د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

يو څو وړانديزونه!

محمود سعيد
01.01.2012

اسلام عليکم ورحمت الله.
زموږ يو ګران ورور روښان غفورزي په پښتون يون کې يوه ښکلې ليکنه کړې وه چې هلته پرې بحث روان دی.
دلته مې وغوښتل له تاسې سره ېې هم شريکه کړم.
په ډيراحترام سره ټولودوستانو ته وايم چي زما داليکنه يواځي پښتانه څيړي اودنورو قومونو په اړوند قضاوت نه کوي٠ په ريښتيا هم سياست له سياس عربي کلمي اخستل شوي او اصطلاحي معني ئي دټولني سمه لارښودي ده٠ حتي هغه نفر ته هم سياستمدار ويل کيږي چي دخپلي کورني مشري په غاړه لري٠ اودکورني غړوته په ورځنيو چارو کي مشوري ورکوي٠ له کومي ورځي چي دا نړي منځ ته راغلي نوددوه انسانانو ترمنځ ذهني مخالفت موجوددي حتي دانبيا وو عليه السلام په کورنيو کي وجود درلود٠ هابيل دخپل ورور قابيل سره نوح ع دخپل ځوي کنعان سره، يوسف ع دخپلو دولسو ورونو سره، حضرت ابراهيم ع له خپل پلار اذر سره، اوحضرت سرورکائنات محمد ص له خپلو ترونو سره ٠ په پخوانيوزمانو دااختلافاتو نوري وجهي درلودي ولي په شلمي اويويشتمي پيړيو زياتره اختلافات سياسي او اقتصادي جنبه لري٠ که خپل ګران هيواد افغانستان ته نظر کړو اوپه کي يواځي دپښتنو په ژوندرڼا نو جوته به شي چي پښتانه ددي هيواد په تاريخ سرنوشت ټاکونکي، قرباني ورکونکي، اوکړاوګالونکي قوم پاتي شوي٠ له اسکندر ديونان نه نيولي بيا تر بابره او تر اوسني حالاتو پوري ددي ټولو جنګونو زيات پيټي که مالي دي اوکه ځاني پښتنو پورته کړي٠ ولي چي دراحت اوارمي ورځي راغلي ميلي نورو کړي٠ ددي ټولو حالاتو پړه مونږ په خارجيانو هم نشو اچولاي زمونږ داخلي اختلافات ددي باعث کيږي چي داحالت په مونږ مستقر شي ٠ دوستانو راځي په لومړي سرکي دا علت چي دپښتنو هرو دريو حکومتونو نه وروسته ولي حالات جګړيز شي لا ندي لست وګوري٠
ميروئس نيکه -- شاه محمود --- شاه حسين --- جګړه اوسقوط دحکومت
احمدشاه بابا ---- تيمورشاه ---- شاه زمان --- جګړه اوسقوط دحکومت
عبدالرحمن خان -- حبيب الله خان --- امان الله خان -- جګړه اوسقوط دحکومت
شهيد نادرخان ---- ظاهر شاه --- شهيد داودخان --- جګړه اوسقوط دحکومت
بعضي دوستان شايد دالست غلط وبولي ځکه دتره کي، امين، کارمل او داکتر نجيب اوله هغه وروسته په کي څوک ندي يادشوي٠ خودوستانو دا هغه مشران دي کوم چي ټول هيواد اداره اودجګړي اور بل نه وو٠
که دافغانستان غميزي ته اشاره وکړو نود١٣٥٧ کال نه راپديخوا افغانستان په دوه بلاکو ويشل شوي يوطرف دجهاد نعاره وهل کيږي اوبل طرف دولتي خلک چي د١٣٧٢ کال نه وړاندي دکمونستانو پاتي شوني ويل زه نه غواړم پدي اړوند زيات وغږيږم ٠تاسو ټول پدي اړوند پوهيږي خو دداکتر نجيب دحکومت دسقوط نه وروسته پخواني داستان بيا تکرارشو هغه پښتانه چي دهيواد له هري پرګني ډير کړيدلي وو په عمل دسياسي ماتي سره مخ شول٠
زما زړه ته نږدي پښتنو راځي دهغو پښتنوو مشرانو برخليک وګورو چي دکابل اداره کي وو
١- نورمحمدتره کي ووژل شو
٢- حفيظ الله امين ووژل شو
٤ داکتر نجيب الله ووژل شو
٥ - شاه پور احمدزئ ووژل شو
ديو دوست له خولي خبر شوي يم چي اسلم وطنجار په روسيه کي دسرطان په ناروغي مړشو چي حتي کورني ئي دتداوي پيسي نه درلودي ٠
که دالست له غيرو پښتنو سره مقايسه کړو نود کارمل نه بغير چي هغه په سرطان مړشو نور ټول څوک يا په روسيه کي دي اويا په امريکا اواروپا کي داسي ژوند لري چي ته به فکرکوي چي دوي دافغانستان جګړو نه بيخي خبر ندي٠ که همدا حالات دي طرف دمجاهدينو لست کي وګورو پښتانه مشران ياپه کورکيناستل اويا يوځل دبي عدالتي په وجهه غرو ته وختل ٠تاريخ له سرنه تکرارشو دافغان اوانګليس دجبهو اتلو مشرانو سره دوخت ډيره غداري کړي وه٠ امين الله لوګري ئي وواژه غازي محمدجانخان وردګ په کورکي بندي وو، اوهمدارنګه ببرک ځدران له ملکه وشړل شو٠ شيرخان دهيواد شمال ته تبعيد شو٠ دلغمان ملک اسکندرشاه دهيواد شمال کندوز ته تبعيد شو چي دخفګان ځني کابل کي وفات شوو٠ دهاشم خان په وخت کي ئي دخپلواکۍ دجګړي دچترال دجبهي دستر قهرمان خان ميرزمان خان کنړي فاميل په دهمزنګ کي زنداني کړه٠ داسي ډيرنورمثالونه وجود لري او اوس هم پښتانه کړيږي،وژل کيږي اوپه يوه اوبل نوم زنداني کيږي ددي ټولو مشکلاتو دحل لپاره زمونږ واحدي رهبري ته ضرورت دي٠ زه پخپل څونقطي وړانديز لرم٠
١- تير په هير -- راځي دروښانه راتلونکي په خاطر اودخپل قوم دژغورولو تيري سهوي هيري کړو٠ يوبل ځني لکه ددوه خفه کورني غړو بخښنه وغواړو٠ ددي وړانديز نه وروسته اول ما دخپل شهيد پلار قاتلين معاف کړل هيله لرم ټول داسي وکړي٠
٢- په تيرو مه وياړي - که تاسو هرسياسي ګوند ستاسو خپل کار خوپخپل کار ډير مه وياړه ځکه داريا کيږي اوريا کاره بنده دخداي هم نه خوښيږي٠
٣- مړي مه ستائي ژوندي وستائي -- دوستانو يوعالم ويلي چي مړه ولسونه مړي ستائي٠ ګلونو څوک چي مړه يواځي الله ورسره پوه شه اوکار ئي له اخلاقي اړخه هم مړو پسي خبري کول ښه کار ندي٠ راځي هغه اتلان چي لرو او راته ژوندي وستايو،کومک ئي کړو اوځان له مړو ولسونو وکاږو
٤- دزړونو دلاسته راوړو کوښښښ وکړي-- که پوهيږي په يوه خبره څوک ناراضه کيږي ياپه يوه ليکنه ستادورور يا خور زړه درديږي اويا پوهيږي چي ستا ليکنه ستا په پښتني کور نفاق اچوي مه ئي خپروه دهغه پرځاي يوه ټوکه پورته چي ستادفاميل دغړو په سپيرو شونډو مسکا خپره کړي٠
دوستانو دد ټولو شيانو لپاره ستاسو دپښتونولي لوړعزم ته ضرورت دي٠ ددي سره زه څو وړانديزه نورلرم ٠
١ - دپښتنو دراتلونکي دښه کيدو لپاره دپښتنو مشري ته بايد يا له لوي پکتيا اويا هم دلوي ننګرهار نه مشر غوره شي٠ زما دکندهار دوستان دي نه خوا بدي کيږي ځکه دکندهار په مشري کي پښتنو تش په نامه مشري عملا امتيازيات دنورو لږکيو وو او دي٠
٢ - هريو لوستي پښتون بايد دوه نا لوستي د علم په ګاڼه سمبال کړي٠


