلین، جان آیډمز او جان جئ ولیږدول او په دریم سپتامبر ۱۷۸۳ کې انګلیس د پاریس په معاهده کې د دغو دیارلسو ایالاتو ریاست تسلیم کړ!

د آزادۍ په حاصلولو متحده آیالاتو خپل ډير زور د قانون په جوړولو پلو ته کړ او داسې هغوي خپل قانون په ۱۷۸۹ء کې هم نافذ کړ.

کله چې امریکایانو آزادي واخسته هغوي ټول زور خپل کورنۍ کارونو ته راواړو ترڅو هیواد کې دننه امن راولي، خپله نوي اخستل شوې آزادي وساتي نو دې لپاره اړین ؤ ترڅو دوي خپل ځان د اروپايي طاقتونو څخه لیری کړي مګر دوي په دغه وخت کې د فرانسۍ او لويي سره په یوه معاهده کې نښتلي ؤ چې بلاخره په ۱۷۹۳ء کې لويي په قتل ورسول شو او انګلیس، هسپانیه، او هالینډ د فرانسې خلاف جګړه پیل کړه اوس امریکا کوم چې د فرانسې اتحادي ؤ پکار ؤ ترڅو د فرانسې لپاره د ویسټ انډیز دفاع وکړي خو د امریکایانو د جګړۍ له امله اقتصادي حالت ډیر خراب ؤ او داسې د لويي د مړینې نه پس هغه په ۲۲ آپریل ۱۷۹۳ء کې د ۱۷۷۸ء معاهده منسوخ کړه!!!

په دغه لومړي پړاو کې د امریکایانو بهرني دغه چارې وی ترڅو یو داسې هیواد پیدا کړي ترڅو نه یوازې ترې د خپل بغاوت او د آزادۍ جګړۍ لپاره د جګړې سامان واخلي بلکه په هغه هیواد خپل ځان تسلیم هم کړي نو د دې لپاره هغوي یو داسې حمایتي پیدا کړ ، چا چې انګلیس هم نه یوازې خپل دښمن ګاڼه بلکه خپل انتقام یې هم ترې اخستل غوښته نو ځکه فرانسه او امریکا په دغه اتحاد کې سره یوځای شول. د امریکا په دغه کورنې جګړه یا د آزادۍ په جګړه کې چې څومره هم ګولې او بارود استعمال شول ټول د فرانسې څخه ول!!!

خو کله یې چې خپله آزادي واخسته او کله چې ورته د فرانسې اړتیا پیښه شوه نو جیورج واشنګټن د اتحاد معاهده وشلوله او ځان یې د جګړۍ څخه لیرې کړ، له دغه ځاې څخه د امریکا غیر جانبدارانه پالیسي شروع کیږي او درست زور یې پخپل کورني حالت ښه کولو کې تیریږي!!

نور بیا، ان شاء الله .........


ahmad bilal
02.01.2012

۲- د تهامس جیفرسن د اولس مشرې څخه تر مورنې ډاکټرائین پورې ( ۱۸۲۵-۱۸۰۰)

د امریکا لومړۍ صدر اعظم جیورج واشنګټن دوه ځله تر ۱۷۹۷ء پورې خپل دفتر کې پاتې شو، د خلګو د سخت ټینګار باوجود هغه د سیاست څخه ریټائرډ (تقاوت) شو، د هغه نه پس د امریکا دویم صدر اعظم جان کې آیډمز جوړ شو خو په ۱۷۹۸ء کې هغه په کورونو، ځمکو او غلامانو نوي ټیکسونه ولګول چې له دې فعل څخه ډير خلګ متاثر شول وروسته د ۱۸۰۰ په انتخاباتو کې تهامس جیفرسن په دغه معاملاتو کې دهقانان، دکانداران او غریب خلګ خپل همنوا جوړ کړل او له دې وجهې هغه په انتخاباتو کې صدر اعظم راووت.

د تهامس جیفرسن په دوره کې د زرعت او غرب پلو تللو حوصله افزايي وشوه، د امریکا قرضونه ډیر زیات کم کړل شول، د ووټ (رایه) اچولو لپاره یې د جائداد شرط ختم کړ او د غلامانو او قرضدارانو لپاره یې نرم قانونونه وضع کړل.

په دغه ۲۵ کلونو (یعني د ۱۸۲۵-۱۸۰۰ پورې) کې د متحده امریکا بهرنې چارې په لنډو ټکو کې په لاندې توګه بیانوو، او بیا به هر یو بیان کړو :

الف : د متحده آیالاتو امریکا سیمې دوه چنده (Double) کول
ب : اقتصادي بندیزونه (Embargoes) او درآمدي ټیکسونه (Tariffs)
ج : د ۱۸۱۲ جګړه
د : د مونروی نظریه یا Monroe Doctrine

الف : د متحده آیالاتو امریکا سیمې دوه چنده (Double) کول :

د تهامس جیفرسن په دوره کې امریکا خپلې مجموعه سیمې کومې چې هغې د خپلې آزادۍ په وخت کې ترلاسه کړې وی دوه چنده (Double) کړې. تهامس جیفرسن د لوزیانیا سیمه د ناپیلیون بوناپارټې فرانسې څخه په ۱۸۰۳ء کې په یو کروړ او پنځوس لکه ډالره (۱۵۰۰۰۰۰۰$)باندې واخست.

په دغه وخت کې د فرانسې مغروره فاتح ناپیلیون ته د پیسو اړتیا پیښ شوه ترڅو خپله جګړه وغځوي نو ځکه هغه دغه سیمه په امریکا خرڅه کړه.

د لوزیانیا سیمه په شپږویشتو لکو مربع کیلو میترو کې پرته وه او په دغه ځاې کې دوه بندرونه : نیو او لینز هم شامل ول!

