ټولنه او ټولنپوهنه
د کتابخانو په پرمختګ کي برخه!
ahmad bilal
20.12.2011
د کتابخانو په پرمختګ کي برخه!
څیړنه: احمد بلال
کتابخانۍ د یو قام لوړ پايي، ژور فکري، او یو تهذیب واقعاً تهذیب یافته ښايي. کتاب ریښتیا هم یو ریښتوني دوست او ملګرۍ وي کوم چې د ژوند په هری ترخو او خوږو شیبو کي زمونږ رهنمايي کوي. د یو کور روحیه که معلومول وغواړۍ نو د هغوي د کتابخانۍ څخه یې په آسانه کولې شئ. اسلامي لارښونې هم مونږ د مطالعې، غور او فکر په لور بلي، بلکه د اسلام لومړنیانو د وفات کیدلو په وخت به د هغوي د جنازو سره په زرهاو کتابونه د کور څخه وتل! خو د نن زمانې مسلمانان خپل ځانونه د کتابخانو څخه ډیر لیری کړي دي او دغه لیری والي یې هم د زوال یوه وجه ده!
د مسلمانانو د عروج او اوج په وخت کي نه یوازې د سترو سترو کتابخانو سره شوق وه بلکه دا هر څه د علم دوستۍ، شوق او علم نوازۍ برکت وه چې اسلامي تهذیب یې خپل لوړپایي آخري سرحداتو پوری ورساوه. همدغه وجه وه چې کله خلیفه مامون د روم قیصر ته ولیکل چې د هغه ځای لیونامي حکیم دربار ته راولیږدوي او د دغه په بدل کي یې ورته څلویښت منه سره زر ورکړ او په راتلونکي وخت کي ورسره د صلح وړاندیز هم وکړ، همدغه علم دوستي وه چې اکثره مسلمانانو او یا واکمنانو به شاعرانو ته په قصیدو او یا شعرونو باندی په زرهاو درهم ورکول!!!
خو اوس نه ستری کتابخانی شته او نه د علم دوستي،او شوق!!!
[COLOR="blue"][SIZE="5"]د مسلمانانو کتابخانۍ:
[/SIZE][/COLOR]
د امویانو په خلافت کي قرطبه کي تقریباً اویا (۷۰) کتابخانې وی، له دغو څخه یوه دومره ستره وه چې د دغې کتابخانې فهرست یوازې په ۴۴ جلدونو کي تیار کړای شو! او په دغه کتابخانه کي شپږ لکه کتابونه ول. د طرابلس په یوه کتابخانه کي دیرش لکه کتابونه ول. هغه زمانه هم هغه رنګه ول چې هر چا سره به د کتابونو شوق وه، کتاب به د تهذیب یوه نښه ګڼل کیده، هر کور کي به یوه وړه کتابخانه وه، هر چا به په کتابونو کي په یو بل سره مقابله کوله چې چاسره به کتابونه زیات وي، هر جماعت کي به یوه کتابخانه وه. تاریخ دان ته دا څه معلوم دي چې د هغه ښارونو په هره کتابخانه کي نور څومره کتابونه ول، هغه یوازې د مشهورو کتابخانو ذکر کړی او نور یې پریښي، خو د کومو مکتبو او کتابخانو ذکر چې څومره تاریخ دانانو کړی له بده مرغه اوس هم په اسلامي نړۍ کي په هغه پایه کتابخانۍ نشته او نه پکي په هغه اندازه کتابونه!
سلطان بهاء الدوله دیلمی (۹۸۹-۱۰۱۲) یو وزیر ابو نصر سابور بن ارد شیر د بغداد په یوه کوڅه کي یوه کتابخانه جوړه کړي وه چې یاقوت حموی (۱۱۷۹-۱۲۲۲۹) په متعلق داسې وايي:
لم یکن فی الدنیا احسن منها
( له دغې څخه بهتره کتابخانه ما په نړۍ کي بل ځای ونه لیده)
(معجم البلدان ج ۲ ص ۳۴۲)
حماة(شام) والي ابوالفدا (۱۳۳۱) څوګ چې د یو مورخ په توګه هم مشهور وه، یوه ستره کتابخانه وه کوم کي به چې دوه سوه عالمانو او کاتبینو د لیکلو او نقل کولو کار باندې به بوخت وه.
