د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

استاد رحيم غمزده هم په حق ورسيد

مساپر
16.12.2011

اسلام علیکم و رحمته الله،
د پښتو وتلی سندرغاړی رحيم غمزده هم، نن د 75 کلونو په عمر له دې فاني نړۍ نه وکوچيده. نوموړي نږدې نيمه پېړۍ د پښتو د موسيقۍ د بډاينې لپاره کار وکړ او هره سندره به يې د ده د نوم په څېر تلپاتې وي.
ارواښاد د سرطان د ناروغۍ له امله ومړ او د ده جنازه به د ننګرهار وﻻيت د خوګياڼيو په سيمه کې په خپله پلرني هديره کې خاورو ته وسپارل شي.
الله تعالی د استاذ کورنئ ته صبر جمیل ورکړي، مونږ ټول خپل ځان د دوی په دې لوی غم شریک بولو، انا لله و انا الیه راجعون.

والسلام،


khoshalkhan
16.12.2011

مسافره زړه مې داسې خواشينی شه لکه دکورنۍ مې چې څوک مړ وي٠
الله پا ک دې غمزده صيب وبخشي او کورنۍته يې دزړه صبرغواړم.
د رحيم ښکلي مجلسونه زما له سره نه وزي .


عنوان

tandar
17.12.2011

لوي خداي ،ج، دي جنتونه ورکړي
په ظاهر کي لاړو خو په باطن کي به تل ژوندي وي
دمړيني خبر ې چه مي نه وي اوريدلي ښه به و
چه پيداشو خلکو به خندل ،چه مړ شو خلک تر ما پوري خفه او ژاړي دا دده افتخار دي
روح دي ښاد وي
خوشخالخانه وروره لکه خپل پلار مي چه په حق رسيدلي وي ،نور ليکل نه شم کولي
[quote:5fbaa3b49d="khoshalkhan"]مسافره زړه مې داسې خواشينی شه لکه دکورنۍ مې چې څوک مړ وي٠
الله پا ک دې غمزده صيب وبخشي او کورنۍته يې دزړه صبرغواړم.
د رحيم ښکلي مجلسونه زما له سره نه وزي .[/quote:5fbaa3b49d]


پتوال
17.12.2011

................................ [color=yellow:ecbe589dd6]اِنّا لِلّهِ وَ اِنّا اِليه راجعوان[/color:ecbe589dd6]

[color=blue:ecbe589dd6]غم زده به وي له غمه اوس خلاص شوی
..................................................... که يې ژوند د حق په لار کې وي تېر کړی

که د حق په توصيه او صبر دواړو
................................................. يې خپل نفس وي هم مهار او هم زېر کړی

خدای دې وبخښي د ښکلي غږ خاوند و
............................................................. چا به نه وي ددۀ خوږ آواز هېرکړي

کورنۍ ته يې مونږ صبر جميل غواړو
...................................................که وير هر څو وي ترې ځان راچاپېر کړی[/color:ecbe589dd6]


..Ahmadzai
17.12.2011

[color=yellow:f6736e9561]الله تعالی ته د رحيم غمزده د بخښنې او مغفرت سوال کوو، چې غمزده ته جنتونه ور په برخه کړي .
غمزده صاحب نیمه پیړئ په په سندريز هنر کې تيره کړه .

الله تعالی دې د هغه او زمونږ ټولو خاتمې سمې کړي.....آمين[/color:f6736e9561]


پښتون.
17.12.2011

:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock:


..Ahmadzai
18.12.2011

پښتون صاحب ما نور څه نه دي ويلي, همدغه زما ليكنه ده, يواځې په دومره توپير
چې كوم شي ته چې زه ډمګيرت وايم نور ورته هنر وايي.
دې هرچا خپله خوښه.
زمونږ په كليواله ټولنه كې هغه چا ته چې په ټنګ او ټكور خپله روزي پيدا كوي هغه ته ډم وايو
همدارنګه سلماني ته هم ډم وايو, چې د خلکو د ویښتانو د سمون أو ته‍ذیبولو دنده لري، کیدای سي د چا د تخرګ ویښتان هم واخلي.
لنډه دا چې ډمګیرت ډیر ډولونه لري،

په ديني لحاز هم دا دندې سړيتوب او مروت خدشه كوي.

خو ځيني نور بيا ورته هنر او فن وايي.