د دغه سیمې په اخستلو امریکایانو ته یوه زرخیزه ځمکه، ځنګلات، غرونه، او د سیندونو نظام (سیندونو لیارې) په لاس ورغلل، دغه سیمه تقریباً په ۸۰ کلونو کې بیا د امریکا تر ټولو اهمه سیمه او په نړۍ کې یو د زیاتو زرعي پیداوارو سیمو څخه وګڼل شوه.

ب : اقتصادي بندیزونه (Embargo) او درآمدي ټیکسونه (Tariffs)

کله چې د فرانسې مغروره فاتح او ځوان ناپیلیون بوناپارټې د هغه په اند The nation of shopkeepers (د دکاندارانو قام- یا د تجارانو قام) انګلستان باندې حملې تیارې ونیوه او خپل فوځ یې د انګلش چینل په غاړه په مورچه کې واچول دې سره انګلیس او فرانس په یوه جګړه کې ښکیل شول. په دغه حالاتو کې په ۱۸۰۵ء تهامس جیفرسن د خپلې دویمې دورې په پیل کې وویل :
امریکا به د فرانسې او انګلیس په کش مکش کې غیر جانبدار وي.

خو د بل خوا دواړو جانبینو، انګلیس او فرانس، دا کوښښ وکړ ترڅو غیر جانبداره کښتۍ د یو بل په بندر کې داخل نه شي. انګلیس څوګ چې د خپل بحري قوت په توګه په درسته نړۍ کې مشهور ؤ او چا چې د نړۍ بحري ستراتیژیکي لیارې په خپل محور کې درلودی بلاخره زیاتره دغه کښتۍ لټولی او پخپله قبضه کې به یې اخستلې.

که څه هم د انګلیس بحري قوت معلوم ؤ خو په دغه وخت کې د بحري بیړیو بهرتي کولو لپاره څوګ تیار نه ول، که کوم یو به و هغوي به هم وتښتیدل او یا به يې د امریکا په بحري بیړیو کې پټيدل، د دغه کار په دولت انګلیس د امریکایانو بحري کښتۍ لټولې او خپل کسان به یې په زوره بوتلل او ورسره به يې کله کله د امریکایانو بحري ملاح یا کسان هم په زوره بوتلل، دغه کار امریکایان وزورول او تهامس جیفرسن انګلیس ته وویل چې خپلې جنګي بحري بیړۍ دی د امریکا د بحري حدودو څخه وباسي!

د تهامس جیفرسن د دغه بیان په ځواب کې انګلیس نور امریکايان هم د ځان سره بوتلل، امریکا او تهامس جیفرسن بلاخره مجبور شو چې د انګلیس خلاف اقتصادي بندیزونو په وجه فشار لاندې راولي نو ځکه هغه د کانګرس څخه یو ایکټ (قانون) په دسمبر ۱۸۰۷ء کې پاس (ومني) کړ چې د Embargo Act په نوم یاد شو. د دغه قانون په دولت د ټولو ملکونو سره تجارت باندې پابندي ولګیدله!

خو دغه قانون د امریکا په زراعت او امریکایانو باندې ښې اغیزی ونه لرلې، د دغه قانون په دولت په نیو انګلینډ او نیویارک کې اندیښمنې خپرې شوی او د شمال او جنوبو خلګو ونشو کړای ترڅو خپل فاضل زرعي پيداوار، تمباکو، غوښه په نورو هیوادونو خرڅه کړي.

د پورتني قانون اثرات په امریکا او امریکايي خلګو ښه ونه لګیدل نو ځکه تهامس جیفرسن په ۱۸۰۹ء کې یو بل قانون امضاء کړ چې د Non- intercourse Act په نوم یاد شو، د دغه قانون په اند امریکایان او امریکا د فرانسې او انګلیس او د هغوي ماتحتو سیمو نه علاوه د نورو خلګو او د نورو سیمو اوسیدونکو سره تجارت کولې شي.

د انګلیس بحري بیړو امریکایان نیول او خپلو بیړیو کې تری کار اخستل او بل د امریکایانو په اند د کاناډا لخوا د انګلیسي ایجنټانو په واسطه ریډ انډینز راجږول، دغه دوو واقعو له وجهې امریکایانو کې د یو جګړۍ لپاره روحیه تیاره شوه چې بلاخره هغوي د انګلیس خلاف په ۱۸۱۲ کې یوه جګړه وکړه چې ذکر به یې وروسته راشي.

د دغو پالیسو په دولت امریکایانو ځان د اروپايي طاقتونو څخه لیری کول غوښتل، د هغوي د پرمختګ څخه يې ځان مستفید کول غوښته ؛ یوازینې وجهې یې دا وې ترڅو کورني حالات سم کړي، خپله آزادي برقراره وساتي او د پرمختګ په لیار روان شي ځکه هغه وخت کې هغوي د یو اروپايي طاقت سره د مقابلې توان نه درلود، هغوي په قرضونو کې ډوب ول، کور کې دننه ورته ریډ انډینز راپورته کیدل او بیا وروسته امریکا د کورنۍ جګړۍ پلو ته لاړل.

ج : د ۱۸۱۲ء جګړه

کله چې د ناپلیون فرانسې او د انګلیس ترمنځ جګړه پيل شوه متحده آیالاتو خپل ځان د دغه جګړۍ څخه ګوښه اعلان کړ، خو درستې تجارتي لیارې د انګلیس په لاس کې وې او د دغه امله د امریکا اروپاء سره تجارتي اړیکو صدمه ولیدله، ورسره انګلیس د امریکا ډير بحري کسان نیولي ول او خپلې کښتۍ یې ورباندې چلولې، ورسره په متحده ایالاتو کې د خلګو ترمنځ دا سوچ جوړ شوې و یا د کومې پروپاګندې په واسطه خلګو ذهنونو کې دا اچول شوي ؤ چې د ریډ انډینز په راپورته کولو کې د انګلیس ایجنټانو لاس د ګاونډي هیواد کاناډا څخه ده. نو ځکه د خلګو خواهش ؤ ترڅو په کاناډا حمله وکړل شي او فتح کړل شي ترڅو نويو ابادکارانو ته به هم ځای پيدا شي او د انډینز څخه به انګلیسي اثر و رسوخ هم ختم کړل شي دغه سره د انګلیس امریکايي ملاح بهرتي کول ول چې امریکایان یې یوې جګړۍ ته چمتو کړل او هغوي داسې دغه جګړۍ ته اماده شول.