په ۱۲۱۶ کي د شام یو امیر ابوالفوارس عضدالدین یوه داسې ستره کتابخانه وه چې د کتابونو شمیره ورته خپله هم نه وه معلومه، یوه ورځ د هغه کتابخانې څخه څلور زره کتابونه چا خرڅ کړل خو امیر پرې خبر هم نه وه ( معجم الادبا ج۲ ص ۱۹۶)
د آخري خلیفه مستعصم یو وزیر مویدالدین ابو طالب محمد بن احمد المعروف به ابن العلقمی خپله شخصي کتابخانه کي تر لس زرو څخه زیات کتابونه ول
د اندلس یو وزیر ابو جعفر احمد بن عباس سره څو لکه کتابونه ول ( السلوک- المقری ج ۲ ص ۳۰۸)
د یحیی بن معین (۸۴۸) په وفات د هغه د کور څخه په سلو صندقونو او په څلور مټکو کي کتابونه راووتل! (دفیات الاعیان ج ۲ ص ۲۱۴)
یاقوت حموی (۱۲۲۹) په مرد کي دولس کتابخانی ولیدلی، په یو کتابخانه کي دولس زره کتابونه ول ( ایج آف فیته ۳۲۹)
کله چي نوح بن منصور سامانی (۹۷۶-۹۹۷) صاحب بن عباد ته د وزارت وړاندیز وکړ نو هغه یوازې څلور سوه اوښان د کتابونو وړلو لپاره وغوښتل ( معرکه مذهب و سائینس ۱۶۵)
د فاطمي خلفاء په کتابخانه کي تقریباً شپږ لکه کتابونه ول ( کتاب الخطط و الاثار- از مقریزی)
قطب الدین عبدالکریم بن عبدالنور الحلبی د قطب الدین لیکوال، کوم چې یو تاریخي کتاب وه لیکي:
کله چي مغلو په بغداد حمله وکړه نو هغوي دغه کتابونه په دجله کي واچول د کوم له امله چي په دغه سیند کي یوه پښته جوړه شوه او خلګ به پری په اسانه تیریدل او بیا د دغو کتابونو له امله د سیند رنګ هم تور شو.(تمدن عرب ۱۷۵)
[COLOR="blue"][SIZE="5"]د عیسویانو کتابخانۍ:
[/SIZE][/COLOR]
پورته تاسو د مسلمانانو د کتابخانو د حاله خبر شوی اوس به راشو په دغه وخت کي د عیسویانو څه حال و او هغوي ولی دغه دور خپل تور او د تیارۍ دورې په نوم یادوي!
د عیسویانو د ټولو نه ستره کتابخانه په ۱۳۰۰ء کال کي د کینټر بري په نوم یادیدله چې پکښي یوازې پنځه زره کتابونه ول!!!!
دویمه د فرانسۍ کلوني چې پکي پنځه سوه اویا کتابونه ول!!!
او له دغه څخه پرته د اروپاء په یو هیواد کي هم د سلو څخه زیات کتابونه نه ول!!!
د دولسمۍ پیړۍ د یو مشهور پادري په مرګ چي کله د هغه کتابخانه پرانیستل شوه نو هغه سره یوازې څلیریشت کتابونه ول!!!!
د کتابونو کم یابي وجهې دوه وې:
۱- د عالمانو، لیکوالانو نشتون!
۲- د کاغذ په چل نه پوهیدل
چې بلاخره دواړه ورته مسلمانانو وښودل!!!! هم یې ورته د کاغذ چل ورزده کړ او هم يې ورته بیا د یونان فلسفه او خپله ریاضي، کیمیاء، او بیالوژي وروښودله!!!
او اوس چې مسلمان ملت او اسلامي نړۍ د هرې خوا وروسته پاتې ده، لومړۍ وجهه یې د خپل کتاب (قران ) څخه لیری والې او دویمه وجه یې هم د کتاب څخه لیری والې ده!!!
[COLOR="blue"][SIZE="5"]په اوسني دور کي د لویدیځۍ نړۍ کتابتونونه!