زمونږه كليواله ټولنه كې ډمان وزن نلري, سيالان ندي


larghonay laraway
20.12.2011

السلام عليکم!
رحيم غمزده دې خدای ج اوبښي ځکه چې پښتو موسيقۍ ته يې ډېر کار کړی ؤ.
احمدزی صيب زه له تاسره موافق يم. پښتانه رښتيا هم هنرمند يا سازنده ته ډم وايي چې زما په نظر تر هنرمند ښه نوم دی. ځکه هنرونه ګڼ دي، يو ليکوال او شاعر هم هنر مند دی، يو نقاش هم هنر مند دی، د سينما يو لوبغاړی هم هنر مند دی، خطاط هم هنر مند دی او ...
نو که مونږ چېرته ډم ته هنرمند وايو له نورو سره يې تفکيک نه کېږي او که د هنر کلمه يوازې ډم ته اختصاص کړو نو له نورو هنرمندانو سره به مو زياتی کړی وي.
بله دا چې د ډم او ډول کليمې لفظي تجنيس هم لري چې تجنيس په خپله د موسقيت يو عامل دی.
اوس راځم د وزن خبرې ته!
زمونږ عجيبه ټولنه ده چې هيڅ کسب ګر هم په کې وزن نه لري. حتی ملا هم کوم خاص وزن نه لري. همدا راز پښ، ترکاڼ، موچي، دوکاندار، کولال او ... دا ټول کسبګر دي خو زمونږ په ټولنه کې سيالان نه ګڼل کېږي. دا زمونږ د ټولنې خپله ستونزه ده. ځکه دوی د يو کلي له ملک نه نيولې تر هلک پورې ټول د ډم ډول ته ګډېږي خو بيا ډم ته په کمه ګوري، ملا يې د ښځې نيکاح تړي، جنازه يې کوي، د زوی په غوږ کې يې اذان کوي او نور ډېر کارونه خو په ښه سترګه ورته نه ګوري. په همدې ترتيب نور کسبګر درواخله. حتی دوکاندار ته به يې تر دېرش کلونو وړاندې پراچه وې او خپله يې هم دوکانداري نه کوله. دا د پښتنو خپل خصوصيات دي چې بايد فکر پرې وشي خو سل په سلو کې ورته ښه نه شو ويلی. ځکه زمونږ او تاسو پښتنه ټولنه ګڼ خصوصيات لري چې ښه او بد په کې شته.
پاتې شوه د رحيم غمزده خبره. رحيم غمزده کسبګر نه ؤ بلکې سندرغاړی ؤ او هغه هم د ملي راډيو ټلويزيون سندرغاړی ؤ چې پښتني فرهنګ ته يې ډېر خدمت کړی دی. مونږ ډېر پښتانه سندر غاړي لرو چې هغه حتی د ټولنې د لوړې طبقې خلک دي لکه استاد اول مير چې ډم مم نه ؤ،
استاد ناشناس چې د يو ملا زوی ؤ
احمدظاهر چې د يو وزير زوی ؤ او په خټه محمدزی ؤ
همدا راز نور.
په پای کې درته د پښتنو د ډمانو پخواندۍ دندې ووايم!
ډم په پښتني ټولنه کې کسبګر دی چې سر، ږيره او بريت جوړوي
ډم طبيب دی چې د رنځورانو وينې اوباسي، ماشومان سونتوي او حتی د پښتنو نرو او ښځو چې په غاښ درد شي نو ډم يې پرې اوباسي. (اوس دا دود يو څه بدل شوی دی)
ډم د پښتنو عسکر دی. کله چې کوم خان او ملک د کلي کوم نفر راغواړي نو ډم پسې لېږي.
ډم ډاګي دی: هر ځای ته رقعې او احوالونه وړي.
ډم هنر مند دی: ډول، باجه او نغارې يې زده چې د پښتنو د ښځو او نرو تر منځ ناست وي او د موسيقۍ خپلې الې غږوي.
ډم اشپز دی: په غم او ښادۍ کې دېګونه پخوي. که څه هم دا کار پخوا کولالانو کاوه خو اوس يې ډم کوي.
ډم ملا دی: په روژه کې پيشنمي ته ډول وهي او خلک راپاڅوي او د اختر په شپه هم ډول وهي او خلک له اختره خبروي.
دا خو د ډم بېچاره هغه دندې وې چې ما په منډه منډه ووې کيدای شي نورې ډېرې دندې هم ولري.
نو يوازې په سندرو ويلو څوک نه ډم کېږي بلکې سندرغاړی دی او ټول يې اوري. نو استاد رحيم غمزده ډم نه ؤ بلکې سندرغاړی ؤ.
بله دا چې انسان ؤ او مسلمان ؤ نو خدای دې پرې ورحمېږي.


سلامونه

tandar
20.12.2011

سلامونه
مرحوم استاد رحيم غمزده شاعر و او خپلي ژبي ته ې په ښکلي اواز او ساز سره ډير نه هيرودونکي خدمت کړي دي په ښه نوم سره خلکو ستائلي دي روح دي ښاد وي
له ياده بايد ونه وځي چه ډير خلک چه ځان ې په سيالانو کي حسابولو دده سندرو او موزيک ته په نڅا شوي او اتڼونه ې ورته کړي يعني سيالان ې هم ځانته ګډ کړيدي ههههها له دي بايد څوک انکار ونه کړي
دظاهرشاه په وخت کي ې په جاده کي کمپ جوړکړي و چاته ټکټ نه رسيده
يعني يو بي مشاله سندرغاړي و ،دپښتنو په زړه کي به تل ژوندي وي
خداي دي جنتونه ورکړي
[color=darkblue:2aff874663]زما ښکلي جانانه .....مامه شړه له ځانه
په رحيم باندي ډير ګرانه
................................قربان دي شمه ٠٠٠٠٠ او داسي نور[/color:2aff874663]
تربيا


پښتون.
20.12.2011

ما خپله لیکنه پاکه کړه،لکه زما په دعا او ښیرا چې د چا د ښو او بدو اعمالو تله نه درنیږي او نه سپکیږي،هماغسې، هغه څه به ورسره کیږي چې خپله ئی ځانته غوره ګڼلې وه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more