دغه جګړه یوی خوا ته هم فائده ونه رسوله او نه پکې کوم یو په ښکاره توګه فاتح راووت، پس د ډیرو جګړو څخه اول امریکایان صلح ته اماده ول خو انګلیس ورسره ونه منله خو کله چې ډیوک آف ویلینګټن د ناپیلیون بوناپارټې یا فرانسې سره په جګړه بوخت ؤ نو دغه جګړۍ د انګلیس خزانه تقریباً خالي کړې وه نو ځکه د ډیوک اف ویلینګټن په مشوره دغه صلح وکړل شوه.

که څه هم د دغه جګړۍ په پاې کې یوه خوا هم فاتح راونه وتله خو د دغه جګړۍ څخه وروسته په امریکا کې د صنعتي کیدلو دور پيل شو، سړکونه او د ریل ګاډیو پټلۍ وغځیدلې، خپلو نويو صنعتونو د ژغورلو په خاطر په ۱۸۱۶ء کې هغوي په برامداتو ټیکسونه ولګول.

د میډیسن په دور کې امریکا د هسپانې څخه د فلوریډا ځمکه واخسته.

د : د مونروی نظریه یا Monroe Doctrine

د ۱۹ پیړۍ په پیل کې لاطیني امریکا انقلابونو کې راګیره شوه، د متحده ایالاتو آزادۍ او امریکايي انقلاب څخه وروسته د لاطیني هیوادونو په زړونو کې هم د انقلابونو لپاره ځاې او همدغه یې موخه پاتې شوه. کله چې ناپیلیون بوناپارټې هسپانې ته په ۱۸۰۸ء کې شکست ورکړ نو دغه خبر د لاطیني امریکایانو لپاره یو ګرین سګنل ( د اجازت اشارت) ؤؤ.

په ۱۸۲۲ء کې څلورو هسپانوي مستعمرې : ارجنټینا، چیلي، میکسیکو او شمالي کیلیفورنیا آزادي واخستله، متحده ایالاتو هم په دغه انقلابونو کې دلچسپي اخسته او دا یې د استعمار خلاف خپله تجربه دلته په دویم ځل کتله.

صدر اعظم جیمز مونروی د خپلو خلګو په فشار دغه لاطیني امریکايي هیوادونو آزادي يې تسلیم کړه او ډیر ژر یې دلته خپل وزیران د تبادلې لپاره ولیږدول او دغې بیا د هغو هیوادونو د خپلواکۍ او آزادۍ توثیق وکړ!

کله چې اروپاء کې د روس، پرشیا او د آسټریا یو مقدس اتحاد جوړ شو، دوي غوښتل چې دغه انقلابونه د هغوي هیواد کې وردننه نشي، ځکه دا بیا د بادشاهت لپاره ستر خطر و، تر کومه پورې چې د دې ځای پوری خطر ؤ نو امریکایانو ته هیڅ خطر نه ؤ خو کله چې دغه اتحاد پریکړه وکړه ترڅو د هسپانۍ دغه مستعمرې بیرته په حال کړي نو امریکایان یې ورسره ولړځول.

د انګلیس په مفاد کې نه و چې دغه مستعمرې بیرته هسپانۍ ته حواله کړل شي ځکه د هغې دلته سخت زیات تجارتي ګټۍ وی نو د دغه لپاره هغوي امریکایانو ته وړاندیز وکړ ترڅو په یوځاې د دغو لاطیني امریکا دفاع وکړي.

متحده آیالاتو او خصوصاً د هغوي وزیر خارجه جان کوئینسي آیډم دغه پریکړه وکړه او خپل صدر اعظم جیمز مورنی ته یې وویل :

یو طرفه پریکړه او دفاع به اغیزمن، د دیانت څخه ډک، او پر وقاره وي او د بل خوا به مونږ فرانسې او روس ته هم وویل شو چې مونږ د انګلیس لکۍ نه یو!

خو کله چې په ۱۸۲۳ء کې دغه خبر خپور شو چې انګلیس به د مقدس اتحاد او فرانس خلاف د لاطیني امریکا دفاع کوي نو صدر اعظم جیمز مورنی هم دغه وخت کانګرس (امریکايي پارلمان) ته خپل کلنۍ تقریر کاوه نو هغه د دغه تقریر څخه ګټه واخسته او یوه پریکړه یې وکړه چې وروسته بیا د مورنی ډاکټراین په نوم یاده شوه او د کومې په مرسته چې امریکا تر لومړۍ نړیوالې جګړۍ پورې او د ۱۹۲۰ء څخه بیا تر دویمې نړیوالې جګړۍ پورې عمل وکړ!

د هغه د تقریر برخه چې دغه نظریه ترې برسیره ښکاري، څه داسې ده :

په آئینده کې هیڅ کله هم یو اروپايي طاقت د امریکا د براعظمونو خپل مستعمره ګرځولو په هکله سوچ ونه کړي، مونږ به د هغوي دغه دریځ د هغوي د سیاسي نظام خپریدل، د ملکونو نیول او د خپل آمن او سلامتې لپاره خطر وګڼو.
مونږ تراوسه پورې نه د کوم اروپايي طاقت لاندې کوم ځاې یا ماتحته سیمه کې مداخلت کړې او نه به يې وکړو. خو څومره حکومتونو چې د خپلو آزادۍ اعلان کړې، او چا چې خپلې آزادۍ برقرارې ساتلي او د چا آزادي چې مونږ تسلیمو، مونږ هیڅ کله هم د اروپايي طاقتونو له طرفه د دغه هیوادونو د ځپلو یا په کوم بل انداز د هغوي کنټرول کولو په غرض هلته مداخلت کول، به د امریکا خلاف غیر دوستانه فعل وګڼو.