[/SIZE][/COLOR]
په اوسني نړۍ کي د نړۍ تر ټولو ستره کتابخانه د امریکا کانګرس کتابخانه ده.
library of congress
چې تقریباً پکي دیرش ملیونه کتابونه دي!!!!!
او نور ټوله مجموعه یې ۱۳۴ ملیونو ته رسیږي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!؟؟!!!
په دویم نمبر کتابخانه پکي بریټیش لائبریري ده چې د کتابونو شمیره یې ۲۵ ملیونه دي!!!!!!!!
په دریم نمبر نړۍ والا کتابخانه د چین نیشنل لائبریري ده، کومه چي په بیجینګ کي ده، دغه لائبریري تراوسه پورې ۲۳ ملیونه کتابونه لري.
په څلورم نمبر د روس د سینټ پیټرزبرګ لائبریري ده کومه چې خپله ستر پیټر پرانیستلي وه او اوسه پورې تقریباً ۲۰ ملیونه کتابونه لري.
په پنځم نمبر کتابخانه د د نیشنل لائبریري اینډ ارکایف کاناډا ده، کوم چي ۱۸.۸ ملیونه کتابونه لري.
په شپږم نمبر د جرمني جرمن نیشنل لائبریري ده کوم چې تقریباً ۱۸.۵ ملیونه کتابونه لري...
[COLOR="blue"][SIZE="5"]د اسلامي نړۍ اوسنې کتابخانې:
[/SIZE][/COLOR]
په اسلامي نړۍ کي ستری کتابخانې هم هغلته دي کوم ځای چې لږ ډیر پرمختګ کړې، لکه ترکیه، ایران، مالیزیا، سعودي عربستان او مصر دي.
لومړۍ کتابخانه د ترکیه نیشنل لائبریري ده، کوم چې په مجموعه کي، کتابونه، اخبارونه، مجلی، ویډیو، آډیو وغیره یوازې دوه ملیونه نهه لکه شپږ اویا زره اوه سوه اوه دیرش دي (۲۹۷۶۷۳۷)
چې دا بیا د یو امریکا لیبریري آف کانګرس د مجموع نه ډیر زیات ښکته دي، د هغوي مجموعه ۱۳۴ ملیونو ته رسیږي!!!!!
د کینګ فهد کتابخانه په مجموع کي یوازې یو ملیون او درې لکه کتابونه او وغیره لري.
[COLOR="blue"][SIZE="5"]د افغانستان وروسته پاتې کتابخانې د تعصب ښکار:
[/SIZE][/COLOR]
څرنګه چې مونږ ته معلومه ده افغانستان د دریمې نړۍ یو وروسته پاتې هیواد ده نو څرنګه به د هغه هیواد د کتابخانې څخه د ډیرو کتابونو شتون والۍ تمه وشي. د افغانستان کابل لائبریري هم دوه لکه کتابونه لري. کله چې
http://www.afghanistan.culturalprofiles.net/?id=35
دلته ولاړم ترڅو د افغانستان د کتابخانو حال وګورم نو څه ګورم چې کتابخانه یوازې په کابل کي دي او بل که څه هم د کتابونو تعدد باندې یې مونږ تنقید نشو کولې ځکه افغانان تقریباً څلویښت کلن جګړۍ ځپلې خو د تنقید خبره هله راپیدا کیږي کله چې وګورو په دغه دوه لکو کتابونو کي یوازې ۳۰ فی صیده په پښتو کي دي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
ډیر خلګ به داسې هم وي چې هغوي ووايي د کتابخانو د پرمختګ سره څه تړاو؟ هغوي ته وایم کتابخانې د پرمختګ سره ډیره ژوره اړیکه لري. مونږ چې دا اوس دومره وروسته پاتې یو د هغې یو وجهه د تحقیقي کارونو لپاره مواد نه برابریدل دي، د تحقیق لپاره ستر او ډیر مواد کتابخانې ورکوي!!!
نو راځئ که نور څه نشو کولې کم از کم خو د خپل جیب پیسۍ د کور کتابتون ته په کتابونو اخستلو ولګوو خو د ښایست لپاره نه بلکه د علم دوستۍ، لوستلو او کتاب سره د ملګرتوب پاللو لپاره.......