نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په قطر کې د طالبانو دفتر
م . ق
16.12.2011
السلام علیکم ورحمة الله،
د کرزي اداره په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستلو سره مخالفت کوي او د قطر څخه یې خپل سفیر هم راغوښتی دی، زه نه پوهیږم چې ددې وجه څه ده او ترشایې کومې سیاسي خبرې پرتې دي خو پدې اړه د ټول افغان په لومړي مخ کې یو مضمون لیکل شوی دی چې دا لاندې یې لنک دی تاسو دا لیکنه وګورﺉ او خپل نظر مو وړاندې کړﺉ خو د یادونې وړ ده چې لیکوال هم بې پرې نه دی.
[url]http://www.tolafghan.com/posts/23455[/url]
مننه او درنښت
پتوال
16.12.2011
دروند مبارز صاحب او درنو دوستانو ته سلام !
موضوع په يو شرط زړه پورې ده حقيقت ولري، سعودي عرب که د پاکوستان اعتباري دی نو امريکا هم ور سره نږدې اړيکي لري
او کرزی هم ورته خوريی متی کيږي ، داچې امريکايان هم دپاکستان له مداخلې څخه يو مصؤن ځای خوښوي او هغه ځای دې قطر وي بالکل نوې
او د بن لادن له رسوا شهادت او وروستيو پيښو له امله يې په پاکوستان د رامنځته شوې بې باورۍ وروسته بالکل ممکنه خبره ده .
خو داچې د طالب باور دې هم په پاکوستان باندې په بې باورۍ بدل شوی وي د ويده طاءپانو په غوږ کې دا آزانګی بالکل ملي رنګ لريې ،
الله دې دغه اړين بصيرت ورکړي . خو څنګه کېدای شي چې د ISI د ضد افغاني او ضد اسلامي جهنمي سازمان له کنترول څخه طالب
مشران دومره ووځي چې آن له امريکا سره پټې خبرې وکړي ؟
په ټوله کې ليکونکي بې ثبوته او بې شواهدو ادعا ګانې تکرار کړي دي ، د کابل د ګوډاګي حکومت علني عکس العمل ددوی د وارخطايۍ
نخښه ده چې بادار يې ددوی تر شا له طالبانو سره کوم جوړجاړی ونکړي، سر بېره په دې دکرزي عصبانيت په دې اړه د شمالي ټلوالې
انديښنه او فشار انځوروي . د طالب پر ځای له پاکوستان سره خبرې کول هم کرزي ددغې منخوسې ټلوالې په فشار منلي وو ، څو له پاکيانو سره
يې د ملت د ګټو پر ضد جوړجاړي ته هم اړباسي . د خبئر ځای په ټاکلو کې د جرمني پښه د ناتو د دريځ استازيتوب کوي چې
د امريکا په نسبت د پاکيانو کم خيال ساتي او د جګړې علت هم ترې ښه درک کوي !
البته وابستګي او ګوډاګيتوب هم ، په ناپوهۍ کې داوطلبانه او په پوهه کې له مجبور يته رامنځته کيږي ، په لومړی صورت کې يې
سړی پخپله له منځه وړلی شي کله چې پرې پوه شي، خو په دويم صورت کې يې سړی د چانس او امکان په رامنځته کېدو سره له منځه وړي،
نو طالبان د القاعدې پورې وابستګي پخپله او د پاکوستان پورې وابستګي له امريکا سره په جوړ جاړي له منځه وړلی شي ،
او نه يواځې دا ، بلکې په يوۀ ګوزار دوه مچان وژلی شي : له پاکوستان سربېره د کرزي او شمالي ټلوالې دپکې او چوتاري پرې هم خنثی کولی شي .
دا چانس بيا طالبانو ته په لاس نه ورځي !
طالبانو ته به دا غوره وي چې له ملي اسلامي قوتونو سره وحدت په پام کې ونيسي او له دې جملې څخه د حزب اسلامي
سره متقابل ملاتړ هم په د قطر په خبرو اترو کې له پامه ونه غورځوي !