که څه هم امریکایانو په دغه پورتنې نظریې باندې تقریباً تر سلو کلونو پورې عمل وکړ خو په اصل کې دغه نظریې خپل ځان سره د امپریالیستي ریښۍ لرلې.

د دغه نظریې یا پالیسي څخه مونږ دا مطلب هم نه شو اخستی چې متحده ایالاتو هیڅ هم په نړیوال سیاست کې برخه وانخسته بلکه هغوي په منځنۍ امریکا، هسپانوي جګړو، او په میکسیکو کې مداخله وکړه خو هغوي ته هغوي د انصاف او انسانیت (Justice and humanity) نوم ورکړ لکه څرنګه یې چې په افغانستان یرغل ته (Operation enduring freedom) نوم ورکړی!

ځکه خو مشهور مزاح نګار ډیو بیري د مونروی ډاکټرائین په دریو څادو ټکو کې نغښتلې ده :

۱- په دغه ځمکنې کره کې یو قام هم د بل قام په کورنیو معاملاتو کې د مداخلې هیڅ حق نه لري.
۲- خو دغه حق مونږ ته شته!
۳- ها ها ها ها ها ها

د دغو پورتنیو پالیسیو باندې متحده ایالاتو نه یوازې خپل راتلونکې اوږد پلان واوروه بلکه اروپايي طاقتونه یې هم اخطار کړل ترڅو په درست امریکايي براعظم کې ګوتې ونه وهي، داسې متحده آيالاتو ځان یو نړیوال طاقت لپاره تیاروه او دې لپاره پکار ؤ ترڅو د خپل ګاونډ څخه اروپايي طاقتونو نفوذ لیرې کړي او هغه هغوي د دغه ډاکټرائین په واسطه وکړ!

نور بیا، ان شاء الله.....
په درنښت
احمد بلال


دویم پړاو : د مورنې ډاکټرائین څخه تر لومړې نړیوالې جګړۍ پورې (۱۹۱۷-۱۸۲۵)

ahmad bilal
03.01.2012

دویم پړاو : د مورنې ډاکټرائین څخه تر لومړې نړیوالې جګړۍ پورې (۱۹۱۷-۱۸۲۵)

که څه هم د امریکايي بهرنیو چارو دغه ویم پړاو ډیر پراخ ده په دغه دویم پړاو کې امریکایان د ۱۸۲۵ء څخه تر ۱۸۹۸ء پورې په خپلو داخلي معاملاتو کې ډیر ګرم بوخت ول، او د ۱۸۹۸ء څخه تر ۱۹۱۲ء پورې امریکايي بهرني چارو کې ۱۸۰ درجې بدلون راغې او همدغه بدلون، فکر او بهرنې چارې دي چې امریکایانو د دویمې نړیوالې جګړۍ کې د فاتح راوتلو نه پس عملي کړې، مونږ دغه برخه هم په دریو برخو ویشو ترڅو په څیړنه کې او د عامو خلګو لپاره آسانه شي :

۱- د یوازیتوب پالیسي (Isolation) د ۱۸۲۵ء څخه تر ۱۸۹۰ء پورې
۲- امپریالوستي پالیسي (Imperial policy) د ۱۸۹۰ء څخه تر ۱۹۱۲ پورې
۳- د ۱۹۱۲ء ووډرو ویلسن لومړنې دورې څخه تر دویمې دورې پورې (د ۱۹۱۲ء څخه تر ۱۹۲۰ء پورې)

۱- د یوازیتوب پالیسي (Isolation) د ۱۸۲۵ء څخه تر ۱۸۹۰ء پورې :

لکه پورته مې چې وویل په دغه دوره کې امریکایان خپل داخلي معاملاتو کې ډیر ګرم بوخت ول او بل هغوي د خپلو پلارانو په یوازیتوب پالیسي عمل کاوه . په دغه دوره کې په لومړې برخه کې د بانکونو مسئله راپورته شوه بیا د اینډریو جیکسن په اولس مشرې کې په ۱۸۳۸ء کې امریکا کې اقتصادي بحران راغې او داسې ګڼل کیږي چې په دغه بحران کې یهودو ونډه درلوده ترڅو د اینډریو جیکسن څخه خپل بدل واخلي!

دوه څیزونه چې مخالفت پکې وشو او کورنۍ جګړۍ ته یې لاره نیغه کړه :

وروسته د اینډریو جیکسن د شخصي بانکونو خلاف پالیسي او د یهودو په لاس جوړ شوې اقتصادي بحران دوه هغه څیزونه چې د امریکایانو په منځ کې او د شمال او جنوب ترمنځ یې اختلافات پيدا کړل او بیا دغه اختلافات د دغه لامل شول ترڅو کورنۍ جګړۍ ته لمن ووهي ، هغه دا ول :

۱- د ټیکس مسئله
۲- د غلامۍ مسئله

پورتنې دغه دوه عوامل ول چې د شمال او جنوبي سیمو ترمنځ یې مخالفت پیدا کړل؛ چل څه داسې و چې د شمال سیمۍ د صنعتي کیدو څخه ډیره ګټه اخستې وه او اکثره صنعتونه همدلته ول ، نوي درامدي ټیکسونه دغه سیمۍ ته ګټه رسوله ځکه په دې توګه به د دغې منطقې نوی جوړ شوي صنعتونه د اروپايي صنعتي قوتونو په مقابله کې وژغورل شي خو د بل خوا د جنوب خلګ یا سیمه زراعتي وه او خلګو به ډیر کار په غلامانو او خپل اکثر زراعتي سامان به یې د بیرون څخه درامد کول نو ځکه دغه نوي درامدي ټیکسونو قانون دغه منطقه ډیره متاثره کوله او دا په دې معنی ول چې اوس به هغوي په قیمته بیه دغه آلات یا زراعتي سامان درامد کوي او د مزدورې لپاره به ورسره غلامان هم موجود نه وي ځکه د شمال منطقې او خلګو غلامۍ ختمول غوښتل. دا هغه مخالفتونه ول چې شمال او جنوب یې سره بیل کړل او بیا یوه خونړۍ کورنې جګړه پيل شوه.

