نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ډیموکراسی یا اولسواکی
Naeem sadat
21.12.2011
۷۸۶
ګراڼو وروڼو السلام علیکم
ما د پتوال صاحب سره د (پښتو ژبه د بن له کنفرانس نه وایستل شوه )په بحث کی ژمنه کړی وه چی په اولسواکی به انشالله مفصل غږیږو خو ددی لپاره چی هغه بحث یواځی د پښتو ژبی لپاره ځانګړی شی نو ددی لپاره می دا لیکنه دلته وکړه
پتوال صاحب د حقیقت موندل هغه هدف دی چی موږ او تاسی یی د موندلو لپاره هلی ځلی کوو ، خو زیاتره وخت حقیقت ډیر په اسانی سره لاسته نه راځی خصوصاً په نن سبا زمانه کی د حقیقت دموندلو لپاره ډیر زیار ډیر تفکر او ډیری مطالعی ته ضرورت دی
خو متاسفانه زموږ بعضی وروڼه یا زموږ بعضی وطنوال د ډیر تفکر یا د ډیری مطالعی حوصله نلری ، ددی په عوض چی پخپله د حقیقت په لټه کی شی د نورو په لاس د جوړ شوی جعلی حقیقت په منلو اکتفا کوی چی ددوی له دی ضعفه نړیوال استعمار ډیره ښه ګټه پورته کوی او په ټوله نړی د خپل حکومت د کولو لپاره خلکو ته جعلی حقیقتونه په ډیر ښایسته ډول جوړوی او زموږ خلګ یی هم بغیر له دی چی دا جعلی حقیقتونه چڼ کړی او وګوری چی څومره په دی کی حقیقت دی او څومره جعل دا جعلی حقیقتونه د هغه جعلی ښایست له کبله چی ددی جعلی حقیقتونو طراحان یی ورته جوړوی په پټو سترګو منی
ددی جعلی حقیقتونو څخه په افغانستان کی یو پرونی کمونیزم وو اوبله ننی غربی لیبراله ډیموکراسی یا که په بل عبارت ووایو غربی ازاده اولسواکی ده
زموږ خلګ داسی فکر کوی چی د ډیموکراسی مطلب لکه چی له نومه یی پیدا ده (اولسواکی ) د خلکو دخوښی دولت ده یا د یوه هیواد د اکثریتو خلکو دخوښی دولت ده یا په بل عبارت یو ډیموکراټ دولت هغه دولت دی چی د هغه هیواد د اکثریتو خلکو په خوښه منځته راغلی وی چی تر دی ځایه موږ هم د ډیموکراسی سره مخالفت نلرو
یعنی انتخابات یو اسلامی اصل دی
کله چی زه وایم چی زه د غربی لیبرالی ډیموکراسی مخاف یم دا دا معنا نلری چی زه د انتخاباتو مخالف یم
انتخابات یا انتخابی دولت دا ټوله ډیموکراسی نه ده بلکی د ډیموکراسی يو جز دي چی زموږ زیاتره خلګ هم په ډیموکراسی کی یواځی همدا جز وینی او نړیوال استعمار هم زیاتره وخت یواځی خلکوته د ډیموکراسی همدا جز تیلیغوی چی زموږ زیاتره نیمه باسواده روشنفکران هم داسی فکر کوی چی د ډیموکراسی مفهوم انتخابی دولت ده
کله چی موږ دانتخاباتو مخالف نه یو نو بیا د ډیموکراسی سره موږ په څه کی اختلاف لرو
که چیرته داسی پوښتنه وشی چی په غربی لیبراله ډیموکراسی کی د خلکو اکثریت چی کله پریکړی کوی او یا د خلکو داکثریتو انتخابی دولت چی کله پریکړی کوی ایا دوی پخپلو پریکړو کی مطلق ازاد دی
ځواب
نه ، د غربی لیبرالی ډیموکراسی له نظره د خلکو مطلق اکثریت د خپلو پریکړو په کولو کی مطلقه ازادی نلری ، د غربی لیبرالی ډیموکراسی له نظره د خلکو اکثریت باید د لیبرالی ډیموکراسی له اصولو سره سمی پریکړی وکړی
یعنی که چیری د یوه ډیموکراټ دولت اکثریت خلګ د ډیموکراسی د اصلو خلاف پریکړه وکړی چی د ډیموکراسی د اصولو سره په ټکر کی وی نو دا د اکثریتو پریکړه به د لیبرالی ډیموکراسی لپاره دمنلو وړ نه وی
لکه چی زموږ د اسلامی اصولو مطابق هم په یوه منتخب اسلامی دولت کی که چیری ددولت اکثریت خلګ د اسلامی اساساتو یاد اسلامی اصولو سره په مخالفت کی کومه پریکړه وکړی نو داسلامی اصولو مطابق دا پریکړه دمنلو وړ نه ده
د اسلامی اصولو له نظره باید دخلکو اکثریت د اسلامی احکامو مطابق پریکړی وکړی او که چیری دا اکثریت د الهی احکامو سره په ټکر کی کومه پریکړه وکړی نو دا پریکړه دمنلو وړ نه ده
خو د لیبرالی ډیموکراسی له نظره د خلکو اکثریت باید د لیبرالی ډیموکراسی د اصولو مطابق پریکړی وکړی اوکه چیری د خلکو اکثریت داسی پریکړه وکړی چی د ډیموکراسی داصولو سره په ټکر کی وی نو د ډیموکراسی داصولو مطابق دا پریکړه دمنلو وړ نه ده
یعنی په غربی لیبراله ډیموکراسی کی د خلکو غوڅ اکثریت په خپلو پریکړو کی مطلقه ازادی نلری
نو بیا یوه بله پوښتنه را پیدا کیږی کله چی په ډیموکراسی کی د خلکو مطلق اکثریت پخپلو پریکړو کی مطلقه ازادی نلری نو بیا د ډیموکراسی له نظره ازادی څه ته وایی