سلامونه

tandar
01.01.2012

سلامونه
ملک قيس دخوګياڼيو ې هم ميموني ته تبعيد کړي و دخپل وخت يو ياد قومي شخصيت و
کله چه پس له ډيرو کلونو څخه وطن ته راغلو په زرهاو خلک ې حتي له هند او پاکستانه ستړي مشي ته راغلي وه
ما خپله هم په کي برخه اخيستي وه
يعني خپل پښتون قوم پري راټول و٠
اوس دي خداي پاک په ټولو کي ديوالي او ورورولي روحيه پيدا کړي
ديو ازاد هيواد په هيله
مننه


پتوال
01.01.2012

پښتون تنګ نظری نه دی خو لنډ نظری دی !
نور که هر څومره تنګ نظره هم وي خو دوراندېشه دي ، نوتنګنظري هم تر مطلبه پورې پټه ساتلی شي . آيا همدا سياست او د هغې کاميابي نه ده ؟
د پښتون له پراخ نظر څخه هم نور سياسي ګټه پورته کوي اولنډ نظري يې هم په خپله ګټه د جنګ جګړې له پاره استعمالوي !
پښتون په خپل پراخ نظر کې ځان د فرد په توګه ساتي خو خپل قام په کې محوه کوي . دده پراخ نظر هم سياسي نه دی نو ځکه تل
د جنګړې د ډګر ګټونکی او د سياست په ډګر کې بايلونکی دی !
جګړه په قام ګټي خو د قام له پاره يې نه ګټي ، يا شخصاً د ځان او يا پردو او يا هم دواړو له پاره جګړه ګټي، صرف د قام له پاره يې هېڅکله نه ده ګټلې نو
پښتون قام ځکه تل دسياست په ډګر کې ماتې خوړلې ده !