همدغه د یوازیتوب پالیسي (Isolation policy ) وه چې د هنګري یو باغي مشر ، لویس کوسیټ (louis kossieth) چا چې د هسبرګ سره د آزادۍ په نوم جګړه کوله او هسبرګ څوګ چې د زاري روس سره په اتحاد کې شامل و، امریکا ته راغې. دغه باغي او آزادۍ غوښتونکي امریکا کې ډیر پلویان پیدا کړل او د امریکا کانګرس (پارلمان) او اولس مشر سره یې هم وکتل خو هغوي ورسره د مرستې څخه انکار وکړ! او ویې ویل زمونږ پلار او نیکه په دغه لیاره روان ول او مونږ به هم په همدې لار روان واوسو.

په ۱۸۶۳ء کې کله چې زاري روس پولینډي بغاوت په بی رحمې تیغ کړ نو د فرانسې شهنشاهي لوييانو امریکا څخه وغوښت ترڅو دواړه د زاري روس په وړاندې شکایت وکړي خو د امریکا متحده آیالاتو او د ابراهم لینکن سیکرټري سټیټ ځواب کړل او داسې یې بیا خپل ځان او امریکا د مورنې نظریې باندې روان کړ.

نور بیا..... ان شاء الله...


ahmad bilal
04.01.2012

د ریډ انډینز سره جګړه :

په دغه وخت کې امریکایانو د ریډ انډینز سره او د هغوي په بغاوتي جګړه کې ستر ظلمونه وکړل خو د هغوي مرد میدان او مشهور باغي لیډر چې بیا وروسته د ډیرو توریانو افسانوي کردار هم جوړ شو - بالخصوص د تور پوستي اوباما! د هغه نوم ؤ سیټینګ بول! هغه په ډیرو جګړو کې امریکايي فوځیانو ته ماتې ورکړه خو بالاخره امریکایانو په هغوي خپل حصار سخت کړ او هغوي په یخنیو کې دی ته اړ شول چې د امریکا د پولو په غاړه په ځنګلاتو کې د خپل ټول خاندان سره میشت شي خو هغوي د ژامو رژونکو او بدن ریږدیدونکي یخنۍ ته ټینګ نه شول او آخر کې یې سره د خپل ټول خاندان امریکایانو سره صلح وکړه!!

سیمې اخستل، او د متحده آیالاتو منطقه پراخول :

څو زره امریکایان د میکسیکو یو آیالت ټیکساس(Texas) ته ولاړل او هلته میشت شول او ټیکساس (Texas) د میکسیکو د حکم منلو څخه انکار وکړ او په ۱۸۳۶ء کې یې د آزادۍ اعلان وکړ او په یونین (USA) کې د داخلیدلو درخواست یې وکړ خو د ټیکساس (Texas) درخواست بیا په ۱۸۴۵ء کې ومنل شو او هغوي په امریکا کې شامل کړای شول، د امریکا په دغه قبلولو د میکسیکو او امریکا ترمنځ جګړه پلي شوه خو په اختتام کې يې امریکا فاتح راووتله او په لاس ورته د کیلیفورنیا او د رایو ګرینډې سیند سره علاقې یې هم په نصیب شوې.

په همدغه وخت کې امریکا د آزادۍ د وخت د دیارلسو کالونیانو څخه تر ۴۸ آیالتونو پورې رسیدلي ول او په ۱۸۶۷ء کې هغوي آلاسکا (Alaska) د روس څخه په 7200000$ کې واخسته، وروسته د هسپانۍ سره په جګړه کې هغوي هوائ (Hawaii) هم قبضه کړ چې د امریکایانو مجموعه آیالتونه ۵۰ شول.

د امریکا په رپنده ( جهنډه یا Flag) کې دیارلس کرښې دي چې دیارلس لومړي کالونیانې ښايي چا چې د انګلیس خلاف اتحاد وکړ، ۵۰ ستوري کوم چې د رپنده یو کونج کې دي دغه ۵۰ آیالتونه ښايي.

افتصادي پرمختګ چې د امریکا په لاس کې یې امپریالیستي کوتک ورکړ!

د ۱۹ پيړۍ د پيل څخه او یا په خصوصي توګه د ۱۸۲۰ء څخه په امریکا کې صنعتي انقلاب پيل شوې ؤ او کورنۍ جګړۍ دغه صنعتي کیدو ته نوره هوا هم ورکړی وه، د ۱۸۳۰ء څخه تر ۱۸۶۰ء ترمنځ د امریکا په ترانسپورت او د اور ګاډۍ په پټلۍ کې ډیر غوره بدلون راغلې و، د ۱۸۶۱ء او د ۱۸۹۰ء ترمنځ په امریکا، خصوصاً د شمال په سیمو کې، پیاوړې اقتصادي پرمختګ راغلې ؤ او په راروانو یو څو لسیزو کې د جنوب په منطقه کې هم تیز صنعتي انقلاب راغې، دغه هغه سیمه وه چې د کورنې جګړۍ له امله سخته ځپل شوې وه، بلاخره د دغه منطقې په پرمختګ امریکا د پرمختګ او اقتصادي طاقت په نشه کې سترګې سرې شوی.

