د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

fbi له تور لیست نه دملا محمدعمر مجاهد نوم لرې کړی دی

رښتینی
27.12.2011

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۷) له اوس څخه څو شیبي مخکي دایکسپریس ټریبیون انګریزي ورځپاڼي خبر خپور کړ، چي دامریکي دمحتده ایالاتو د ایف. بی. آی، اداري دطالبانو دمشر ملامحمد عمر مجاهد نوم له توره لیسته څخه وایستي، له دي څخه مخکي ملا محمد عمر مجاهد هم دامریکيانو په هغه لیست کي دالقاعدي دمشر اسامه بن لادن او ددغي ډلي له مرستیال ایمن الظواهري سره یوځای شامل وو، دغه دري سره کسان دنړي په کچه وامریکایانو ته ډیرمطلوبه کسان وو، او ددرو سره کسانوپرسر یی په ملینونو ډالر انعام اعلان کړی وو.

داچی اوس امریکایان دملامحمد عمر مجاهد نوم دایف. بی. آی له لیست څخه باسي ګمان کیږي چی دا به طالبانو او دافغانستان حکومت ترمنځ دبیا پخلایني په پروګرام مثبت پرمختګ رامنځ ته کړي.

تراوسه نه طالبانو اونه هم دافغانستان حکومت دامریکا یانو له لوري ددغه اقدام په اړه څه ویلي دي.

ایف بی آی ته د انتهایی مطلوبو کسانو لست دلته په کښيکاږلو سره کتلای شئ

او د انتهايي مطلوبو (په اصطلاح) د تروریستانو بشپړ لست دلته کتلای شئ

که څه هم د ایف بی آی په ویب پاڼه کي د ملا عمر نوم ایستل شوی، خو په یوه بله پاڼه کې د امریکا د پلازمیني واشنګټن څخه اداره کیږي او د عدالت لپاره انعام تر عنوان لاندي د ځینو کسانو نومونه ورکړي، چي په هغو کي اوس هم د ملا محمد عمر اخند پر سر لس میلونه ډالرو انعام پروت دی...

نن ټکی اسیا


larghonay laraway
28.12.2011

فکر نه کوم چې امريکا به ملاعمر پرېږدي. ځکه د امريکا د هر پارټنر وروستی انجام مرګ دی. لکه صدام حسين چې لومړی يې د امريکا په اشاره پر کويت حمله وکړه او بيا يې انجام ټولو وليد. همدارنګه اسامه او نور هم درواخله. نو ملاعمر د امريکا يو مهم پارټنر او افغانستان ته د امريکايانو د راتګ يوازينی عامل دی خو د داسې خلکو انجام ډېر بې خونده وي ځکه چې هيڅ حکومت او استخباراتي کړۍ نه غواړي چې راز يې لوڅ شي. ولې يوازې الله جل جلاله کولی شي چې د هر غاصب او جاسوس طلسمونه مات کړي او ويې شرموي.
امريکا هيڅکله هم د ملاعمر د کلکې څارنې لپاره عملي شواهد نه لري دا يوازې بهانه ده. اوس فکر کوم د لوبې شکل بدلېږي نو ملاعمر هم بايد د اسامه په څېر د خلکو له ذهنه ووځي او بدله لوبه پيل شي.


پتوال
28.12.2011

سلامونه !

[quote:a92cf7884c]ایف بی آی ته د انتهایی مطلوبو کسانو لست دلته په کښيکاږلو سره کتلای شئ او د انتهايي مطلوبو (په اصطلاح) د تروریستانو بشپړ لست دلته کتلای شئ [/quote:a92cf7884c]

ډير ښه خبر دې نشر کړی، خو لا د پاسنی لينک پوروړی پاتې شوی يې .
دا يو ه اړينه خبره وه ښه شوه تر سره شوه زمونږ ملا جان ته دې مبارک وي !
د قطر د خبرو د پيلولوله پاره دا مهم شرط دی او د قطر خبرې اترې د طالبانو له پاره تر هرڅه مهمې دي . د کرزي په ژبه شمالي ټلوالې غوښتنې
د سولې په خبرو اترو کې کې خنډ جوړوي حال داچې يو ګوډاګی حکومت حق نه لري چې د سولې د خبرو اترو پيلولو ته شرط کيږدي .
انشا الله چې د سولې د خبرو اترو په اړه به د الله مرسته او د افغان ملت ننګه او ملاتړ له ملا محمد عمر مجاهد سره ملګرې وي !
خدای دې وکړي چې د ISI له بد سيوري څخه چيرې ليرې دا خبرې تر سره شي !


عادل عادل
29.12.2011

السلام علیکم

دروند پتوال صاحب زه هم ستاسو د خبرو په تایید یاد پرمختګ ته ستاسو په شان خوشبین یم.

الله ج دې د عام افغان وولس حال په خپل فضل سره و سم ته بدل کړي،،، آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more