ځواب
د ډیموکراسی له نظره ټولنه یا د خلکو اکثریت په خپلو پریکړو کی مطلقه ازادی نلری خو یو شخص پخپلو شخصی پریکړو کی تر هغه ځایه ازاد دی چی دبل شخص ازادی متضرره نکړی
ډیموکراسی په دی اړه داسی شعار ورکوی
(د یوه شخص ازادی په هغه ځای کی ختمیږی چیرته چی د بل شخص ازادی شروع کیږی )
یعنی یو شخص یوازی دبل شخص ازادی ته مسول دی او بس او په نورو خپلو شخصی پریکړو کی مطلق ازاد دی
په اسلامی ټولنه کی داسلامی اصولو مطابق هر مسلمان شخص که ښځه وی او یا نر په خپلو شخصی پریکړو کی مطلق ازاد نه دی یعنی هر مسلمان پخپلو شخصی پریکړو کی الله (ج) ته مسول دی
او څرنګه چی د الله (ج) ټول احکام د ټولی ټولنی په ګټه دی نو دا دا معنا لری چی هر مسلمان چی خپل اسلامی مسولیت اداع کوی چی له یوه طرفه دا مسلمان خپل اسلامی مسولیت اداع کوی او له بلی خوا خپلی ټولنی ته خدمت کوی او کله چی یوه ټولنه الهی احکام عملی کوی له یوه طرفه هغه ټولنه الهی احکام عملی کوی او له بلی خوا دا ټولنه د ښه والی او پرمختګ په لوری ځی
په دیموکراسی کی دشخصی ازادی مفهوم همدا دی چی یو شخص د الله (ج) پروړاندی له مسولیته ازادوی او همدا راز نوموړی شخص پخپلو شخصی پریکړو کی د ټولنی او کورنی له مسولیته ازادوی
په ډیموکراسی کی یو شخص یواځی او یواځی د بل شخص ازادی ته مسول دی
زه دلته تاسوته فقط د ډیموکراسی د شخصی ازادی چی غربیان دومره پری ویاړی یواځی یومثال وړاندی کوم چی غربی نړی یی له ورکیدو سره مخامح کړی ده
هغه داچی په یوه ډیموکراټیکه ټولنه کی نه دولت نه ټولنه نه کورنی او نه مور او پلار او نه کوم بل څوک دا حق لری چی یوه جلی دیته مجبوره او یا وهڅوی چی واده وکړی او ماشومان وزیږوی ځکه کله چی یوه جلی نه غواړی چی واده وکړی او ماشومان وزیږوی د ډیموکراسی داصولو سره سم په دی ډول نوموړی جلی د بل شخص ازادی نه تهدیدوی او دا جلی هم پخپلو شخصی پریکړو کی مطلقه ازادی لری او دهیچا په مقابل کی هم مسولیت نلری
لکه څرنګه چی مسولیت پذیری زموږ دعقل نتیجه ده چی الله (ج) موږ ته راکړی او موږ یی اشرف د مخلوقاتو ګرځولی یو
له مسولیته ازادی یا په بل عبارت له عقل څخه تیښته ده یعنی زموږ عقل موږ دیته مجبوروی چی مسولیت ومنو با مسولیته ژوند وکړو الله (ج)وپیژنو او اطاعت یی وکړو کور جوړ کړو واده وکړو ماشومان وزیږوو او خپلوماشومانو ته ښه تربیه ورکړو
خو یو سپی چی حیوان دی او عقل نلری د همدی عقل د نلرلو له وجهی مسولیت نه منی او یواځی د خپلو حیوانی غرایضو د پوره کولو لپاره ژوند کوی که چیری له موږه هم زموږ عقل واخیستل شی نو موږ به هم دهغه سپی په څیر یواځی د خپلو حیوانی غرایضو د پوره کولو لپاره ژوند کوو
ډیموکراسی هم له هغی جلی چی ما پاس یاده کړه ټول مسولیتونه لری کوی او ددی جلی عقل یواځی دحیوانی غرایضو د پوره کولو لپاره کار کوی نو ددی جلی موقف له سپی نه هم ښکته دی ځکه چی سپی خو یواځی د خپلو حیوانی غرایضو تر حاکمیت لاندی ژوند کوی خو دا جلی نه تنها چی د خپلو حیوانی غرایضو د حاکمیت لاندی ژوند کوی بلکی خپل عقل هم چی د حیوانی غرایضو د کنترول لپاره ورکړل شوی د خپلو حیوانی غرایضو تابع کړی
خلاصه دا جلی نه واده کوی او نه غواړی چی د ماشوم د زیږولو تکلیف پرځان تیر کړی ځکه چی د ډیموکراسی د اصولو سره سم داجلی هیچاته هم مسولیت نلری او ټول ژوند د خپلو حیوانی غرایضو د پوره کولو لپاره تیروی
او په یوه ټولنه کی چی څومره ډیره ډیموکراسی عملی کیږی په هغومره اندازه په هغه ټولنه کی ددی ډول نجونو شمیر زیاتیږی
د غربی هیوادونو د رسمی اعمارو له مخی همدا اوس د هر غربی هیواد نفوس په کال کی ۱٪ کمیږی او دوی مجبور دی چی خپل نفوس له مهاجرو پوره کړی
همدا اوس د ډیموکراسی د شخصی ازادی له برکته ټول ارپایی نژاد د ورکیدو په حال کی دی
اوس به راشو دیته چی د ډیموکراسی اصول کوم دی
ډیموکراسی مطلق حقیقت نه منی او ددوی په نظر مطلق حقیقت وجود نلری او ددوی په نظر په هر عصر او زمان کی د هغه وخت خپل منل شوی حقیقتونه وی
فرض مثال
