تاریخ او تاریخپوهنه
اروپاء باندې د اسلامي تهذیب اثرات
ahmad bilal
21.12.2011
اروپاء باندې د اسلامي تهذیب اثرات
(د ډاکټر جیلاني برق د کتاب څخه ژباړه)
اسلامي تهذیب د هری خوا څخه اروپايي تهذیب بغیر د متاثر کیدلو پرینښود، د هغوي (اروپایانو) لباسونه بدل شول، د هغوي طریقۍ بدلون وموند، د هغوي په تعمیراتو کي د مشرقیت عنصر راغۍ، د اسلام له امله هغوي کي د ښځو احترام زیات شو، او ښځو یې د حریصو خلګو د نظر څخه د ژغوریدلو په خاطر حجاب واغوست ( رحلة ابن جبیر ص ۳۳۳)
اسلامي تهذیب نور په اروپايي تهذیب څه چل وکړ، د دې لپاره لاندې تفاصیل وګورئ:
۱- د ګوسسلی لومړنۍ نارمن بادشاه راجر اول (۱۰۹۱-۱۱۰۱) د مسلمانانو سخت دښمن و خو د هغه لباس اسلامي وه. د هغه دربار د اسلامي عالمانو او حکیمانو څخه ډک و او د هغه فرمانونه به په عربي، یوناني او لاطیني ژبه کي وتل ( تمدن عرب ص ۲۸۰)
۲-د راجر دویم (۱۱۰۵-۱۱۵۴) په سکۍ دا لیکل شوي وه:
المعتز بالله الملک المعظم رجار الثانی
لا اله الا الله وحده لا شریک له ( تاریخ صلیقه ج ۲ ص ۴۱۷ نیز رحلة ابن جبیر ص ۳۳۳)
د راجر دویم نه پس کله چې ولیم اول (۱۱۵۴-۱۱۶۶) په تخت کیښناست نو د هغه په سکۍ دغه عبارت لیکل شوې و:
الهارون بامر الله الملک المعظم
۳- د هسپانې مشهور جغرافیه دان ابن جبیر چې کله په ۱۱۸۴ء کي سیسلي ته ولاړ نو د هغه ځای د بادشاه په هکله لیکي:
د سیسلي بادشاه ولیم دویم یو د حیرت وړ انسان ده. د هغه خواجه سرا، آشپز، درست خدمتګاران، وزیران او د دربار ټول غړي مسلمانان دي او د هغه سرکاري نښان
الحمدلله حق حمده
ده او د هغه د پلار ولیم اول
الحمد لله شکرا لانعمه
ده او د هغه د محل زرکار ( په کالیو چې څوک د سروزرو کار کوي) یحیی بن فتیان ماته وویلئ چې شاهي محل ته چې څومره هم عیسوي انجلکیانۍ داخلیږي هغوي د مسلمانانو ښځو د پاکوالي، نیکي، او د لمانځه څخه متاثر کیږي او مسلمانیږي. (رحلة ابن جبیر ص ۳۲۰)
۴- مرسیه (انګلستان) یو بادشاه آفا سکه د اسلامي دینار په څیر وه او یو عبارت هم پرې په عربي کي لیکل شوي وه او دغه سکه اوس هم په برټیش میوزیم کي شته (میراث اسلام ص ۱۱۳)
۵- په همدغه برټیش میوزیم کي د نهمۍ پیړۍ یو صلیب ایښودل شوې ده چې په کوفي خط پرې دا لیکل شوي دي:
بسم الله الرحمان الرحیم (میراث اسلام ص ۱۱۴)
۷- د جرمني په یو ښار نرن برګ کي د سیسلي د شاهانو یو داسې د ریښمینو څادر پروت ده کوم چې رنګین ده او په کوم چې عربي هم لیکل شوې ده او دا بیا په دغه خبرې دلالت کوي چې په هغه وخت کي مسلمانانو د رنګ په جوړولو هم پوهیدل.
۸- په څوارلسمه پیړۍ کي په اکسفورډ او په پیرس کي عربي لازمي وګرځول شوه
۹- د مسلمانانو د دغه علمي کارنامو په دولت یوه دغه نتیجه هم راووتله چې په اروپاء کي هر ځای علمي مجالس، او مدرسي قائمیدل شروع شول. یو له دغه څخه لندن رائل سوسائټي هم ده (معرکه مذهب و سائنس ص ۴۱۶)
ریښتیا هم چې د فرانس مشهور فلسفي وکټر هیوګو ریښتیا ویلي وه:
اول نړۍ یوناني وه او اوس عربي ده! (میراث اسلام ص ۲۰۶)