هینري کیسنجر په خپل مشهور کتاب ډیپلومیسي کې لیکي :

تر ۱۸۸۵ء پورې امریکا د نړۍ ستر صنعتي طاقت او امپریال انګلستان د اقتصاد په میدان کې بیرته پريښې وه!!!

په دغو وخت کې کله چې د امریکا متحده آيالات د نړۍ ستر اقتصادي قوت په جوړیدو یوه عجیبه نشه کې مبتلاء شو چې دغه څخه یې د کلي وړوکۍ خان او په لاس کې یې ډنډه ورکړه کومه چې هغه ډیر ژر استعمال کړه او له دغه ځای څخه د هغې د امپریالیستۍ پلو ته لومړۍ ګام شروع کیږي چې وروسته یې بیا د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې مداخلت کول خپل پیدایشي حق ګاڼه، خپل داسې جمهوریت چې د علامه اقبال رحمة الله علیه په ژبه،

اس راز کو ایک مرد فرنګي نی کیا فاش
هرچند که دانا اسې دیکها نهې کرتې
جمهوریت ایک ایسا طرز حکومت هې جس مې
لوګو کو ګنا کرتــــــــــــــــــــــ ـی هې تولا نهي کرتې

خلګو ته د الجبر معلم په شان ښودل شروع کړل!!!

نور بیا، ان شاء الله..........


ahmad bilal
05.01.2012

۲- امپریالوستي پالیسي (Imperial policy) د ۱۸۹۰ء څخه تر ۱۹۱۲ پورې:

د نولسمې پیړۍ په آخري لسیزه کې د متحده امریکا ایالات د خپل پخواني بهرني (یوازیتوب) دریځ څخه ۱۸۰ درجې اخوا د امپریالیستي دریځ خپل کړ. دغه امپریالیستي دریځ خصوصاً اولس مشر میکانلې او تهوډورو روزیولټ خپل کړی ؤ، د دغو مشرانو دغه امپریال دریځ خپلولو یو څو عوامل ول :

لومړۍ عوامل یې دا ؤ په ۱۸۹۰ء کې نیول وار کالج (Naval War College) یو کتاب د
The influence of Sea Power upon history ( په تاریخ د بحري قوت اثرات) په نوم خپور کړ کوم چې بیا وروسته د امریکا د راتلونکې اولس مشر تهوډورو روزیولټ (Theodore Roosevelt) نوی بائبل جوړ شو! او هر سحر ماښام به یې د هغه مخ ښکلوه او خپله مشاده به یې هم ورښودله!

دویم لوی عوامل یې دا ؤ چې د امریکا نوی صدر اعظم ویلیم میکانلې (William McKinley) په ۱۸۹۶ء کې امریکا د نړیوالو سیاسیاتو میدان ته راکش کړ ترڅو په دغه ډګر کې خپل ظهور نړیوالو ته وښايي! او د هغه دغه پالیسي د غټ پلان په نوم هم یادیږي.

اوږد پلان (Large Plan):

د ۱۸۹۷ء په انتخاباتو کې ویلیم میکانلې د رایو د صندوقونو د منځ څخه خپل سر راپورته کړ نو سمدستي یې د تهوډورو روزیولټ (Theodore Roosevelt) د نیوي وار کالج مشر وټاکه!

د امریکا د اولس مشرانو د کوپړو امپریالیستي تیوریکي نظریو او فکرونو ته د کیوبا حالاتو داسې مواقع په لاس ورکړل چې د سپینې ماڼۍ موقعیتي اوسیدونکي په دغه نوي جوړ شوي کیوباوي لابراتور کې خپله دغه تجربه پشپړه کړه، دغه نوې امپریالیستي تجربې سپینې ماڼۍ باندې غوره اغیزې درلودې او بیا د همدې لامل شول چې د دویمې نړیوالې جګړۍ څخه د دغې امپریالیستۍ عملي کول وغځوي.

اوږد پلان (یا Large Plan) د امریکايي اولس مشرانو ویلیم میکانلې او د تهوډورو روزیولټ د بهرنیو چارو یوه برخه وه. د دغه پلان مطابق باید امریکا خپل سرحدات (کالونیانې یا مستعمرې جوړې کړي) نړۍ کې د خپل اثر وړانګې خپرې او خپل نړیوال مسؤلیت په غاړه واخلي. په دغه درسته دوره کې (۱۹۱۲-۱۸۹۸) کې هغوي د همدغه پلان مطابق خپلې بهرنې چارې مخ په وړاندې بوتلې دي.

هسپانوي - امریکايي(۱۸۹۸) جګړه : د امپریالیستي عملي کولو پلو ته لومړۍ ګام!

کیوبا د هسپانۍ یوه مستعمره کالوني وه او په ۱۸۸۰ء کال کې هلته یو ګروپ د آزادۍ اخستلو لپاره پاڅیدل لکه څنګه چې مونږ ته تاریخ تل دا ښايي چې پرته د وګړیو او د ملت د ملګرتیا یو آزادۍ اخستونکي خوځښت هم نه بریالې کیږي، دلته کیوبايي آزادي اخستونکیو ته هم د ملت او د وګړیو ملګرتیا حاصله وه خو سره د دغو ملګرتیا هسپانویانو دغه آزادي خوښونکو خلاف جګړه پیل کړه.

د هسپانویانو د دغو آزادي خوښونکو خلاف دغه جګړه او د آزادۍ خوښونکو کیوبایانو ځپل کیدل د امریکايي وګړیو په خولو کې ویش ویش راوستل او د امریکايي خونړۍ ماڼۍ اوسیدونکې بیا په بل فکر کې ؤ، خوله کې یې د لومړي ښکار، او د ګټو ثمرو ته اوبه راغلې او خپل تیوریکي امپریالي نظریې ته یې د عملي کولو لومړۍ ډګر وموند!