پتوال
17.12.2011
دروند لاروی صاحب ددې وسله وال د کلمې له ذکرولو سره خو زه هم موافق نه يم، ځکه چې د آزادۍ پاڅون وي وسله وال نو ذکرولو ته يې اړتيا نشته
او له وسله وال پاڅون سر بېره نور پاڅونونه هم په لمن کې رانغاړي ، نو په وسله وال يې رامحدودول هم سم نه بريښي .خو داچې
د ټول افغان له وسله وال پاڅون څخه به مطلب ګواکې د طالبانو په مشرۍ د اوسني وسله وال پاڅون تعميم او پراختيا وي ، داسې به هم نه وي !
ښايي برعکس داسې عام وسله وال پاڅون ترې مطلب وي چې اوسنی مقاومت په کې مدغم او ملي بڼه خپله کړي او د بهرنيو لاس او لاسوهنې
ترې قطع کړي او په بري يې هم بيا د پاکوستان پوځيان دغسې جشنونه ونه نيسي لکه دا لاندې ، چې د ١٩٩٥ کال د ميزان په مياشت کې
د کابل په نيولو سره ISI خپله خوشحالي څرګندوي :
http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=lmnM98497W8
khoshalkhan
18.12.2011
خبره دچاوېل دی او دطالبانو نده ! منافقين دومره ډېر شوي چې له هر حالت سره
خپلې خبرې برابره وي .
طالبان خپل مړي نه هېروي او منافقان هم پېژني٠
http://www.youtube.com/watch?v=aOYsDB0O3zQ&feature=related
پتوال
19.12.2011
[quote:09cd61fb79="khoshalkhan"]خبره دچاوېل دی او دطالبانو نده ! منافقين دومره ډېر شوي چې له هر حالت سره
خپلې خبرې برابره وي .
طالبان خپل مړي نه هېروي او منافقان هم پېژني٠
[/quote:09cd61fb79]
په قطر کې دفتر ډير لوړ سياسي ارزښت لري ، منل او نه منل يې دواړه ګټور دي ، خو د طالبانو له خوا منل يې ځان ته او نه منل يې پاکوستان ته ګټه لري !
khoshalkhan
20.12.2011
دغه جمله بندي ډيره ښه خو مانايې ډېره زهرناکه ،دغربي اشغالګرو اودشمال دځناورو په ګټه ده ! دطالب سياسي پته په افغانستان کې ده نه په خارج کې٠
داشغالګرووتل بيله قيده اوشرطه دملي قيام هدف او قانوني حق دی٠
[quote:9b32ce13ac="پتوال"][quote:9b32ce13ac="khoshalkhan"]خبره دچاوېل دی او دطالبانو نده ! منافقين دومره ډېر شوي چې له هر حالت سره
خپلې خبرې برابره وي .
طالبان خپل مړي نه هېروي او منافقان هم پېژني٠
[/quote:9b32ce13ac]
په قطر کې دفتر ډير لوړ سياسي ارزښت لري ، منل او نه منل يې دواړه ګټور دي ، خو د طالبانو له خوا منل يې ځان ته او نه منل يې پاکوستان ته ګټه لري ![/quote:9b32ce13ac]
محمود سعيد
24.12.2011
ښه نو چې داسې ده نو ولې دا دفتر په افغانستان کې نه پرانستل کیږي؟ دليل ېې دا دی چې دلته به بيا خلک د دوی تر منځ د پټو مراودتو له څرنګوالي خبر شي!
که نه نو په افغانستان کې د دفتر جوړول ډير اړين وو.
په قطر کې د امريکا څلور لوېې نظامي هډې شتون لري چې يوازې د العديد په پوځي هډه کې ۴۰۰۰ امريکايي پوځيان پکې ميشت دي. هلته د پنټګان د پوځي او استخباراتي قوماندې دوهمه لويه نظامي هډه شتون لري چې پکې د لوی منځني ختيځ د قوماندې مرکز پروت دی. دې مرکز ته دوهم پنټګان هم ويل کيږي.
اوس طالبان راپاڅيدلي او د نړۍ د څه ناڅه دوه سوه هيوادونو له منځه ېې داسې يو هيواد د خپل دفتر لپاره غوره کړی دی. له دې سره د امريکايانو هغه خبرې چې طالبان زموږ دوستان دي، دا خبره ښه څرګنده کړه چې د پردې تر شا څه روان دي!