که چیری موږ له ډیموکراسی پوښتنه وکړو چی دوسوه یا دری سوه کاله مخکی چی اروپایانو او امریکایانو له افریقا څخه خلګ په زور د غلامی لپاره اروپا او امریکا ته راوستل دا کار روا وو که ناروا
نو د ډیموکراسی ځواب به داسی وی
چی هغه وخت دا یو منل شوی حقیقت وو خو د نن ورځی یا د ننی عصر لپاره دا یو ناروا عمل دی
او که چیری موږ له ډیموکراسی څخه دوه یا دری سوه کاله بعد پوښتنه وکړوچی دوه یا دری سوه کاله مخکی چی اروپایانو او امریکایانو په افغانستان او عراق حمله وکړه او افغانان او عراقیان به یی وژل ایا دا کار روا وو که ناروا
نو د ډیموکراسی ځواب به په دی ډول وی
دا دهغه وخت یو منل شوی حقیقت وو خو د ننی عصر لپاره دا کار ناروا ده
خلاصه د خبری د ډیموکراسی له نظره دهر زمان خپل منل شوی حقیقتونه وی او دا خو واضح خبره ده چی په هر زمان کی دهغه زمان حاکمه طبقه د هغه زمان حقیقتونه وضح کوی یعنی دا دا معنالری چی د ډیموکراسی اصول د غلامی اصول دی
دلته هم زموږ اسلامی اساسات له ډیموکراسی سره په ټکرکی دی ځکه چی موږ مسلمانانوته الله(ج) د محمد (ص) په واسطه مطلق حقیقت رالیږلی دی چی موږ خپلی ټولی پریکړی په هرزمان کی ددی مطلق حقیقت په رڼا کی کوو خو ډیموکراسی دا مطلق حقیقت نه منی
نتیجه
نتیجه داچی یو انسان یا کولای شی مسلمان شی او یا ډیموکرات
یو مسلمان په هیڅ صورت ډیموکراټ نه دی او یو ډیموکراټ په هیڅ صورت مسلمان نه دی
ت
ډاکتر څپاند
22.12.2011
ښاغلي نعيم ملتوال صيب ته:
[quote:10a5f1ef99]
خو متاسفانه زموږ بعضی وروڼه یا زموږ بعضی وطنوال د ډیر تفکر یا د ډیری مطالعی حوصله نلری ، [color=white:10a5f1ef99]ددی په عوض چی پخپله د حقیقت په لټه کی شی د نورو په لاس د جوړ شوی جعلی حقیقت په منلو اکتفا کوی [/color:10a5f1ef99][color=orange:10a5f1ef99]چی ددوی له دی ضعفه نړیوال استعمار ډیره ښه ګټه پورته کوی او په ټوله نړی د خپل حکومت د کولو لپاره خلکو ته جعلی حقیقتونه په ډیر ښایسته ډول جوړوی[/color:10a5f1ef99] او زموږ خلګ یی هم بغیر له دی چی دا جعلی حقیقتونه چڼ کړی او وګوری چی څومره په دی کی حقیقت دی او څومره جعل دا جعلی حقیقتونه د هغه جعلی ښایست له کبله چی ددی جعلی حقیقتونو طراحان یی ورته جوړوی په پټو سترګو منی [/quote:10a5f1ef99]
ملتوال صيب،
که هر انسان،ستاسو دعقيدې پر بنسټ دحقيقت په لټه کې شي،نوايادا به ممکنه وي
چې ټول يا اکثر خلک يوه واحد حقيقت ته ورسيږي؟ دبشريت تاريخ وائي چې نه،داسې امکان نشته٠ولې؟ که داسې امکان موجود وې،نن به دنړې ټول خلک يااکثر خلک مسلمانان ول،ځکه چې اسلام سترحقيقت دی٠
چې دجعلي "حقايقو"طراحان دومره مهارت لري چې جعل ته ښايست ور او په خلکو ئي مني،نو په موږ مسلمانانو څه افت او بلا لږېدلې چې خپل حقيقي دين
مو "زشت" کړې او نن د "ديندار"،بې دينه،هندو،نصارا،يهود،کمونست او دموکرات سره يو دوه نشو ويلې؟
دهرچا سره چې مخ شې، ستا دې په ظاهره اسلامي ځواکونو "غېر انساني"
کړه در ته په ګوته کوي!
پوښتنه؟
داسلام دمقدس دين تاريخ ١٥٠٠ کاله عمر لري،حال داچې داسلام ننې څېره
يواځې ٦٠-٧٠ کاله قدامت پېدا کړی دی،مګر ولې؟
مسلمانان دتيرې زېږديزې پېړۍ تر نيمائي،په سوله او صفا کې دنورو اديانو دې پېراونو سره اوسېدل،خو کله چې دجعلي حقيقت دمالکانو تر منځ تضاد پېدا شو(کمونيزم-کپيټاليزم)،جعلکارانو په مهارت سره وکړې شول چې مسلمانان دخپل مقابل دښمن دذپلو لپاره وکاروي٠دمسلمانانو سوله،صبر،حوصله او نور مثبت صفات ئي تضعيف
او دهغو تعرضي او زشت اعمال ئي تقويه اوځواکمن کړه٠پرون چې مسلمانان
دکمونيزم په مقابل کې جنګېدل،قهرمانان ول خو نن چې دې بل متعرض په
مقابل کې جنګېږي،دترورست لقب ئي تر لاسه کړی دی٠
(مشرانو څومره ښه ويلي دي:مه دومره خوږ شه چې وخوړل شئ،او نه دومره تريخ شه چې ايسته ګذار شئ)
[quote:10a5f1ef99]د ډیموکراسی له نظره ټولنه یا د خلکو اکثریت په خپلو پریکړو کی مطلقه ازادی نلری خو یو شخص پخپلو شخصی پریکړو کی تر هغه ځایه ازاد دی چی دبل شخص ازادی متضرره نکړی
ډیموکراسی په دی اړه داسی شعار ورکوی