ځکه خو! یو امریکايي سناتور، هینري کبوټ (Henry Cabot) روزیولټ (Roosevelt) ته په خط کې ولیکل :

ادارۍ اوس د هغه فیصلې پریکړه کړی (Long Plan) کوم چې مونږ د پخوا څخه غوښته!

عین په دغو حالاتو کې د متحده آیالاتو یوه کښتۍ، Maine، د هاوانا (Havana) په بندر کې په ناڅاپي توګه والوځیږي چې له دې امله امریکايي اولس مشر د کانګرس (پارلمان) څخه د جګړۍ اجازت واخلي او په ۱۸۹۸ء کې د هسپانۍ خلاف جګړه او خپل امپریالي تیوریکي فکر ته عملي جامه د کیوبا د فصلونو په پټیو کې د هسپانۍ خلاف د خپلو ګټو لپاره پلي کړي. دغه د کښتۍ ناڅاپي توګه الوځول او یا ورته پيښۍ بیا وروسته د امریکایانو هر ځل جګړۍ ته وردانګلو یو دود شي؛ لکه په دغه جګړه کې، د لومړۍ نړیوالې جګړۍ په وخت کې د هغوي کښتې په لوزیتانیا کې ډوبیدل، د دویمې نړیوالې جګړۍ په وخت کې د پرل هاربر واقعه او په افغانستان او اسلامي نړۍ د یرغال لپاره د ۹/۱۱ پیښه!

په دغه هسپانوي- امریکايي او کیوبايي جګړه کې امریکایان فاتح راووتل او د پاریس معاهدې نه پس هسپانیه دې ته اړ شوه ترڅو د خپلې مستعمرې څخه لاس ووینځي او امریکا ته پوریټو رایسو (Puerto Rico) ګوام (Guam) وسپاري!

امریکایانو پس د دغه جګړۍ څخه هوائ (Hawaii) هم قبضه کړ او داسې دغه ایالت د هغوي پنځوسم آیالت جوړ شو.

نور بیا، ان شاء الله.......


ahmad bilal
11.01.2012

په تیر پسې،،،

فلپین نیول : په آسیاء لومړۍ ګذار!

کله چې په ۱۸۹۹ء کې د هسپانی د ماتې نه پس د امریکا په واسطه دی ته اړ شوه ترڅو د فلپین په معامله کې د امریکا حق ته ورتیر شي، او فلپینیان هم د امریکا سره اوږه په اوږه د دې لپاره نه جنګیدل ترڅو په خپلو غلامو ټیټ سرونو کې د استعمار طوق بدل کړي بلکه هغوي دا غوښتل ترڅو ریښتیونې آزادي واخلي او د همدې لپاره هغوي د آزادۍ په کښت کې خپله وینه تویوله ترڅو د آزادۍ د زرغون فصل په واسطه هغوي د خپل ژوند پاتې برخې په سکون او آسانتیاوی تیری کړي!

خو د هسپانې په ماتې د نړۍ حقیقت پسندو ډیپلوماتانو یا په وطنۍ اصطلاح کې دوه مخه منافقانو (امریکایانو) خپل دریځ کې ډير ستر بدلون راووست او د اوږد پلان مشر، کوم چې د امپریالیستې د لومړي دوری فیته بیتي کونکي ؤ، میکنلی وویل:

There was nothing left for us to do but to take them all, and
educate the Filipinos and uplift and civilize and Christianize them as our fellow men for whom Christ also died

ژباړه : مونږ ته نور هیڅ هم ندي پاتی پرته له دې چې مونږ هر څه واخلو، او فلپینان وپوهو، او هغوي مهذب او عیسوي کړو ترڅو هغوي زمونږ د ماتحتو وګړیو په شان شي ، د چا لپاره چې مسیح هم مړ شوی ؤ.

همدی اوږد پلان (Large Plan) امریکایان د نړیوالو امپریالو په قطار کې ودراوه!

کله چې فلپینیان د هسپانوي استعمار څخه اوځګار شول هغوي په خپله خاوره کې دستور جوړ کړ خو د هغه وخت امپریالوستي میکنولې څه بل شان فکر و هغه فلپین ته د شپیتو زرو څخه زیات فوځ ولیږداوه ، د فلپینیانو لپاره دا یو بل امتحان و چې هغوي د خپلی آزادۍ لپاره څومره وینه تویوله شي او هغوي سره د آزادۍ څومره قدر ده او هغې لپاره څومره قرباني ورکولې شي، د بده مرغه فلپینانو لا د خپلو جګړیزو بوټانو تسمې نه وې تړلې چې امريکايي فوځیانو پری د تسلیمیدو سلام واچو خو په نیکه مرغه هغوي لا خپل ټوپکونه په خپل ځای یا په دیوال کې نه ؤ راځوړند کړي او سمدستي يې خپل ټوپکونه بل استعمارګر ته راواړوه خو تر ۱۹۰۱ء پورې د فلپینانو د ټوپک ګولې ختمې او نور د غلامۍ طوق ته تیار شول!

د امریکایانو د دغه فلپاین نیولو نه پس هغوي په راتلونکو وختونو کې خپلی نوي جګړی د آسیايي په نورو هیوادونو هم پلي کړی لکه د جاپان، شمالي کوریا، چین، ویت نام ، افغانستان او عراق خلاف!

د فلپاین دغه نیولو ته مونږ د چین حصار کولو (Encirclement of China) لومړۍ پړاو هم ویلې شو، ځکه له دې څخه مخکې امریکا ضرور د چین سره په آپیمي جګړو کې نښتې وه خو په هغو جګړو کې اکثریت د انګلیس وو او دا د امریکا د چین په ګاونډ یا نیزدو لومړۍ حصار اچونه وه او دا بیا د امریکا تر اوسه پورې د بهرنیو چارو یوه برخه ده. یو څو میاشتې مخکې اوباما چې کله استرالیا ته ولاړ هلته هغه پخپل تقریر کې کوم یې چې استرالیوي پارلمان ته کړی و وویل:

We are the Power of Pacific!
ژباړه : مونږ د پیسیفک (سمندر نوم) قوت یو!!