سلامونه

tandar
01.01.2012

سلامونه
پتوال صيب علت ې څه شي دي؟
زه مطمئن يم چه دافغان خاوره به ازاديږي چه په هر قيمت وي او هغه څوک اوقوم ې چه ازادوي معلوم دي هيڅوک پري سترګي نه شي پټولاي
دغه قوم ولي دسياست په ډګر کي وروسته پاتي دي؟
دانش نه لري؟
بي پروا او اعياش دي ؟
دخپل راتلونکي په هکله پيش بيني نه عاجز دي؟
همدغه پښتون قوم پخوا هم جنګيدلي و نن هم جنګيږي چه په هر قيمت وي خپل ملي ناموس ګټي زه مطمئن يم، مګر په راتلونکي کي ورته څه توصيه لري چه بيا ددغسو بدبختيو سره ې سر او کار نه شي؟
مننه


پتوال
02.01.2012

[color=darkblue:de42703e68]تندر صيب عليکم ستاسو غوړ سلام ![/color:de42703e68]
تاسو د خپلې پوښتنې ځواب ليکلی ، خو د پوښتنې په بڼه چې آيا پښتون :
[quote:de42703e68]دخپل راتلونکي په هکله پيش بيني نه عاجز دي؟ [/quote:de42703e68]
بالکل عاجز دی ، خو که ددې علت هم غواړئ نو علت يې :
بي اتفاقي او ځانځاني ده ، ځکه د يو قوم راتلونکی هم فردي نه وي ، ګډ او کولېکتيو راتلونکی لري نو ګډ اند او اندنه او ګډه پېشبيني غواړي ،
او دا کار ګډون ، همدردي او يو له بل سره پيوستون غواړي د ګډون ، خواڅوږۍ، ملاتړ او پيوستون شعور او احساس غواړي، احساس به يې يو څه ولري
خو دا بس نه ده، فکري ګډون غواړي ، د لر او بر ټول پښتون فکري ګډون ، قوميت او احساس خو يې شته ، خو اند او فکر ، فکري خوځښت
او فکري نهضت يې نشته ! دا دنده تل پردو په غاړه اخيستې او دپښتنو قومي طاقت او قوت څخه يې د ځان له پاره ګټه پورته کړې او پښتون يې
په پښتون وهلی او ګونډه کړی دی !
داچې پښتانه سره يو شي معجزه کوي په دې کې هېڅ شک نشته خو نه يو کيږي، دوښمن يې نه پرېږدي چې يو شي مګر داچې د دوښمن د ګټې له پاره
يې دوښمن سره يو کړي ، څو دپښتون د خپل قام ، خپل وطن او خپلو ملي ګټو پر ضد راوڅرخوي . که جنګوي يې هم ISI
او CIA يې جنګوي او که سره يو کوي يې هم ISI او CIA يې سره نږدې کوي .
داچې د پرديو ، دوښمنانو په واسطه يې نه په يووالي
او نه په پيلوالي کې ګټه شته په دې هم ژر نه پوهيږي او تر څو چې پوهيږي وخت يې له لاسه ورکړی وي ، دروغو کلي وران کړي وي او جناياتو
ښارونه سيزلي وي ! خبره ټوله په قومي بيدارۍ او ويښتابۀ کې نغښتې ده ، نه په جنګ جګړه کې ، پښتنو ډيرې جګړې کړي او ګڼ شمېر يې ګټلې هم دي ، خو
له ويښتابه او سياسي پيدارۍ پرته يې کړي او ګټلي ، نو څه ګټه يې ورته نه ده کړې ، بلکې په زيان يې تمامې شوي دي !
دا دپښتون ولس ګناه نه ده ،بلکې دا د پښتون ولس د مشرانو او رهبرانو ګناه ده ! هو د پښتون ولس همدومره ګناه ده چې دوی ميږې او پسونه پسونه کيږي
نو مشران به يې پخپله ورته ليوان ليوان کيږي او ددوی غوښې به خوري او په برخليک به يې لوبې کوي ! بس خبرې راڅخه ډيرې شوې، حال داچې لما خو تاسو پخپله ښه پوهيږئ او هرڅه تاسوته بهتره معلوم دي !
نو راځئ په دې عام فارمول پسنه وکړو چې د هر قام له پاره اعتبار لري ، خو مونږ به يې د پښتون په نامه داسې جمله بندي کړو چې
وتلی زړور جنګيالی قوم دی :
څومره چې پښتانه يوه جګړه په کمترينو تلفاتو ګټي هومره پښتون يو پوه او هوښيار قوم دی، خو څ،مره يې چې په زياتو
تلفاتو ګټي همومره پښتانه يو بې شعوره ، ناپوه او احمق قوم دی ! اوس يې نو تلفات او ناپوهي پخپله اټګلوه !
[color=blue:de42703e68]په ټوله افغاني پښتنې مينه والسلام[/color:de42703e68]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more