(د یوه شخص ازادی په هغه ځای کی ختمیږی چیرته چی د بل شخص ازادی شروع کیږی )یعنی یو شخص یوازی دبل شخص ازادی ته مسول دی [/quote:10a5f1ef99]
دا شعار خو په ښکاره،ښايسته شعار دی،خو غربي دموکراتان ئي په منافقت سره داسې رنګه کوي چې يواځې ئي پخپلو ټولنو کې د تطبيق وړ بولي ،مګر کله چې دافغانستان،عراق،ليبيا ٠ ٠ ٠٠حقوق مطرح شي نو بيا هلته داسلام ټيکه داران،سعوديان،پاکستانيان او ورته نور غلامان،دزرخريده "اسلامي عالمانو"
جعلي فتوی ګانې،دغرب په ګټه را مېدان ته او ترويج ئي کړي٠
[quote:10a5f1ef99]په اسلامی ټولنه کی داسلامی اصولو مطابق هر مسلمان شخص که ښځه وی او یا نر په خپلو شخصی پریکړو کی مطلق ازاد نه دی یعنی هر مسلمان پخپلو شخصی پریکړو کی الله (ج) ته مسول دی [/quote:10a5f1ef99]
ډير ښه،معقول او منطقي استلال،شاباش او ١٠٠ افرين٠
چې انسان الله ج ته مسؤل دی،نو ځما،ستا،دولت،طالب او ملا ئي پرې څه؟؟
ټولنه او دې خدای ج ټول بندګان مسؤوليت لري چې انسان ته سمه لاره په ګوته کړي٠کورنۍ،ښونځی ماجت ،مدرسه او ټول خلک دا دنده او مسؤليت لري چې ګمراهان سمې لارې ته هدايت کړي٠
[color=yellow:10a5f1ef99]هغه چې نه اصلاح کېږي،دشرعي اصولو پر بنسټ دې مسؤلو مقاماتو په وسيله محکوم او دمحکمې حکم د مسؤلو مقاماتو په وسيله اجرا کېړي٠[/color:10a5f1ef99]
دې موضوع ته ستا خاصه توجه غواړم:
دسمې لارې تبليغ دې هر انسان خاصتا مسلمان مسؤليت دی٠
مګر اشخاص،افراد،سازمانونه او غورزنګونه دا حق نلري چې څوک مجازات او يا دخپلې خوښې او سليقي پر بنياد ورته دږيرې،جامو او ورته نورو شيانو
فرمايش ورکړي او پرې تطبيق ئي کړي٠
[quote:10a5f1ef99]زه دلته تاسوته فقط د ډیموکراسی د شخصی ازادی چی غربیان دومره پری ویاړی یواځی یومثال وړاندی کوم چی غربی نړی یی له ورکیدو سره مخامح کړی ده
هغه داچی په یوه ډیموکراټیکه ټولنه کی نه دولت نه ټولنه نه کورنی او نه مور او پلار او نه کوم بل څوک دا حق لری چی [color=red:10a5f1ef99]یوه جلی دیته مجبوره[/color:10a5f1ef99] او یا وهڅوی چی واده وکړی او ماشومان وزیږوی ځکه کله چی یوه جلی نه غواړی چی واده وکړی او ماشومان وزیږوی د ډیموکراسی داصولو سره سم په دی ډول نوموړی جلی د بل شخص ازادی نه تهدیدوی او دا جلی هم پخپلو شخصی پریکړو کی مطلقه ازادی لری او دهیچا په مقابل کی هم مسولیت نلری [/quote:10a5f1ef99]
ملتپال صيب،
ستا او ستا پشان دنورو ځوانو مفسيرينو ستره خطا همدلته ده :shock: :shock:
نکاح سنت دې،هيڅوک حق نلري چې دسنتو په اجرا څوک مجبور کړي٠
ستاسو دا ډول استدلال،په واقعيت کې اسلام دښمنه ځواکونو ته بهانه په لاس ورکوي چې داسلام خلاف "مستند" تبليغ وکړي٠
واده او ماشوم لرلو ته دې هڅون پخاطر په ځيني غربي هيوادو کې نقدي جوايز هم ورکول کېږي،مګر دې واده جبر په هيڅ دين او عقيده کې نشته٠
تا مبدا نا درسته شروع کړې،خبر او نتيجه ګيري دې هم نادرسته کړې٠
پدې ستره بشري ټولنه کې ديو څوشپو ژوندون پاره موږ بايد تلاش وکړو چې
دنورو اديانو دپېراوانو سره مشترک اهداف پېدا کړو٠
داسلام په صدر کې مسلمانان دنورو هېوادو تر څنګ په سوله او صفا کې اوسيدل٠اسلام عمدتا دتبليغ او د مسلمانانو دښو او عالي اخلاقو په وجه ټولې نړۍ ته رسېدلې دی٠
اسلام او دموکراسي ،دانساني ټولنې لپاره ګڼ مشترک او يوکم شمير مختلف او ناڅيزه متضاد،طرز العملونه لري،خوزموږ "ځوان او جديده مسلمانان"اغلبا دې غربي دموکراسۍ دټيکه دارانو په لمسون،پدې هڅه کې دي څو تضادونه را برسېره او مشترک ځنځيرونه وشلوي٠
جنګ دې کاپيټاليزم دې دوام ستره وسيله ده٠
Re: ډیموکراسی یا اولسواکی
پتوال
22.12.2011
[quote:b8d7f3ad9d="نعیم ملت وال"]۷۸۶
زموږ خلګ داسی فکر کوی چی د ډیموکراسی مطلب لکه چی له نومه یی پیدا ده (اولسواکی ) د خلکو دخوښی دولت ده یا د یوه هیواد د اکثریتو خلکو دخوښی دولت ده یا په بل عبارت یو ډیموکراټ دولت هغه دولت دی چی د هغه هیواد د اکثریتو خلکو په خوښه منځته راغلی وی چی تر دی ځایه موږ هم د ډیموکراسی سره مخالفت نلرو [color=red]یعنی انتخابات یو اسلامی اصل دی [/quote:b8d7f3ad9d][/color
ملتوال صيب سلامونه !