او له دغه بیان سره هغه هلته په هغه ځای کې یو امریکايي بیس جوړ کړ چې فعل حال پکې ۲۵۰۰ بحري قوه پرته ده او دغه بیس په هغه ځای کې واقع ده د کوم ځای څخه چې د چین ټول تجارت تیریږي! له دغه څخه مخکې امریکایانو هرمز کې هم خپله ډیره اچولې د کوم ځای څخه چې چین ته انرژي او د هغه تجارت ځي! یو بیس یې په جاپان کې ده یو په جنوبي کوریا کې ، هند څخه خپل د جنوبي آسیاء پولیس مین جوړول غواړي او خپله د بلې خوا په افغانستان کې پراته دي!

نور بیا.... ان شاء الله
احمد بلال


ahmad bilal
23.01.2012

تیر پسې....

د روزیولټ قدرت ته رسیدل!

لکه مخکي چې مو وویل په ۱۸۹۰ء کې نیول وار کالج (Naval War College) یو کتاب د
The influence of Sea Power upon history
( په تاریخ د بحري قوت اثرات) په نوم خپور کړ کوم چې د امریکا راتلونکي اولس مشر تهوډورو روزیولټ (Theodore Roosevelt) خپل بائبل جوړ کړی ؤ!

په دغه نوموړي کتاب کې لیکوال د یو قام یا د یو هیواد په بحري قوة باندې سخت ټینګار او قوي بحري قوة یې د یو هیواد قوت ګڼلې ده، لیکوال مخکي وايي که چیرې یو هیواد قوي بحري قوة ولري نو اړینه ده چې هغه به بحري بندرګاهې او مستعمرې هم ولري ترڅو هغه خپلې کښتې په امنیت هر ځاې چې وغواړي لنګرانداز کړي! دغه مستعمرې او بهرني (خپل کړي) بندرونه بیا د فاعل هیواد په اقتصاد او تجارت کې ستره ونډه لوبوي.

د یو داسې کتاب د مطالعې خاوند چې د هر چا په سوچ او فکر کې تیزي او توندوالې راولي په ۱۹۰۱ء کې د میکانلې په وژنه د امریکا د سپینې ماڼۍ تر دالانه پورې د امریکا په درست تایخ کې تر ټولو زیات د ګرمې وینې (ځوان) د صدراعظم په توګه ورسوه.

Big Stick diplomacy د غټې عصاء ډیپلوماسي

روزیولټ په خپل ټول سیاسي ژوند کې په دغه خبره پوخ یقین او ایمان درلود که چیرې امریکا د جنګ او جګړۍ څخه ځان ژغورل غواړي نو هغوي ته پکار دي چې هر وخت د جګړۍ لپاره آماده اوسي!
او امریکا ته پکار دي چې خپل ټول نظامي قوت نړیوالو ته وښايي ترڅو په نړۍ کې داسې څوګ پاتې نشي چې امریکايي مفادات او امریکا پخپله چیلنج کړي.

د روزیلوټ د بهرنیو چارو او پالیسي باندې د پوهیدلو لپاره یوازې د هغه دغه وینا کافي ده چې وايي :
"Speak softly and carry a big stick"
ژباړه : په نرمۍ خبری کړه خو د ځان سره یو کوتک هم ساته!

د خپلې همدغې روحې، نظر، او مفکوری په مټ روزیولټ نه یوازې یو ستر بحري فوځ جوړ کړ بلکه په مجموع کې یې ټول فوځ هومره قوي او مضبوط کړ چې د هغه وخت ستر، قوي، او د هوښیار بسمارک د جرمنۍ فوځ سره یې نه یوازې مقایسه کیده بلکه یو دوه ځل یې ورته د خپل موجودګۍ اظهار هم کړی ؤ!

د روزیولټ پالیسیانې، بهرنې چارې، او ډیپلوماسي نه یوازې د هغه وخت حالات متاثر کړل بلکه وروسته راتلونکي امریکايي صدراعظم، لینډن جانسن (۱۹۶۹-۱۹۶۳ امریکايي صدراعظم) یې هم زیات متاثر کړ ، لینډن جانسن هغه خپل هیرو ګاڼه! چې دغه بیا څه ناڅه د ویتنام په جګړه کې هم اغیزې لرلی!

د غټې اعصاء ډیپلوماسې ترڅنګ روزیولټ د نړۍ د نورو طاقتونو ترمنځ صلحې هم وکړی. په ۱۹۰۵ء کې یې د روسې او جاپان ترمنځ صلحه وکړه او بله صلحه یې د فرانسې او انګلیس ترمنځ د مراکش په سر جګړه کې وکړه! خو په دواړو مرحلو کې روزیولټي امریکا خپل خپل مفادات درلودل او د خپل استعمار، ګټو او مفاداتو خوندي کولو لپاره یې دا صلحې ترسره کړی.

د روس او جاپان ترمنځ په ۱۹۰۵ء کې د مانچوریا او د کوریا په سر جګړه پلي شوه، که څه هم د زار نیکولس دویم روسیه د هغه وخت یو ستر ځواک و خو بیا هم د یو آسیايي لخوا په جګړه کې د ماتې سره مخ شوه، د جاپان په دغو کامیابیانو روزیولټ دا محسوسه کړه که چیرې جاپان روس د دغه ځای څخه په مکمل ډول وشړي نو بیا د هغې مفادات او ګټۍ به په خطر کې ولویږي! نو ځکه امریکا په دغه جګړه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ صلحه وکړه او ورسره هغه خپل فوځونه د خپلی هغه پالیسي په سر ولیګدول ترڅو نړیوال د هغه ځواک وویني!

نور بیا........... ان شاء الله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more