زه هم وايم چې د ولسواکۍ مهم جز او مهم اصل او اساس د ولس له خوا انتخابات دي او دا انتخابات د اسلامي حکومت هم مهم اصل دی
نو ولسواکي په اسلام کې شته او بايد وي! خو را به شو عمل ته :
١٤ کاله کيږي چې اسلامي نړيواله ټولنه وجود لري، خو ته راته ووايه چې کله ، چيرې او څومره وخت اسلامي حکومت د مسلمان امت يا مسلمان ولس په خوښه په انتخاباتو کې ټاکل شوی دی ، د راشيدينو خلفاو محدودترينه دوره به استثنا وګڼو . ايا سلطنتونو د خلفاو ځای و نه نيوه ، ميراثي پادشاهۍ رامنځته نشوې او اسلامي نظام يې په دې ضعيف نه کړ چې انتخابات يې له منځه وېوړل ؟
بايد ووايم چې د ولسواکۍ پر ځای جمهوري نظام د انتخابيت پرينسيپ لا ښه انځوروي .
[quote:b8d7f3ad9d]انتخابات یا انتخابی دولت دا ټوله ډیموکراسی نه ده بلکی د ډیموکراسی يو جز دي [/quote:b8d7f3ad9d]
که يو جز هم دی خو مرکزي جز او برخه ده، ځکه له آزادو انتخاباتوپرته دموکراسي
نشي تصور کېدای، دا داسې مثال لري لکه په ونه کې ريښې، د ونې ډډ، څانګې، ګلونه او ميوې تر منځ چې ډډ د ونې ستر جز دی دغسې آزاد سري عام او عادلانه ټولټاکنې د دموکراسۍ ډډ جوړوي ، او داښه ده چې د دموکراسۍ د ونې ډډ په اسلام کې شته ، خو دا بده او خجالت ځای دی چې په ١٤٠٠ کالو کې اسلامي نړۍ
دغه اسلامي دموکراسي پلې نکړای شوه !
تاسو د اسلام دين د يوې حکومتي توګې اوروش سره مقايسه کړی، دين د بل دين سره مقايسه کول پکار دي او د حکومت يو روش د حکومت د بل روش سره، لکه دموکراسي له ديکتاتورۍ سره ،
ځکه ديکتاتوري او دموکراسي سره خوا په خوا وجود نشي لرلای خو اسلام او دموکراسي يو دبل ترڅنګ وجود لرلی شي ، يو دبل مکمل او بشپړونکی هم ګرځي ، مثلا بيعت په انتخاباتو پشپړيږي ، د دموکراسۍ آزادي په اسلامي اخلاقو،
نور مسوليتونه په ديني امرو نهی سره تکميليږي !
په اسلام کې اجر اوعذاب فردي او د فردي عمل پورې اړه لري ، په ولسواکۍ کې هم د سزا مسول او د مجرا وړ فرد او فردي عمل ګرځي ،
نور بيا
Naeem sadat
25.12.2011
۷۸۶
ګراڼو ورڼو السلام علیکم
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]ملتوال صيب،
که هر انسان،ستاسو دعقيدې پر بنسټ دحقيقت په لټه کې شي،نوايادا به ممکنه وي
چې ټول يا اکثر خلک يوه واحد حقيقت ته ورسيږي؟ دبشريت تاريخ وائي چې نه،داسې امکان نشته٠ولې؟ که داسې امکان موجود وې،نن به دنړې ټول خلک يااکثر خلک مسلمانان ول،ځکه چې اسلام سترحقيقت دی٠ [/color:e368546055]
څپاند صاحب یو څه چی په تیرو کی نه وی شوی دا معنا نلری چی په اینده کی به هم نه کیږی ، داسلام د سپیڅلی دین هدف همدا دی چی د نړی ټول خلګ یو وخت مطلق حقیقت چی د اسلام مبارک دین دی ورسیږی او موږ الحمدالله پر دی عقیده لرو
څپاند صاحب لیکلی
[color=red:e368546055]چې دجعلي "حقايقو"طراحان دومره مهارت لري چې جعل ته ښايست ور او په خلکو ئي مني،نو په موږ مسلمانانو څه افت او بلا لږېدلې چې خپل حقيقي دين
مو "زشت" کړې او نن د "ديندار"،بې دينه،هندو،نصارا،يهود،کمونست او دموکرات سره يو دوه نشو ويلې؟[/color:e368546055]
څپاند صاحب دوی له جعلی ښکلا څخه استفاده کوی لکه فحش ، دروغ ، جعل ، فریب چی دا کارونه زموږ په دین کی ناروا دی یعنی له هغی جعلی ښکلا څخه چی دوی استفاده کوی زموږ په دین کی او زموږ په عقیده ناروا دی که چیری موږ هم ددوی په شان له جعلی ښکلا څخه ددوی په مقابل ګټه واخلو نوبیا زموږ او ددوی فرق په څه کی شو که چیری موږ هم له هغو افزارو استفاده وکړو چی دوی یی زموږ په مقابل کی استعمالوی نو په هغه صورت کی به موږ هم یو شیطانی قوت وو نه حقانی
ددوی په مقابل کی زموږ اسلحه زموږ حقانیت ده خو ددی لپاره چی دا حقانیت په ټوله نړی کی وځلیږی او ددی نړی ټول خلګ دا حقیقت ووینی
موږ باید دا جعلی ښکلاوی چی انسانان نشه کوی او دسالم عقل څخه یی لری کوی له منځه یوسو چی په همدی موږ اخته یو
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]دهرچا سره چې مخ شې، ستا دې په ظاهره اسلامي ځواکونو "غېر انساني"
کړه در ته په ګوته کوي![/color:e368546055]
زه پوه نشوم چی له غیر انسانی کړو څخه ستا مطلب څه وه که درته تکلیف نه وی نو لیګ مهربانی وکړه او تشریح یی کړه
څپاند صاحب لیکلی
[color=red:e368546055]پوښتنه؟
داسلام دمقدس دين تاريخ ١٥٠٠ کاله عمر لري،حال داچې داسلام ننې څېره
يواځې ٦٠-٧٠ کاله قدامت پېدا کړی دی،مګر ولې؟
مسلمانان دتيرې زېږديزې پېړۍ تر نيمائي،په سوله او صفا کې دنورو اديانو دې پېراونو سره اوسېدل،خو کله چې دجعلي حقيقت دمالکانو تر منځ تضاد پېدا شو(کمونيزم-کپيټاليزم)،جعلکارانو په مهارت سره وکړې شول چې مسلمانان دخپل مقابل دښمن دذپلو لپاره وکاروي[/color:e368546055]
څپاند صاحب ستاسی مطلب لکه چی له د (داسلام ننی څیره)څخه داسلام ننی انقلاب دی چی ۶۰ـ۷۰ کاله مخکی نه ده شروع شوی بلکی دا انقلاب تقریباً ۱۵۰ کاله مخکی شروع شوی کله چی یوه د اسلامی انقلاب له شروع کونکو څخه سید جماالدین افغانی نوموړی انقلاب شروع کاوه په هغه وخت کی مارکس لا زیږیدلی هم نه وو
یعنی اسلامی انقلاب د کاپیتالیزم او کمونیزم د اختلاف نتیجه نشی کیدای بلکی لکه څنګه چی هرڅه په خپل وخت را منځته کیږی اسلامی انقلاب د خپل وخت د رارسیدو نتیجه ده
او دا چی اسلامی انقلاب د استعمارګرانو د خپلمنځی اختلاف څخه ګټه پورته کوی یاکه په بل عبارت ووایو چی د اسلامی انقلاب په ګټه الله (ج) ددوی په منځ اختلاف واچاوه
الله (ج) وعده کړی چی ته حرکت کړه زه به برکت کړم
کله چی نن استعمارګران د خپلمنځی اختلاف له وجهی په عربی هیوادونوکی خلکوته دا واک ورکوی چی خپل دولتونه پخپله وټاکی زموږ لپاره دا مهمه نه ده چی له دی کاره د غربی استعمار مطلب د شرقی استعمار نړول دی او دوی غواړی چی دا پاڅونونه تر روسیی او چینه ورسوی ، موږ ته دا مهمه ده چی الله (ج)ددوی په منځ داسی اختلافونه وراچوی چی موږ کولای شو ترینه ګټه پورته کړو او موږ ته دا مهمه ده چی په دی لړی کی به په عربی هیوادونو کی اسلامی انقلابونه عملی شی
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]دا شعار خو په ښکاره،ښايسته شعار دی،خو غربي دموکراتان ئي په منافقت سره داسې رنګه کوي چې يواځې ئي پخپلو ټولنو کې د تطبيق وړ بولي[/color:e368546055]
څپاند صاحب په ډیموکراټیکو ټولنوکی هم نوموړی شعار نه عملی کیږی غربیان یواځی په دی شعار خلګ غولوی
ډیموکراتان وایی چی په یوه ډیموکراټیکه ټولنه کی یو شخص پخپلو شخصی پریکړو کی تر هغه ځایه چی دبل شخص ازادی شروع کیږی مطلق ازاد دی خو دوی له دی سترګی پټوی چی په دیموکراټیکه ټولنه کی یوشخص پخپلو شخصی پریکړو کی نه تنها چی دبل شخص ازادی ته مسول دی بلکی د ټولنی عمومی پریکړو ته هم مسول دی خو دوی دا خبره پټوی
زه به یی یو مثال دلته راوړم که چیری په یوه ډیموکراټیک هیواد کی کوم شخص داسی پریکړه وکړی چی نوموړی شخص په ښارکی لوڅ لغړ وګرځی او هیڅ کالی وانه غوندی
په دی ډول د همدی شعار مطابق نوموړی شخص د بل شخص ازادی نه سلبوی مګر که چیری دا شخص په یوه ډیموکراټیک هیواد کی لوڅ ښارته راووځی نو دپولیسو لخوا نیول کیږی او مجازات کیږی
کله چی یو شخص دبل شخص ازادی نه سلبوی نو بیا ولی مجازات کیږی ، ځکه چی په ډیموکراسی کی شخصی ازادی د ټولنی د پریکړو تابع ده
خو دوی دا خبره پټوی
په واقعیت کی دوی نوموړی شخص ددی لپاره مجازات کوی ځکه چی نوموړی شخص د نورو خلکو معنوی ازادی سلبوی دوی دا له دی خاطره پټوی چی دوی غواړی ازادی ته يواځی مادی رنګ ورکړی یعنی ددوی په نظر يوشخص یواځی دبل شخص فزیکی ازادی مراعات کړی خو دوی له معنوی ازادی یا معنوی حقوقو سترګی پټوی ځکه که معنوی ازادی بیان شی او په رسمیت وپیژندل شی نو دا به دا معنالری چی دوی داسلام مبارک دین په رسمیت وپیژاند
خو په ځینو مواردو کی دوی د مجبوریت له وجهی معنوی ازادی منی ، لکه په پورته یاد شوی مثال کی خو په عموم کی دوی دخلکو له معنوی ازادی سترګی پټوی
څپاند صاحب لیکلی
[color=red:e368546055]دا شعار خو په ښکاره،ښايسته شعار دی،خو غربي دموکراتان ئي په منافقت سره داسې رنګه کوي چې يواځې ئي پخپلو ټولنو کې د تطبيق وړ بولي ،مګر کله چې دافغانستان،عراق،ليبيا ٠ ٠ ٠٠حقوق مطرح شي نو بيا هلته داسلام ټيکه داران،سعوديان،پاکستانيان او ورته نور غلامان،دزرخريده "اسلامي عالمانو"
جعلي فتوی ګانې،دغرب په ګټه را مېدان ته او ترويج ئي کړي٠[/color:e368546055]
کله چی د امریکا دولت په عربی هیوادونو کی د خپلو اهدافو لپاره یا که په بل عبارت ووایو د استعمارګرو د خپلمنځی اختلاف له وجهی د عربی مستبدو دولتونو په مقابل کی د عربی هیوادونو د خلکو ملاتړ وکړ
چی د ډیموکراسی د طراحانو له سخت انتقاد سره مخامخ شو
ددوی په مقابل کی د امریکا ددولت دلایل په دی اړه دا وو چی د ډیموکراسی د اصولو مطابق باید د عربی هیوادونو خلکوته اجازه ورکړل شی چی ترڅو خپل دخوښی دولت جوړ کړی
خو د ډیموکراسی طراحانو یا غربی ډیموکراټانو د امریکا ددولت په مقابل کی ویل چی ډیموکراسی د ډیموکراټانو لپاره ده نه دی مسلمانانو لپاره
یعنی ددی خبری معنا دا ده چی ددوی په نظر باید اول د یوه هیواد خلګ باید ډیموکراټان شی او ورسته بیا اجازه ورکړل شی چی خپل دولت انتخاب کړی
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]چې انسان الله ج ته مسؤل دی،نو ځما،ستا،دولت،طالب او ملا ئي پرې څه؟؟[/color:e368546055]
څپاند صاحب په اسلامی ټولنه کی هر مسلمان پخپلو شخصی پریکړو کی الله (ج) ته مسول ده ، خو د الله (ج) دحکم مطابق نوموړی شخص د ټولنی پریکړو ته چی د الله (ج) د احکامو مطابق کیږی هم مسول دی
څپاند صاحب ليکلی
[color=red:e368546055]دسمې لارې تبليغ دې هر انسان خاصتا مسلمان مسؤليت دی٠
مګر اشخاص،افراد،سازمانونه او غورزنګونه دا حق نلري چې څوک مجازات او يا دخپلې خوښې او سليقي پر بنياد ورته دږيرې،جامو او ورته نورو شيانو
فرمايش ورکړي او پرې تطبيق ئي کړي[/color:e368546055]٠
که چیری ستاسی مطلب له غورځنګونو د طالبانو تحریک وی ، د طالبانو تحریک دولت وو او ده
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]ملتپال صيب،
ستا او ستا پشان دنورو ځوانو مفسيرينو ستره خطا همدلته ده
نکاح سنت دې،هيڅوک حق نلري چې دسنتو په اجرا څوک مجبور کړي٠[/color:e368546055]
څپاند صاحب زه له تانه یوه پوښتنه لرم اول ته زما دی پوښتنی ته ځواب راکړه نو بیا به انشاالله زه درته ولیکم چی د نکاح کولو لپاره مجبورول څه معنا
پوښتنه
ولی موږ زه یا ته او یا بل څوک چی کله په پښتو ژبه غږیږو ولی غوا ته غوا وایو ولی موږ داسی ازادی نلرو چی غواته دهرچا چی څه یی زړه وغواړی ووایی او یا غوا ته بل نوم ورکړی ؟
څپاند صاحب لیکلی
[color=red:e368546055]تا مبدا نا درسته شروع کړې،خبر او نتيجه ګيري دې هم نادرسته کړې٠[/color:e368546055]
څپاند صاحب د بحث داصولو مطابق هره خبره باید په دلایلو او منطقو رد شی
دلته تاسی بغیر له کوم دلیله لیکلی چی ما مبدا نادرسته شروع کړی او نتیجه می ترینه غلطه اخیستی ده نو تاسی مهربانی وکړی او په دی باره کی خپل دلایل وړاندی کړی
ما خو واضح هغه څه لیکلی چی اسلام او ډیموکراسی سره په ټکر کی دی
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]اسلام او دموکراسي ،دانساني ټولنې لپاره ګڼ مشترک او يوکم شمير مختلف او ناڅيزه متضاد،طرز العملونه لري،[/color:e368546055]
څپاند صاحب ستا ددی خبری سره ماته یوه ټوکه را یادیږی
وایی یوسړی ته یی د لیلی او مجنون ټول داستان بیان کړی وو خو ده په اخیر پوښتنه کړی وه چی زه په دی پوه نشوم چی لیلی نر وو او که ښځه
زه واضح درته لیکم په دلایلو چی اسلام او ډیموکراسی یو بل نفی کوی او دواړه په یوه ټولنه کی په یوه وخت نشی عملی کیدای
خو ته بیا بغیر له کومه دلیله او کوم منطقه راته لیکی چی ډیموکراسی او اسلام یوګن شمیر مشترکات او یو کم شمیر ناچیزه متضاد طرزالعملونه لری
مهربانی وکړه د اسلام د سپیڅلی دین او ډیموکراسی مشترکات ماته را وښیه
پتوال صاحب لیکلی
[color=red:e368546055]زه هم وايم چې د ولسواکۍ مهم جز او مهم اصل او اساس د ولس له خوا انتخابات دي او دا انتخابات د اسلامي حکومت هم مهم اصل دی
نو ولسواکي په اسلام کې شته او بايد وي![/color:e368546055]
نه پتوال صاحب ډیموکراسی په اسلام کی نشته بلکی د اسلام یو جز چی انتخابات دی په ډیموکراسی کی شته زموږ مشکل له ډیموکراسی سره په انتخاباتو کی نه دی بلکی په هغه هدف کی دی چی انتخابات یی لپاره تر سره کیږی
که چیری موږ ددی لپاره انتخابات وکړو چی له ټولنی بعضی اشخاص د خلکو په خوښه وټاکو چی اسلامی احکام به عملی کوی دا اسلامی انتخابات دی
او که چیری موږ ددی لپاره انتخابات وکړو چی له ټولنی بعضی اشخاص د خلکو په خوښه وټاکو چی د ډیموکراسی اصول به عملی کوی دا غیر اسلامی انتخابات دی
پتوال صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]تاسو د اسلام دين د يوې حکومتي توګې اوروش سره مقايسه کړی، دين د بل دين سره مقايسه کول پکار دي او د حکومت يو روش د حکومت د بل روش سره،[/color:e368546055]
پتوال صاحب اسلام هم دین دی اوهم دولت او ډیموکراسی هم هم دولت ده اوهم دین
ډیموکراسی په هیڅ صورت تنها حکومتی روش نه دی بلکی یو ماټریالیستی یا مادی دین هم دی چی خپله جهانبینی په خلکو تحمیلوی
که چیری کوم څوک یواځی له ډیموکراسی څخه په ازادو انتخاباتو عقیده ولری نوموړی شخص د ډیموکراسی د اصولو مطابق یو ډیمکراټ شخص نشی حسابیدای
د ډیموکراسی د اصولو مطابق یو ډیموکراټ شخص هغه شخص دی چی ډیموکراټیکه جهانبینی ولری
د ډیموکراسی دا شعار (چی ډیموکراسی د ډیموکراتانو لپاره ده )همدا معنا ورکوی
پتوال صاحب لیکلی
[color=red:e368546055]دموکراسي سره خوا په خوا وجود نشي لرلای خو اسلام او دموکراسي يو دبل ترڅنګ وجود لرلی شي[/color:e368546055]
پتوال صاحب په هیڅ صورت په هیڅ صورت ډیموکراسی او اسلام یودبل تر څنګ وجود نشی لرلای ځکه چی دا دوه متضاد دینونه دی
اسلام معنوی دین دی
او ډیموکراسی مادی یا ماټریالیستی دین دی
په اسلامی ټولنه کی د خلکو اکثریت د د اسلامی اصولو مطابق پریکړی کوی
او په ډیموکراټیکه ټولنه کی د خلکو اکثریت د ډیموکراسی داصولو مطابق پریکړی کوی
پتوال صاحب لیکلی
[color=darkred:e368546055]مثلا بيعت په انتخاباتو پشپړيږي ، د دموکراسۍ آزادي په اسلامي اخلاقو،[/color:e368546055]
پتوال صاحب بعیت یا انتخابات په اسلام کی شته یو څه چی موږ پخپل دین کی ولرو نوڅه ضرورت پیدا کیږی چی له ډیموکراسی څخه یی راواخلو
که چیری ستاسو مطلب له ډیموکراسی څخه یوازی انتخابات وی ، انتخابات خو په اسلام کی شته نو بیا ولی اسلام نه عملی کوو
پاتی شوه د ډیموکراسی د شخصی ازادی او اسلامی اخلاقو خبره
له اسلامی اخلاقو به دی مطلب اسلامی جهانبینی وی چی د ډیموکراسی لپاره اصلاً دمنلو وړ نه ده
داسلام مبارک دین زموږ په خپلو شخصی پریکړو کی زمونږه مطلقه ازادی سلبوی او زموږ په شخصی پریکړو کی معین حد راته ټاکی چی دا کار هم د ډیموکراسی لپاره دمنلو وړ نه ده
او ډیموکراسی هم د خلکو د اکثریت د پرکړو مطابق چی د ډیموکراسی د اوصولو مطابق کیږی د ډیموکراټانو شخصی مطلقه ازادی سلبوی او خپل د خوښی مطابق معین حد ورته ټاکی چی ددوی دا معین حدونه د زمان مطابق تغیر کوی خو اسلامی معین حدونه د همیش لپاره دی او په هرزمان او په هرو خلکو یو ډول تطبیقیږی
ډاکتر څپاند
25.12.2011
محترم پتوال صيب،
دښاغلي نعيم ملتوال پوښتنې او ځوابونه داسې په ځواکمنو بنسټونو
ولاړ دي چې زه او ته ئي له ځوابه عاجز يو٠ :D
زه خو ورسره بحث کولې نشم او تاسوته هم داسې وړانديز کوم٠
Naeem sadat
16.06.2012
ګراڼو وروڼو السلام عليکم
څپاند صاحب خوښه دي چي مني يي او بحث اوږدوي٠زه دا دومره وخت په درسونو کي مصروف وم ٠اوس مي امتحانونه خلاص شول بيا بحث ته اماده يم٠
حمید هڅــاند
19.06.2012
اسلام علیکم ورحمة الله
ښاغلی نعیم ملتوال، په قلم، ګوتو، اند او هاند مو برکت. هیله ده په ځانګړیو موضوع ګانو خپلې لیکنې و نه سپموئ سره له دې چې داسي څوک به ډېر کم ووینې چې قناعت درسره وکړي.
مګلری مو، حمید هڅاند
پتوال
24.06.2012
د بحث درنوګډونوالو او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
۱- زه له ملتوال صیب سره منم چې آزاد او شفاف انتخابات په اسلام کې شته خو له دې نه هم انکار نشي کېدای چې
دغه انتخابات تر اوسه په هېڅ یوه اسلامي رژیم کې نه دي تر سره شوي او د طالبانو په شمول نه غواړي چې په راتلیزه کې یې
هم تر سره کړي ، حال داچې دا هغه ستر جز دی چې
هم پرې امت واکی تامینیږي او هم د شورایت اصل چې دوه ځله په ایت او ۷ ځلې په احادیثو کې ذکر شوی دی!
۲- د د موکراسۍ زړی د حکومت کولو انتخابي شکل دی چې په اسلام کې شته او په اسلامي رژیمونو کې لا نشته،
خو مونږ يې غواړو ولې د دموکراسۍ جهانبیني بیا نور ډیر داسې اجزا هم لري چې په اسلام کې نشته او مونږ يې له سېلمې ردوو !
خو هغه څه چې په اسلام کې شته او د اسلام ټیکه داران يې د خپل قدرت له پاره ردوي نو تاسې راته ووایئ چې
اوس نو د اسلام له دغسې دوښمنانو سره څه کول غوره دي؟؟؟؟؟
په درنښت